د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

ځمکه لومړۍ پیدا شوې که اسمانونه

حمید هڅــاند
03.11.2013

[color=darkblue:7313bb69e5]
پر دې سرلیک موږ درې کاله وړاندې دلته ټول افغان کې اوږد بحث کړی دی. زه یې دلته د قراني لارښوونو په رڼا کې په لنډه توګه یو ځل بیا د یوې بلې زاویې له مخې ستاسو مخې ته ږدم او له ساینس سره یې هم پرتله کوم.
[/color:7313bb69e5]

په مخیکنۍ لیکنه (په قران کې د اسمانونو او ځمکې شپږ ورځنی خلقت او د ساینس دریځ ) کې ما ژمنه کړې وه چې د ځمکې او اسمانونو خلقت په اړه به sequence مالوموو، چې ایا قران کې ورته ترتیب ښودل شوی دی، دا چې لومړی ځمکه پيدا شوه که اسمانونه؟ دلته به یوځل بیا په قران کې د ځمکې او اسمانونو د پیدایښت په اړه په الهي لارښوونو تم شو او وبه کورو چې د قران له مخې، ایا ځمکه لومړۍ پیدا شوې که اسمانونه؟ ساینس ته به هم سر ور ښکاره کړو او وبه ګورو چې په ساینس کې د ځمکې او اسمانونو د خلقت د ترتیب په اړه واکمن نظر څه دی.

د بقرې سورت نهه ویشت ایت شریف:

هُوَ الَّذِي خَلَقَ لَكُم مَّا فِي الْأَرْضِ جَمِيعًا ثُمَّ اسْتَوَىٰ إِلَى السَّمَاءِ فَسَوَّاهُنَّ سَبْعَ سَمَاوَاتٍ وَهُوَ بِكُلِّ شَيْءٍ عَلِيمٌ ( قران، بقر ۲ : ۲۹ )

ژباړه: (الله) هغه دی چې هر هغه څه چې په ځمکه کې دی، ستاسې لپاره یې پیدا کړل، د دې تر څنګ یې د اسمان پیدایښت (چې لا هم د دود په څېر ؤ) ته اراده وکړه او هغه یې د اووه اسمانونو په توګه سالم او غوره ودرول. او هغه په هرڅه پوه دی.

ګورو چې ظاهرا د ځمکې د خلقت یادونه لومړی وشوه او بیا د (ثم) په توري د اسمانونو خلقت ته نغوته وشوه. د ثم توري په اړه په مخکې لیکنه (په قران کې د اسمانونو او ځمکې شپږ ورځنی خلقت او د ساینس دریځ) کې خبرې شوې دي. په لنډو ټکو کې، (ثم) د (بیا) په مانا هم ده، خو تر څنګ یې نورې ماناوې (همدارنګه) او (د دې ترڅنګ/هممهال) هم دي. لکه موږ چې وایو: پټی مې اوبه وکړ (او) تخم مې وکاره. له دې جملې څخه نه مالومېږي چې ایا لومړی پټی اوبه شوی دی، او له هغه وروسته تخم پاشل شوی دی، او که پټي اوبه کېده، ور سره هممهال تخم هم شیندل شوی دی؟.

قران کې بل ځای لولو:

تَنزِيلًا مِّمَّنْ خَلَقَ الْأَرْضَ وَالسَّمَاوَاتِ الْعُلَى ﴿٤﴾

ژباړه: په ورو-ورو له داسې چا نازل شوی چې ځمکه او لوړ اسمانونه یې خلق/پیدا کړي.
(قران، طه ۲۰: ۴)

یو ځل بیا ګورو چې ځمکه لومړی یاده شوه او بیا اسمانونه یاد شول. خو بیا هم څوک نه پوهېږي چې ایا دواړه هممهال ول، که رښتیا ځمکه لومړی او اسمانونه وروسته خلق شوي دي. په بل عبارت، ایا په عبارت کې د مخکې-وروسته والي له امله موږ دا پایله اخیستلی شو چې لومړی څه شی خلق شوي دي؟

