د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

د یوه انسان په توګه، دډکتر شکیل افریدي حقوق

اتل
02.12.2013

ډیرو محترمو لوستونکو، السلام علیکم
دډاکتر شکیل افریدي مدافع وکیل سمیع الله افریدي ویلي چې د آکست د میاشتې راهیسې یې د مکررو غوښتنو با وجود د خپل مؤکل سره ندي لیدلي. هغه وايي چې دډاکتر افریدي په حصه کې بالکل انصاف نه کیږي، او د انصاف طمع هم نشته. د ډاکتر افریدي مدافع وکیل سمیع الله افردی وايي چې د هغه د مؤکل حقوق نه اعاده کیږي. دې وایي چې د ډاکتر افریدي ژوند په زندان کې په خطر کې دئ. سمیع الله افریدي وایي چې ډاکتر افریدئ دې په پنجاب کې کوم جیل ته انتقال کړئ شي.
دډکتر افریدي ورور جمیل افریدي ویلي چې د ډاکتر افریدي کورنې او خپلوانو ته اجازه نه ورکول کیږي چې د هغه سره ملاقات وکړي. دې وايې چې د داکتر افریدي او د هغه د کورنۍ نه دغه انسانی روا حق اخیستل شویدئ.

محترمو لوستونکو:
ډاکتر شکیل افریدي د تروریزم د ګواښ نه د خپل ولس د نجات په لاره کې لویه قرباني ورکړه. هغه د عربو د القاعدې د تروریزم په مقابل کې مبارزه وکړه. پکار خو داده چې د ډاکتر افریدي د خود ګذرۍ، او نیکۍ قدر داني وشي او اجازه ورکړه شي چې خپلې کورنۍ ته راستون شي.

د تروریزم سره دډاکتر افریدي مبارزه د پاکستاه د ملت مبارزه ده، ځکه چې پاکستان د تروریزم په مقابل کې د بین المللي مبازرې یو ژمن شریکباڼئ دئ، او دپاکستان ولس هم پدې لاره کې ډیره قربانی ورکړیده.

الله دې د تروریزم بڅرکئ زموږ د ټولې علاقې نه وباسي، او د تروریزم د لارې مبارزینو ته دې همت ورکړې چې د اسلام او انسانیت د پزې دا ننګین پیزوان نور دړې وړې کړي.

سرې سترګې خمارې - باڼه دې جادوګر دینه
پیزوان مې دړې وړې - دا چارې دزرګر دینه

دا رپوټ ډېوې رادیو خپور کړیدئ.


pattang
02.12.2013

ستا انډيوال خو نه يواځې د cia اجنټ دی ،بلکې يو قاتل هم دی ځکه
هغه يو وړوکی هلک عمليات کړی وو چې په عمليات کې مړ شوی
داځکه چې ده دداسې عمليات تخصص او دولتيApprobation نه
لاره نو دې لوده قتل کړی او اوس دعوا پرې شوې ده او د cia
دالر به یې له کونې تویې شي !


اکرم
03.12.2013

http://en.wikipedia.org/wiki/Shakil_Afridi


میرویس
04.12.2013

السلام علیکم، پتنګ صاحب
دا چې تاسې وایاست: [هغه يو وړوکی هلک عمليات کړی وو چې په عمليات کې مړ شوی]. او په هغه باندې دعوی سپره شویده.
دا کومه دعوا ده؟
د چا د خوا شویده؟
د هلک نوم څه دئ؟
ډ هغه پلا او یا بل چا چې دعوی کړې، نومونه یې څه دي؟
د ډاکتر افریدي په لاس د ماشوم دوژنې د ثبوت شواهد چیرې دي؟
د عدلي طب رپوټ چیرې دئ؟
د عارض وکیل څوک دئ؟
د ډاکتر افریدي، د وکیل ځواب څه دئ؟
دا دعوی په کومه څارنولئ کې ده؟
دا دعوي تر کومه ځایه پورې رسیدلې ده؟
د خلکو عکس العمل څه دئ؟
متل دئ چې یوه ګوته توره کړه، په چا یې پورې کړه.


طیب زابلی *
04.12.2013

ظالم ته الله پاک په دنیا کی هم سزا ورکوی
(من اعان ظالما سلطه الله علیه)
(چاچی دظالم کومک وکړ الله پاک به هم دغه ظالم پرده مسلط کړی)
لکه نن چی پرشیګل مسلط دی،
څه شول هغه ډالر چی ده یی دګټلو لپاره دکفارو جاسوسی کوله؟
څه شول هغه دده هغه باداران چی ده جاسوسی ورته کوله؟


اتل
06.12.2013

طیب زابلئ صاحب، السلام علکم
پتنګ صاحب خو ادعا وکړه، خو د میرویس صاحب ځواب یې ورنکړ.

