د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

ملا ضعیف-په-هندوستان-کې

pattang
13.11.2013

د ضعیف صاحب خبري په لاندي ادرس باندی کتلای شئ:
ملا-سلام-ضعیف-د-سي-آی-ای-د-پخواني-مامور-سره-مخامخ-په-کانفرانس-کي-ویډیو

http://www.youtube.com/watch?v=KR5X0evFy4E

ملا عبد السلام ضعیف په تیرو څو ورځو کي هندوستان ته تللی، او
هلته یې د امریکا د پخواني مامور (Robert Grenier) سره
مخامخ په یوه کانفرانس کي ګډون وکړ.

ښاغلي ضعیف په دې کانفرانس کي په مختلفو مهمو موضوعاتو باندي
رڼا اچولي، ددې کانفرانس ټول جریان تاسو په ویډیو کي
کتلای شئ.

تبصره !

څو ورځې مخکې ملا عبد السلام ضعیف په پاکستان کې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د طالبانو وروستنی سفر په یو سفر هندوستان ته تللی و، هغه وخت چې امریکې پر افغانستان یرغل وکړ ضعیف د پاکستان په مټ د اسلام آباد له سفارت نه په ګوانتانامو کې دطالبانو سفیر شو! او وروسته بیا را خلاص شو، له همغه ورځې بیا تر ننه ضعیف په هر ځای کې د طالبانو قوي او آزاد سفیر دی! که څه هم چې نوموړی وخت پر وخت وايي چې دی فعلا له طالبانو سره رسما کار نه کوي،او طالبان هم مني چې ملا عبد السلام ضعیف اوس ددوی رسمي غړی نه دی. خو بیا هم یو څه به خامخا وي.

ضعیف چې کله په ګوانتانامو کې له تنګ او محدود سفارت نه آزاد او پراخ سفارت ته راووت، سمدستي يې د پاکستان هغه ظلم او وحشت په یو څو پاڼو کې د کتاب په شکل انځور کړ او هغه حقایق یې پکې را وسپړل کوم چې چا یې د پاکستان په اړه فکر نه کولو! او دې کتاب په نړیواله کچه مینه وال او لوستونکي پیدا کړل، ګڼو ژبو ته وژباړل شو! د پاکستان په اړه یې د ډېرو نظرونه بدل کړل!

د معلوماتو له مخې پاکستان ډېرې هڅې وکړي چې ضعیف پخولا کړي، او لا لګیا دی، مګر تر ننه نه دي توانېدلي، او ضعیف هم د خپل لقب خلاف د پاکستان مکر او دوکې ته داسې ټينګ او قوي ولاړ دی ته به وايي چې باید لقب یې قوی وای، نه ضعیف!

دمطلب خبره دا چې هندوستان ته دعبد السلام ضعیف سفر څنګه ارزول کېدای شي؟ آیا عبد السلام ضعیف حق لري چې هندوستان او یا دنړۍ کوم بل هېواد ته سفر وکړي؟ په دې کې شک نشته چې هر کس هر هېواد ته چې وغواړي په آزاده توګه د سفر کولو حق لري، هغه که د سیاسي هدف لپاره وي، که د سیاحي، که د تجارتي، که د تعلیمي او د روغتیايي!

ځکه خو هندوستان ته د ضعیف سفر او هلته په یو کنفرانس کې ګډون کول د تعجب خبره نه ده، په ځانګړې توګه دا چې نوموړی نه دکوم ګوند او نه دکوم هېواد په استازیتوب هلته په سفر تللی. بلکې د یوه آزاد شخص په حیث تللی دی. زه وایم ضعیف نه، بلکې خپله طالبان باید هندوستان ته سفر وکړي، د نړۍ هر هغه هېواد ته سفر وکړي چې د خپلو مشروع او ملي ګټو په تر لاسه کولو او خوندیتوب کې یې ګټور بولي! له حکومتونو سره یې تماسونه ټینګ کړي، ځکه چې طالبان اوس دنظامي ځواک تر څنګ په نړیواله کچه یو منلی شوی سیاسي ځواک هم دی، که څه هم چې څوک یې په رسمیت نه پېژني، خو هغه ژوندی واقعیت دی چې که څوک وغواړي که نه، سترګې نشي ترې پټېدای. او نه له پامه غورځول کېدای شي.

په دې اړه د طالبانو سیاسي اړخ تر ډېره پورې لوی کار وکړ، که څه هم چې له امریکایانو سره یې دوه ځله خبرې د خند او ځنډ ښکار شوې، او فعلا هم په ټپه ولاړې دي! خو یو واقعیت یې را څرګند کړ، هغه دا چې طالبان اوس یو سیاسي ځواک دی، له هېوادونو سره په پټه راشه درشه لري، د بېلګې په توګه ایران ته د طالبانو د پلاوو سفرونه چې خپله دایران دنیمه دولتي رسنیو له خوا یې په اړه خبرې رسنیو ته راووتې! په لوګر کې د طالبانو له خوا د نیول شویو اتو ترکیانو خوشي کول، همدا رنګه د یو قرغیزي اسیر خوشي کول، ښيي چې طالبان له ډېرو هېوادونو سره اړیکې لري، او پالي یې، زما په نظر دا ډېر مهم ګام دی، طالبان باید ډېره توجه ورته وکړي، په دې اړه نور هم خپل فعالیتونه پراخه او ګړندي کړي.

