د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

امریکايي-جاسوسو-الوتکو-ولسي-وګړو-جنازه-بمبار-کړه

pattang
21.11.2013

ځيني خرڅ شوي عناصر دصليبي اشغالګرو داسې تروريستي
عملونه پټوي اوتل ناحقه درواغ ليکي !

[img:72e4cf1421]http://www.nunn.asia/images/Foreign_troops/crimes/janaza1.jpg[/img:72e4cf1421]

رون له غرمي وروسته د نورستان ولایت د وانټ وایګل ولسوالۍ په کوڼ کلي کښي امریکايي بي پیلوټه الوتکو ولسي کور بمبار کړی. د نورستان د امنیه قومندانۍ د امنیت امیر سمونوال شیرداد وویل چي په دي برید کښي د یوي ښځي په ګډون اووه ولسي وګړي وژل شوي دي.

نوموړی وايي چي دا بریدونه پرون له غرمي وروسته وانټ وایګل ولسوالۍ په کوڼ کلي کښي رامنځته شوي دي.

بل پلو د کوڼ کلي نور اوسیدونکي بیا وايي چي په دي برید کښي د ښځو او ماشومانو په ګډون ۹ تنو ته مرګ ژوبله اوښتی. د دوی په وینا چي د دې برید په ترڅ کښي د یوې ښځي په ګډون اووه ولسي وګړي وژل شوي او یو ماشوم او یوه ځوانه پیغله ژوبل شوې ده.

بل پلو په وانټ کښي د روغتون یو شمیر مسولین د نوم د نه اخیستو په شرط تاییدوي چي ننني بمبار په ترڅ کښي ټول وژل شوي او ژوبل شوي ولسي وګړي دي.

په داسي حال کښي امریکایانو په نورستان کښي په بي ګناه ولسي وګړو برید ترسره کړ چي نن په کابل کښي واشنګټن سره د امنیتي تړون په اړه پریکړه وشي.

زرداد شینواري


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more