د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

په کتاب تبصره

اتل
18.10.2013

ملاله زموږ د ټولو ده - د ملالې پر کتاب تبصره
مشال راډیو
13.10.2013
سرچینه: واشنګټن پوسټ
لیکواله: ماري ارانا
ژباړه: شاهین بونیری
ماري ارانا لیکي د ټولنیزو چارو له هر یو کارپوه چې پوښتنه وشي چې په نړیواله کچه د غربت ستونزه څنګه هوارېدای شي نو ځواب به يې دا وي چې نجونو ته دې تعلیم ورکړل شي.

ټولنه هله د بدلون لوري ته ځي کله چې نجونه زده کړې کوي. د نجونو تعلیم د یو هیواد اقتصاد ښه کوي، د پیدایښت پر وخت د ښځو او ماشومانو د مرګ شرح ټیټوي، او له ماشومانو د مشقت اخیستو پېښې لږې شي.

د نړیوال بانک د رپورټ ترمخه که چېرې په کینیا کې بې تعلیمه نجونو ته تعلیم ورکړل شي نو د هیواد اقتصاد ته د ۲۷ بیلینه ډالرو سرمایه ورکولی شي.

د اقتصادي چارو یو پوه لارنس سمر وایي، د جینکو تعلیم یوه داسې سرمایه کاري ده چې د نړۍ د مخ پر ودې هیوادونو له ټولو د ډېرې ګټې سبب ګرځېدای شي.

په بل یو ځای کې دا سبق دومره څرګند نه دی لکه څومره چې دا موږ ته د سوات د یو پښتنې نجلۍ ملالې یوسفزۍ په کیسه کې ښکاري.

ملاله له یوې بې تعلیمه موره زېږېدلې وه، چې د خپل پلار په سکول کې را لویه شوه. د ۱۱ کاله په عمر کې يې د نومیالي ساینسدان سټیفن هاکینګ کتاب (اې بریف هېسټري اف ټایم یا د وخت یو لنډ تاریخ) ولوست او د را بیداروونکو خبرو انعام ورته ترلاسه دی.
اېن فرانک موږ په جنګ کې وبایلله او د کومې معجزې له کبله ملاله یوسفزۍ ژوندۍ ده.
ماري ارانا
ارانا وړاندې لیکي، په بل یو کوم ځای کې داسې نه دي شوي چې ددغه سبق له زده کولو چا انکار کړي وي لکه څومره چې په سوات دره کې؛ چې په کې سخت دریځه وسله وال له غرونو راښکته شول، کلي، بانډې يې له ویرې سره مخامخ کړې، هلکان يې د سخت دریځۍ لوري ته بوتلل او تېر کال یو ورځ د سکول یو ګاډي ته ور وختل، ((یو پکې چغه کړه ملاله څوک ده؟ او بیا يې هغه په سر وویشته.))

ملاله د خپل ژوند دغه کیسه په خپل کتاب ((آی اېم ملاله یا زه ملاله یم)) کې کړې ده چې تېره اوونۍ خپور شو.

دا کتاب چې ملالې له برتانیوي خبریالې کرېسټینا لېمب سره په شریکه لیکلی. نه یوازې دا چې باید په دې کې د شوي کیسې لپاره ولوستل شي بلکې د نجونو له صلاحیتونو د خبرېدو او له هغې د کار اخیستلو لپاره هم د دې کتاب لوستل پکار دي.

په کتاب کې د ملالې او د هغې د پلار ضیا الدین یوسفزي د نجونو تعلیم، انصاف، او د تره ګرۍ ضد د هغوی د مبارزې، د جګړې له کبله د هغوی د بې کوره کېدو او په سوات کې د وسله والو له خوا په ځايي خلکو د زور ظلم کیسه شوې ده.

لیکواله په پاي کې لیکي، موږ ته معلومه ده چې دا کیسه څنګه ختمېږي؟ ملالې د خپل ټول نوي کهول لپاره په سر ګولۍ خوړلې ده.

کیدای شي د اېن فرانک له ډایرۍ علاوه د یو جنګ کیسه له ملالې بغیر بل چا په دومره زورور انداز کې کړي وي.

