د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

په شرعي ډول يوانسان څه وخت مړ ګڼل کيږي ؟

عبدالله صابر
06.11.2013

السلام عليکم
درنولوستونکو
يوي مهمې موضوع ته ستاسوپام را اړوم

زماپوښتنه ده چي په شرعي اوطبي ډول څه وخت يوانسان مړګڼل کيږي ،
يعني هغه کومې نښې دي چي مونږيوڅوک مړګڼلئ شو ؟
په شرعي ډول خويی ماته دا دوه نښې ياد دي چي پوزه يی کږه اوپوستکئ يی
کش شي نوپوهه شي چي ساه يی اومړدی ،په هکله ستاسومعلومات به ښايی
ديوچاژوند ژغوريدوسبب شي ، داځکه چي کله کله يوانسان بيهوشه وي خو
مړنه وي دنه حرکت اوخلکوناپوهی له امله ژوندی ښخ کړل شي چي بيا
وروسته په قبرکښ لاسونه پښې تړپوي اودمرګ اصلي سبب يی همداقبرشي
مايودوه قيصې اوريدلي چي دلته يی له تاسوسره شريکوم
زمايوملګري له خولې چي په کلي کښ يی يوسړئ برق نيولئ وو بيايی دنه
حرکت له امله يی مړحساب اوښخ کړوروسته کوم لاروي دهمدي قبرلاندي
خوا څخه دډبولواوازواوريدو لکه څوک چي قبريامړيستون دننه طرف څخه
ډبوي اومرسته غواړي ،نوموړي خلکواودکوروالاخلکوته خبرورکړخوخلکو
داوهميات بللي ،يوبل چاله خولې چي هغوی هم يوتن ښخ
کړئ ووخودهوښيارتياله مخي په مرګ يقين نه ووبياقبرته داکسيجن لپاره او
يوپيپ اونورسيستم جوړکړئ ترڅوکه په هوش کښ راشي اوغږوکړي نو
راوبه يی باسي ويل کيږي چي بيا همداسي وشول سړئ په هوش کښ راځي
اوازکوي اوسړئ ژوندی ښايی ترننه ژوندی وي ٠
ماته فکرپيدا شوچي له بده مرغه زمونږخلکوڅومره ژوندي انسانان ښخ اولا
ښخوي راځئ چي په دهکله يوکمپاين پرمخ بوزو

په دي هکله لاندي دښاغلي مساپراوپتنګ صيب ليکنې هم دډيراهميت وړدي ٠


جنوبي افریقا: دجنوبی افریقي په یوه کلیواله سیمه استرن کایب کی دیوي کورنی غړو هغه وخت دکورنیو دیوه غړی په اړه نژدي دمړیو دساتلو مرکزته خبرورکړ کله چی یی کوښښ وکړترڅو هغه سهار وختي له خوبه راوپاڅوي، خو ویده کس هیڅ حرکت نه کاوه له ډیرو کوښښونو اوهڅو څخه وروسته دکورني غړي دي ته اړشول ترځو دمړودساتلو مرکز ته خبرورکړی اومړي دمړو په سړنتون کي وساتی.

په سیمه دمړو دساتلو داداري مسؤلین وایی کله چي مونږ له امبولانس سره یوځاي دمړه شوی سړي کورته ورغلو مړي موراواخیستي، نوموړي زیاته کړه کله چي مو مړشوی شخص امبولانس ته راپورته کړ، ورپکی هیڅ دژوند علایم نه ښکاریدو، رامووړ اوپه دمړو په سړنتون کي ومووساتي ترڅو قریبان یی دددفنولو ترتیبات ونیسي، حتي چي تر۲۴ ساعتونو پوري همدغه ځای کي پاته وو.

دمړو دساتونکو ډلی یوه کس وویل دوهمه شپه زه اوزما یوه بل ملګري دشپي لخوا نوکریوالي درلوده دنیمي شپي وخت وو، چي دمړو دساتلو له سړنتون څخه اوازونه راوواتو، ماوباسي، ماوباسي یخ ده خومړ شوم، نوموړي زیاته کړه په اول کي مونږ وویریدو، اوداسي فکرمو کاوه چي شاید دمړي ارواح ناري وهي، خوچي کله ناري زیاته شوی، نومودبیړنیو مرستو داداري کسانو اوهمدارنګه دمړه شوی کس خپلوانو ته خبرورکړ.

