د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

باید دمسلمه امت خدمتګاران ووژنو؟

اتل
27.11.2013

محترمو لوستونکو، السلام علیکم
آیا دا په اسلام کې روا ده چې د مسلمه امت خدمتګاران ووژنو؟
طالبانو د میمنې د شار نه بهر پنځه تنه افغان انجینیران چې د قلعه نو او فاریاب ترمنځ سرک یې جوړاوه وژلی دي.
آیا دغو انجینیرانو طالبان وژل؟
آیا طالبانو ته ګواښ وو؟
آیا دطالبانو سره یې دښمنې درلوده.
که دا یوه خبره هم درسته نه وي، او دغو انجینیرانو د مسلمه امت د خیر ښیګڼې دپاره خدمت کاوه، سرک یې جوړاوه چې د مسلمانانو دپاره تګ راتګ آسانه شي، او مسلمانان وکولای شي چې د خپل اولاد د فرض نفقې په پیداکولو کې د سهولت نه برخوردارشي، بیا ولې طالبانو پنځه واړه انجینیران چې د ملک په لګښت روزل شوي وو چې ملک ته مصدر د خدمت وګرزي په دومره سادګې عبث ووژل؟

آیا طالبان چې د ملک د سعادت او نیکمرغۍ نارې سورې وهي، ولې یې دا نه بښونکئ او نه تلافي کونکئ جنایت وکړي.
آیا دوی افغانان دي؟
دا لاندې مضمون بي بي سي خپور کړیدي:
===
فاریاب کې د 'اکټیډ' مؤسسې کارکوونکي وژل شوي
د خپريدو وخت: 06:24 گرینویچ - چارشنبه 27 نومبر 2013 - 06 لیندۍ

اکټیډ په افریقا، اسیا، منځني ختيځ، لاتینه او امریکا کې فعالیتونه لري، چې له ۱۹۹۵ کال راهیسې یې افغانستان کې هم فعالیت پیل کړی دی.
د یوې فرانسوۍ خیریه ټولنې پنځه تنه افغان کارکوونکي نن سهار فاریاب ولایت کې ووژل شول.
په سیمه کې د بي بي سي یو خبریال وايي د 'اکتید' موسسې دغو کارکوونکو غوښتل چې له میمنې د المار ولسوالۍ په لور ولاړ شي، چې د میمنې ښار له دروازې د وتلو پر مهال له کمین سره مخ شوي دي.
ورته مطالب
• فاریاب: د نوم ثبتولو کارکوونکي نه دي خوشي شوي
• فاریاب چارواکي طالبان د ماشومانو په وژنه تورنوي
• فاریاب کې پر "موټر سايکل بندیز امنیت ښه کړ"
تړلي موضوعات
• د افغانستان امنيت
د فاریاب ولایتي شورا مشر رحمت الله ترکستاني بي بي سي ته وویل، یوه انجنیر غوښتلو چې د قلعه نو او فاریاب ترمنځ سړک ونښلوي، چې وسله والو وواژه.
نوموړی وايي، شپږو افغان انجنیرانو د انجنیر زاهد فاتحې ته سهار تللي وو، کله چې د طالبانو له کمین سره مخامخ شول:
''طالبانو دغه کسان د یوې پوستې پنځوس مترۍ کې د دغو شپږو انجنیرانو موټر درولی او هغوی یې په ډزو وژلي دي. پنځه ویشتل شوي وژل شوي او یو ټپی دی''.
خو کله چې له ترکستانی وپوښتل شول، چې ایا دا برید طالبانو کړی، هغه وویل، چې امنیه قومندان خو وايي، چې دا یوه ترافیکي پېښه وه، خو د هغه په باور دا له مخکې پلان شوی برید و.
د فاریاب ولایتي شورا مشر وایي، طالبان د میمنې ښار د امنیتي کمربند په یو کیلومترۍ کې فعالیت کوي.
امنیتي چارواکي وايي په دې تړاو یې څېړنې پیل کړې دي.
تر اوسه چا ددغې پېښې مسؤولیت پر غاړه نه دی اخیستی، خو په فاریاب کې د حکومت مخالف وسله وال فعال دي.
اکټیډ یو نادولتي نړیوال سازمان دی، چې په ۱۹۹۳ کال جوړ شوی او اصلي مرکز یې پاریس کې دی.
دغه سازمان له جګړه ځپلو، د طبیعي پېښو له اغېزمنو شویو او هغو سیمو سره مرستې کوي، چې د اقتصادي او ټولنیزو کړکېچونو له کبله اغېزمنې شوې وي.
اکټیډ په افریقا، اسیا، منځني ختيځ، لاتینه او امریکا کې فعالیتونه لري، چې له ۱۹۹۵ کال راهیسې یې افغانستان کې هم فعالیت پیل کړی دی.


