د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

خر او باور

م . ق
03.11.2013

ایا اوس به هم کوم احمق او خر پدې باور وي چې امریکا د طالبانو ختمول غواړي خو ختمولاي یې نشي؟ ایا کوم لیونی به هم دا باور وکړي چې امریکا په ډرون یو کس ویشتلاي شي خو په پیښور کوټه او وزیرستان کې لویې اډې او مدرسې نه شي په نښه کولی؟ بلکه په افغانستان کې ترینه ترهه ګر خطاء کیږي او سهوا په ودونو بمباري کوي، ایا دا د خندا خبره نه ده؟
ایا دا به د یو خر باور نه وي چې څوک واي طالبان اربکیان او اردو وژلی شي خو د امریکایانو په لویو او معلومو اډو او کاروانونو حمله نه شي کولی؟
دا به کوم لوده وي چې وايي پاکستان هغه طالب مشران نیولی او وژلی شي چې سولې ته غاړه ږدي خو امریکا هغه طالبان نشي وژلی چې په افغانستان کې جنګیږي؟ دې احمقانو او لودګانو ته وایم، چې امریکا ولې وايي چې پاکستان زمونږ ستراتیژک ملګری دی او د ډیورنډ کرښه باید افغانان ومني؟ د امریکا ستراتیژي په افغانستان کې د جنګ جاري ساتلو څخه پرته بل هیڅ نه ده.
ددې احمقانو په ذهن کې دا سوال ولې نه پیدا کیږي چې امریکا هرکال پاکستان ته د ملیاردونو ډالرو مرستې او فوځي مهمات په کومه موخه ورکوي؟ پداسې حال کې چې ښه پوهیږي پاکستان د افغاني طالبانو پالونکی او روزنکی دی؟
امریکا ولې وايي چې د دوي جنګ نور له طالبانو سره نه دی او امریکا د طالبانو د ختمولو لپاره نه وه راغلې، او د افغانستان جنګ د افغانانو داخلي جنګ دی؟؟؟
هو د هغه خر په ذهن کې دا سوالونه نه راپیدا کیږي چې د خپل بادار مفته چاره او بوس خوري، اخور یې ډک وي او لکۍ د ځان څخه تاوئ راتاوئ.
دې خرو د خپل اخور څخه هیڅکله سر راپورته نه کړو او د بادار څخه یې ونه پوښتل چې باداره، دا دومره پریمانه چاره او بوس له کومه کیږي؟ او د کوم بوج او بار وړلو په مقابل کې مې دومره نازوې؟ شاید په ما دې ډیر لوي اهداف پوره کیږي ځکه درته دومره اهمیت لرم خو باداره هسې نه چې هدف دې پوره شي او ما چیرته په بټۍ والا وپلورې؟


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more