د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

مرغلرې

پتوال
20.10.2013

د يوه اعرابي پوښتنې او درسو ل ا کرم (ص) ځوابونه

له حضرت انس بن مالک رض ځخه روا يت د‌ه چې : يوه ورځ انحضرت صلی الله عليه وسلم په جومات کې ناست ‌ؤ ناڅاپه يو اعرابي جومات ته راننووت او په انحضرت صلی الله عليه وسلم يې سلام وکړ انحضرت صلی الله عليه وسلم ځواب ورکړ او تپوس يې ترينه وکړ چې له کومه راغلی يې؟ په ځواب کې يې ورته وويل چې له لري ځايه راغلی يم او ستا له حضور نه ځو پوښتنې لرم او دهغو ځواب در ځخه غــــــو اړم انحضرت ص ورته وويل کينه تر ځو ځواب درکړم.

نوموړي خپلي پوښتني داسي پيل کړې:

س: غواړم له وفاداره خلکو ځخه واوسم؟
ځ: حضرت ص وفرمائل له خدای ج ځخه وو يريږه.
س:غواړم له مخليصانو ځخه ‌و اوسم؟
ځ: شپه او ورځ قرا ن ولوله.
س: غواړم هميشه مي زړه روښانه وي؟
ځ: مرګ مه هيروه.
س: غواړم له دښمن ځخه راته زيا ن ونه رسيږی؟
ځ: په لوی خدای ج باندې توکل وکړه.
س: غواړم هميشه د خدای ج په رحمت کې واوسم؟
ځ: دخدای ج له بنده ګانو سره نيک خواله وکړه.
س: غواړم د خلکو په سترګو کې خوار ونه اوسم؟
ځ: هميشه پرهيزګار اوسه.
س: غواړم عمرمي زيات وي؟
ځ: صله رحم اوسه.
س: غواړم رزق می پراخ شي؟
ځ: هميشه په اوداسه باندی اوسه.
س: غواړم ډوزخ په اور با ندي ونه سوځم؟
ځ: خپله ژبه او ستر ګي وساته.
س: غواړم پوه شم ګناهونه په څه باندي تويږي؟
ځ: په ‌ډيره عاجزي او تضرع باندی توبه اوباسه.
س: غواړم په خلکو کې درنه بڼه ولرم؟
ځ: له چا ځخه ځه مه غواړه
س: غواړم د عزت ژوند وکړم؟
ځ: دچا بې عزتي مه کوه.
س: غوا ړم په قبر کي اوسأ واوسم؟
ځ: د «تبارک» سورة ډير لوله.
س: غواړم د ډير دولت خاوند شم؟
ځ: هره شپه د« الواقعه» مبارکه سورة لوله.
س: غواړم د قيامت په ورځ په امن کې واوسم؟
ځ: د ما ښا م او ماخوستن د لما نځه تر منځ د خدای ج ‌‌ذکر کوه.
س: غوا ړم د لمانځه په وخت کي خدای ج حاضر ووينم؟
ځ: د اوداسه په وخت کې ‌ډير دقت کوه.
س: غواړم د خدای ج له خاصو بنده ګانو څخه واوسم؟
ځ: رښتنولی او صداقت په خپلو کړنو کې عادت وګرځوه
س: غواړم په خپله عملنامه کې ګناه ونه لرم؟
‌ځ: له مور او پلار سره نيکي کوه.
س: غواړم د قبر له عزاب ځخه په امن کې واوسم
ځ: خپلې جامي پاکې وساته.


وزیري
21.10.2013

پتوال صاحب د حدیث حواله خو ورسره ولیکه. ډیره مننه



ع کريم حليمي
02.11.2013

محترمو او مکرمو ،دانشمند پتوال صاحب ، وزیري صاحب
السلام علیکم و رحمة الله

[code:1:b2a3597cd7]س:غواړم له مخليصانو ځخه ‌و اوسم؟
ځ: شپه او ورځ قرا ن ولوله. [/code:1:b2a3597cd7]
دلته سوال سويدی چه مخليصانو ځخه ‌و اوسم
دا دېره عظیمه او قوي پوښتنه ده !!
اما جواب ئې دېر ضعیف ور کړل سويدی
دلیل د ضعیف توب يې دا دی چه : که څوک د ریاء څخه ځان و ساتي نو مخلیص به سي ، په قرآن ویلو اخلاص نه حاصلیږي
الله اعلم!!
درنښت


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more