د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

دآزار نه، چا بازار مندلئ ندئ

اتل
21.11.2013

عالیقدرو وطنوالو، السلام علیکم
د بې ګناه مسلمانانو آزار وهلې د حقاني ترورستي شبکه چې د ولس په وینو یې لاسونه تر څنګلو پورې سره دي، الله تعالا یې پدې دنیا د جزا عمل حق دپاره اسباب اختیارکړيدي.
الله جل جلاله ویلي چې د اسلام او مقدس جهاد دلارې د خادمانو حفاظت به کوي. دمولوي جلال الدین حقاني د زوی نصیرالدین حقاني، بدرالدین حقاني، ملا سنګین او حقاني د مفتاح القرآن په مدرسه کې د حقاني د شبکې ددریو غړو وژل کیدل ددې ښکارندوی دي، چې دا شبکه جهاد نه کوي، بلکه د جهاد په نامه مسلمانان وژني او دا شبکه د مال او دولت د ټولولو پسې ده.

د حقاني د شبکې دوو زدرانو قوماندانانو هم څو هفتي مخکې وویل چې نور دحقانی دشبکې سره ندي، ځکه چې دا شبکه ښونځي بندوی، د سرکونو د جوړولو اجازه نه ورکي، اودغه اعمال یې د مسلمه امت سره دښمني ده او د حقاني شبکه د ثروت په لټه کې ده، نه د ولس د خیر ښیګنې.

څوک چې د الله په لاره کې د خدمت په نامه د الله او ولس سره خیانت کوي، په دین او دنیا به خوار وی. پدې دنیا خو یې د سر په سترګو وینو، چې د حقانې د شبکې غړي یو پر بل پسې د خپل عمل جزا ویني، خدای خبر چې اخرت به یې څڼګه وي.

بې پیلوټه الوتکو، د خیبر پښتونخوا د ټل په تحصیل کې د حقاني د مفتاح القرآن په مدرسه باندې په بمبارۍ کې د حقاني د شبکې درئ غړي عبدالرحمن، مولوی احمد جان او مفتي حمیدالله، چې درئ واړه د مدرسې مدرسین وو ، د پنځو تنو طالبانوسره په بمبارۍ کې وژلي دي.

هرچیرې چې بې پیلوټه الوتکو خارجي او داخلې ترورستان او افراطیان وژلي، ولس ته صلح او امنیت راغلې، او همدا علت دئ چې د وزیرستان عام ولس بې پیلوټه الوتکې ابابیلي بولي، او وایي چې ددغو الوتکو د عملیاتو په برکت یا افراطیان او ترورستان ددوی د علاقو نه تښتي، او یا وژل کیږي، او ولس یې دشر نه نجات مومي.

دا لاندې خبر دډیوې رادیو په شمول ګڼ شمیر رسنیو خپور کړیدي:

=====
خيبرپښتونخوا کې په مدرسه ډرون حملې ٨ کسان وژلي
دصوبې د صحت وزير شوکت علي يوسفزئ اؤ دضلعي پوليسو افسر افتخار احمد پخلى کړى چې دډرون په دغه حمله کې پينځه کسان وژل شوي اؤ شپږ نور ژوبل شوي دي.
21.11.2013
پيښور-په پاکستان کې دقبائيلي اؤ نيم قبائيلي سيمو څخه وروستو دخيبرپښتونخوا صوبې د بندوبستي سيمې هنگو ضلعې په ټل تحصيل کې هم په يوه مدرسه دزيارت په ورځ دامريکائي بې پائيلټه جاسوسي الوتکې ميزائيلي بريد شوى چې پکې لږ ترلږه ٨ کسان وژل شوي اؤ پينځه نور ژوبل شوي دي.
دسرچينو وينا ده دډرون څخه دهنگو دټل تحصيل دډگري کالج ترڅنگ په يوه مدرسه درې ميزائيلونه داغل شوي دي.

