د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

د راتلونکي نسل سره دښمني.

اتل
25.11.2013

د فورم ډیرو ګرانو ګډونوالو، السلام علیکم
پاکستاني طالبان د خپلو پښتنو خویندو وروڼو سره دوه ډوله دښمني کوي، له یوې خوا ښونځي بندوي، د تعلیم او زده کړې سره چې الله تعالا یې د حاصلولو امر کړيدئ ظلم کوي، او له بلې خوا دپولیو د واکسیناسیون سره مخالفت کوي، اوپدې ترتیب په لوی لاس غواړي چې د خپلو پښتنو ماشومان شل او شوټ شي، او دهفه راتلونکي نسل د اوږې پیټئ شي چې طالبان یې د تعلیم نه محروم کوي. انپړ ولس چې د خپل ځان د معیشت د پوره کولو په لاره کې حیران وي.، څنګه کولای شي چې په ټولنه کې دپولیو وهليو معیوبا نو بوج پورته کړي؟

ډيوي رادیو رپوټ ورکړئ، یوولس استادان چې د پولیو د کمپاین دپاره یې کار کاوه په خيبر ایجنسۍ کې تښتول شویدي.
ډپولیو په برخه کې تر پاکستاني طالبانو نه افغان طالبان ډیره نرمه پالسي لري، او د هغوی د پالسۍ د برکته په ملک کې قریب د پولیو ناروغي ورکه شویده.
خو دتیرې جمعې په ورځ د اروزګان د ولایت د چورې په ولسوالې کې دوه تنه کارکونکي چې د پولیو د واکسیناسیون درضاکارانو د روزنې دپاره تللی وو، تښتول شوي او بیا غرغره شوی وو.

خویندو او وروڼو، ماشوم چې پولیو یا ګوزڼ ووهي، بیا ابدي علاج نلري شل او شوټ کیږي، څو چې ژوندئ دئ، د کورنۍ او ټولنې د غاړې پيټئ ګرزي.
څوک چې په لوی لاس واکسیناتوران وژني او ماشومان ددې نعمت نه محروموي، عمل یې جنایت او مرتکبین یې جنایت کاران او جاهلان دي.

په دریو څاځکو واکسن یو ماشوم د مرګ او یا فلج کیدو نه بج کیدای شي، او دا حق چې څوک ترې اخلي، آیا دالله او اسلام په وړاندې به څومره مؤخوذه وي؟
د پولیو مرض ساري دئ، او د ماشومانو د غائطه موادو له لارې سرایت کوي.
څوک چې د ماشومانو لتې په ډنډو او یا روانو اوبو کې مینځي، او نورخلک بیا ددې اوبو نه استفاده کوي، د هغوی ماشومان هم په پولیو اخته کیږي.

ښه لاره داده چې د ماشومانو لتې په روانو او ډنډو اوبو، او یا داسې ځایونو کې ونه مینځل شي چې د لتو اوبه ځاګانو او یا د اوبه خور نورو ځایونو ته د باران د ابو سره اویا پخپله ورورسیږي.
ماشومان او ټول خلک باید په کنارابونو کې کیني او بیا دې په غایطه موادو چونه واچوله شي، چې د مرضونو د خپریدو مخه ونیول شي.
په الله مو سپارم..


Re: د راتلونکي نسل سره دښمني.

tandar
25.11.2013

اتل صيب سلامونه
دغایطه موادو تشويش په کار نه دي په اطرافو کي پريمانه پټي اولوي دشتي دي خوخبره دکابل دښارده چه دهغي لپاره دي دکارته سخي اودشت برچي خدمتګاران دګندني له پټو سره خداي پاک ژوندي لري :oops:
په احترام

[quote:db8d6ee5d2="اتل"]د فورم ډیرو ګرانو ګډونوالو، السلام علیکم
پاکستاني طالبان د خپلو پښتنو خویندو وروڼو سره دوه ډوله دښمني کوي، له یوې خوا ښونځي بندوي، د تعلیم او زده کړې سره چې الله تعالا یې د حاصلولو امر کړيدئ ظلم کوي، او له بلې خوا دپولیو د واکسیناسیون سره مخالفت کوي، اوپدې ترتیب په لوی لاس غواړي چې د خپلو پښتنو ماشومان شل او شوټ شي، او دهفه راتلونکي نسل د اوږې پیټئ شي چې طالبان یې د تعلیم نه محروم کوي. انپړ ولس چې د خپل ځان د معیشت د پوره کولو په لاره کې حیران وي.، څنګه کولای شي چې په ټولنه کې دپولیو وهليو معیوبا نو بوج پورته کړي؟

