د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

زبیر محسود، ایکونومست او بي پیلوټه الوتکې

میرویس
21.10.2013

ګرانو لوستنوکو، الله مو به روغتیا برکت کړه.
بي بي سي دا څو شیبې مخکې رپوټ ورکړ چې بې پيلوټه الوتکو په کنړ کې ملا دوران، د هغه ورور او درۍ تنه ملګري يې وژلي دي.
======
د افغانستان په ختيځ کونړ کې چارواکي وايي، د وسله والو طالبانو يو مشهور ځايي قومندان د امريکا د بې پيلوټه الوتکې په يوه بريد کې وژل شوی دی.
د ماڼوګۍ ولسوال ګل مرجان بي بي سي ته وويل، حاجي دوران نن سهار (دوشنبه، ۲۱ اکتوبر) د بې پیلوټه/ ډرون بريد په نښه کړ.
ګل مرجان زياته کړه، په بريد کې د حاجي دوران د ورور په ګډون د ده درې نور ملګري هم وژل شوي دي.

ویل کېږي حاجي دوران د برتانيا د يوې مرستندويې کارکوونکې، ليندا نورګروو په تښتولو کې هم لاس درلود.
مېرمن نورګروو د ناټو د هغو عملياتو په پايله کې چې د دې د خلاصون په موخه وشول، د وسله والو له لوري ووژل شوه.

د ایکونومست مجلې هم د بي پیلوټه الوتکو په باره کې رپوټ خپو رکړئ او د محسودو يوه ځایي سړي هم هلته د القاعدې او نوروترورستانو د مجودیت په باب د خپلو سترک حال بیان کړيدئ
====
'زما د کور دروازه راته پنجابي طالب خلاصه کړه' - مرکه
عبدالحی کاکړ
19.10.2013
پراګ - دي اکانومسټ مجله په خپل یوه رپورټ کې لیکي، د پاکستان په قبایلي سیمو کې ډېر خلک د ترهګرو له منځه وړلو لپاره د پاکستان د پوځي عملیاتو پر ځايي ډرون بریدونه غوره ګڼي.

مجلې په پاکستان کې له يو شمېر کسانو سره خبرې کړې دي او بيا يې دا رپورټ خپور کړی دی.

بل خوا د جمعې پر ورځ د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي بېن اېمرسن امريکا ته ويلي چې په ډرون بريدونو کې د وژل شویو ولسي وګړو شمېر په ډاګه کړي.

د امريکا په انډيانا پوهنتون کې د قانون او جمهوريت پر موضوع پی ايچ ډي کوونکي زبير مسود (مسید، محسود) سره مرکه کړې ده.

نوموړی خپله د جنوبي وزيرستان دی او په ترهګرۍ او ډرون بريدونو يې يو شمېر ليکنې کړې دي.

دی وايي، څو کاله مخکې ده په وزیرستان کې د خپل پلار جنازې کې له طالبانو اجازه اخیستې وه. د ده په خبره، د ده د کور دروازه ورته یوه پنجابي طالب خلاصه کړې وه او په کور کې یې یو عرب ناست وو. نو په داسې حال کې چې په وزیرستان کې ډېر وسله وال او بهرنیان موجود دي، د ده په اند، پدا هم د پاکستان د خپلواکۍ خلاف کار دی ځکه چې دا ټول عرب، چېچن او ازبک وغیره په ویزې قبایلي سیمو ته نه دي ورغلي.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more