خو ازادې سرچينې دډرون په دغه بريد کې دوژل شوؤ کسانو شميره ٨ ښائي.
دسرچينو وينا ده په مدرسه ترسره شوې دغه حمله کې وژل شوؤ کسانو کې درې استاذان اؤ دمدرسې پينځه طالبان شامل دي.
بريد کې دوژل شوؤ استاذانو پيژندگلو دعبدالرحمان، مولوي احمد جان ا ؤ مفتي حميدالدين په نومونو سره شوې ده.
دمقامي خلکو وينا ده چې په مدرسه دحملې کولو وروستو هم ډرون الوتکو په سيمه کې تر ډيره وخته الوت کولې.
ځينو سرچينو دعوه کړې ده چې دمدرسې ددغو وژل شوؤ مُليانو تعلق دافغان طالبانو دډلې حقاني نيټ ورک سره ؤ.
هنگو د خيبرپختونخوا بندوبستي علاقه ده خو پولې يې د قبائيلي سيمو کرم ايجنسې،اورکزئ اؤ شمالي وزيرستان سره لگيدلي دي چرته چې حکومت مخالفه ياغي وسل وال زياته غلبه لري.
ددې نه وړاندې په قبائلي او نيمو قبائلي علاقو کې بې پائلټه ډرون بريدونه شوي دي . خو دا لمړی ځل دی چې په کومه بندوبستي سيمه کې ډرون وشو .

په پاکستان کې وروستۍ ډرون حمله دنومبر په لمړۍ نيټه شمالي وزيرستان کې ترسره شوې وه چې پکې دپاکستاني طالبانو دتحريک مشر حکيم الله محسود دخپلو نورو څو ملگرو ترڅنگ وژل شوى ؤ.

Re: دآزار نه، چا بازار مندلئ ندئ

pattang
21.11.2013

اتل خانه ته تل داسې زيري کوې خو زمونږ د واقعي مسلمانانو
او مليت پالونکو لپاره دا اوسنی کاراوتېری ندی بلکې دا عمل ډېرې
زړې ريښې لري خو دوښمن خپل جاسوس اوګمراه تل زمونږ په منځ
کې پيدا کړی لکه کرزی او دهغه فاسد ر ژيم او نور چړيان يې!
داخواوس دپاکستان ددولت وظيفه ده چې دامرېکې سره سياسي اړکي
پرې کړي او په امريکا دعوه وکړي تر څو چې دې داسې ترور مخه ونيول شي !

[quote:2b4c4b3924="اتل"]عالیقدرو وطنوالو، السلام علیکم
د بې ګناه مسلمانانو آزار وهلې د حقاني ترورستي شبکه چې د ولس په وینو یې لاسونه تر څنګلو پورې سره دي، الله تعالا یې پدې دنیا د جزا عمل حق دپاره اسباب اختیارکړيدي.
الله جل جلاله ویلي چې د اسلام او مقدس جهاد دلارې د خادمانو حفاظت به کوي. دمولوي جلال الدین حقاني د زوی نصیرالدین حقاني، بدرالدین حقاني، ملا سنګین او حقاني د مفتاح القرآن په مدرسه کې د حقاني د شبکې ددریو غړو وژل کیدل ددې ښکارندوی دي، چې دا شبکه جهاد نه کوي، بلکه د جهاد په نامه مسلمانان وژني او دا شبکه د مال او دولت د ټولولو پسې ده.

د حقاني د شبکې دوو زدرانو قوماندانانو هم څو هفتي مخکې وویل چې نور دحقانی دشبکې سره ندي، ځکه چې دا شبکه ښونځي بندوی، د سرکونو د جوړولو اجازه نه ورکي، اودغه اعمال یې د مسلمه امت سره دښمني ده او د حقاني شبکه د ثروت په لټه کې ده، نه د ولس د خیر ښیګنې.

څوک چې د الله په لاره کې د خدمت په نامه د الله او ولس سره خیانت کوي، په دین او دنیا به خوار وی. پدې دنیا خو یې د سر په سترګو وینو، چې د حقانې د شبکې غړي یو پر بل پسې د خپل عمل جزا ویني، خدای خبر چې اخرت به یې څڼګه وي.

بې پیلوټه الوتکو، د خیبر پښتونخوا د ټل په تحصیل کې د حقاني د مفتاح القرآن په مدرسه باندې په بمبارۍ کې د حقاني د شبکې درئ غړي عبدالرحمن، مولوی احمد جان او مفتي حمیدالله، چې درئ واړه د مدرسې مدرسین وو ، د پنځو تنو طالبانوسره په بمبارۍ کې وژلي دي.

هرچیرې چې بې پیلوټه الوتکو خارجي او داخلې ترورستان او افراطیان وژلي، ولس ته صلح او امنیت راغلې، او همدا علت دئ چې د وزیرستان عام ولس بې پیلوټه الوتکې ابابیلي بولي، او وایي چې ددغو الوتکو د عملیاتو په برکت یا افراطیان او ترورستان ددوی د علاقو نه تښتي، او یا وژل کیږي، او ولس یې دشر نه نجات مومي.

