د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

د د حکمتیار احادیثو ضد تګلاره

حمید هڅــاند
20.11.2013

پر دې موضوع ښاغلی زبیر افغان تفصیلي څېړنه کړې ده. زه یې دلیکنې لومړي برخه ټوله کاپي کوم.

دا څه موده کېږي چي ښاغلي حکمتيار صیب د احادیثو په اړه داسي دريځ خپل کړی چي له انکار پرته يې په بل شي نه شو تعبیرولای.

حکمتيار يو لور ته د قران تفسیر کوي خو بل لور ته د بخاري په شرح کولو يې د بخاري په احادیثو پسي سوټی راخیستی دئ.

حکمتيار له دې پرته چي د يوه حدیث په اړه له اصول سره سمه خبره وکړي، د حدیثي اصول په رڼا کي يې جاج واخلي او بیا همدې اصول ته په پام رد کړي، خو د دې برخلاف حکمتيارصیب يوازي په دې بانه زرګونه حدیث رد وي چي دا د قران خلاف دي.

خو له بده مرغه دې ښاغلي تر اوسه لوستونکو ته دا ځای نه دئ معرفي کړی چي د قران خلاف کوم ته وايي؟ له قران سره تضاد يعني څه؟

تضاد عربي لفظ دئ چي بايد هملته يې د عربي لغت له مخې يوځل تعريف هم وګورو، دا معلومه کړو چي په عربي ژبه کي تضاد دوئ کوم وخت استعمالوي؟

ايا عرب مستثنی او مستثنی منه ته تضاد وايي؟ ايا عام و خاص ته تضاد وايي؟ که مطلق او مقيد ته، او که حقیقت و مجاز ته؟

ايا د تضاد لپاره دا نه ده لازمي چي متضاد شيان به په يوه وخت کي وي، د يوې موضوع په اړه به وي، مرتبه به يې يوه وي او داسي تضاد به وي چي له پورتنيو شيانو به يو هم نه په کي جوړېږي.

دا نو تضاد دئ، خو حکمتيار چي کوم روايات رد کړي، ايا هغه په همدې تله پوره ول؟

پر هغو رواياتو د تضاد پورتنی تعريف صادق راتلی؟ ايا حکمتيار صیب! دا حدیث ډېر د رد وړ دي که فقه؟ ايا دا فقه له قران او حدیث سره زيات تضاد لري که احادیث؟

ايا ته په دې حقیقت تر اوسه نه يې خبر؟ نو که خبر نه يې بیا دي په خپل قانون کي څنګه ليکل چي په افغانستان کي به ستاسو د اقتدار پر مهال فقه حنفي نافذېږي؟ ځکه الله له دې منعه کړې چي د کوم شي په اړه علم نه لرې نو مه ور پسې کېږه، ته ولي په پټو سترګو له علم پرته په فقه پسې يې؟

که په خبر يې نو ستا اوله دنده دا وه چي همدا فقه دې رد کړې وای، د دې فقهې هغه ناوړه، ناسم، غلط، له انساني و بشري فطرت سره متضاد، غیر اخلاقي، غیر اسلامي، غیر بشري او په ټولیز ډول چي له قران و حدیثو سره اړخ نه لګوي هغه به دي رد کړي وای.

تاسو راشئ د حکمتيار صیب هغه روايات دلته راوړو، وې ګورو، له قران سره يې پرتله کړو چي ايا رښتيا دا تضاد لري اوکه د حکمتيار صیب پر خپل شخصي مزاج برابر نه دي؟

بیا به وروسته د فقهې څو متون او مسايل هم راوړم چي له قران او حدیث سره يې پرتله کړو، تر کومه له دې دوو سرچينو سره توافق لري؟

که هغه فقه چي حکتيار صیب يې په خپل قانون کي په اړه ليکلي ول چي همدلته به حنفي فقه نافذ کېږي له قران او حدیث سره په ښکاره ډول ټکر وه، مخالفه يې وه او د ده په ټکو تضاد يې ور سره در لود، نو بيا دي د انصاف خاوندان پرېکړه وکړي چي ايا فقه د رد وړ وه که هغه احادیث چي د امت د زرګونو بلکي د ميلياردونو خلګو پرې ايمان دئ او د خپل ژوندانه ورځيني مسايل ترې حل کوي.

حکمتيار صیب په خپل کتاب متضاد روايات کي د بخاري د يوه روايت په اړه بحث کړی دئ، د بحث په اوږدو کي يې ويلي چي زه له دې روايته اينده استناد نه کوم، پر همدې روايت يې څو نيوکې هم کړې دي، خو راشئ لومړی روايت را واخلو او بیا د ده تبصره:

حَدَّثَنَا عَبْدُ اللَّهِ بْنُ مَسْلَمَةَ، عَنْ مَالِكٍ، عَنِ ابْنِ شِهَابٍ، عَنْ أَبِي سَلَمَةَ، وَأَبِي عَبْدِ اللَّهِ الأَغَرِّ، عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ: أَنَّ رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ: " يَنْزِلُ رَبُّنَا تَبَارَكَ وَتَعَالَى كُلَّ لَيْلَةٍ إِلَى السَّمَاءِ الدُّنْيَا حِينَ يَبْقَى ثُلُثُ اللَّيْلِ الآخِرُ يَقُولُ: مَنْ يَدْعُونِي، فَأَسْتَجِيبَ لَهُ مَنْ يَسْأَلُنِي فَأُعْطِيَهُ، مَنْ يَسْتَغْفِرُنِي فَأَغْفِرَ لَهُ "(بخاري ح: ۱۱۴۵)

ژباړه: له ابو هريره رضی الله عنه روايت دئ چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وویل: زموږ رب د هرې شپې په وروستۍ درېيمه کي د دنيا اسمان ته نزول کوي وايي: څوک شته چي را څخه دعا وکړي او زه يې دعا ومنم، څوک شته چي څه راڅخه وغواړي او زه يې ور کړم او څوک بخښنه را څخه غواړي چي زه يې وبخښم؟.

