د موضوعګانو سرپاڼه

د ساتنپال - ولسواکانو بحثونه

دنصیر حقانی د مرګ په سر د افغان او پاکستان د طالبانو جنجال

میرویس
18.11.2013

ګرانو لوستونکو، السلام علیکم
د ډېوې رادیو په خپله ننۍ خپرونه کې د [نصرالدين حقاني وژنه دحقاني نيټ ورک پسر يو ستر گزار] تر عنوان لاندې لیکلي چې [ مطبوعاتو داسې راپورونه هم خپارۀ کړي چې دنصیرالدين حقاني په وژنه دپاکستاني اؤ افغاني طالبانو ترمينځ خپلو کې هم اختلافاتو سر راپورته کړى دى ځکه چې دافغانستان ځينې طالبان په دې نظر دي چې دهغۀ په وژنه کې دمولوي فضل الله په مشرۍ دپاکستاني طالبانو تحريک لاس لري].

ګرانو لوستونکو:

طالبانو پخوا هم د جهاد تر نامه لاندې د یو اوبل سره جګړې کړي، او یو او بل ته یې درانده تلفات اړولي. ددوی اتحادونه او دښمنۍاو زدو بندونه مختلف ابعاد لري او ائتلافونه او دښمنۍ یې هم د ډلو ټپلو د مؤقتې ګټو وټو او سیاسي سازشون پر بنا چلیږي.
خو دداسې دوو لویو ډلو ترمنځ لکه د افغانستان او پاکستان طالبانو تر منځ چیرې هم دومره غټه دښمني نه وشوې، لکه دا ځلې چې د نصیرالدین حقاني په قتل تمامه شوه.
لراوبر طالبان د خپلې بقا او مصالحو پر بینا یو د بل سره روابط پالي، او یوه ډله هم د ځپلو ولسونو ارادې ته غاړه نږدي. داځلې داسې ښکاري چې ددغو دواړو ډلو تر منځ اختلافونه اوج ته رسیدلي او کیدای شي چې د حقانې د شبکې کمزوري کیدل د پاکستاني طالبانو په ګټه تمام شي، او افغا طالبان پدې رمز پوهیدلي او نه پریږدي چې پاکستاني طالبان ددې بحران نه ناوړه ګټه پورته کړي.
الله دې دواړه ډلې په صراط مستقیم روانې کړي.


عبدالحميد/افغ
19.11.2013

السلام عليکم .
ميرويس وروره ته يې څه غم کوې دا پروپاګندې به کله هم جهادي روحيې ته تغير ورنکړي ، افغاني غيور اوپاکستاني بهادر طالبان به دګران افغانستان داجیر اوګوډاګي اداري نه دهغو ټولو مظلومانو انتقام واخلي کومو ته چي دده په اشار ه ضرر اوتاوان رسېدلئ دئ .
اوله پاکستان نه به دهغه دناروا کړنلارو بدله واخلي . هرفرعون ته الله جل جلاله موسی پيداکړئ دئ .
تل دي وي اسلام ، تل دي وي مخلص مجاهدين ، تل دي وي ګران افغانستان . تل دي وي داامت ، تل دي وي هرمظلوم هيواد.


میرویس
19.11.2013

عبدالحميد/افغ صاحب، السلام غلیکم
وروره، آس چې دوه ځله بودري وکړي، څښتن یې بیا نه ساتي خرڅوي یې. ستاسې پاکستاني بهادرو طالبانو په کراتو مراتو په خپلو کې سره وخوړل. د ولی الرحمن ډلې په کراچۍ کې د حکیم الله د محسود ډلې سره ووهل، د حکیم الله محسود طرفدارانو، پاکستان د تحریک طالبان نه د جلا شوی قوماندن په مرکز باندې په هنګو کې د موټر بم چاودنه وکړه، او په لسګونو نورې دغسې پیښې ددې ګواهي ورکوي چې په طالبانو کې برګشت ناپذبره اختلافونه شته.

د پاکستاني طالبانو نطاق بیابیا وویل چې افغان طالبان دپاکستاني طالبانو مالي حمایه کوي، او پاکستاني طالبانو ته پناه ځایونه ورکوي. ددې خبرې نه یوه هفته نه وتیره چې افغان طالبانو په غازي آباد کې د پاکستاني طالبانو په ځلورو مرکزونو حملې وکړې او د منځه یې یوړل.

ددې نه مخکې پاکستاني طالبانو ادعا وکړه چې افغان طالبانو د پاکستان د طالبانو د تحریک پر خلاف د نورو رقیبو ډلو سره په جنګ کې لاس یوکړی او په تیرا کې برهغی حملې کوي.

وروره، دا نوې مسئله دطالبانو ددواړو ډلو تر منځ د دښمنیو لویو ابعادو ته ببوزئ وهي، او دا دهغوی ترمنځ ددښمنۍ سر دئ، بعد یې ښکته سورور دئ. پخوا هم د جنوبي او شمالي وزیرستان د طالبانو تر منځ دغسې دښمنۍ پیدا شوې، او یو پر بل باندې یې تورورنه ولګول چې هر لوری لاسونه د مخالفو ډلو د قوماندانانو په وینو سره دي.
ټه دخیر په غونډۍ ورته کښینه تماشه یې کوه. څوک چې د خپل الله، ځان او ولس سره صادق نه وي، چیرې هم الله نصرت نه ور په برخه کوي.
آلله دې دوی د بدې لارې نه نیکې لارې ته راوګرزوي، آمین.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more