ډيوي رادیو رپوټ ورکړئ، یوولس استادان چې د پولیو د کمپاین دپاره یې کار کاوه په خيبر ایجنسۍ کې تښتول شویدي.
ډپولیو په برخه کې تر پاکستاني طالبانو نه افغان طالبان ډیره نرمه پالسي لري، او د هغوی د پالسۍ د برکته په ملک کې قریب د پولیو ناروغي ورکه شویده.
خو دتیرې جمعې په ورځ د اروزګان د ولایت د چورې په ولسوالې کې دوه تنه کارکونکي چې د پولیو د واکسیناسیون درضاکارانو د روزنې دپاره تللی وو، تښتول شوي او بیا غرغره شوی وو.

خویندو او وروڼو، ماشوم چې پولیو یا ګوزڼ ووهي، بیا ابدي علاج نلري شل او شوټ کیږي، څو چې ژوندئ دئ، د کورنۍ او ټولنې د غاړې پيټئ ګرزي.
څوک چې په لوی لاس واکسیناتوران وژني او ماشومان ددې نعمت نه محروموي، عمل یې جنایت او مرتکبین یې جنایت کاران او جاهلان دي.

په دریو څاځکو واکسن یو ماشوم د مرګ او یا فلج کیدو نه بج کیدای شي، او دا حق چې څوک ترې اخلي، آیا دالله او اسلام په وړاندې به څومره مؤخوذه وي؟
د پولیو مرض ساري دئ، او د ماشومانو د غائطه موادو له لارې سرایت کوي.
څوک چې د ماشومانو لتې په ډنډو او یا روانو اوبو کې مینځي، او نورخلک بیا ددې اوبو نه استفاده کوي، د هغوی ماشومان هم په پولیو اخته کیږي.

ښه لاره داده چې د ماشومانو لتې په روانو او ډنډو اوبو، او یا داسې ځایونو کې ونه مینځل شي چې د لتو اوبه ځاګانو او یا د اوبه خور نورو ځایونو ته د باران د ابو سره اویا پخپله ورورسیږي.
[color=red:db8d6ee5d2] ماشومان او ټول خلک باید په کنارابونو کې کیني او بیا دې په غایطه موادو چونه واچوله شي، چې د مرضونو د خپریدو مخه ونیول شي.
په الله مو سپارم..[/quote:db8d6ee5d2] [/color:db8d6ee5d2]


اتل
25.11.2013

تندر صاحب، السلام علیکم
د ښارونو په برخه کې ستاسې خبره بالکل پر ځای ده. د کابل د غرونو د ډډې د کورونو کنارابونه ټول د کورونو نه بهر بهیږي، کله چې باران واوري، په کوڅو کې چې اوبه را ماتی شې، کنارابونه پر مخه را واخلي، ته به وایي چې د انسان د فضله موادو سیلاو راغلئ دئ،
دغه فضله مواد چې د پولیو په شمول د ډیرو امراضو د سرایت سبب کیږي ځاګانو ته ورتوئیږي، او په مځکه کې د لاندې د څښاک اوبو ته ورجذبیږي، او انسانان په ډول ډلو ناروغیو اخته کوي. یوازۍ د ګندنې نه، بلکه د نورو سابو دپاره هم پټیو کې لدې انساني سرې نه کار اخیستل کیږي.
پډې علاوه فضله مواد، او په توبرکلوز یا نرې رنڅ اخته افراد چې بغلم په کوڅو کې تف کوي، د خارو سرد ګډیږي، خاوره چې وچه شي د باد اوسلۍ سره دوړه کیږي،الوزې او هر څوک چې یې تنفس کوي، د توبرکلوز په مرض اخته کیداي شي.
نن سبا د کابل د ښار په هوا کې اوه دیرش فیصده انساني فضله مواد چکر وهي.

وروره، اطرافونه هم ددې مشکل نه، ندې بر حذر. میندې او ماشومان د ناروغو، او روغو ماشومانو لتې په ویالو کې مینڅي او دښکته کلیو خلک چې دا اوبه څښې په امراضو اخته کیږي.