پر دې روايت د حکمتيار لومړی ګوزار دا دئ چي د سند له مخې غريب دئ، وايي په اصحابو کي يوازي ابو هريره نقل کړی دئ، په تابعينو کي دوو او په تبع تابعينو کي يوه راوي نقل کړی دئ.

په داسي حال کي چي دا خبره يې له واقعيت سره هيڅ اړخ نه لګوي، دا يې کاملا د حقیقت خلاف خبره کړې ده، نه خو په اصحابو کي يوه صحابي نقل کړی، نه په تابعينو کي دوو او نه هم په تبع تابعينو کي يوه کس نقل کړی دئ.

راشئ! چي د ده دعا له اصلي څېرې پرده پورته کړو، زه به له حوالې سره هغه ټول سندونه درته په ګوته کړم چي دې ته ورته خبره(د الله نزول) به په ښکاره ټکو په کي ذکر شوی وي:

حَدَّثَنَا عَبْدُ الصَّمَدِ، حَدَّثَنَا عَبْدُ الْعَزِيزِ بْنُ مُسْلِمٍ، حَدَّثَنَا أَبُو إِسْحَاقَ الْهَمْدَانِيُّ، عَنْ أَبِي الْأَحْوَصِ، عَنِ ابْنِ مَسْعُودٍ، أَنَّ رَسُولَ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ، قَالَ: " إِذَا كَانَ ثُلُثُ اللَّيْلِ الْبَاقِي، يَهْبِطُ اللهُ عَزَّ وَجَلَّ إِلَى السَّمَاءِ الدُّنْيَا.(مسند احمد مسند عبد الله بن مسعود ح: ۳۵۷۳)

په دې سند کي وينئ چي له ابن مسعود رضی الله عنه څخه هم د ابو هريره په شان روايت شوی دئ، له دې څخه ثابته شوه چي په اصحابو کي يوازي ابو هريره نه دئ نقل کړی، په تابعينو کي د بخاري مخکينی روايت ابو سلمه او ابو عبد الله الاغر نقل کړی وو او دا روايت ابو الاحوص نقل کړی دئ، نو د تابعينو په اړه خبره يې هم بې بنسټه شوه، د بخاري مخکي روايت په تبع تابعينو کي زهري نقل کړی وو او دا ابو اسحاق الهمداني نقل کړی دئ، نو له دې څخه ښکاره شوه چي د حکمتيار صیب مخکينۍ خبره په بشپړه توګه له واقعيتونو او حقايقو سره سمون نه لري.

په مسند کي يو بل روايت له علي بن ابی طالب څخه په دې شمېره(۹۶۸) راغلی، په اصحابو کي علي او ابو رافع رضی الله عنهما چي د رسول الله مرېیی هم وو دا روايت کړی، په تابعينو کي عبید الله بن ابي رافع او په تبع تابعينو کي عبد الرحمن بن یسار د روايت راويان دي.

بیا په مسند احمد کي له همدې ابو هريره په دې شمېره(۷۵۰۹) روايت راغلی، په دې سند کي خو صحابي همغه ابو هريره دئ البته تابعي يې ابو جعفر المدني الموذن دئ، تبع تابعي يې یحیی بن ابي کثير دئ، له دې ښکاره شوه چي د حکمتيار صیب خبره له يوې مخې پر بې انصافۍ ولاړه ده.

په مسند احمد کي له پنځو نورو اصحابو یعني ابو سعيد الخدري، رفاعه بن عرابه، عثمان بن ابی العاص، جبیر بن مطعم او ابو درداء رضی الله عنهم څخه دې ته ورته روايات د الفاظو په ليږ تغیر نقل شوي دي.

دارقطني له ابو هريره څخه همدا روايت کړی دئ چي په تابعين کي له ابو سلمه سره عطاء بن يزيد اللیثي ملګری دئ، نو له دې بيان څخه جوته شوه چي په تابعين کي يوازي دوو کسانو نه دئ نقل کړی، بلکي ابو سلمه، ابو الاحوص، ابو عبد الله الاغر، ابو جعفر او عبید الله بن ابي رافع باوري راويان شته.

په تبع تابعينو کي هم يوازي زهري نه دئ نقل کړی بلکي د امام زهري تر څنګ یحیی بن ابي کثیر، عبد الرحمن بن یسار او هشام دستوائي هم د دې روايت متابعت ور سره کړی دئ.

اوس دي لوستونکي فکر وکړي چي ايا دا روايت د سند له مخې غريب دئ که نه؟

زما په ګومان حکمتيار صیب لکه څنګه چي د حدیثو د رد لپاره له قران سره د تضاد اصل له ځانه جوړ کړی همدا شان يې د غريب اصل هم له ځانه جوړ کړی، کېدای شي د ده په اند غريب هغه روايت ته وايي چي په يوه کتاب کي يې په سند کي يو ځای يا دوه او يا هم درې ځایه يو- يو راوي وي؟.

له قران سره د تضاد په مسله کي د ده مشر غلام احمد پرويز هم له ده سره همنظره دئ، کېدای شي ښاغلي حکمتيار هم دا نظريه له همدې منکرين حدیث يا په اوسنۍ اصطلاح پرويزيانو اخیستې وي.

