د موضوعګانو سرپاڼه

ناندرۍ او ناندریزه موضوعګانې

څوک دېته، پرتوګ کولای شي؟

اتل
22.11.2013

قدرمنو لوستونکو، السلام علیکم
نه پوهیږم چې دیته فهمیده جنایت ویل کیږي، او که نا فهمیده غفلت او ګمراهي؟
د ارزګان د ولایت د چورې په ولسوالۍ کې عبدالرؤف او حضرت الله مسؤل او مرستیال وو وړمه ورځ د یادې ولسوالۍ اړوند د خوش قدیر سیمې ته په دې موخه تللي وو، ترڅو په سیمه کې په نژدې راتلونکې کې د پولیو واکسین د پلي کیدو په برخه کې د یادې سیمې رضاکارانو ته عامه پوهاوی ورکړې، خو کله چې تیره ورځ سهار بیرته د ولسوالۍ د مرکز په لوري راګرځي په سیمه کې نادرکه او بیا یې مړي د کلیم باوړي په سیمه کې موندل کیږي.

خویندو او وروڼو، ماشوم چې پولیو یا ګوزڼ ووهي، بیا ابدي علاج نلري. ماشوم شل او شوټ کیږي، څو چې ژوندئ دئ، د کورنۍ او ټولنې د غاړې پيټئ ګرزي.
څوک چې په لوی لاس واکسیناتوران وژني او ماشومان ددې نعمت نه محروموي، عمل یې جنایت او مرتکبین یې جنایت کاران او سوډر دي.

په دریو څاځکو واکسن یو ماشوم د مرګ او یا فلج کیدو نه بج کیدای شي، او دا حق چې څوک ترې اخلي، آیا دالله او اسلام په وړاندې به څومره مؤخوذه وي؟
د پولیو مرض ساري دئ، او د ماشومانو د غائطه موادو له لارې سرایت کوي.
څوک چې د ماشومانو لتې په ډنډو او یا روانو اوبو کې مینځي، او نورخلک بیا ددې اوبو نه استفاده کوي، د هغوی ماشومان هم په پولیو اخته کیږي.

ښه لاره داده چې د ماشومانو لتې په روانو او ډنډو اوبو، او یا داسې ځایونو کې ونه مینځل شي چې د لتو اوبه ځاګانو او یا د اوبه خور نورو ځایونو ته د باران د ابو سره اویا پخپله ورورسیږي.
ماشومان او ټول خلک باید په کنارابونو کې کیني او بیا دې په غایطه موادو چونه واچول شي، چې د مرضونو د خپریدو مخه ونیول شي.
په الله مو سپارم.
دا رپوت خبریال خپور کړیدي.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more