الله دې زموږ په ملک کې علم او تعلیم عام کړي چې کلیوال هم د خپل صحت په ساتنه پوه شي.
آمین، یا رب العلمین.


pattang
25.11.2013

اوس خوموله امريکايانو سره قرار داد وکه نو دا کار هم پرې وکړۍ
چې ښارونه مو درته پاک کړي ! خو ګورۍ که مو داسې غلاوې
لکه پخوا په دا تېرو ۱۲ کالو کې نورې هم وکړې نو بيا مجبور
ياست چې لس کاله نور یې هم نوی کړۍ خو هغه وخت به مو
شين سترګي په پاړسو خبرې درسره کوي ترجمې ته به يې
بياضرورت نه وي !

[quote:e54db3e993="اتل"]تندر صاحب، السلام علیکم
د ښارونو په برخه کې ستاسې خبره بالکل پر ځای ده. د کابل د غرونو د ډډې د کورونو کنارابونه ټول د کورونو نه بهر بهیږي، کله چې باران واوري، په کوڅو کې چې اوبه را ماتی شې، کنارابونه پر مخه را واخلي، ته به وایي چې د انسان د فضله موادو سیلاو راغلئ دئ،
دغه فضله مواد چې د پولیو په شمول د ډیرو امراضو د سرایت سبب کیږي ځاګانو ته ورتوئیږي، او په مځکه کې د لاندې د څښاک اوبو ته ورجذبیږي، او انسانان په ډول ډلو ناروغیو اخته کوي. یوازۍ د ګندنې نه، بلکه د نورو سابو دپاره هم پټیو کې لدې انساني سرې نه کار اخیستل کیږي.
پډې علاوه فضله مواد، او په توبرکلوز یا نرې رنڅ اخته افراد چې بغلم په کوڅو کې تف کوي، د خارو سرد ګډیږي، خاوره چې وچه شي د باد اوسلۍ سره دوړه کیږي،الوزې او هر څوک چې یې تنفس کوي، د توبرکلوز په مرض اخته کیداي شي.
نن سبا د کابل د ښار په هوا کې اوه دیرش فیصده انساني فضله مواد چکر وهي.

وروره، اطرافونه هم ددې مشکل نه، ندې بر حذر. میندې او ماشومان د ناروغو، او روغو ماشومانو لتې په ویالو کې مینڅي او دښکته کلیو خلک چې دا اوبه څښې په امراضو اخته کیږي.

الله دې زموږ په ملک کې علم او تعلیم عام کړي چې کلیوال هم د خپل صحت په ساتنه پوه شي.
آمین، یا رب العلمین.[/quote:e54db3e993]


اتل
16.12.2013

السلام علیکم پتنګ صاحب.
ښاغلیه تاته خو دې د سلام بلا در واوړي، ته خو په سلام اچولو هم نه ارزئ.
ته دیوې علمې او مسلکي مسئلې نه چې د ولس خیر پکې دئ، او د راتلونکې نسل ښیګڼه ده، د ساموري د خوسي د رقص میدان جوړوې، نه د مسلمان غم در سره دئ نه د وطن او نه هم د خپل ځان د آبرو او حیثیت.

په عوض ددې چې ووایې، افغان طالبانو خو نه یوازې دا چې د پولیو د واکسین اجازه ورکړې، بلکه همکاري هم ورسره کوي، خو دا مشکل په پاکستاني طالبانو کې دې، ته خولې ته واک ورکړې او بې دلیل او منطقه، هر شي چې پخوله درشي شخوند پرې وهي.

ته خو د طالبانو د جهالت نه پرته حق هم نه پیژنې. طالب دې هم دین دئ هم مذهب، او هم ایمان.


pattang
17.12.2013

[quote:f00cd82be7="اتل"]السلام علیکم پتنګ صاحب.
ښاغلیه تاته خو دې د سلام بلا در واوړي، ته خو په سلام اچولو هم
نه ارزئ.[/quote:f00cd82be7]

سلام خو دپښتانه مسلمان خوند کوي نو د يوو لاسپوڅې پروپاګنديست
داشغالګرو د غلام په سلام دې هم نالت وي ستا سو سلام هم داسې په
درواغو دی لکه خلقيان به چې داولس دغلطولو لپاره بې اودسه په
لمانځه درېدل !