پر دې روايت يې دا خبره هم ور اضافه کړې چي ښه نو که الله نزول کوي، نو د شپې وروستي درېيمه خو تل وي، د دې خو بيا دا مطلب شو چي الله پر عرش نه شته؟

زه يې دې استدلال ته هغه مهال نور هم حیران شوم چي په همدې کتاب کي يې ليکلي چي الله انسان ته ورته صورت نه لري او نه له مخلوقاتو سره مشابه ګڼل کېدای شي، خو دلته يې بېرته همغه فکر ور ولاړ شوی دئ.

دا يې لا هم عجيبه ده چي وايي دا حدیث له قران سره ټکر دئ، قران خو الله هر ځای بولي، له موږ سره ملګری، زموږ د غاړې تر رګ رانژدې، خو که په همدې ځای کي له ده څخه پوښتنه وکړو چي الله هر ځای شو نو بيا پر عرش استوی څنګه شوه؟ دا خو دي د مذهب د امام خبره ده؟

زه خپله په دې يوه معنا کي هم تغیر نه کوم، استوی، معيت او نزول، خو دا چي د الله په څه ترې هدف وي، نو زه پرې خبر نه يم، دا متشابهات دي چي انسان بايد د الفاظو ترجمه سمه وکړي خو نور يې د حقيقت موندلو په لټه سره وانه لړي.

نو ته چي د استوی علی العرش معنا په دې کوې چي الله د عالم ټولواک دئ، چارې يې د ده په ولکه کي دي، نو د دې څه دلیل دئ؟ دا مطلب خو په نورو اياتونو کي تر دې ډېر واضح راغلی دئ، نو دې ته څه اړتيا وه چي الله دا ښکاره مطلب چي بل ځای يې هم بيان کړی دلته په دومره مخفي ډول بيا بياناوی؟.

که وايي چي ولي د نزول ظاهري مفهوم اخلئ نو وايي چي له متشابهاتو څخه دئ، بس همدا ظاهري مفهوم يې بيانوو نور يې کیفيت الله ته سپارو، نزول يې څنګه دئ، له لوړې نزول کوي، له کښتې يې کوي او بيا همدا الفاظ ورته کاروي او که کوم بل هدف يې دئ؟

دا سوالونه او نيوکې چي تا پر نزول کړې دا پر استوی هم کېږي، استوی خو پر تخت ناستې ته وايي، هر ځای کېدلو هم دا نيوکه کېږي چي ايا په بیت الخلا کي در سره شته؟

نو که هلته ته کوم ځواب ور کوې هغه ځواب زموږ له لوري د نزول په اړه هم در سره واخله.

د دې درو واړو اختلافي موضوعاتو په اړه زما خپله عقيده دا ده چي هر يو پر خپل ځای منم، استوی پر خپل ځای، نزول يې پر خپل ځای او معيت يې پر خپل ځای، البته د يوه په اړه هم دا عقيده نه ساتم چي ګواکي کیفيت و کميت يې هم موږ ته معلوم دي، څه چي الله ويلي زه يې منم خو نور يې د کميت و کیفيت په اړه پوښتنه نه کوم، عقل په کي نه جنګوم او صحیح حدیث د خپل عقل په تله نه ردوم.

اوس به په دې اړه د مذهب هغه مسله را واخلم چي بايد حکمتيار د خپل همدې عقيدې له امله بايد وختي لا رد کړې وای:

وإذا لم يكن في مكان لم يكن في جهة لا علو ولا سفل ولا غيرهما.

( شرح العقائد النسفية ص ۳۳ چی د عقیدې درسی عمده کتاب دی )

ژباړه: او چي کله په يوه ځای کي نه دئ نو په هيڅ جهت کي نه دئ نه پورته ،نه کښته او نه له دوئ دوو پرته.

په متضاد روايات کي يو ځای حکمتيار صیب ليکي:

دې ته مو پام وي چي الله تعالی نه په زمان مقيد دئ او نه په مکان محدود، دا د مخلوق ځانګړتيا ده.(د ياد کتاب ۱۳۳ مخ)

خو بل لور ته د حکمتيار صیب د مذهب امام صیب بيا وايي:

قال أبوحنيفة:إن الله في السماء دون الأرض. رواه البيهقي، وروى عنه من قال: لا أعرف ربي سبحانه في السماء أم في الأرض فقد كفر؛ لأن الله يقول: {الرَّحْمَنُ عَلَى الْعَرْشِ اسْتَوَى}، وعرشه فوق سماواته، وروي عنه أنه قال: من أنكر الله في السماء فقد كفر . ( تفسيرمظهري دشيخ ثناء الله پاني پتي حنفي ج۳ ص۳۹۷ د يونس د۳ نمبرآیت لاندي)

ژباړه: امام صیب وايي چي الله په اسمان کي دئ نه په ځمکه کي او له ده روايت شوی دئ چي وايي: که څوک ووايي چي زه خبر نه يم زما رب په اسمان کي دئ که په ځمکه کي هغه کافر دئ ځکه پورته ايت يې د دلیل په توګه وړاندي کړی دئ او د الله عرش يې تر اسمانو لوړ بللی دئ او له ده بل روايت دئ: که څوک په اسمان کي د الله له کېدو انکار وکړي نو هغه کافر دئ.

دا دئ حکمتيار صیب!

ستا د مذهب امام خو يې لوړ بولي، عرش يې تر اسمانو پورته ګڼي، او که څوک له دې منکر شي چي الله په اسمانو کي نه دئ نو هغه منکر کافر دئ.