په دواړو کې یو فرق دا دی چې اېن فرانک موږ په جنګ کې وبایلله او د کومې معجزې له کبله ملاله یوسفزۍ ژوندۍ ده.

ملاله زموږ د ټولو ده ځکه چې هغه په عالمي کچ د یو ماشومې نجلۍ د ممکنه صلاحیتونو لپاره په میدان کې ولاړه ده.


pattang
18.10.2013

پلار دله يې داسې برېتونه لري لکه دخلقي او په خپله لور مردګاوي
کوي چې پيسې پيدا کړي او خپله لور مترقي ښکاره کړي!

دا ټوله د cia دسيسه ده ، ملاله پخوا له دي څخه دخپل پلار په ګډون
د جګپوړيو امريکايې استازيو سره لکه هول بروک اونور خاصې ليدنې
کړې دي ! که دښخو او نجونو د حقوقو او زدکړو موضع وي نو ولې
دا او هغه جائزې يولياني جولي ته نه ورکول کېږي چې په سلګونو
مکتبونه يې په افريقاکې جوړکړي دي !


pattang
18.10.2013

!!!


پتوال
18.10.2013

که ملاله د بهرنیو سرچینو له خوا نه وای راپورته کړی شوې نو بیا ولې د نجونو له پاره د اسلامی تعلیماتو ( مدرسو) غوښتنه نه کوي چې د ښځو مقام هم
په کورنۍ او هم ټولنه او سیاست کې لوړوي او د نارینه و له ګواښ او ذلت څخه يې خلاصوي ؟؟؟؟؟


tandar
19.10.2013

ماته دملالي دزخمي کيدو اوپه جهاني سويه ورته رونق ورکول دسياست بل اړخ ښکاري
په افغانستان کي دومره دښونځيو نجوني تسمم، بمباردکي زخمي، حتي په شاهي وخت کي دنني مجاهدينو له خوا ورته په لمنو تيزاب وشيندل شول خوچاترننه ديوي په باره کي ياده ونکړه
خونن يې دملالي دموضوع نه دميډيا له لوري به بو جوړ کړي
چه دلته دجهاني اشغالګرو هدف څه دي ؟
په ودنو اوښاديګانو بمارد ونه وشول په دغو جنايتونو کي ميډيا څه وکړل اوچيرته وه ؟
دخلکوسترګوکي خاوري شيندل په خپلوجنايتونو سترګي پټول دي ؟
په درنښت


اتل
25.10.2013

پتنګ صاحب، السلام علیکم
بیا د دبحث د روحیې نه بهر خبرې کوې.
د ملالې یوسفزۍ په مسئله کې درۍ بارز ټکي پراته دي. یودا چې د بی بي سي رادیوته یې په مستعار نامه د معارف په برخه کې، او د معارف سره د طالبانو ددښمنۍ په هکله لنډې کیسي لیږلې او مخکې لدې چې اصله ملاله و پیژندله شي، د هغې لیکنو شهرت وموند.
دویم داچې دا یوازې دمعارف کیسه نه وه، د پاکستاني طالبانو د وحشت او دهشت، او د تمدن سره دهغوی ددښمنۍ او د اسلام نه د ولس پر خلاف د حربې د استعمال خبره وه.
دریم دا چې طالبانو پرملاله د وژلو په قصد حمله وکړه، او طالبانو په لوی لاس ملالې ته دومره اهمیت ورکړ. دنیا ته یې وښودله چې موږ نه پښتانه یو او نه هم نارینه، دیو ې ماښومې زور هم نلرو او زموږ خبره د ټوبک خوله او مرګ سره ده. موږ غیر د ټوبک او قتل نه پر بله ژبه نه پوهیږو.
طالبانو د ملالې په برخه کې ځان په نړیواله سویه په شرمو وشرماوه.
پتنګ صاحب، الله دې مل شه.


pattang
25.10.2013

وروره دا فاسده ملا له څو څو وارې له جګپوړيو امريکايانو سره
لکه هول بروک او نور دخپل پلار په شمول ليدل او مجلسونه کړې
دي !
دا ټوله د سي ای اې دسيسه ده چې ملالې په مخ وړه !
لږ فکر وکړه !