نوموړي زیاته کړه کله چي دمړي خپلوان اودبیړنیو مرستو کارکونکي راورسیدو، مړي یی راوایستی، که ګوړي مړي ژوندي دي اوله یخني څخه دژامني کرپهار له لري اوریدل کیږي.

ژرمو وروغتون ته ورساوه په روغتون کي تربیړني درملني لاندي ونیول شو، له لازمو او اړینو معایناتو څخه وروسته مالومه شوه چي په بدن کی یی داوبو دکمي له کبله حرکت له لاسه ورکړي وو.

مسافره !
داسې کارونه عادي دي او ډېر پېښېږي ، دلته په المان کې مړۍ درې ورځې له ټولو
معايناتو وروسته خښوي ، ځکه چې په تېرو کې ځينې خلک ژوندي خښ شوي وو٠
زمونږ په هېواد کې خو يې په داسې حالت کې ژندي په ګور منډي .
زړه ځينې وخت داسې دريږي چې هيڅ حرکت نکوي او له هغه اکسيجن څخه چې په
وينه کې ده ، ټولې نورې برخې ، ماغزه .... استفاده کوي ٠ دې ته (0) حالت وايې
چې په طبيعت کې په مختلفو ترکيبي او غېرې ترکيبي مادو کې ډېر کم ليدل کېږي
ماهم داسې سړی ليدلی دی چې مړ وو خو ژوندی وو او اوس نېشه ګرزي.....
_________________
دپښتنولي په مينه پتنګ

http://www.tolafghan.com/forum/viewtopic.php?t=7658


اکرم
08.11.2013

زما په نظر بهتره ده په دې اړه باصلاحیت ډاکتر نظر ورکړي ، زه په خپله لیکنه ګرچې عامه لیکنه وه پښیمانه شوم او ړنګه مې کړه.

بښنه غواړم

اکرم


عبدالله صابر
22.11.2013

السلام عليکم

ښاغلئ اکرم صاحب
ماستاسوپه ليکنه يوڅه تسلي وشو، زه فکرنه کوم چي ړنګول به يی ضروري
وو٠
يوه موضوع هغه وخت يوچاته مهمه وي کله چي عملا هغه کارورته پيښ شي
بايد ووايم چي ماځکه دا موضوع بياتازه کړه چي په دي هکله مي معلوماتو
اړتيا پيدا شوه ، هغه په دي ډول چي تقريبا شپږ مياشتې وړاندي مي يو نزدي
28 کلن خوږ ورور دبرق يابجلئ ونيواوپه حق ورسيد ،ډاکټرانو يی هم مړينه
تائيد کړه اوخاوروکښ موهم څه وخت لپاره کيښود نوغالبا چي دالله جل جلاله
رضاوه احتياط لپاره 21 ساعت بعد ښخ کړ، له هغه څه موده وروسته مود
خلکوله خولې عجيبي عجيبې خبرې اوريدي لکه پورته ليکنه کښ چي ډيروخت
يوڅوک بي هوشه وي اوخلک يی مړوګڼي خوهغه مړنه وي داسي ډول ډول
خبرې چي زمونږتشويش يی نورهم څوچنده په تيره بيا دمساپراوپتنګ صيب
ليکنې هم دخلکوځينوخبرو ته تائيد ورکوه ،کله کله به سوچ راته ودريد چي
څومياشتې بعد يی قبر راوسپړم ترڅوکه هلته دحرکت کومه نښه يی معلومه
شي خواما دا کارډيرسخت اوله برداشت نه بهروو ،نودهمدي له امله ماوي
چي تيرپه هيرياماتي مي درپاتي خوچي نوري نه کړي ماتي په همدي هيله
مي داموضوع دلته وليکله ترڅوپه داډول پيښوکښ له دقت نه کار واخستل شي
خوله بده مرغه چي ديني عالمانواونوليکونکو په دي هکله هيڅ معلومات او
تجربې شريکي نه کړي ، له ښاغلي پتنګ صاحب څخه هيله ده چي په دي
هکله زيات معلومات ورکړي ځکه نوموړي ته په ساينسي ډول هم معلومات 
شته ٠


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more