اوس ته ووايه ايا په دې مسله کي يې الله ته د لوړې مکان ثابت کړ که نه؟ نو ته چي د رسول الله يو صحیح حدیث د خپل دې اصل له مخې ردوې ولي دي لومړی ستا په اند دا دوې د مذهب ناسمې مسلې نه ردولې؟

او هو! ته خو د خپل امام په فتوا کافر هم يې، ته بیا څنګه ځان حنفي يعني د امام صیب مذهب ته منسوبوې؟

ايا دا ستا انصاف دئ چي د خپل مذهب دومره ناسمه مسله په پټو سترګو منې خو بل لور ته دي د حدیثو ذخيرې ته سوټي بند کړي دي؟

ته يو ځل ځان له دې مذهب څخه خلاص کړه، ستا په مذهب کي دومره چټيات شته چي کتابونه پرې ډکېږي، خو ته هغه مذهب د خپل اسلامي دستور په توګه منې او حدیث بيا د خپل سياسي اختلاف له امله ردوې؟

نور بیا...

زبیر افغان


تخاري
20.11.2013

أعوذ بالله من الشيطان الرجيم

و لا حول ولا قوه إلا باالله العلي العظيم

قل أعوذ برب الناس
ملك الناس
اله الناس
من شر الوسواس الخناس
الذي يوسوس في صدور الناس
من الجنه والناس

لعنت الله على الشياطين الإنس والجن


حذيفه
21.11.2013

ښاغلی هڅاند! السلام علیکم
دا دي خورا غوره او ښه موضوع شريکه کړې ده، اوس وخت د همدې موضوعاتو د څېړنې او تحقیق اړتيا زیاته ده، ځکه د حکمتيار په شان زيات نور کسان اوس په ټولنه کي پيدا شوي چي د اوس وخت له منکرينو حدیثو څخه اغیزمن دي، له دې امله بايد مسلمان په همدې ميدان کي څه زده کړي، د حکمتيار تګلارې خو بیا نور هم خلګ ګمراهۍ ته ور ټېل وهل زیاتره خلګ يې له دې امله هم مني چي هغه يې جهادي مشر دئ وبس.


حمید هڅــاند
22.11.2013

وعلیکم سلام ورحمة الله...

تخاری صیب! مخاطب دې څوک ؤ او پر څه غوصه شوی وې؟ زما خو سر نه شو خلاص؟

ښاغلی حذیفه!
له زیاتې ناسوبتیا وروسته مو هرکلی کوم.
هوکې، لیکنه په زړه پورې ده. دا دی دویمه برخه یې هم تاسې سره شریکه وم:

دویمه برخه
.................

د رفع اليدين احادیث او د حکمتیار صیب ناسم دریځ: 

دویمه برخه

حکمتيار صیب د رفع اليدين په اړه داسي دريځ خپل کړی چي د انصاف څرک په کي نه تر سترګو کېږي، دی د رفع اليدين پر روايت داسي نيوکه کوي چي دا نيوکه د رفع اليدين تر روايت د ده د نه رفع اليدين پر روايت په ښه ډول کېږي(چي بیان به يې د مضمون په پای کي راشي)، خو حکمتيار صیب پر دې سترګې پټې کړې دي.

رفع اليدين د امت په څلورو مذهبونو کي درې يې کوي، شافعيان، حنبليان او د يوه روايت له مخې مالکيان، که انصاف وکړو نو له دې درو مذهبونو سره يو بل مذهب هم ملګری دئ چي اوس يې خلګ په وهابيت يا سلفيت پېژني.(مسائل امام احمد برواية ابنه حکم رفع اليدين والجهر بامين: ۲/ ۱۲۰، بدایة المجتهد ونهایة المقتصد: ۱/ ۱۴۱ د ابن رشد المالکي ليکنه، التنبیه فی الفقه الشافعي باب فروض الصلاة و سننها: ۱/ ۳۳)

په دې اختلافي مسايلو کي د حکمتيار صیب دريځ لکه په سياست کي د يو ماشوم په شان هره ورځ بدلون مومي، يوه ورځ يو څه وايي، بله ورځ بیا بله څه، يوازي په همدې امريکايي انقلاب کي يې څو ځلې خپل دريځ بدل کړ، د طالبانو د حکومت پر مهال يې په پټې توطئې او بربنډي څېرې نومي کتاب کي طالبان امريکايي مزدران بللي، په مرکې او مقالې نومي کتاب کي وايي د هغه چا دي خوله ما ته شي چي وايي طالبان د امريکا خلګ دي، ځکه امريکا د طالبانو کورونه بمبار کړل هغه يې و کړل او دغه يې وکړل، خو تر دې وروسته يې بیرته دريځ بدل شوی او اوسني کتابونه يې بېرته د هاغه مخکيني دريځ ملاتړي.(طالبان څوک دي؟)

له دوستم سره د اختلاف پر مهال به يې شعار دا وو:

جنګ جنګ تاختم کلم جم، خو ليږ وروسته مو ور سره اتحاد وکړ او بیا مو همدې ناسمې تګلارې ته په يوه او بله بانه توجيهاتې کولې چي دا مو له دې امله وکړ او داسي و داسي کارونه ول.

د مجلې هغه مضمون دي هم له خلګو څخه لا هیر نه دئ چي د کوم امام له تقليده مو په کي پنا غوښتې وه، خو بل لور ته دي ننۍ ليکنې ښيي چي حنفي يې، ځکه داسي وايي چي زموږ احناف.

خير را به شم همدې موضوع ته!