او تاسې وایاست: (چاچی دظالم کومک وکړ الله پاک به هم دغه ظالم پرده مسلط کړی).
ستاسې خبره د اُسامه بن لدن او د هغه د ډلې ټپلې سره بالکل صدق کوي.
اُسامه چې په زرګونو مسلمانان ووژل، ډیرې میندې یې کونډې رنډې کړې، پاک رب د تروریزم ددې ښامار پر سر لکه لړم، ډاکتر شکیل افریدي مسلط کړ، او په نتیجه کې ددې دنیا نه ګسه شو.

ډاکتر افریدئ به د الله په فضل بیرته خپل کور ته ستون شي، خو اُسامه چې نا حق د اسلام په مقابل کې د تروریزم په فاجعه کې اسلام بدنام کړ، مسلمه امت یې قتل کړ، انشاء الله چې ددوزخ لويې کندې ته ولیږل شو.

د اُسامه القاعده او ورسره بدعتیان یې ددنیا هرې ګوښې ته چې تللې، ته راته ووایه چې څه یې هغو ولسونو ته په ارمغان وروړي دئ؟ غیرد شر، قتل، بربادۍ، ورانکارۍ، بې تعلیمۍ، بدعت، داسلام او مسلمان سره یې د خیانت او د اسلام دښمنانو ته يې د خدمت نه پرته بل څه کړیدي؟

الله دې مل، بچئ دې لوی.


pattang
06.12.2013

لودګي لوچکې دورغ او چالاکي ده! هرڅوک پرې پوهيږي !
کرزي شکايت وکه او ناتو معذرت هم غوښتی دی اوتر لمر مالومه
غميزه ده ستا سوالونه نه يواځې لودګي په طاقت دڅلورو ده بلکې د
افغان ملت سره سپين سترګي ، او اولس ته سپکاوی ده او دصليبيانو
خوټې څټل دي !!
نالت په فاسق منطق !

[quote:3e5cfef3dc="میرویس"]السلام علیکم، پتنګ صاحب
دا چې تاسې وایاست: [هغه يو وړوکی هلک عمليات کړی وو چې په عمليات کې مړ شوی]. او په هغه باندې دعوی سپره شویده.
دا کومه دعوا ده؟
د چا د خوا شویده؟
د هلک نوم څه دئ؟
ډ هغه پلا او یا بل چا چې دعوی کړې، نومونه یې څه دي؟
د ډاکتر افریدي په لاس د ماشوم دوژنې د ثبوت شواهد چیرې دي؟
د عدلي طب رپوټ چیرې دئ؟
د عارض وکیل څوک دئ؟
د ډاکتر افریدي، د وکیل ځواب څه دئ؟
دا دعوی په کومه څارنولئ کې ده؟
دا دعوي تر کومه ځایه پورې رسیدلې ده؟
د خلکو عکس العمل څه دئ؟
متل دئ چې یوه ګوته توره کړه، په چا یې پورې کړه.[/quote:3e5cfef3dc]


اتل
11.12.2013

السلام علیکم
پتنګه، دغه بې پردې او لوڅې خبرې چې کوې، دا انګیزه نه درته پیدا کیږي، چې څوک به یې در غبرګې ګړي؟
که نه، ته چې کنځلې ونکړې او وایې نه ورې، شغال غوندې پوم درباندې لګیږي.

لږ ځان وخوځوه، په کومه موضوع غږیږې؟ زموږ بحث د ډاکتر افریدي په بشري حقوقو دئ، او تاسې د کرزي په شکایت او ناتو په معذرت خبرې کوئ؟
ورورجانه، لکه چې دالقاعدې دعربي ترورستانوحب او عشق سربادئ کړئ یې.

پتنګه په غرب کې دې اړولي دي، لکه چې په جرمني کې په څټلو هم آموحته شوي یاستئ ئ؟
ما هڅکله نه غوښتل او نه غواړم چې ستاسې سره خپله ژبه مرداره کړم. داسې ښکاري چې ډیر پرېوتئ او کم اصله سړئ یاستئ، نه اسلام پیژنئ نه افغانیت او نه هم پښتونوالي.
درسته ورځ چرګ غوندې لګیا ياستئ په مرداریو کې مښوکه وهئ.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more