د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

امریکا-ته-د-دائمي-اډو-د-ورکولو-په-ضد-د-علماوو،-مخورو-او-مشرانو-جرګه-په-انځورونو-کي

pattang
10.11.2013

وروڼو دکرزي د فاسد رژيم او غله چار پيريار هيلې د صليبي او
يهودي لښکرو د پاتېکيدو او اډو په اميد د افغانستان د اسلامي علماؤ
استازيو شنډې کړې او دا سې تړون یې وغانده !

په بازخا نه دې تل باز وي !
حآجي فري چې دافغانستان د روحاني ملا مياګل اخوند لمسي دی او
له کوهستان څخه را ځي دغه تړون په خاص ډول کلک وغانده او
انتي اسلامي او انتي ملي وباله !
حاجي فريد کرزی مخامخ سپک کړی او په باسد رژيم او صليبي
اشغالګرو تل کلکې نيوکې کوي !

[img:8408b51569]http://nunn.asia/images/in_pictures/kabul_ghonda.jpg[/img:8408b51569]

هیواد په پلازمینه کابل په ممتاز هوټل کې په سوونو دیني علماء،
قومي مشرانو، او د افغانستان په اړه د نظر لرونکو سیاسي بصیرت
لرونکو علماوو او پوهانو ګډون وکړ، دغه غونډه چي د کابل په وخت
د سهار پر 9 بجې شروع شوه، د ماپښین تر یوې بجې پوري دوام
وکړ، او ګڼ شمېر مخورو او پوهانو په کښي ویناوي وکړې، او د
غونډي په پای کې په ګډه یو مشترکه اعلامیه خپره کړه، چي په هغه
کي امریکایانو ته په افغانستان کي د اډو ورکولو مشروع په کلکه
وغنده، او دایې د هیواد د ازادي او خپلواکي سره په ټکر کي وباله.
نن ټکی آسیا خپل تر وسه کوشش وکړ چي خپل هیواد وال ددغي
غونډي په جریاناتو لحظه په لحظه خپل د فیس بوک له لاري خبر
کړي، او وخت په وخت یې انځورونه نشر کړي، ددې غونډي یو څو
انځورونه په لاندي ډول دي:

[img:8408b51569]https://fbcdn-sphotos-c-a.akamaihd.net/hphotos-ak-prn2/1410865_546245628788586_1871429224_o.jpg[/img:8408b51569]

وه چي په ولایتونو کي مشهور او د ښه نوم لرونکي دي، مولوي
عبدالسلام عابد د کابل حاجي عبدالرحمن جامع مسجد خطیب، ډاکټر
قیوم کوچی، انجنیر احمدشاه احمدزی، استاد محمد زمان مزمل،
استاد صفت الله قانت، مولوي حبیب الله ابو خلیل، استاد نویدي،
استاد فخري، حاجي فرید احمد، لیکوال عبدالمالک همت، وحید مژده،
او ګڼ شمیر نورو منورینو ګډون کړی وو.

[img:8408b51569]https://fbcdn-sphotos-d-a.akamaihd.net/hphotos-ak-frc1/515_546262865453529_1462784548_n.jpg[/img:8408b51569]
د علماوو او پوهانو جرګي ته چی د افغانستان او امریکا تړون په
مخالفت کي لویه جرګه وه لومړی استاد محمد زمان مزمل وروسته
وحید احمد مژده، دریم ډاکټر قیوم کوچي، او بیا حاجي احمد فرید
خبري وکړې.

مزمل صاحب وویل: حکومت د خلکو ممثل نه دی، دخلکو د خرڅولو
حق نه لری. حکومت دي د خپلو خلکو سره جنګ بس کړی. حکومت
دي موږ ته اروپایی فیوډالان نه جوړوي.

ښاغلي مزمل صاحب امریکا ته په خطاب کي وویل: شوروي ماتی
وخوړه امریکا باید عبرت اخستی وای. که امریکا رښتیا جګړه کوی
او زور ازمایی کوي سوریه ته دی ولاړ شی چی روس یی څنګ ته
ولاړ دی ، امریکا ستا سره طالب یواځي نه جنګیږی افغان ولس
درسره جنګ کوي، که زموږ د ګاونډیانو جفا نه وای بیا امریکایانو
تاسی دولس کاله نه شوي پاتی کیدلای.
او زیاته یې کړه:

حکومت له افغان ولس سره په جنګ کي ښکیل دی.
ښاغلي وحید مژده د علماوو دې جرګې کي د افغانستان او امریکا
تړون هغه کاپي څخه خبري وکړلې چی پټ ساتل شوی وې او ډیري
پټي خبري یی رابرسیره کړي.