pattang
27.11.2013

اتل خانه په رښتيا چې اتلولي درسره ښايې ،اوس يې غم مکوه
قرارداد به امضا شي امريکيان به سوله ساتي او ۱۶ مليارده دالر
مو هم بياشوکه وکړه !
همداسې به ستاسو ژوند مفت دالري او قراردادي وي
خو افسوس زمونږ پر حال چې هم دذړه په مرض لګيايو او هم مو
له کاره په وليو درد وي !


اتل
11.12.2013

السلام علیکم
پتنګه لکه چې بیا، لړزاندې تبې نیولئ یې، اپلتي ولې.
دا تنزونه په درد نه خوري. د امتل به اوریدلې وی چې د[....... بننګه سړئ هر وخت شرمیدلئ وي.]
ته دداسې چا ننګه وکړه چې سبا خو پخبله ستا د پزې پیزوان نشي.
طالبان داسې یوه بوغمه ده، چې په هر چا وربرابره شي، سمدستي یې په ټنډه د ذوال ټاپه وهل کیږي. ځان ترې ساته چې دین او دنیا به دې برباد کړي.

ولې پدې نه غږیږي چې ولې طالبانو د مسلمه امت خدمتګاران ووژل؟
الله دې تاسې اصلاح کړي.


pattang
11.12.2013

هو دا رښتيا وایې د بېننګه سړي طبيعت هم داسې وي لکه د مردګاو!
که دکرزي ددولت کړنوته او دامريکايانو تېرو او ظلم ته سړی
ګوري نو ستا متل صدق کوي !

[quote:f37b6477d4="اتل"]السلام علیکم
پتنګه لکه چې بیا، لړزاندې تبې نیولئ یې، اپلتي ولې.
دا تنزونه په درد نه خوري. د امتل به اوریدلې وی چې د[....... بننګه سړئ هر وخت شرمیدلئ وي.]
ته دداسې چا ننګه وکړه چې سبا خو پخبله ستا د پزې پیزوان نشي.
طالبان داسې یوه بوغمه ده، چې په هر چا وربرابره شي، سمدستي یې په ټنډه د ذوال ټاپه وهل کیږي. ځان ترې ساته چې دین او دنیا به دې برباد کړي.

ولې پدې نه غږیږي چې ولې طالبانو د مسلمه امت خدمتګاران ووژل؟
الله دې تاسې اصلاح کړي.[/quote:f37b6477d4]


اتل
16.12.2013

السلام علکم
پتنګه، پښتو دې نده زده، ما څوک بې ننګه ندي بللې، بلکه ما درته ویلي چې د طالبانو په ننګه یعنې په ملاتر سړئ شرمیږي، ځکه چې ددوی د اعمالو دفاع نشي کیدای. تاسې د کابل حکومت ته لاړئ. نه دې د کابل د حکومت پروا لرم، نه د زابل د طالبانو.
ته د اصلي خبرې نه ځان مه غړوه.

دادي بیا یې په لغمان کې د الله د احکامو او ملا عمر د زاریو او خواریو ددرویزې غوښتنې چې د طالب جګړه مارانو نه یې کوي، پرخلاف ۲۵ تنه مسلمانان زخمي او سوټ او بوټ کړل.
دطالبانو دفاع څنګه کوي؟
په لاره برابر مسلمان شه، چټې خوله مه اچوه.
که بل څوک تاسې ته همدغه کلمات استعمال کړي، البته خوند درکوي، ځکه چې بېله کنځلو پمن کیږي.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more