ځواب دا دی چې که په قران کې تل ځمکه لومړی یاده شوې وای، ممکن همداسي پایله اخیستلو نه به چا دفاع کړې وای، خو بیا هم ستونزه به دا وای چې د جملو نښلونکي (conjunctions) لکه په عربي کې (ثم) شو، او (وَ) شو او نورو په رښتینې مانا څوک نه شي پوهېدای. ډېری مهال دا نښلونکي یواځې د نښلېدلو کار ورکوي، تر څو د څنګ پر څنګ کولو، نږدې کولو او پرتله کولو لپاره لاره هواره کړي ځکه خو د مخکي او وروسته والي یا ترتیب مانا نه شي ورکولی. په پښتو کې موږ (او)، (ترڅنک) او نور لرو چې ډېری مهال یواځې د نښلولو (او) نږدې کولو کار ورکوي.

د دې ترڅنګ، په قران کې د ځمکې او اسمانونو د خلقت په اړه خورا زیات ځایونه لومړی اسمانونه یاد شوي دي او بیا ځمکه.

په قران کې لولو:

إِنَّ رَبَّكُمُ اللَّهُ الَّذِي خَلَقَ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضَ فِي سِتَّةِ أَيَّامٍ...

ژباړه: یقینا چې ستاسې رب هغه الله دی چې اسمانونه او ځمکه یې په شپږ پړاوه/پېره کې پیدا کړل...

(قران، الاعراف ۷: ۵۴)

بل ځای لولو:

إِنَّ رَبَّكُمُ اللَّهُ الَّذِي خَلَقَ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضَ فِي سِتَّةِ أَيَّامٍ ثُمَّ اسْتَوَىٰ عَلَى الْعَرْشِ ۖ يُدَبِّرُ الْأَمْرَ ۖ مَا مِن شَفِيعٍ إِلَّا مِن بَعْدِ إِذْنِهِ ۚ ذَ‌ٰلِكُمُ اللَّهُ رَبُّكُمْ فَاعْبُدُوهُ ۚ أَفَلَا تَذَكَّرُونَ ﴿٣﴾

ژباړه: یقناً چې رب مو هغه الله دی چې اسمانونه او ځمکه یې په شپږ پړاوه/پېره کې پید کړل...
(قران، یونس ۱۰: ۳)

او د پورته ایتونو په څېر، قران په لاندې ځایونو کې، چې د ځمکې او اسمانو د خلقت په اړه خبرې کېږي، لومړی اسمانونه او بیا ځمکه یاد کړي دي:

یوولسم سورت، اووم ایت.
پنځه ویشت سورت، نهه پنځوسم ایت.
دوه دیرشم سورت، څلورم ایت.
نهه اویایم سورت، اوویشتم تر دره دیرشم ایت.
یو نویم سورت، پنځم تر لسم ایت.
نو که له یوې خوا قران کې په ځینو ایتونو کې د خلقت په خبرو کې ځمکه لومړی یاده شوې ده، په نورو ایتونو کې بیا اسمانونه لومړی یاد شوي دي. له دې څخه څرکندېږي چې د (ثم) او (و) کارول شوي نښلونکي مازې د نښلولو کار ورکړي، د مخکې-وروسته والي یا ترتیب لپاره نه دي کارول شوي.

اوس به مو په قران کې د النازعات سورت په زړه پورې تشریح ته پام را واړوم. سره له دې چې په دې سورت کې یو ځل بیا لومړی اسمانونه یاد شوي او بیا ځمکه خو د نښلونکي (ثم) او (و) پر ځای (بعد ذالک) کارول شوی دی. د بعد ذالک مانا (تر هغې وروسته) کېږي. په بل عبارت صریحاً یادونه کېږي چې تر اسمانونه وروسته، کوم کار الله پاک کړی دی. راځئ کیسه ولولو:

