د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

د بې پيلوټه الوتکو د عملیاتو بندیدل به څه عواقب ولري؟

اتل
22.10.2013

محترمو لوستونکو، السلام علیکم
دا لاندې د مشال رادیو مضمون د پاکستان د سیاسي او ټولنیزو چارو د تکړه او وتلو صاحب نظرانو،کره کتنه ده.
=====
د ډرون بریدونو بندول به پر وسلوالو څه اغېز ولري؟
که ډرون بريدونه ودرېدل نو له دې سره به وسله والو ډلو ته ګټه ورسيږي. ما اورېدلي دي چې حکيم الله مسود د ډرون د وېرې له وجي ځان ته ستنې لګوي•
عبدالحی کاکړ
22.10.2013
که چېرې د فشار له مخي امريکا ډرون بريدونه ودروي او يا بيا پکې کمی راولي نو د دې به پر القاعده او نورو وسله والو ډلو څه اغيز وي. د پاکستان د دفاعي چارو کارپوه بريګيډيئر محمود شاه وايي،( که ډرون بريدونه ودرېدل يا کم شول نو له دې سره به وسله والو ډلو ته ګټه ورسيږي. زه تر دې حده تاسو ته ويلای شم، ما اورېدلي دي چې حکيم الله مسود ډير وېرېدلی دی او د دې وېرې له وجي ځان ته ستنې لګوي. زما په خيال که ډرون بریدونه ودرېدل نو دوی به په آرام شي.)
د پاکستان د دفاعي چارو کارپوه پخوانی جنرل طلعت مسعود وايې
(زما خپل شخصي نظر دا دی چې که ډرون بريدونه ودرېدل نو دوی ته به د کاروايانو لپاره بېخي لاره نوره هم خلاصه شي. که تاسو دا وخت مځکني حقیقتونه په پام کې ونيسی نو لږ تر لږه دا بريدونه د وسله والو د مخنیوي لپاره استعمالېږي او دا شان له ټېکټيکي پلوه هم ګټې لري.)

امريکا په دوه زره څلورم کال کې د پاکستان په قبایلي سيمو کې د ډرون بريدونه پيل کړي وو چې مقصد يې د القاعدې او ورسره د تړلو وسلوالو ډلو غړي په نښه کول وو.

فعالان وايي په تيرو شاوخوا لس کلونو کې په درې سوه ډرون بريدونو کی د القاعده او وسله والو ډلو ډير مهم مشران وژل شویدي. امريکا ادعا کوي چې د ډرون بريدونو له لارې يې په قبایلي سيمو کې د القاعده شبکه له مينځه وړې ده.


daud
23.10.2013

سلامونه او احترامونه
د درون حملى يو تروريستي غير انساني عمل دى او تروريستي ضد انساني عمل بايد حد الاقل وغندل شي او نه دا چى وستايل شي او تشويق شي .هغه څوك چى دا وحشيانه ترور تاييدوي او يا يى ددوام حمايت كوي ،تر اوسه دځنګلي درندګى وحشيتوب نه د انسانيت او اهليت لمنې ته نه دي داخل شوي او دزور ،قتل او تنظيم شوي ترور له لارى خپل ناولي ژوند ته غواړي ادامه ور كړي .
دسياسي او اجتماعي مسايلو حل په زور او فشار نه كيږي ،بلكى دحقوقو دتامين او احترام په بنا دخبرو ،مذاكراتو او مفاهمى له لارى كيږي ،چى متاء سفانه زوراور او مستبدين ددى حقيقت ددرك كولو عقل نه لري او دزور له لاري جنايت ته دوام ور
پرون دنړى دوو معتبرو سازمانونو دامريكا ددرون حملو د درولو اعلان وكړ او دا عمل يى دامريكا جنګي جنايت وباله .
مننه

دازاد او خپلواك افغانستان په هيله


طیب زابلی *
25.10.2013

د تیرې دوشنبې په ورځ د بښنې نړیوال سازمان په قبائلي سیموباندي د امریکې د بي پلوټه الوتکو په بریدونو ټینګه نیوکه وکړه .

