د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

د پاکستاني طالبانو وژل شوي مشران

صبور
05.11.2013

تاند- له ۲۰۰۴ میلادي کال څخه، چې پر قبایلي سیمو د بې پېلوټه الوتکو حملې پیل شوي د پاکستاني طالبانو ګڼ قومندانان او مشران وژل شوي چې ځیني یې دا دي:
نېک محمد د وژل کېدو نېټه د ۲۰۰۴ کال د جون ۱۸ مه
بیت اله محسود د وژل کېدو نېټه د ۲۰۰۸ کال د اګست ۵ مه
قاري حسین د وژل کېدو نېټه د ۲۰۱۰ د اکتوبر ۷مه
حضرت عمر د وژل کېدو نېټه د ۲۰۱۱ د اکتوبر میاشت
مولوي نذیر د وژل کېدو نېټه د ۲۰۱۳ د جنورۍ ۲ مه
ولي الرحمن د وژل کېدو نېټه د ۲۰۱۳ کال د مې ۲۹ مه
حکیم اله محسود د وژل کېدو نېټه د ۲۰۱۳ د نوامبر لومړۍ

نېک محمد:
مولوي نېک محمد د پاکستاني طالبانو لومړنی مشر و چې د بې پېلوټه الوتکو قرباني شو. پاکستان تر ډېرو د ده وژل کېدا تایید نه کړه خو په ۲۰۰۶ کې یې وویل چې د بې پېلوټه الوتکې په برید کې وژل شوی دی.

بیت اله محسود:
بیت اله محسود، چې د طالبانو د تحریک مشر و، په جنوبي وزیرستان کې د بې پېلوټه الوتکې له لوري په نښه شو. بیت اله محسود ته امریکايي پوځیان زیات په غوسه ول ځکه چې نوموړي په خوست کې د سي آی اې پر مامورینو په حمله کې له یوه اردني دوه اړخیز جاسوس سره مرسته کړې وه.

قاري حسین:
د شمالي وزیرستان په دته خېل کې د طالبانو مهم قومندان و او په همدې سیمه کې د بې پېلوټه الوتکې په برید کې ووژل شو. قاري حسین د ځانمرګو د روزنې ماهر و. همداراز یې د انتخاري حملو د واسکټونو په جوړولو کې خاص مهارت درلود.

حضرت عمر:
حضرت عمر، چې په ۲۰۱۱ کې د بې پېلوټه الوتکې په برید کې ساه ورکړه، د طالبانو د مشر مرستیال او د مولوي نذیر ورور و. دی په جنوبي وزیرستان کې له زیاتو ملګرو سره وویشتل شو.

مولوي نذیر:
په قبایلي سیمه کې د بهرنیو سخت دریځو، او القاعده پلوو کسانو کلک مخالف و. د پاکستان د حکومت او پوځ له ملاتړه برخمن و ځکه چې د پاکستان د هغې پالیسۍ د اجرا کېدو لپاره یې کار کاوه چې القاعده دې له منځه یووړل شي خو په افغانستان کې دې د جګړې ملاتړ وشي. ده په وزیرستان کې له ازبکو او چیچنیايي جنګیالیو سره سختې جګړې وکړې.

ولي الرحمن:
ولي الرحمن د حکیم اله محسود مرستیال و، د مولوي نذیر له وژل کېدو څو میاشتې وروسته یعني د ۲۰۱۳ کال د مې په نهه ویشتمه د ډرون په برید کې ووژل شو.
ولي الرحمن پر دې سربېره چې د طالبانو د وروستي مشر مرستیال و، په جنوبي وزیرستان کې د طالبانو مهم او اغېزناک مشر ګڼل کېده.
حکیم اله محسود:
حکیم اله محسود د پاکستاني طالبانو مشر و، چې په میرامشاه په منطقه کې د ډرون په برید کې و وژل شو.

هموطنان محترم، ازین راپور چنین پیداست که حملات هوایي طیاره های بی پیلوت فقط و فقط برای از بین بردن گروه های جنایتکار مانند طالبان پاکستاني، عربهای القاعده، ازبکها و چیچین های تروریست فعالیت دارند.

اگر این گروه ها از بین نروند، صلح و امنیت در کشور ویران ما هرگز نخواهد آمد، زیرا همین گروه ها باعث جنگ و کشتار در منطقه و افغانستان میگردند.


pattang
05.11.2013

الله پاک دې دوی وبخشي د اسلام او دوطن او مسلمانانو په زړو کې
به تل ځای لري !
خدای پاک دې ژر ددوی ځای ډک کړي او واړه دخدای پاک رالوی کړي
تر څو چې اسلامي امت د صليب له ليبرال فاحش مکروب څخه وساتي

امين


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more