دی د رفع اليدين د مضمون په دويم مخ کي د امام بخاري پر امانتداري داسي ګوزار کوي:

دوی په دې نه پوهېدل چي بخاري يوازي هغه روايات راوړي چي د ده د رأيي او مسلک تاييد کوي، هغه روايات ئې پرېښي چي د ده له مسلک سره اړخ نه لګوي، د بخاري يوه لويه ستونزه همدغه ده، نورو کتابونو په امانت سره د دواړو لوريو د استناد وړ روايات راوړي.(متضاد روايات مخ: ۲۷)

وموليدل چي ښاغلي حکمتيار د امام بخاري پر ستر شان په څومره بې رحمۍ او سپين سترګۍ د خيانت تور لګولی، ښاغلی حکمتيار! که د نه رفع اليدينو د رواياتو نه راوړل امانتداري نه وي نو دا کار مسلم هم کړی دئ، ولي دي يوازي بخاري رحمه الله په همدې تور تورن کړ؟

خو کېدای شي له حکمتيار صیب څخه دا خبره د ډېري غوسې، قهر او د مقابل لوري د راپارولو لپاره کړې وي، که نه په خپل تفسیر د قران پلوشې د معراج د پېښي په بیان کي بیا د دې خلاف خبره کوي وايي:

امام بخاري رحمه الله نه دي ويلي چي کوم روايت ئې تر نورو غوره، دقیق او صحیح دئ، هغه له بېلو بېلو راويانو چي څه اورېدلي په امانت سره ئې رانقل کړي.(د قران پلوشې: ۴/ ۲۱۷ د معراج د پيښي بیان)

په دې پورته تورو کي وينو چي حکمتيار صیب د رفع اليدين د مقالې ليکلو پر مهال غوسه وو او د تفسیر پر مهال بیا ښايي دماغ يې دومره نه وي سره ايشېدلی، هغه دي د بخاري په اړه يې د امانت کليمه هم پر خوله راوړې ده، شکر دئ ربه تاته دي حمد وي چي حکمتيار صیب خپله ناسمه خبره په خپله خوله هم رد کړه.

انتيکه ده، چي په حکمة الباري کي وايي: ابن ابي شيبه چي په ۲۳۵ هجري کي وفات شوی، او تر امام بخاري هم د صحابه وو دور ته  ور نږدې دئ او هم ئې خپل کتاب تر بخاري ډېر د مخه ليکلی، د رفع اليدين اړوند روايات ئې په امانت سره راوړي، د دواړو لوريو مستند روايات ئې رااخیستي، هغه هم چي د امام بخاري رأيي تأييد کوي او هغه هم چي د دې رأيې خلاف دي.(ياد کتاب :۱/ ۵۱۶)

ښه نو حکمتيار صیب بخاري يوازي په دې بې امانته دئ چي ستا د رايي روايات يې پر اصولو برابر نه ول، خو عيني په همدې اصولو بیا مسلم امين او امانت ساتونکی دئ؟

ابن ابي شيبه چي په خپل کتاب مصنف ابن ابي شيبه کي يې داسي کتاب ايښی:

[b:0afa432e52]كِتَابُ الرَّدِّ عَلَى أَبِي حَنِيفَة[/b:0afa432e52][b:0afa432e52]َ هَذَا مَا خَالَفَ بِهِ أَبُو حَنِيفَةَ الْأَثَرَ الَّذِي جَاءَ عَنْ رَسُولِ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ[/b:0afa432e52].(مصنف ابن ابي شيبه: ۷/ ۲۷۷)

تر دې عنوان لاندي يې (۱۲۳) ځايه پر امام ابو حنیفه رد کړی دئ، نو يا خو ته په دې خبر نه يې او يا دا خلګو ته نه ده معلومه يوازي بخاري خلګو ته معلوم دئ چي له امام ابو حنیفه سره اختلاف لري، نو تا د خلګو غولولو لپاره پر بخاري رد کړی، البته له امام صیب سره د مينه او د ده له مذهبه د دفاع په خاطر نه بلکي د خلګو غولولو په خاطر، ځکه که له مذهبه دفاع وای نو بیا به دي ابن ابي شيبه هم غندلی وای چي په (۱۲۳) ځايونو کي يې ستا د امام نوم اخیستی دئ او رد يې پر کړی چي د احادیثو مخالفت يې کاوی.

کوم يو د رد وړ وو؟

ښاغلی حکمتيار صیب د رفع اليدين په اړه لیکي:

راشئ ګورو چي د لمانځه په تکبیرونو کي لاسونه لوړول د صحیح او معتبرو احادیثو موافق عمل دئ که مخالف؟ د احنافو رأیه د رسول الله صلی الله علیه وسلم د سنت مطابق ده که د دوی د مخالفينو؟

بخاري د رفع اليدين لپاره دا ترجمة الباب ايښی:

باب رفع اليدين فی التکبیرة الاولی مع الافتتاح سواء

او تر دې عنوان لاندي ئې دا روايت راوړی:

[b:0afa432e52]حَدَّثَنَا عَبْدُ اللَّهِ بْنُ مَسْلَمَةَ، عَنْ مَالِكٍ، عَنِ ابْنِ شِهَابٍ، عَنْ سَالِمِ بْنِ عَبْدِ اللَّهِ، عَنْ أَبِيهِ: " أَنَّ رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ كَانَ[/b:0afa432e52][b:0afa432e52] يَرْفَعُ يَدَيْهِ حَذْوَ مَنْكِبَيْهِ إِذَا افْتَتَحَ الصَّلاَةَ، وَإِذَا كَبَّرَ لِلرُّكُوعِ، وَإِذَا رَفَعَ رَأْسَهُ مِنَ الرُّكُوعِ، رَفَعَهُمَا [/b:0afa432e52][b:0afa432e52]كَذَلِكَ أَيْضًا، وَقَالَ: سَمِعَ اللَّهُ لِمَنْ حَمِدَهُ، رَبَّنَا وَلَكَ الحَمْدُ، وَكَانَ لاَ يَفْعَلُ ذَلِكَ فِي السُّجُودِ "[/b:0afa432e52].