أَأَنتُمْ أَشَدُّ خَلْقًا أَمِ السَّمَاءُ ۚ بَنَاهَا ﴿٢٧﴾ رَفَعَ سَمْكَهَا فَسَوَّاهَا ﴿٢٨﴾ وَأَغْطَشَ لَيْلَهَا وَأَخْرَجَ ضُحَاهَا ﴿٢٩﴾ وَالْأَرْضَ بَعْدَ ذَ‌ٰلِكَ دَحَاهَا ﴿٣٠﴾ أَخْرَجَ مِنْهَا مَاءَهَا وَمَرْعَاهَا ﴿٣١﴾ وَالْجِبَالَ أَرْسَاهَا ﴿٣٢﴾ مَتَاعًا لَّكُمْ وَلِأَنْعَامِكُمْ ﴿٣٣﴾

ژباړه: ایا ستاسې پیدایښت به ستونزمن وي که د اسمان چې هغه یې بنا کړ؟. سقف یې ور پورته کړ او سم او منظم یې پروګرام کړ. او شپه یې تیاره او ورځ یې روښانه کړه. او له هغه نه وروسته یې ځمکه ویړه کړه. او ورڅخه یې اوبه مالچر بهر کړل. او غرونه یې کلک او ټینک کړل. ترڅو ستاسې او ستاسې نعام لپاره د ګټې وړ شي.

(قران، النازعات، ۷۹: ۲۷-۳۲)

د النازعات سورت دا برخه زما زیاته خوښه ده. دلته یوه خورا په زړه پوري ټکي ته اشاره کېږي او هغه دا چې په قران کې په نورو ځایونو کې چې کله هم د ځمکې او اسمانونو د خلقت په اړه خبرې کېږي، موږ ور څخه په ترتیب نه شو پوهېدای چې ایا ځمکه لومړی وه که اسمانونه. خو په دې سورت کې په خورا څرګند ډول ویل کېږي چې اسمانونه پورته شول، د ورځې او شپې اوړېدل خلق شول او تر دې وروسته (بعد ذالک) ځمکه وېړه شوه او پکې نورې اسانتیاوې لکه اوبه، مالچر، غرونه او پیدا شول.

په دې ځای کې څو مهم او مالوماتي ټکي موږ ترلاسه کولی شو:

د ځمکې پرمختګ او جوړېدل تدریجی ول. په یو ځل مکمله نه ده جوړه شوې.
د شپې او ورځې اوړېدل موجود ول، خو ځمکه لا نه وه ویړه شوې. بعد ذالک یې ځمکه وېړه کړه. مطلب دا کېږي چې ځمکه موجوده وه، خو ویړه نه وه. ځکه که ځمکه موجوده نه وي، نورې سیارې هم نشته، نو د شپې او ورځې اوړېدل به له کومه شوې وای؟
موجوده ځمکه ویړه شوه او نورې اسانتیاوې پکې په جوړېدو او تکامل کې شوې لکه اوبه، واښه او نور.
په ځمکه کې تر ټولو لومړی اوبه رامینځته شوې.
د اسمانو د پیدایښت په مهال هم ځمکې شتون درلود، او بیا ویړه شوه.
له دې ټولو ښکاري چې دوئ مهمهال ول، خو تکامل ورته وروسته ورکړ شو دی.
دا هم ترې څرګندېږي چې ځمکه او اسمانونو سره تر څنک او وصل ول، اسمانونه ترې پورته/لرې شول، د ځمکې روټېشن موجود ؤ، خو ویړه بیا وروسته شوه.
پایلیزې خبرو ته راځم:

ښکاره شوه چې د ځمکې او اسمانونو خلقت کې نه شو ویلی چې ځمکه لومړی پيدا شوې که اسمانونه، بلکې دومره ویلی شو چې ټول موجود شول او بیا موجود شیان سره وصل ول او بیا لرې شول او تکامل یې پیل کړ.