[img:8408b51569]https://fbcdn-sphotos-f-a.akamaihd.net/hphotos-ak-frc1/1001288_546263435453472_442889571_n.jpg[/img:8408b51569]

په زرګونو ګډونوالو د لاسونو په پورته کولو امریکا ته د قضایی
صلاحیت او قضایی مصؤنیت رد وکي. حاجی فرید وویل دري زره
کسان د مختلفو ولایتونو څخه راغلي وه.

حاجي فرید په خپله وینا کي همداراز وویل: که کرزی دري زره
کسان راغواړي هغه هم د ولس اصلی استازی به نه وی. موږ دری
زره کسان دادی ناست یو د امریکا سره د امنیتي او دفاعي تړون
مخالفت کوو. که کرزی لس زره کسان راټولوی، یا یو لک موږ عام
ولس پرته له ستونزو یو لک کابل ته حاضرولای شو.
اوسنی حکومت دی پوه شي چی که تړون کوي نو په هیواد کي ځای
نه لري.

او زیاته یې کړه: حضرت صاحب ویلي که تړون کرزی امضاء کوي
یانه؟ زه یی امضاء کوم. حضرت ته وایم چي خپله وایی چی مهاجر
راغلی یم. اوس ته زموږ خاوره او خلک خرڅوي.

[img:8408b51569]https://fbcdn-sphotos-g-a.akamaihd.net/hphotos-ak-ash3/1458661_546267288786420_1255270804_n.jpg[/img:8408b51569]

د تړون سره د مخالفت جرګي ته له کابل مختلفو سیمو او ښار،
لوګر، میدان وردګ، پکتیا، پکتیکا، خوست، ننګرهار، کونړ، لغمان،
کاپیسا، تخار، بدخشان، کندز، پروان، بلخ، پنجشیر، بغلان، هلمند،
کندهار، زابل، هرات او بیلا بیلو ولایتونو څخه علماء او پوهان
راغلي وه او په قران او احادیثو یې د امریکا سره دغسي یو تړون
رد کړ، او خلګو ته یې بیان کړ.

[img:8408b51569]https://fbcdn-sphotos-a-a.akamaihd.net/hphotos-ak-frc3/1452123_546269542119528_588959372_n.jpg[/img:8408b51569]

د تړون سره د مخالفت جرګي ته له کابل مختلفو سیمو او ښار،
لوګر، میدان وردګ، پکتیا، پکتیکا، خوست، ننګرهار، کونړ، لغمان،
کاپیسا، تخار، بدخشان، کندز، پروان، بلخ، پنجشیر، بغلان، هلمند،
کندهار، زابل، هرات او بیلا بیلو ولایتونو څخه علماء او پوهان
راغلي وه او په قران او احادیثو یې د امریکا سره دغسي یو تړون
رد کړ، او خلګو ته یې بیان کړ.

[img:8408b51569]https://fbcdn-sphotos-c-a.akamaihd.net/hphotos-ak-prn2/1470209_546270618786087_1471275637_n.jpg[/img:8408b51569]

داهل تشیع استازي محترم هادي هادي چی دریدلای نه شواي، او
صحي تکلیف ېي درلود، هم په غونډه کي حاضر وو، او په جرګه کي
ګډونوالو ته په ناستي خبري وکړې.

استاد محمد هادي هادي وويل که چېرې موږ د الله تعالی اوامر نه
پلي کوو نو بويه چې موږ د غېرالله په لاره روان يوو.

هغه زياته کړه: ((هر هغه تړون چې د افغان ملت لپاره په کې درد،
کړاو او بې حرمتي نغښتې وي، په هر لحاظ محکوم او د منلو وړ نه
دی، ځکه دا رنګ افغان ملت د استقلال له داېرې باسي.))