[quote:514535debe="اتل"]پتنګ صاحب، السلام علیکم
بیا د دبحث د روحیې نه بهر خبرې کوې.
د ملالې یوسفزۍ په مسئله کې درۍ بارز ټکي پراته دي. یودا چې د بی بي سي رادیوته یې په مستعار نامه د معارف په برخه کې، او د معارف سره د طالبانو ددښمنۍ په هکله لنډې کیسي لیږلې او مخکې لدې چې اصله ملاله و پیژندله شي، د هغې لیکنو شهرت وموند.
دویم داچې دا یوازې دمعارف کیسه نه وه، د پاکستاني طالبانو د وحشت او دهشت، او د تمدن سره دهغوی ددښمنۍ او د اسلام نه د ولس پر خلاف د حربې د استعمال خبره وه.
دریم دا چې طالبانو پرملاله د وژلو په قصد حمله وکړه، او طالبانو په لوی لاس ملالې ته دومره اهمیت ورکړ. دنیا ته یې وښودله چې موږ نه پښتانه یو او نه هم نارینه، دیو ې ماښومې زور هم نلرو او زموږ خبره د ټوبک خوله او مرګ سره ده. موږ غیر د ټوبک او قتل نه پر بله ژبه نه پوهیږو.
طالبانو د ملالې په برخه کې ځان په نړیواله سویه په شرمو وشرماوه.
پتنګ صاحب، الله دې مل شه.[/quote:514535debe]


طیب زابلی *
26.10.2013

ملاله نه داسلام په ګټه ده اونه دپښتنو
بلکی ددواړو دښمنه ده،اودهمدی کارلپاره روزل کیږی
cia یوځل ورته دمسلمانانو اوخصوصاً پښتنو په زړه کی ځای ورکړ
اوبیابه یی ددوئ پرضدکاروی،
مګرکوم څوک چی عقل اوشعور لری هغه له سره لاپوهیږی
چی ددې دسیسی ترشا کوم راز پټ دی،


اتل
30.10.2013

السلام علیکم
پتنګ او زابله ستړي مشئ، د پښتنو او مسلمانانو رنګه مو بده کړه. تاسې د حب علي او بغض معاویه په دوربل کې درپچال یاستئ. د عدالت، انصاف، حق بینۍ، د الله د اوامرو او طالبانو دلړاییو او د الله ددساتیرو نه د هغويد عدول د توپیرکولو سترګې عقل، هوش، تخیل او نور حواس مو ړانده او کاڼه شویدي.

ملاله یوولس کلنه وه چې بي بي سي ته یې د طالبانو د مظالمو په باب په مستعار نامه وړې کیسي لیکلې او لیږلې. کله چې يې نوم برالاشو طالبانو د هغې د قتلولو په نیت حمله ورباندې وکړه.
تاسې دواړه چې پر اټکلونو ولاړ تهمتونه ورپسې کوئ، د هغې معصومې ماشومې ګناهونه کموئ، او په لوی لاس د الله تعالا د ارشاداتو سره په جنګ کې دریږئ.

آلله جل جلاله امر کړئ چې ولوله. په نارینه او ښځینه دواړو یې د علم زده کړه لازمه کړیده. ملاله د زده کړې په لاره کې مبارزه کوي، تاسې بدعتیانو او خوارجوغوندې بې بنیاده تورونه ورپورې کوئ.
شرمیږئ نه، خجالت نه باسئ چې د یوې ماشومې نجلۍ او هغه هم د پښنې په مقابل کې بد رد وایئ او په پښتنې پاکه لمنه یې، دخپلو تورو کذابو ژبو، تورناولي داغونه لکوئ.

که رښتیا طالبان او د هغوی د لارې مل یاستئ، ورشئ نارینه غوندې ورسره ودریږئ. تاسې طالبان قتل، بدعت او د اسلام بدنامولو ته نور هم لمسوئ. داسې ښکاري چې تاسې دواړه د طالبانو کرغیړن اعمال مداحانو غوندې ستایئ، او پدې هم پوهیږئ چې دهغوی دا اعمال د دفاع وړنه دې او دفاع یې نشي کیداي. تاسې د هغوی بدعتونه، ددې دپاره مطرح کوئ، چې د طالبانو لمنه نوره هم پر سر ورواوړي، او نور هم سپک شي. تاسې اصلاً د چا لخوا د طالبانو د بدنامولو دپاره مقرر شوي یاستئ.
الله ج به د محشر په ورځ ستاسې ددې اعمالو جاج اخلي.
په درناوي.