له ساینس سره پرتله:

په ساینس کې واکمن نظر دا دی چې له هیڅ څخه کائینات را پیدا شول او بیا وصل کائینات سره لري شول او تکامل یې پيل کړ. قران هم دقیقاً همدا خبره کوي. د ځمکې په اړه چې د بشر څېړنې زیاتې دقیقې دي، دا ویل کېږي چې ځمکې د اوږده تکامل دورې نه وروسته خپل بشپړ حالت ته رسېدلې ده. قران هم دقیقاً همدې ټکي ته اشاره کوي. داسې چې ځمکه وه، وروسته ویړه شوه، خو اوبه لا نه وې، بیا اوبه هم پیدا شوې او دې کار نور پرمختګ ته لاره هواره کړه، مالچر او نباتات پیدا شول او غرونه محکم شو او دې ټولو په ګډه د بشر د ژوند لپاره لاره هواره کړه. هوکې، ساینس دقیقا همدا خبره کوي، ساینس وایي لومړی ځمکه ویړه شوه او بیا اوبه پکې پیدا شوي او وروسته د نباتاتو او حیواناتو ژوند ممکن شو. سبحان الله، د حق الهي کتاب دا الهي او روح تازوونکي ایتونه یو ځل بیا ولولئ او غور پکې وکړئ:

أَأَنتُمْ أَشَدُّ خَلْقًا أَمِ السَّمَاءُ ۚ بَنَاهَا ﴿٢٧﴾ رَفَعَ سَمْكَهَا فَسَوَّاهَا ﴿٢٨﴾ وَأَغْطَشَ لَيْلَهَا وَأَخْرَجَ ضُحَاهَا ﴿٢٩﴾ وَالْأَرْضَ بَعْدَ ذَ‌ٰلِكَ دَحَاهَا ﴿٣٠﴾ أَخْرَجَ مِنْهَا مَاءَهَا وَمَرْعَاهَا ﴿٣١﴾ وَالْجِبَالَ أَرْسَاهَا ﴿٣٢﴾ مَتَاعًا لَّكُمْ وَلِأَنْعَامِكُمْ ﴿٣٣﴾

ژباړه: ایا ستاسې پیدایښت به ستونزمن وي که د اسمان چې هغه یې بنا کړ؟. سقف یې ور پورته کړ او سم او منظم یې پروکرام کړ. او شپه یې تیاره او ورځ یې روښانه کړه. او له هغه نه وروسته یې ځمکه ویړه کړه. او ورڅخه یې اوبه مالچر بهر کړل. او غرونه یې کلک او ټینک کړل. ترڅو ستاسې او ستاسې نعام لپاره د کټې وړ شي.

(قران، النازعات، ۷۹: ۲۷-۳۲)

حميد هڅاند
درنښت

له محترم حلیمي صیب نه هیله لرم چې تړونی پاک نه کړي. له لیکنې لوستلو وروسته به پرې همدلته ټول افغان کې بحث کوو.
__________________________________

[color=white:7313bb69e5] تاسو دا له نظره مه غورځوئ‌ چه : د ویب پاڼو تر مینځ یو مشروع رقابتونه وجود لري ، د مشروع رقابت په بناء او اساس تړونی لرې سو. [/color:7313bb69e5]
حلیمي


Naeem sadat
03.11.2013

ګراڼو ورڼو السلام علیکم

محترم حمید حڅاند صاحب دلته ددی لپاره چی پدی مسله پوه شو اول موږ باید پدی پوه شو چی په قران کریم کی له مځکی او له اسمانه مطلب څه ؟؟؟

یعنی مځکه څه شی دی ؟؟؟ یا له مځکی مطلب کومه مځکه ده
اسمان څه شی دی ؟؟؟ او له اسمانه مطلب څه شی دی

او له ټولو مهمه پوښتنه داده چی تاسی د کوم علم په بنسټ نوموړو پوښتنو ته ځواب وایی ؟؟؟ یعنی دا ځمکه او اسمان چی په قران کریم کی یاد شوی تاسی دا مفهومونه د کوم علم په واسطه را سپړی ؟؟؟؟

مثلاً په قران کریم کی د اسمان یادونه شوی اوس زه نه پوهیږم چی اسمان څه شی دی تاسی د کوم علم په واسطه دا مفهوم زما لپاره راسپړی ؟؟؟؟

و


وزیري
05.11.2013

یارانو!
دا بحث په دوه کړکیو کی بیلا بیل شروع ده. که دا په یوه کړکی کی کړی او لږ یی مختصر کړی نو مونږ به هم په کی ګډون وکړو، کنه زما خو والله که اوس ماغزه پري خلاصیږی.