[img:8408b51569]https://fbcdn-sphotos-e-a.akamaihd.net/hphotos-ak-prn2/1457496_546272585452557_526537011_n.jpg[/img:8408b51569]

مفتي محمد نعمان فضلي د شمال ولايتونو د علماوو په مشرئ خپلې
خبرې وکړې، هغه وويل: ((الله تعالی په خپل ستر کتاب قران پاک
کې د جرګو او مشورو فضليت او شکل تشريح کړی دی، په کوم
دليل به هغه خلکو سره د چې هره کړنه يې د مسلمان ملت په ضرر
وي د تړون لاسليک کولو اجازه ولري؟ هغه امريکايان چې د
خپلسرو عملياتو پرمهال يې ګڼې افغاني مېندې او خوېندې بې پته
کړي، په کومه ژمنه ورسره د ملګرتيا تړون امضا کېږي؟!!!))

[img:8408b51569]https://fbcdn-sphotos-d-a.akamaihd.net/hphotos-ak-prn1/993448_546285278784621_394250123_n.jpg[/img:8408b51569]

مولوي محمد عمر فضلي صاحب: داچي جاپان خپلي نجوني د
امریکایی پو ځیانو نه شي خوندي کولای، په بکرام کي به دا اوسنی
کمزوری دولت څه ډول وتوانیږي چي د امریکایی پوځیانو فحشاء
کنټرول کړي.

[img:8408b51569]https://fbcdn-sphotos-f-a.akamaihd.net/hphotos-ak-prn2/1455944_546287602117722_2143278206_n.jpg[/img:8408b51569]

جرګي ته پخواني وزیر عباس کریمي هم وینا وکړه، کریمي د ازبک
ټبر پوري تړاو لري، د مجاهدینو د اسلامي حزب او اسلامي جمعیت
سره پاتي شوی. په قراني ایتونو د کفارو، یهودو او نصاراوو سره
دتړون اړوند وینا وکړه. او له امریکا سره یې تړون ناجایز وګڼۍ.

[img:8408b51569]https://fbcdn-sphotos-e-a.akamaihd.net/hphotos-ak-ash3/993457_546293248783824_291370451_n.jpg[/img:8408b51569]
په غونډه کي شریک د نن ټکی آسیا همکار وویل: تر شل زیات
ټلویزونو او مختلفو رادیو او ورځپاڼو کسان د علماوو او پوهانو
جرګي ته چي د امریکا سره تړون اړون بحث او ویناوي کیږي
راغلي وو، ماښام به وګورو چي د افغان ولس ږغ دوی خلکو او
نړۍ ته رسوي که نه؟ که یی رسوي نو هغه به په کوم ډول وي،
سبا ته به مالوم شي.

[img:8408b51569]https://fbcdn-sphotos-c-a.akamaihd.net/hphotos-ak-ash3/576636_546296345450181_1196054841_n.jpg[/img:8408b51569]

دجرګي وروستنۍ شیبو کي د جرګي رئیس ښاغلي انجنیر احمد شاه
احمدزی وینا وکړه، د هغه د وینا وروسته پریکړه لیک ولوستل شو.
انجنیر احمدشاه احمدزی وویل: هغه شي کي چی الله او رسول
فیصله وکړه بیا هیچاته اجازه نشته چي په هغي پریکړه کي خبره
وکړي.
تعهد کوو که بیا دا ډول جرګو او غونډو ته اړتیا شوه بیا به
راټولیږو، ګډونوالو ژمنه وکړه.
دوه کاله مخکي هم علماوو په دی اړه فتوی ورکړي وه.
د افغانستان ستونزه حل کول د افغان ولس ده او افغان ولس به یی په
اړه پریکړه کوي نه اوسني لاسپوڅی دولت.
جنګ ختمولو له پاره بی طرفه خلکو ته اړتیا ده ولي دولت یی نه مني
او وایی چي وسلوال مقاوت دي راشي له موږ سره دي دولت کي
برخه واخلی.
سوله اړینه ده فرض ده، انتخابات نه فرض دي نه اړين، بیا هم که
خلک وغواړي کیدای شي هغه وخت چي سوله راشي
انجنیر احمدزی: حکومت قانونا صلاحیت نه لری چي له امریکا سره
تړون لاسلیک کړي.
چارواکي او حضرت صاحب دي زموږ خاوره او ولس نه خرڅوي
حضرت خوارکی وایی که امریکا ولاړه شي بیا به زموږ اردو او
پولیسو ته معاش څوک ورکوي؟؟؟ حضرت دی داسي نه کوي قران
دي بیا له سره ولولي.

