د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

دملګرو ملتونو عمومي منشي د افغان سولې ملاتړ کوي

میرویس
28.10.2013

ډیرو ګرانو لوستونکو، السلام علیکم و رحمت الله برکاته
تاند -د ملګروملتو سرمنشي بانکي مون د افغانستان د حکومت او د هغه د وسله والو مخالفانو ترمنځ د سولې د جدي او نتیجه لرونکو خبرو ملاتړ وکړ.
د کویت د خبري اژانس (کونا) د راپور له مخې بانکي مون په یو لړ څرګندونو کې وویل:«موږ پر دې موضوع د افغانستان له چارواکو سره خبرې کوو. موږ د خبرو ملاتړ کوو او هڅه کوو چې د خبرو لپاره اسانتیا برابره کړو.»
ده همداراز وویل چې خبرې اترې باید په افغانستان کې د دایمي سولې او امنیت سبب شي ځکه چې افغانان له ناامنیو سخت کړېدلي او ځورېدلي دي.

پداسې حال کې چې ملګري ماتونه، اسلامي نړۍ، او دغه راز ټوله بین المللي ټولنه په افغانستان کې سوله غواړي او د افغانستان د ولس غوښتنو ته لبیک وايي، خو طالبان تشدد ته دوام ورکوي.
د مشال رادیو په شمول ګڼ شمیر رسنیو په ننیو ګڼو کې د غزني د اندړو د بم په چاودنه تبصرئ کړیدي. پدې چاودنه شپاړس ښخې او دوه نارینه چې په ورا روان وو وژل شویدي. ددوی موټر په لار کې په ماین ختلئ او پنځه تنه نور زخمي دي.

طالبانو ته پکار دي چې د ملګرو ملتون د همکارۍ د فرصت نه په استفاده په ملک کې د سولې راوستو ته غاړه کیږدي. د سولې او امنیت په صورت کې به افغانستان دهغو اقتصادي، صنعتي، مواصلاتي، تجارتي، او نورو فرصتونو نه ګټه واخلي چې د نړویالې ټولنې او سیمه ایزې علاقې د ملکونو تر منځ د مافقو او ابتکارونو په وجه د افغانستان د پاره محی شویدي.

طالبانو ته لازمه ده چې د خپل لجاجت له مخې، نه خپل ملک افغانستان لدې فرصتونو نه محروم کړي، او نه هم د سیمي د ملکونو روان اقتصادي ابتکارونه د جنګ ددوام له لارې یرغمل کړي. پدې ارتباط د طالبانو په اعمالو به تاریخ قضاوت وکړي.
که طالبان ددې فرصتونو سره جفا وکړي، د افغانستان ولس ته به مسؤل وي.
په الله مو سپارم.


Re: دملګرو ملتونو عمومي منشي د افغان سولې ملاتړ کوي

pattang
28.10.2013

طالبان له هغې ښځې سره چې صليبيانو نکاح کړې څرنګ نکاح وتړي
؟ داکار خو حرام او غيرې اسلامي دی !
اول دې دا ښځه شرعي طلاق واخلي چې شرعي وخت یې تېر شي نو
بيا به نوې نکاح ورسره تړي !!
ترځو چې يو اشغالګر هم پاتې وي جنګ به روان وي !

[quote:8a9ba722a3="میرویس"]ډیرو ګرانو لوستونکو، السلام علیکم و رحمت الله برکاته
تاند -د ملګروملتو سرمنشي بانکي مون د افغانستان د حکومت او د هغه د وسله والو مخالفانو ترمنځ د سولې د جدي او نتیجه لرونکو خبرو ملاتړ وکړ.
د کویت د خبري اژانس (کونا) د راپور له مخې بانکي مون په یو لړ څرګندونو کې وویل:«موږ پر دې موضوع د افغانستان له چارواکو سره خبرې کوو. موږ د خبرو ملاتړ کوو او هڅه کوو چې د خبرو لپاره اسانتیا برابره کړو.»
ده همداراز وویل چې خبرې اترې باید په افغانستان کې د دایمي سولې او امنیت سبب شي ځکه چې افغانان له ناامنیو سخت کړېدلي او ځورېدلي دي.

پداسې حال کې چې ملګري ماتونه، اسلامي نړۍ، او دغه راز ټوله بین المللي ټولنه په افغانستان کې سوله غواړي او د افغانستان د ولس غوښتنو ته لبیک وايي، خو طالبان تشدد ته دوام ورکوي.
د مشال رادیو په شمول ګڼ شمیر رسنیو په ننیو ګڼو کې د غزني د اندړو د بم په چاودنه تبصرئ کړیدي. پدې چاودنه شپاړس ښخې او دوه نارینه چې په ورا روان وو وژل شویدي. ددوی موټر په لار کې په ماین ختلئ او پنځه تنه نور زخمي دي.

طالبانو ته پکار دي چې د ملګرو ملتون د همکارۍ د فرصت نه په استفاده په ملک کې د سولې راوستو ته غاړه کیږدي. د سولې او امنیت په صورت کې به افغانستان دهغو اقتصادي، صنعتي، مواصلاتي، تجارتي، او نورو فرصتونو نه ګټه واخلي چې د نړویالې ټولنې او سیمه ایزې علاقې د ملکونو تر منځ د مافقو او ابتکارونو په وجه د افغانستان د پاره محی شویدي.

طالبانو ته لازمه ده چې د خپل لجاجت له مخې، نه خپل ملک افغانستان لدې فرصتونو نه محروم کړي، او نه هم د سیمي د ملکونو روان اقتصادي ابتکارونه د جنګ ددوام له لارې یرغمل کړي. پدې ارتباط د طالبانو په اعمالو به تاریخ قضاوت وکړي.
که طالبان ددې فرصتونو سره جفا وکړي، د افغانستان ولس ته به مسؤل وي.
په الله مو سپارم.[/quote:8a9ba722a3]


میرویس
29.10.2013

محترم پتګ صاحب، السلام علیکم
بیا تاسې ته نه وایم چې د خپلې ژبې عزت او عفت وساتۍ.
څکه چې، د لړم نیش وهل د چا سره دښمني نده، بلکه دطبیعت مقتضا یې همداسې ده.
محترمه، لکه چې تر ابده په افغانستان یعنې زما په ملک کې صلحه نه غواړې؟
ستا ګناه نده، ځکه چې ته نور د افغانستان سره مینه نلري، که یوه شمع مینه دې هم درلودلئ، صلحه او امنیت به دې غوښتي وو.

ته په آلمان کې پروت یې، که کار کوي، نو یوه غیراسلامي دولت او غیر شرعي نظام ته مالیه ورکوي، او ورته وفا دار یې، او که کار نه کوي، نو د غیر اسلامی دولت او غیر شرعي نظام خوشته خور یې.

ټه په کوم سالم عقل او کوم مؤجه برهان د اسلام او مسلمانۍ داعیه پر مخ بیایې؟ که واقعاً د طالبانو سر سپرده ملاتړئ یې، نو بیا ولې ملک ته نه راځې، پر ځای ددې چې طالبان وجنګوې او نور مسلمانان پرې ووژنې، ولې خپله نه راځې او دلته عملي لړایي نه کوي.
پر مولا دې سپارم.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more