له عبد الله بن عمر رضی الله عنه نه روايت دئ چي رسول الله صلی الله علیه وسلم به د لمانځه په پيل او رکوع ته د تکبیر ويلو په وخت کي خپل لاسونه تر اوږو پوري پورته کول، او له رکوع نه د سر پورته کولو په وخت کي به ئې همداسي لوړ کړل، او فرمايل به ئې( سمع الله لمن حمده، ربنا لک الحمد) خو په سجدو کي ئې داسي نه کول، یعني د سجدې په وخت کي به ئې لاسونه نه لوړول.(متضاد روايات مخ: ۲۸)

تر دې بیان وروسته ښاغلي حکمتيار پر روايت لومړی دوه واره کړي دي، يو دا چي په اصحابو کي يوازي ابن عمر دا روايت کړی او بل دا چي په الفاظو کي يې ډېر توپيرونه تر سترګو کېږي.

زه به لومړی د حکمتيار صیب پر لومړۍ ادعا تم شم، وبه ګورو چي ايا همداسي ده او که حکمتيار صیب د خپل تل پاتي عادت له مخې يوازي خلګ تېر باسي او خبرې يې له حقايقو سره سمون نه لري؟

د د ه د دې وينا د رد او ناسموالي لپاره يوازي د امام ترمذي دا خبرې بس بولم:

قال الترمذي: وفي الباب عن عمر، وعلي، ووائل بن حجر، ومالك بن الحويرث، وأنس، وأبي هريرة، وأبي حميد، وأبي أسيد، وسهل بن سعد، ومحمد بن مسلمة، وأبي قتادة، وأبي موسى الأشعري، وجابر، وعمير الليثي.

قال: وبهذا يقول بعض أهل العلم من أصحاب النبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ، منهم ابنُ عمر، وجابر بن عبد الله، وأبو هريرة، وأنس، وابن عباس، وعبد الله بن الزبير، وغيرهم.

ومن التابعين: الحسن البصري، وعطاء، وطاووس، ومجاهد، ونافع، وسالم بن عبد الله، وسعيد بن جبير، وغيرهم 0 وبه يقولُ مالك، ومعمر، والأوزاعي، وابنُ عيينة، وعبد الله بن المبارك، والشافعي، وأحمد، وإسحاق.

وقد روى البخاري رفع اليدين من حديث سبعة عشر صحابياً في جزء "رفع اليدين ".

(سنن الترمذي ابواب الصلاة باب رفع اليدين عند الرکوع ح: ۲۵۶)

امام ترمذي وايي: په دې باب کي له يادو شويو اصحابو هم روايات شوي دي، چي د ټولو شمېر (۱۴) کسان کېږي.

بیا وايي: همدا د رسول الله په اصحابو کي يادو کسانو تګلاره وه، چي (۶) يې ياد کړی او نور يې په وغیرهم کي راوړي.

بیا وايي: په تابعينو کي هم ياد شوي کسان په همدې نظر ول چي (۷) يې ياد کړي او نورو ته يې بیا په وغیرهم اشاره کړې، همدارنګه د مالک، معمر، اوزاعي، ابن عيينه، ابن المبارک، شافعي، احمد او اسحاق تګلاره وه.

بیا وايي: امام بخاري په خپل کتاب جزء رفع اليدين کي له (۱۷) اصحابو روايت کړی دئ.

اوس فکر وکړئ چي ايا روايت د سند له مخې غريب دئ؟

ايا د ښاغلي حکمتيار وينا حقه ده چي وايي يوازي ابن عمر رضی الله عنهما په اصحابو کي نقل کړی؟

حکمتيار چي د ابن عمر روايت له کومه ځایه نقل کړی، نو په هغو بحثونو کي بخاري د مالک بن حویرث روايت هم راوړی دئ، نو دا بیا غریب ولي شو؟

پاتې شوه د الفاظو د اختلاف خبره نو دا کومه ستونزه نه ده، په الفاظو کي داسي اخلاف لکه چي د همدې روايت په الفاظو کي دئ دا زيانمن نه دئ، په قران کي يې هم د داسي اختلاف شواهد ډېر دي:

د هود سورې په (۶۹) ايت کي يې د ابراهيم علیه السلام د ګيلګي(سخوندرکي) لپاره د (حنیذ) لفظ کارولي، خو د الذاريات د سورې په (۲۶) ايت کي يې د (سمين) لفظ ورته استعمال کړی دئ.

په همدې دوو سوروتونو کي که د ابراهيم او فرشتو کيسې ته وګورو نو هم د الفاظو کافي اختلاف دئ او هم يې راتګ، بېرته تګ او د دوئ ترمنځ شوې خبرې.

اوس به ستا په شان يو کي نيوکه کوي چي په الفاظو کي اختلاف دئ نو بايد ونه منل شي؟

د بقرې په (۶۰) ايت کي د هغې ډبرې لپاره چي موسی علیه السلام په خپله لګړه ووهله د (انفجرت) توری استعمال شوی او د اعراف سورې په (۱۶۰) ايت کي يې د (انبجست) توری کارولی.