دا لاندې خبر دډیوې رادیو په شمول ګڼ شمیر رسنیو خپور کړیدي:

=====
خيبرپښتونخوا کې په مدرسه ډرون حملې ٨ کسان وژلي
دصوبې د صحت وزير شوکت علي يوسفزئ اؤ دضلعي پوليسو افسر افتخار احمد پخلى کړى چې دډرون په دغه حمله کې پينځه کسان وژل شوي اؤ شپږ نور ژوبل شوي دي.
21.11.2013
پيښور-په پاکستان کې دقبائيلي اؤ نيم قبائيلي سيمو څخه وروستو دخيبرپښتونخوا صوبې د بندوبستي سيمې هنگو ضلعې په ټل تحصيل کې هم په يوه مدرسه دزيارت په ورځ دامريکائي بې پائيلټه جاسوسي الوتکې ميزائيلي بريد شوى چې پکې لږ ترلږه ٨ کسان وژل شوي اؤ پينځه نور ژوبل شوي دي.
دسرچينو وينا ده دډرون څخه دهنگو دټل تحصيل دډگري کالج ترڅنگ په يوه مدرسه درې ميزائيلونه داغل شوي دي.
دصوبې د صحت وزير شوکت علي يوسفزئ اؤ دضلعي پوليسو افسر افتخار احمد پخلى کړى چې دډرون په دغه حمله کې پينځه کسان وژل شوي اؤ شپږ نور ژوبل شوي دي.
خو ازادې سرچينې دډرون په دغه بريد کې دوژل شوؤ کسانو شميره ٨ ښائي.
دسرچينو وينا ده په مدرسه ترسره شوې دغه حمله کې وژل شوؤ کسانو کې درې استاذان اؤ دمدرسې پينځه طالبان شامل دي.
بريد کې دوژل شوؤ استاذانو پيژندگلو دعبدالرحمان، مولوي احمد جان ا ؤ مفتي حميدالدين په نومونو سره شوې ده.
دمقامي خلکو وينا ده چې په مدرسه دحملې کولو وروستو هم ډرون الوتکو په سيمه کې تر ډيره وخته الوت کولې.
ځينو سرچينو دعوه کړې ده چې دمدرسې ددغو وژل شوؤ مُليانو تعلق دافغان طالبانو دډلې حقاني نيټ ورک سره ؤ.
هنگو د خيبرپختونخوا بندوبستي علاقه ده خو پولې يې د قبائيلي سيمو کرم ايجنسې،اورکزئ اؤ شمالي وزيرستان سره لگيدلي دي چرته چې حکومت مخالفه ياغي وسل وال زياته غلبه لري.
ددې نه وړاندې په قبائلي او نيمو قبائلي علاقو کې بې پائلټه ډرون بريدونه شوي دي . خو دا لمړی ځل دی چې په کومه بندوبستي سيمه کې ډرون وشو .

په پاکستان کې وروستۍ ډرون حمله دنومبر په لمړۍ نيټه شمالي وزيرستان کې ترسره شوې وه چې پکې دپاکستاني طالبانو دتحريک مشر حکيم الله محسود دخپلو نورو څو ملگرو ترڅنگ وژل شوى ؤ.[/quote:2b4c4b3924]

اتل
22.11.2013

پتنګ صاجب، السلام علیکم
ستړئ مشې، الله دې وکړي، چې کور او اور کې دې خیر خیرت وي.
ورورجانه، لږ سترګې وغړوه دا ترور ندئ، دا د قاتلانو، دملک د تباه کونکو، د خارجي بدعتیانو د غلامانواو د اسلام ددښمنانو ټکول او زما اوستا د پلرني ټاټوبي نه د هغوی شړل او د هغوی د خونخوارو منګلو نه زما اوستا د ویرژلو خلکو خلاصول دي.

ستاسې دا تبصرې چې دا ترور دئ، هغو شهیدانو ته سپکاوئ دئ، چې په عام محضر، د سورلیو په بسونو، کورونو، رستورانونو، دوکانونو، هدیرو، مسجدونو، جنازو، مارکټونو، نانواییو، ودونو، وراګانو او فاتحو په مجلسونو کې، په ځان مرګي چاودنو، د طالبانو لخو په خښ کړئ شوو بمونو، سرک د غاړي چاودنو، هاوانونو او راکټونو په ګذارونو کې یې خوږ ژوند دلاسه ورکړئ دي.

پتنګ صاحب، وایي سوزي هغه مځکه چې اور پرې بل دي. ته په جرمني کې خپلې غربي چړچې کوي، او په ملک کې د اور لبو ته ببوزئ وهي.
آلله دې تاسې ته د نیکۍ هدایت وکړي.

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more