ياد سازمان په خپل کلني رپوټ کې چې (را تلونکی نوبت به زماوي؟ ) تر عنوان لاندې خپورکړی لیکلي چې د بي پلوټه الوتکو په دغو بریدونوکې داسې بیګناه ولسي کسان وژل شوي چې کیدای شي د امریکایانو لخوا دهغوئ وژنه له جنګي جرمونو سره مساوي عمل وبلل شي .

نوموړي سازمان په داسې حال کې چې د دغو بریدونو د عاجل توقف غوښتنه یې کړې دا لیکلي چې باید هغه امریکايي پوځي چارواکي چې د دغو غیر قانوني بریدونو امر یې صادرکړی د بیګناه خلګو د وژلو په تور د قانوني اجرا آتو لپاره په علني ډول محاکمه شي .

د بښنې سازمان په خپل خپاره کړي رپوټ کې ویلي چې د امریکايي بي پلوټه الوتکو په بریدونوکې د محرموالي پروګرام په لوي لاس واشنګټن ته د دې اجاز ورکوی چې هغوئ له نړیوالو مقرراتو څخه په سرغړاوي سره بغیر له قانوني محکمو بیګناه خلګ ووژني .

په دغه رپوټ کې د ۲۰۱۲ کال له جنوري څخه بیا د۲۰۱۳ کال تر اګست پوري د امریکايي بي پلوټه الوتکو لخوا د ترسره شویو ۴۵ بریدونو احصایه اخیستل شوې چې د هغو زیاتره قربانیان عام ولسي خلګ دي.

په یاد رپوټ کې د امریکايي بي پلوټه حملو په قربانیانو کې د هغې ۶۸ کلنې ښځې یادونه هم شوې کومه چې له خپلو کمکیو لمسیانو سره یوځای دخپل کور په باغچه کې د وا ښو راټولو په مهال دامریکایانو لخوا په هيلفاير(AGM-114 Hellfire) توغندي په نښه او ووژل شوه.

همداراز دبښنې نړیوال سازمان په رپوټ کې دتیر کال د جولای د میاشتې هغه خونړۍ پیښه هم کښل شوې په کومې کې چې د یوه ۱۴ کلن ماشوم په شمول ۱۸ کلیوال کارګران د ډوډوئ خوړلو په مهال د ډرون حملې په ترڅ کې وژل شوي ول .

كه څه هم چې امریکایان وايي هغوئ دغه بریدونه د وسله والو په ضد ترسره کوي خو دبښنې نړیوال سازمان په رپوټ کې نوموړو بریدونوته دژغورونکو په ضد بریدونه (Rescuers attacks ) نوم ورکړل شوی ؛ ځکه چې په هغوئ کې زیاتره هغه کسان وژل کیږي کوم چې له برید وروسته دژوبل شویو کسانو دژغورنې لپاره د هغوئ مرستې ته وردانګي خو هلته تر رسیدو وروسته دوئ هم د ډرون هدف ګرځي او خپل ژوند له لاسه ورکوي .

د بشري حقونو د دفاع کمیټې او دبښنې نړیوال سازمان د ترسره کړل شویو احصائیو له مخې د افغانستان په دننه او له هغه سره په سرحدي سیموکې په ۱۸۰۰ بریدونوکې خواشا ۳۰۰۰ کسان وژل شوي چې زیاتره يې بیوزله کلیوال ،ښځې اوماشومان دي .

امریکایانو په افغانستان باندې له یرغل راوروسته دتیرو ۱۲ کلونو په جریان کې د افغانانو خلاف جګړه کې ټول بشري قوانین تر پښو لاندې کړي ، اوس به وګورو چې داځل دعفوې نړیوال سازمان د دغه مستند رپوټ محتویات ترکومه حده جدي او په وړاندې یې څه ډول غبرګون ښیئ؟

د نن ټکی آسیا - سرمقاله


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more