د سورت طه په (۱۰) نمبر ايت کي الله وايي: کله چي موسی اور وليد نو خپل اهل ته يې وویل تم شئ ما يو اور وليد.

خو د النمل سورې په (۷) نمبر ايت کي بیا وايي: هغه مهال چي موسی خپل اهل ته وویل: ما يو اور وليد.یعني په لومړي ليدنه ده بیا خبرې او په دويم کي خبرې دي بیا د اور ليدنه.

وروسته په لومړي کي داسي توري دي:

[b:0afa432e52]لَعَلِّي آتِيكُمْ مِنْهَا بِقَبَسٍ أَوْ أَجِدُ عَلَى النَّارِ هُدًى[/b:0afa432e52].(طه:۱۰)

او په بل کي بیا داسي وايي:

[b:0afa432e52]سَآتِيكُمْ مِنْهَا بِخَبَرٍ أَوْ آتِيكُمْ بِشِهَابٍ قَبَسٍ لَعَلَّكُمْ تَصْطَلُونَ[/b:0afa432e52].(النمل: ۷)

په لومړي کي دي چي ښايي کومه لمبه به درته راوړم يا به له اور سره کوم لار ښود وومم.

په دويم کي وايي ژر به درته ترې خبر راوړم او يا به د اور بلېدونکی انګار راوړم.

په لومړي کي وايي:

[b:0afa432e52]فَلَمَّا أَتَاهَا نُودِيَ يَا مُوسَى (11) إِنِّي أَنَا رَبُّكَ فَاخْلَعْ نَعْلَيْكَ إِنَّكَ بِالْوَادِ الْمُقَدَّسِ طُوًى[/b:0afa432e52].

په دويم کي بیا وايي:

[b:0afa432e52]فَلَمَّا جَاءَهَا نُودِيَ أَنْ بُورِكَ مَنْ فِي النَّارِ وَمَنْ حَوْلَهَا وَسُبْحَانَ اللَّهِ رَبِّ الْعَالَمِينَ[/b:0afa432e52].

په لومړي سوره کي دي:

[b:0afa432e52]فَأَلْقَاهَا فَإِذَا هِيَ حَيَّةٌ تَسْعَى[/b:0afa432e52].

په دويمه کي بیا داسي:

[b:0afa432e52]وَأَلْقِ عَصَاكَ فَلَمَّا رَآهَا تَهْتَزُّ كَأَنَّهَا جَانٌّ وَلَّى مُدْبِرًا وَلَمْ يُعَقِّبْ يَا مُوسَى لَا تَخَفْ إِنِّي لَا يَخَافُ لَدَيَّ الْمُرْسَلُونَ[/b:0afa432e52].

خو په لومړي ايت کي وروسته داسي ورته وايي:

[b:0afa432e52]قَالَ خُذْهَا وَلَا تَخَفْ سَنُعِيدُهَا سِيرَتَهَا الْأُولَى[/b:0afa432e52].

په دې اياتونو کي څومره ډېر تفاوت دئ، که د الفاظو په تبديلي روايت ردوې، نو بیا راوړاندي شه او پر همدې اياتونو رد وکړه!.

د القصص په (۲۹) کي بیا په (جذوة من النار) ترې تعبیر کړی، په یوه ايت کي قبس، په بل کي شهاب قبس او په بل کي جذوة ويل شوي، نو ايا دا الفاظ سره مغایر نه دي، دا بیانونه سره ډېر توپير نه لري؟

په مختلفو کيسو، قضاياؤ، د انبياؤ په اړه د هغوئ دعوت او نور که په قران کي وګورې نو الفاظ يې کافي توپير سره لري، که د همدې لفظي تغایر له امله روايت ردوې نو دا اصل دي پر قران هم تطبیقېږي هلته به بيا څه تګلاره خپلوې؟

د قران د لفظي تغایر په اړه چي کوم نظر ور کوې نو دا د حدیث په اړه هم خپل کړه!

که د قران همداسي مخالف الفاظ چي په يوه موضوع کي راغلي درته راټول کړم نو يو ستر کتاب به ترې جوړ شي، که حدیث په همدې تګلاره ردوې نو قران به بيا څه کوې؟

د دې مضمون دریمه برخه به هم ژر پر ليکه شي!

زبیر افغان


tandar
22.11.2013

حذيفه صيب همدغو ايتونو اوحديثونو ته وګوره چه دوطن غم دي وخوره ځکه وطن دي خرڅ شو نورمي درته زړه تنګ شو اوداسبق هغه وخت راکړه چه ازادي ولرم اونه غلام اوسم لطفا غږ پورته کړه نه ويني ګوډاګيان څه کارونه کوي ؟
اول دملي ناموس غم وخوره
ته راځي ماته د سپاري سبق راکوي
ملي قيام ته ملت وهڅوي چه استقلال په لاس راوړو بيا به خپل سبقونه وايو
وبښه افغانستان په اسياي ميانه کي دويم اسرائيل شو خرڅ شوخرڅ، په خبره پوهيږي زماخو اعصاب نورکار نه کوي
مرګ په طنفروشانو


مومن مهاجر
22.11.2013

ښاغلی هڅاهد صاحب! رښتیا هم ګران ملګری زبیر افغان رښتیا هم د ګڼو دیني او علمي موضوعاتو په اړه خورا کره او پوره مقالي لیکي. الله دي یې بریالی او قلم تاند لري.
ښاغلی حذیفه! الله دي راوله بېخي ورک یې. کله-کله مو په خپلو مالوماتو، لیکنو او ګټور اندونو نازوه!