والسلام


حمید هڅــاند
09.11.2013

ښاغلی وزیري!
ما تر دوو سرلیکونو لاندې پر دې موضوع باندې خبرې کړې وې:
۱) د کائناتو شپږ ورځنی خلقت او د ساینس دریځ
په دې لیکنه کې ما یواځې پر شپږ ورځني خلقت خبرې کړې وې.
۲) ځمکه لومړی پيدا شوې که اسمانونه.
دلته د ځمکې او اسمانونو د خلقت وروسته-مخکې والی باندې غږېدلی وم.
نو دوه موضوع ګانې، یو بل سره توپير لري.

ښاغلی متلوال!

ځمکه څه شی دی که اسمانونه، په دې اړه به هم زه ان شاء الله بېله لیکنه کوم، خو ځمکه دلته زموږ او ستاسې خاورینه کره ده او اسمانونه له ځمکې پرته نور ټول کائینات شول. پر دې لنډ تعریف زما دواړه لیکنې بناء دي. دا چې ساینس او قران د ځمکې او اسمانونو پر کیفیت او اووه تعداد باندې څه وایي، دا بېله موضوع ده او بېله باید وڅېړله شي.

چې لږ مې دفتري کار سمبال شي، بیرته به موضوعګانو ته را وګرځم.

درنښت


تخاري
10.11.2013

هسانده اول زده كره بيا كوزده

عبدالله صابر صاحب او نعيم صاحب ستاسو خبرى ديرى دلنشينه دي مننه كوم

هساند صاحبه ته به هغه وخت بر زان وخاندى جى به ترافيكى لايت كى ولار او تر سنك نزدى موتر به داسى موقع كى جزوي حركت وكري جى ستاسو نظر له شاوخوا محيط او زمكى سره شليدلى وي نو حتما به خبل د موتر بريك ته بشه وركوى لدى ويرى جى مخكى ولار بل موتر ونه وهى ماته به داسى مواقعو كى د هغه ساينس دانانو به خبرو خندا رازي جى وايي فلان سياره ولار او بستان به حركت كى ده


حمید هڅــاند
11.11.2013

[color=darkblue:e19c93467a]
انسان عاجز دی تخاری صیب! داسې وختونه هم راغلي دي چې پر ځان مو ژړلي دي، درېغه چې تل خندا وای زما خوږ ملګرې.

درنښت

[/color:e19c93467a]


وزیري
11.11.2013

دا یو بحث په دوه کړکیو کی او هغه هم دومره خسته کننده چی پوښتنه یی مه کوه.
زه خو له اډمین نه خواهش کوم چی بایپاک یی له دي فورم نه وباسی.

په داسی لیکنو باندي څه فایده ولاړه ده چی اوس بحث په کی وکړو.
:ه ووایم چی اول ځمکه پیدا ده او بیا اسمان او که ووایم چی اول اسمان پیدا ده بیا ځمکه
نو څه فایده او څه تاوان. نه کومه ګناه ده او نه کوم اجر.

هیله ده یوه سمه موضوع منځ ته را واچوي چی په لیکلو او یادولو یی الله تعالی اجر راکړی.

والسلام


عبدالله صابر
11.11.2013

السلام عليکم

[quote:80bd9e7e4b]إِنَّ رَبَّكُمُ اللَّهُ الَّذِي خَلَقَ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضَ فِي سِتَّةِ أَيَّامٍ...

ژباړه: یقینا چې ستاسې رب هغه الله دی چې اسمانونه او ځمکه یې په شپږ پړاوه/پېره کې پیدا کړل...

