د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

عاقلان با د په توره نه وهي

اتل
08.11.2013

ډیرو محترمو لوستونکو، السام علیکم
دا متل خو به تاسې هم خامخا اوریدلئ وي چې [د باد سره په توره جنګ نه کیږي]، او البته چې فلسفه یې هم هر چا ته جوته ده. باد چې د هوا شدید جریان دئ، خارجي جسم نلري، په سترګو نه لیدل کیږي، او په لاس نه لمس کیږي، نو په توره هم نه وهل کیږي، او نه هم زخمي کیږي. څوک چې یوه ناشوني کار ته ملا وتړي، خلک وایي چې پلانئ لیونئ شوئ، باد په توره وهي.

دا رپوټونه بیا بیا خپاره شوي چې مثلآپرون طالبانو د غزني په ځینې ځایونو کې په خلکو بندیز لګولئ چې د حکومت ترقبضه لاندې ښاورنو ته مه خئ. فرضاً نن یې د لوګر په ازره کې خلک ګواښلي چې د ولسوالۍ بازار ته مهځئ او سبا به د ملک په نورو علاقو کې ولسونه ښارونو او ښارګوټو ته د تګ نه منع کوي.

یو ځوک چې یو کار کوي، ګټه او نقصان یې هم سنجوي او همدغه اسلامي حکم دئ چې که د یوه کار ضرر تر ګټې زیات وی کول یې ناروا دي، او که کټه یې تر ضرر زیاته وي اقدام کول یې روادئ.

طالبان چې خلک ښارونو ته د تګ نه منع کوي، نه دا چې طالبانو ته ګټه نه کوي، بلکه خلک د تهلکې سره مخامخ کوي، د طالبانو په نسبت په خلو کې پیدا شوې کرکه نوره هم را پاروي، او له بلې خوا دا کار ناشونئ دئ، ځکه چې له یوې خوا خلک مجبوردي چې د خپل ورځني ژوند دپاره یا د کار دپاره ښارونو ته لاړ شي او د ژوندي پاتې کیدو د پاره خوراکي او نور مواد دښارونو نه کلیو ته یوسې.
او بل دا کار د طالبانو دپاره نا ممکن ځکه دې، چې یو خو د ملک ټول خلک ښارونو ته د تګ نه نشي منع کولای، او له بلې خوا یې ګټه اډو شته نه، او سراسر طالب او ولس دواړو ته ضرر دئ، فلهذا د اسلامي ارشاداتو له مخې د طالبان دا عمل نارو دئ.

تر ټول عظیمه ګنا خو بیا داده چې طالبان شارونو ته په غځیدلو لارو او سرکونو کې ماینونه خش کړي، تر څو هغه ولسي خلک ووژني چې ښارونو ته د امرار حیات دپاره ځي، لکه نن یې چې د زابل د ولایت قلات ښار ته روان موټر په بمونو والوزاوه او د پنځو ښځواودوو ماشومانو په ګډن یې اته تنه ولسي مسلمانان ووژل او موټروان یې زخمی کړ.
دا لاندې رپوټ آزادۍ رادیو خپور کړدي:
======
په زابل کې چاودنې اته تنه عام وګړي ووژل

17.08.1392
نن سهار د زابل په مرکز قلات کې د عامو وګړو يو موټر پر ماين ختلی دی، چې پکې نهو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده، په پېښه کې د وژلو شويو کسانو لويه برخه ښځې دي.

چارواکي وايي، د عامو وګړو يو سراچه موټر نن سهار د زابل مرکز قلات ته څېرمه، په برو باکورزو سيمه کې پر ماين ختلی دی، چې پکې اته تنه عام کليوال وژل شوي او موټر چلوونکی ژوبل دی.

په وژلو شويو کسانو کې پنځه تنې ښځې او دوه ماشومان شامل دي.

د زابل مرستيال والي محمد جان رسوليار وايي، ماين طالب وسله والو پر لاره خښ کړی وو، چې ښار ته روان کليوال ورباندې ختلي دي.

دی وايي، په پېښه کې ټپي شوی موټر چلوونکی روغتون ته لېږدول شوی چې روغتيايي حالت يې د ډاډ وړ ښودل شوی دی.

"قلات ته نږدې په برو باکوزرو سيمه کې نن سهار په اته بجې د عامو وګړو يو سراچه موټر د واټ د غاړې پر ماين ختلی دی، چې پکې اته تنه شهيدان شوي او يو موټر چلوونکی ژوبل دی. په شهيدانو کې پنځه ښځې، دوه ماشومان او يو د کلي امام شامل دي."

چارواکي چاودنه د طالب وسله والو کار بولي، خو لا هم دغې ډلې په دې اړه څه نه دي ويلي.

څو ورځې وړاندې په غزني کې هم د عامو وګړو پر يوه ټونس موټر هم ماين ور چول شوی وو چې پکې نولس تنه ښځې او ماشومان وژل شوي وو.

سيدشاه سقيم


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more