حکیم الامت
08.12.2013

شیخ الاسلام حکمتیار چه څومره په قرآن او حدیث پوهیږي فکر نکوم چه څوک ورسره دلیل ووایي اصل کې دهغه باره کې ډیره غلو او زیاتي کیږی دهغه پوهه په حدیثو دومره ده لکه دشیخ حسن جان شهید وغیره


s.sharifi45
21.02.2014

ګرانو ملګرو تاسو پوهېږﺉ چي همدغه حکمتیار یو وخت ستاسو دسرتاج وو او اکثرو اهل الحديث خپل امام باله خو حکمتيار خپل سياست ته کتل په هغه وخت کي يې غير مقلديت په ګټه وو خو اوس چي ديوبندي علما پر مخ دي اوخلګ باور پرې لري نو اوس بيا ديوبندي سو او دبخاري رحمه الله مخالفت يې اختيار کړ کاشکي غير مقلدينو يو خاص دريز درلو دلای او پاته سو دامام ابوحنيفه مسلک نو دا خبره پر ځای ده چي دهغه رحمه الله په مذهب کي هيڅ نيمګړتيا نسته خو نيمګړتيا دغیر مقلدينو په فهم کي ده او په دې کوچنی هم پو هيږي چي پر امام دنيمګړتيا ګمان کول بې عقلي او بې ادبي ده الله دي دغير مقلدينو دانصاف سترګي ور بنا کړي په مينه


د د حکمتیار احادیثو ضد تګلاره

حکیم الامت
21.02.2014

شیخ حکمتیار داول څخه دیوبندی او حنفی دی، دهغه په تنظیم کې ټول ستر علماء دیوبند مکتبه فکر او احناف دي، شیخ حکمتیار هغه کس دی چه هغه دغیرمقلدین فتنې ته پام شو او جمیل الرحمان یې له کونړ څخه بهر کړ. دهغه ټول استادان لکه شیخ حسن جان شهید، مولوی عبدالرحیم چترالی، مولوی یونس خالص، شیخ تهیلوی، او داسې نور ټول دیوبند والا ول. شیخ حکمتیار له ۴۰ کالو راهیسې دیوبندی دی او بل دبخاری خبره چه که څوک دبخاری احادیث ردوی نو بیا دتاسو نیوکه په ملا علی قاری علامه عینی انورشاه کشمیری او ټولو احنافو هم سمه راځي چه هغوی هم له بخاری سره په ډیرو مواردو کې اختلاف کړیدی. شیخ حکمتیار چه دبخاری کوم ځای مخالف کړیدی هغه پدې معنی چه هغه داحنافو ددریځ ملاتړ کړیدی او دخپل مسلک مطابق یې احادیث وړاندې کړیدی. که هغه دصحاح سته یا بل کتاب داحادیثو باندې دلالت کړی وي نو دا خو دهغه خدمت دی نه مخالفت. ښه که حکمتیار دبخاری پلوی کړې وای نو اول به مونږ دیوبند والاوو او نوور احنافو پدې ملامت کولو چه شیخ حکمتیار ولې مذهب پرېښود او ولې غیر مقلد شو نو ځینې خلک نه څوک په تقلید کولو کې پریږدي او نه یې په غیر مقلدیت کې داسې خلک خپله په دین نه پوهیږي او پر بل نیوکه کول ددوی عادت ګرځیدلی دی.


د د حکمتیار احادیثو ضد تګلاره

حکیم الامت
21.02.2014

شیخ حکمتیار داول څخه دیوبندی او حنفی دی، دهغه په تنظیم کې ټول ستر علماء دیوبند مکتبه فکر او احناف دي، شیخ حکمتیار هغه کس دی چه هغه دغیرمقلدین فتنې ته پام شو او جمیل الرحمان یې له کونړ څخه بهر کړ. دهغه ټول استادان لکه شیخ حسن جان شهید، مولوی عبدالرحیم چترالی، مولوی یونس خالص، شیخ تهیلوی، او داسې نور ټول دیوبند والا ول. شیخ حکمتیار له ۴۰ کالو راهیسې دیوبندی دی او بل دبخاری خبره چه که څوک دبخاری احادیث ردوی نو بیا دتاسو نیوکه په ملا علی قاری علامه عینی انورشاه کشمیری او ټولو احنافو هم سمه راځي چه هغوی هم له بخاری سره په ډیرو مواردو کې اختلاف کړیدی. شیخ حکمتیار چه دبخاری کوم ځای مخالف کړیدی هغه پدې معنی چه هغه داحنافو ددریځ ملاتړ کړیدی او دخپل مسلک مطابق یې احادیث وړاندې کړیدی. که هغه دصحاح سته یا بل کتاب داحادیثو باندې دلالت کړی وي نو دا خو دهغه خدمت دی نه مخالفت. ښه که حکمتیار دبخاری پلوی کړې وای نو اول به مونږ دیوبند والاوو او نوور احنافو پدې ملامت کولو چه شیخ حکمتیار ولې مذهب پرېښود او ولې غیر مقلد شو نو ځینې خلک نه څوک په تقلید کولو کې پریږدي او نه یې په غیر مقلدیت کې داسې خلک خپله په دین نه پوهیږي او پر بل نیوکه کول ددوی عادت ګرځیدلی دی.[color=red:0f338fe27c][/color:0f338fe27c]


pattang
21.02.2014

ګلبدين هر کار کوي خو چې قدرت ته ورسيږي !
د هغه له ګوند څخه ټول پاک انسانان وتلي دي !


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more