(قران، الاعراف ۷: ۵۴)

بل ځای لولو:

إِنَّ رَبَّكُمُ اللَّهُ الَّذِي خَلَقَ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضَ فِي سِتَّةِ أَيَّامٍ ثُمَّ اسْتَوَىٰ عَلَى الْعَرْشِ ۖ يُدَبِّرُ الْأَمْرَ ۖ مَا مِن شَفِيعٍ إِلَّا مِن بَعْدِ إِذْنِهِ ۚ ذَ‌ٰلِكُمُ اللَّهُ رَبُّكُمْ فَاعْبُدُوهُ ۚ أَفَلَا تَذَكَّرُونَ ﴿٣﴾

ژباړه: یقناً چې رب مو هغه الله دی چې اسمانونه او ځمکه یې په شپږ پړاوه/پېره کې پید کړل...
(قران، یونس ۱۰: ۳) [/quote:80bd9e7e4b]
هڅاند صيب
څوارلس سوه کالونووروسته به ښايی دا لومړئ ځل وي چي دقران کريم
ترجمې ياژباړه موتغيرکړئ اوپه لوی لاس موورځ تري خوړلي اوپړاو ياپير
دژباړلئ نه پوهيږم څومره لوی مسؤليت ته مونه دی پام شوی
الله جل جلاله دمونږټول اصلاح کړي


تخاري
12.11.2013

عبدالله صابر صاحب

دا شيرخور به كله هم خبله خطا ونه مني زكه جى استادان لري او ديكته كيزي

ددى تولو مسووليت د حليمي صيب به غاره ده جى د ساينسي و وهابي أفكارو لرونكي دين تحريفوي او شكونو سره مخ كوي خو دوى يى مصلحتا مخه نه نيسي

مونز تول افغان ته ددى لباره نه رازو جى د حميد هساند + مهاجر + حذيفة مخربى او شك اجوونكى ليكنى ولولو كه مو شوق لرلاى نو حد اقل يو زل خو به مو د دى ورانكارو ممبر سى نوم يى د دوى د نيتونو خلاف سمون ده سر ورليرى كرى وو

مظهري صيب دا خلك شه معرفي كرل خو كاش سى دوى ذره حيا درلوداى

أميد ده سى دا خلك كنترول شي


وزیري
12.11.2013

هڅاند صاحب! د سورة النازعات آیاتونه دي ډیر خوښ شویدی ځکه چی وَالْأَرْضَ بَعْدَ ذَ‌ٰلِكَ دَحَاهَا په کی راغلی ده او ستا مشکل یو څه حل شوی ده. دا آیت کریمه راته معنی کړه او بیا یی لنډ تفسیر وکړه او ورپسي یو څه ترینه راته را وباسه چی له دي آیت کریمه نه مونږه مطلق باید څه معنی واخلو او په کومه خبره کی راته دلیل جوړیدای شی.

همدارنګه که د (بعد) په ټکي باندي چی ستا په ترجمه کی د (وروسته) په معنی ده لږ ژوړ وغږیږي نو خبره به ډیره روښانه شی.

که زه داسی ووایم چی د وَالْأَرْضَ بَعْدَ ذَ‌ٰلِكَ دَحَاهَا معنی ده وَالْأَرْضَ مع ذَ‌ٰلِكَ دَحَاهَا. نو زه به څومره صحیح او یا غلط تللای یم؟؟؟

مننه


حمید هڅــاند
12.11.2013

[color=blue:f0428eb219]
السلام علیکم ورحمة الله

د بحث ټولو درنو ملګرو ته تاوده سلامونه، له الله جل جلاله څخه مو دونیا او اخرت کې نېکمرغه او خوشاله غواړم.

ښاغلی وزیري!

هوکې، زما ټول قران سره زیاته مینه ده، ځینې داسې ایتونه شته چې زه ورپکې اوږد مهال سوچ کولو ته اړ کېږم او هغه هم ځکه چې خورا هېښوونکې خبرې پکې وي، داسې چې سړی په وار-وار اړ کوي چې سبحان الله ووایي.

