د ساتنپال - ولسواکانو بحثونه
د مالیې له وزارته په لسګونو ملیون افغانۍ غلا شوي
pattang
05.11.2013
ستاسو د تبصرو په هيله !
http://www.taand.com
د مالیې له وزارته په لسګونو ملیون افغانۍ غلا شوي
[img:988cfdbf48]http://www.taand.com/wp-content/uploads/2013/11/171.jpg[/img:988cfdbf48]
تاند- د لویې څارنوالۍ ویندوی نن /سې شنبه/ وویل چې د مالیې له وزارت څخه د درې سوه اته ویشت نیم ملیون افغانیو د غلا دسیسه ناکامه کړای شوې خو ۶۱ ملیون افغانۍ بې درکه شوي دي.
د لویې څارونوالۍ ویندوی بصیرعزیز د سې شنبې په ورځ تایید کړه چې په دې تړاو دوه شکمن کسان نیول شوي چې دواړه د مالیې وزارت مامورین دي.
راپورونه وايي چې د مالیې له وزارت څخه په بلخ کې یوه بانکي حساب ته ۳۲۸ اعشاریه ۵ ملیون افغانۍ په الیکترونیکي ډول لېږدول شوې وې. دا پیسې بېرته د مالیې وزارت ته استول شوي خو ۶۱ ملیون افغانۍ لا هم په دې منځ کې ورکې دي. دا پیسې په ۳۸ بانکي چکونو د بلخ له بانکونو څخه ایستل شوي دي.
ویل شوي چې په دې غلا کې د مالیې وزارت د بلخ ولایت مسوول چارواکی لاس لري خو دا کس د بلخ د والي عطا محمد نور په مداخله خوشي شوی او ازاد ګرځي.
د لویې څرانوالۍ سرچینې وايي چې په دې اړه څېړنې روانې دي.
ویل کېږي چې د افغانستان عدلي او قضايي اورګانونه د اختلاس د معاملو په وړاندې ډېر سست عمل کوي، تراوسه پوري یې د کابل بانک د لویې غلا اکثره عاملان په سزا نه دي رسولي او د دغه بانک پیسې یې ورڅخه نه دي ترلاسه کړي.
د کابل بانک تجربې او له غله څخه د بلخ د زورو والي ملاتړ ته په پام سره داسي ښکاري چې د دولت له خزانې ۶۱ ملیون افغانۍ د تل لپاره ووتلې.
د مالیې وزارت وايي چې د دوی د دیجټل سیستم له برکته غلا ژر څرګنده شوه.
د ولسي جرګې اقتصادي کمېټې له ولسمشر کرزي څخه غوښتي چې د دې غلا مسوول ته سزا ورکړي.
د ولسي جرګې د اقتصادي جرګې غړي احمد شاه رمضان وویل چې ولسمشر په تېرو ۱۲ کلونو کې غله هڅولي او یا یې د غلا جرات ورکړی دی خو دوی هیله لري چې د واک په دې وروستیو میاشتو کې غله ونیسي او سخته سزا ورکړي چې نورو ته درس شي.