[img:8408b51569]https://fbcdn-sphotos-e-a.akamaihd.net/hphotos-ak-ash3/993457_546293248783824_291370451_n.jpg[/img:8408b51569]

مولوي عبدالسلام عابد صاحب د جرګي قطعنامه وړاندي کړل. مونږ
به کوشش وکړو چي هغه هم ډیر ژر پر لیکه کړو.

[img:8408b51569]https://fbcdn-sphotos-c-a.akamaihd.net/hphotos-ak-ash3/576636_546296345450181_1196054841_n.jpg[/img:8408b51569]

په پای کي د جرګې ټولو علماوو، مخورو، او مشرانو د افغانستان د
ښه راتلونکي په هیله دعا وکړه، او غونډه پای ته ورسیده.

------------

ځیني نوري ویناوي:

جهادي مشر عبدالرحیم عباس د هېواد روانو حالاتو ته په کتو وويل
چې دا قضيه د ايمان مسئله ده او که چېرې امضا شوه نو امضا
کوونکي يې له اسلام څخه ځکه ووځي چې دې کې د اسلامي او
افغاني ارزښتونو د ساتنې کوم تضمين نشته: ((هر هغه څوک چې د
قران په مقابل کې خپله پرېکړه کوي د هغوی په دې په کوم لحاظ
خپل ځانونه په مسلمه امت کې شمېري؟))

دنړۍ کفار کوشش کوی چي خلک له دین څخه وګرڅوي، دوی به خپل
مالونه مصرف کوي او دوی ( کفار) به خامخا مغلوب وي. مولوي
ابو خلیل د جنوبي علماوو په نماينده ګۍ مولانا حبيب الله ابو خليل
خپلو خبرو کې له قران پاک څخه په استناد وويل: ((دا د کفارو نيت
دی چې مسلمان باندې لګښت وکړي ترڅو يې له سالمې لارې
واړوي، د امريکا مرستې د خپل هدف لپاره حتمي دي ترڅو د افغان
ملت د بربادۍ طرحې په غرب پلوه چارو سره پرمخ لاړې شي، خو
ياد وساتئ چې د امريکا شکست د نورو په څېر حتمي دی.))

دکتور صفت الله قانت د علماوو او پوهانو جرګي ته وینا کي وویل:
امریکا ته نن سبا د نظامي اډو امپراتوري ویل کیږي.
نظامي قوت او تر ځمکي لاندي معدنونه د امریکا هدف دی.
یو طبقاتي خطرناک نظام په هیواد کی ایجاد شوي، دغه امریکا پلوه
طبقه امریکا غواړي نور افغان ولس یی نه غواړي.
دولتي جرګي هیڅ مشروعیت نه لري، د اډو اړوند جاپان، کوریا،
جرمن نه دي پوښتنه وشي؟
که دا تړون امضاء شي بیا به غلامي وي او موږ هیچاته اجازه نه
ورکوو چي د هیواد د غلامي تړون لاسلیک کړي.

دوکتور صفت الله قانت وويل چې امريکا له دغه سند امضا کولو
څخه سيمه کې خپلې ځانګړې ګټې لري، خو جرګه يې هسې يو
تشريفات او د افغان ملت د تېروېستلو لومه ده: ((ددې جرګې عواقب
له جاپان، کوريا، جرمني، فلپين او نورو هغو هېوادونو څخه وپوښتئ
چې کومو عواقبو سره مخ دي، ځکه چې دا قضايي مصونيت د
غلامۍ کړۍ ده او د افغان ملت د تلپاتې زوال کنده ده))
په هره طریقه چي وي د بهرنیانو وتل او شړل فرض عین دی
که په هر نوم امریکا او بهرنیان پاتي کیږی تړون ورسره ناروا او
حرام دی، او مخالفت یی پر موږ فرض دی
د افغان مسلمان وروڼو ترمنځ جوړه هغه چي جرمونه یی نه دی کړي
فرض ده دهیواد ابادي فرض ده

مولوي ازره وال


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more