یاده برخه هم همداسې وبوله، هلته د (وروسته) خبره شوې ده، خو تر هغې له مخې د ورځ او شپې خبره شوې ده. ښاغلی وزیري! ساینس به زبات رسوي چې د ورځې روښانتیا یواځې ځمکه کې جوته ده، لامل یې د ځمکې چاپېر د جوي پېړ شتون دی، که دا پېړ نه وای، لمر به موږ ته د ستوري په څېر څرګندېدی چې رڼا به یې نه وه ځلول شوې او منعکسه شوې، ځکه خو به د نورو سیارو په څېر،ورځ به یې نه وه روښانه. نو دا چې ورځ یې روښانه کړه، او ورځ یواځې پر ځمکه روښانه ده، له دې مالومېږي چې ځمکې سره له جوي پېړه شتون درلود، بیا یې له هغې وروسته، پکې د ژوند چارې تیارې کړې.
له دې څخه دا نتیجې اخیستلې کېږي:

ـــ د ځمکې پرمختګ او جوړېدل تدریجی ول. په یو ځل مکمله نه ده جوړه شوې.
ـــ د شپې او ورځې اوړېدل موجود ول، خو ځمکه لا نه وه ویړه شوې. بعد ذالک یې ځمکه وېړه کړه. مطلب دا کېږي چې ځمکه موجوده وه، خو ویړه نه وه. ځکه که ځمکه موجوده نه وي، نورې سیارې هم نشته، نو د شپې او ورځې اوړېدل به له کومه شوې وای؟
ـــ موجوده ځمکه ویړه شوه او نورې اسانتیاوې پکې په جوړېدو او تکامل کې شوې لکه اوبه، واښه او نور.
ـــ په ځمکه کې تر ټولو لومړی اوبه رامینځته شوې.
ــ د اسمانو د پیدایښت په مهال هم ځمکې شتون درلود، او بیا ویړه شوه.
ـــ له دې ټولو ښکاري چې دوئ مهمهال ول، خو تکامل ورته وروسته ورکړ شو دی.
دا هم ترې څرګندېږي چې ځمکه او اسمانونو سره تر څنک او وصل ول، اسمانونه ترې پورته/لرې شول، د ځمکې روټېشن موجود ؤ، خو ویړه بیا وروسته شوه.
پایلیزې خبرو ته راځم:

ښکاره شوه چې د ځمکې او اسمانونو خلقت کې نه شو ویلی چې ځمکه لومړی پيدا شوې که اسمانونه، بلکې دومره ویلی شو چې ټول موجود شول او بیا موجود شیان سره وصل ول او بیا لرې شول او تکامل یې پیل کړ.

درنښت

[/color:f0428eb219]


حمید هڅــاند
12.11.2013

[quote:0f269f70e2]
هڅاند صيب
څوارلس سوه کالونووروسته به ښايی دا لومړئ ځل وي چي دقران کريم
ترجمې ياژباړه موتغيرکړئ اوپه لوی لاس موورځ تري خوړلي اوپړاو ياپير
دژباړلئ نه پوهيږم څومره لوی مسؤليت ته مونه دی پام شوی
الله جل جلاله دمونږټول اصلاح کړي
[/quote:0f269f70e2]

نه ښاغلی صابر! دا ستاسو ګمان دی. که چیرته د مفسرینو له خوا د دې لغت په ژباړې ستاسو تسلي کېږي، زه به د هغو مفسرینو نوملړ در کړم چې دا کار یې په انګلیسي کې کړی دی، په شمول د عبدالله یوسف علي.

ښاغلی تخاری! تلیفون نه لکه چې لیکل کوې، خو هغه د ختیځوالو خبره: مړه! کمپیوټر پيدا کړه، که کمپیوټر لرې، پښتو ژبه کې پیدا کړه.

درنښت


وزیري
12.11.2013

هڅاند صاحب، زه خو د خپل سوال په جواب پوه نشوم. خو خیر تیر شه تري.

مننه


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more