د موضوعګانو سرپاڼه
نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
د حکیم الله محسود وزنه
اتل
19.11.2013
محترمو لوستونکو، السلام علیکم
متل دئ چئ شمال نه وي پاڼې نه خوځیږي.
د پاکستان د پوځي چار کارپوه بریګیډیر محمود شاه خوشي نه وو ویلي چې، حکیم الل محسود په شپه کې څو واره ځای بدلوي، او دبې پيلوټه الوتکو د ویرې ځان ته پیچکاری لکوي، چې وکړئ شی بیده شي.
نور رپوټونه وايي چې د هغه په نږدي کړیو کې یوازې د حقاني شبکې دا معلومات درلودل چې د محسود کور چیرې دئ، هغه چیرې کرزي او چیرې بیده کیږي.
کله چې حکیم الله محسود دبې پیلوټه الوتکو په حمله کې ووژل شو، د هغه ډلې فکر وکړ چې د حقاني ډله چې د افغانستان طالبان دي، د حقاني په وژلو کې لار لرلئ دئ، او هغه وو چې په بدله کې د حقاني د شبکې معبر قوماندان نصیرالدین حقاني په اسلام آباد کې وواژه.