نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
د طالبانو پر مرکز بريد!
مساپر
24.10.2013
درنو هیوادوالو سلامونه او نېکې هیلې،
د خيبر پښتونخوا له هنګو ولسوالۍ سره نژدې په سپن ټل سيمه کې د طالبانو پر يوه مرکز کې برید شوي دي چې د ۱۲ طالبانو د وژل کېدو ترڅنګ زیات شمېر نور ټپيان شوي هم دي. راپورونه وايي چې قومندان نبي حنفي او د دغه منطقې اوسېدونکې په اورکزيو قبايلي سيمه کې د پاکستاني طالبانو پر ضد جهاد اعلام کړي دي.
درنو ورونو، معلومېږي چې د منطقې خلک د جنایتکارانو له لاسه په پزه رسېدلي دي، او دوی غواړي چې ژر تر ژره د دغو مصیبتونو (طالبان) څخه خپل سیمه او نړئ پاک او آرامه کړي.
والسلام،
Re: د طالبانو پر مرکز بريد!
tandar
25.10.2013
سلامونه
راپور ليکنه دحل اوخوښي لاره نه ده دلته ډيردخفګان ځاي دي چه هري خواانسان وژل کيږي سوال پيداکيږي چه دغه اور دلته چابل کړي
دمذهب،بشريت،اوانسانيت له رويه دقتل څخه بل غټ جنايت نشته چه له هري خوا وي
ددي جنايت عامل باندي بايدتجديد نظر وشي
ددي جنايت په اصلي عاميلونوباندي بايدتجديد نظر وشي
ددي جنايت تهداب چاکيښودو؟
انسان وژنه ساده کارنه دي
چااوپه کوم وخت کي اوکوم ځاي کي اودڅه لپاره طالبي مدرسي مينځ ته راوړي اعاشه ،حمايه اونن تري لکه ميوه داره ونه دحاصل نه يې استفاده کوي ؟
دغه اور په منطقه کي چابل کړي ؟
هم دي په خپله وژني اوهم دي په بل وژني
هم طالب وژل کيږي هم اشغالګر وژل کيږي هم عام خلک وژل کيږي
يووحشت په منطقه کي روان دي
ددي وحشت دعاميلونو په هکله بايد فکر وشي چه څوک دي اوڅه غواړي؟
نن په اروپا کي دهرملت پوله معلومه خولکه يوکور اوورور سره ژوند کوي
خودغلته پاکستاني طالب افغاني طالب شمالټلوال ،هزاره پښتون پنجشيري اوزبک،تاجک شعيه سوني خپل مينځو کي سره خوري اووژني ولي ؟
زماله نظره قتل نه بل غټ جنايت نشته بايددملت ذهنونه دسلحي وروري اويوالي خواته راجذب اوداصلي دښمن په مقابل کي سنګرونيسي نه خپلو مينځو کي٠
ديواازاد هيواد په هيله
[quote:b7da24b4a9="مساپر"]درنو هیوادوالو سلامونه او نېکې هیلې،
د خيبر پښتونخوا له هنګو ولسوالۍ سره نژدې په سپن ټل سيمه کې د طالبانو پر يوه مرکز کې برید شوي دي چې د ۱۲ طالبانو د وژل کېدو ترڅنګ زیات شمېر نور ټپيان شوي هم دي. راپورونه وايي چې قومندان نبي حنفي او د دغه منطقې اوسېدونکې په اورکزيو قبايلي سيمه کې د پاکستاني طالبانو پر ضد جهاد اعلام کړي دي.
درنو ورونو، معلومېږي چې د منطقې خلک د جنایتکارانو له لاسه په پزه رسېدلي دي، او دوی غواړي چې ژر تر ژره د دغو مصیبتونو (طالبان) څخه خپل سیمه او نړئ پاک او آرامه کړي.
والسلام،[/quote:b7da24b4a9]