یو ټکی ډېر د پام وړ دی، له یو هېواد په ځانګړي ډول له ګاونډي هېواد سره اړیکې ساتل یا اړیکې جوړول باید د بل هېواد پر خلاف نه، بلکې د خپلو ګټو، او دنورو د مشروع ګټو په نظر کې نیولو سره تر سره شي، او هېڅ هېواد باید داسې فکر و نه لري چې که کوم هېواد له نورو هېوادونو سره اړیکې جوړوي باید تر هر څه دمخه د دوی ګټې په نظر کې ونیسي، دا کار هېڅوک نه کوي او نه یې عقل مني، ځکه که یو هېواد له نورو سره د اړیکو په جوړولو او ساتلو کې یوازې او له هر څه لومړی د نورو هېوادونو ګټې په نظر کې ونیسي، مطلب یې دا چې د خپل هېواد او ولس استازی نه بلکې دنورو هېوادونو او ولسونو استازی دی. او دا هېڅ عقل نه مني.

طالبان باید له هر څه دمخه خپلې ګټې، په دوهم قدم کې د نورو او ګاونډیانو ګټې په نظر کې ونیسي، همدا اوس که وګورو، د بېلګې په توګه پاکستان، له امریکې سره اړیکې لري، له بریتانیې سره خو څه کوي! په داسې حال کې چې دا دواړه د طالبانو سر سخت دښمنان دي، نه یې په سر او نه یې په مال صرفه کوي! خو که پاکستان ته ووايې چې سړیه دا ولې؟ سمدستي به وایي چې زما ګټې د دا ډول چلن غوښتنه کوي، زه مجبوریتونه لرم، مصلحتونه لرم! ستا لپاره زه ځان په اور کې نشم اچولی! او نه د خپل ولس مصلحتونه ستا لپاره په اور سېځلی شم!

زه دا نه وایم چې طالبان دې له هند سره د پاکستان پر خلاف اړیکې جوړې کړي، نه، دا کار نه طالبانو ته ګټه کوي او نه افغانانو ته، خو دېته باید پام وشي چې د پاکستان په خاطر باید له هندوستان سره هم اړیکې خرابې نه کړل شي، یا په بله معنی د پاکستان دګټو لپاره له بل چا سره ځان په جنجال کې وا نه چول شي، او نه د بل چا د ګټو لپاره له پاکستان سره کیسه خرابه کړل شي.

دا ټول د انساني ټولنو د ګډ ژوند اساسي او لازمي غوښتنې دي. که یو هېواد له بل نه غواړي چې د ده لپاره خپلې ګټې په خطر کې واچوي، او یا دده لپاره له بل چا سره لاس او ګرېوان شي، دا په حقیقت کې غیر انساني او غیر معقوله غوښتنه ده.

طالبان که په رښتیا غواړي چې په راتلونکې کې په افغانستان کې حکومت وکړي، باید له ټولې نړۍ او ګاونډیانو سره اړیکې ولري، ځکه هر څوک دلته په افغانستان کې په یو ډول نه په یو ډول خپلې ګټې خوندي کول غواړي، مهمه خبره دا چې له هر هېواد سره په اړیکو ساتلو کې باید خپل اسلامي ارزښتونه او ملي ګټې په نظر کې ونیول شي، له یو هېواد سره اړیکې ساتل تل ددې لپاره نه وي چې خامخا دې مادي ګټې تر لاسه کړل شي، بلکې ډېر ځله له یو چا سره اړیکې ددې لپاره ساتل کېږي چې د هغوی له شر نه په امن شي، خپل ولس او هېواد د هغوی له شر نه وساتي.

په لنډ ډول، که څه هم چې هندوستان ته د ملا عبد السلام ضعیف سفر شخصي دی، مګر کېدای شي د طالبانو او هندوستان تر منځ د اړیکو په جوړولو کې مهم رول ولوبوي، او طالبان که تر اوسه دې ټکي ته نه وي متوجه شوي، باید ورته متوجه شي، له ضعیف نه له هندوستان سره د اړیکو په جوړولو کې ګټه پورته کړي، هغه سوء تفاهمات چې د طالبانو او هندوستان تر منځ پیدا شوي، او یا مخکې موجود وو، باید لیرې کړای شي.

طالبان یوازې له هندوستان سره نه، بلکې له ټولې نړۍ سره باید د اړیکو جوړولو لپاره لاس په کار شي، ډېری هېوادونه د طالبانو په اړه ناسم پوهول شوي، طالبانو خپله مخامخ له هغوی سره تعامل نه دی کړی، که طالبان له نېږدي ورسره کښېني، ناستې پاستې یې تر منځ وشي، کېدای شي په نړیواله کچه د طالبانو په اړه د ډېرو هېوادونو او ګوندونو په دریځونو کې توپیر راشي! زما په نظر ډېر داسې سوء تفاهمات شته چې که طالبان له نورو هېوادونو سره نېغ په نېغه تعامل وکړي ډېر زر به هوار شي.

احمد ګل مظلوم


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more