[quote:f00cd82be7="اتل"]
ته دیوې علمې او مسلکي مسئلې نه چې د ولس خیر پکې دئ، او د
راتلونکې نسل ښیګڼه ده، د ساموري د خوسي د رقص میدان جوړوې،
نه د مسلمان غم در سره دئ نه د وطن او نه هم د خپل ځان د آبرو
او حیثیت.[/quote:f00cd82be7]

نه ته او نه ملګري دې ، نه کرزی او نه کابينه يې دمسلک په مانا او
احترام پوهېږۍ اونه مسلکي ياست ! مسلکي انسانان خپل مسلک په
رشوت ، غلا او فحشا نه خرڅوي !
تاسو خپل ايمان او وجدان په غلا ، فحشا، قانو ماتونه ، زورواکي
، مذدوري او غلامي خرڅ کړي دي !
حتا تر دې حده ناپوهه کور مغزه فاسده لټان ياست چې په دا دولسو
کالو کې مو نه دکابل دښار ترافيک جوړکړ او نه مو دځان دنظافت
لپاره د ټټيو لپاره يو canalization !

ته هم له ابرو عزت نه خبرې کوې ؟

ايا دپرديو اجنټان فاسده مفتخواره ،بې مسلکه غله ، هېواد خرڅونکي
رشوتخواره او دلوط قام هم ابرو او عزت لري ! نه د هغوی لپاره
غلا او فحشا عزت او ابر و دي .

[quote:f00cd82be7="اتل"]
عوض ددې چې ووایې، افغان طالبانو خو نه یوازې دا چې د پولیو د
واکسین اجازه ورکړې، بلکه همکاري هم ورسره کوي، خو دا مشکل
په پاکستاني طالبانو کې دې، ته خولې ته واک ورکړې او بې دلیل او
منطقه، هر شي چې پخوله درشي شخوند پرې وهي.
[/quote:f00cd82be7]

داخو خپل علت لري او هغه د ستا د پټو سترګو د اشغالګرو په ګټه
نورې پرو پاګندې دي !

[quote:f00cd82be7="اتل"]
ته خو د طالبانو د جهالت نه پرته حق هم نه پیژنې. طالب دې هم
دین دئ هم مذهب، او هم ایمان.[/quote:f00cd82be7]

زه ګمان نکوم چې ستا دعمل اجندا حق او عدالت دي خو دلته یې
د سياسي مخالفت لپاره خوشې استعمالوې ! که زما دين او ايمان
داسې پاک شي لکه د طالب نو زه به نيکمرغه انسان و اوسم !!


اتل
23.12.2013

پتنګه زه چې سلام اچوم، هغه د فورم شریکباڼو مسلمانانو ته هم دې، خو ته چې د اسلام ټنټارې وهېي، نه په اسلام خبر یې نه په پښتو.
تل ایمان په ګمان بایلي. هر ځل وایي چې زه ګمان کوم او یا ګمان، نه کوم. ته د کوم ثقم او ثیوت نه پرته تهمتونه لګوې، او مسائل [اېډیټوریلایز] کوي.

نور زور دې چې ونه رسیږې، نو ما او نور کسان چې ستا ټوکې ته خوله نه جینګه کوي، د کابل په رژیم او نورو ډلو ټپلو پسې تړې. ته خو اول خپل سر په ګریوان کړه، چې په فورم کې چا په چا پورې تړلئ یې، خو زه ایمان په ګمان نه بایلم، او د لیکنې اخلاق او حدود پيژنم.

اصلې خبره داوه چې ته ولې، لکه لوند دیوال د طالبانو نو نم ځان ته کش کوې؟
ته ولې د ملک د عام ولس د خیر ښیګڼې په مسئله کې د طالبانو کرغیړن اعمال مؤجه کوې؟
اصلاً ته ویلي د صحت او د ماشومانو د راتلونکي نسل بقا او نیکمرغې ریشخند کړې او بلې خوا ته یې وړې؟

د طالب او د بدعت نه پرته ولې په سالمو مسائلو کې بې ربطه مسائل ګډوې او پاکه موضوع جوټه کوي.
الله دې په لاره برابر کړه.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more