طیب زابلی *
30.10.2013

اتل صیب ته هم ستړی مه شی،
دپښتنو اومسلمانانو رنګه موږ نه بلکی تاسو بدوئ،
پښتون قوم دومره کمزوری ده چی په یوه مخبره اوتراشل شوی انجلۍ
خپله شمله لوړوی؟ په پښتانه کی دومره دخلکو نیستی ده؟
پښتون غیرت مند قوم ده دپښتانه غیرت دانه منی چی دده خور
دی له انګریز اوامریکایی سره پریو میزناسته وی،
پښتون چی اصلی پښتون شی دداسی بې پته انجلې سرکاټوی
ملالی چی بی بی سی ته قیصی لیکلی هغه وخت هم د cia په لاس کی وه
او اوس هم دcia په لاس کی ده،
الله جل جلاله خومسلمانو ښځو ته داوایی چی(وقرن فی بیوتکن)
(اوتاسو په خپلو کورونو کی اوسئ)دانه ورته وایی چی تاسی په لندن
او امریکا کی له انګریزانو سره تماشی کوئ،
علم چی پرښځّه فرض ده هغه دینی علم هغه په کور کی هم زده کیږی
ددې ضرورت نشته چی لندن ته پسی ولاړه شی،


اتل
23.12.2013

طیب زابلئ صاحب، السلام علیکم
یعنې تاسې وایاست چې[علم چی پرښځّه فرض ده هغه دینی علم هغه په کور کی هم زده کیږي].
نور محترمان دې هم په همدې ټکې وغزیږي، چې واقعاً اسلام همدغه غواړي، او که اسلام غواړي چې ښځه دې هم نارینه غوندې، ډاکتره، نرسه، او انجینیره شي او په نورو علمو کې سبق ووایي؟

طیب زابلئ صاحب، بښنه غواړم یوه شخصي پوښتنه راته پیدا شوېده.
لیکنې، او عبارات خو دې ټول د پښتانه دي.
دا نجلۍ لکه فارسې زبان ولې [انجلۍ] لیکي؟
د فارسي ژبې اهل خو یې نشي ویلئ، لکه زمرئ-ایزمرئ، سټوډنت-اېسټوډنت، سپین-آېسبین او داسې نور.
په درناوي.


watan jan
24.12.2013

د سنټکام شیطانان څومره سپین سترګي دي
د استخباراتي ډرامو دغي کوچنۍ نانځکي ته یو چا ډیر ښه ويلي:
(په سوات کې د طالبانو د خوځښت نه مخکې په زرهاوو انجونې ښوونځیو او کالجونو ته تللې او وروسته هم ځي، ایا ویلی شې چې ولې یوازې ته د هغوی د ویشتلو په لیست کې راغلی؟؟؟
ته وایې چې د ملالې ورځ ستا ورځ نه ده بلکه د هر هغه چا ده چې د خپلو حقوقو لپاره یې غږ پورته کړی وي. پوښتنه دا ده چې ولې د امریکايي میرمن (ریچل کوري) په نامه دغسې یوه ورځ نه نومول کیږي؟ ځکه هغه بلډوزر چې دې ترې لاندې ساه ورکړه د اسرائیلو وه. ولې د (عافیه صدیقي) په نامه دغسې کومه ورځ نه ټاکل کیږي؟ ځکه چې د هغې پیرودونکي امریکایان دي. ولې دغسې ورځ د فیضان او فهیم په نوم نه یادیږي؟ ځکه چې د هغوی قاتل رایمنډ ډاویس [امریکايي] وه. ولې دغسې یوه نړیواله ورځ هغو ۱۶ بې ګناه افغان میرمنو او ماشومانو ته نه ډالۍ کیږي چې د امریکايي رابرټ بلس لخوا په شهادت ورسیدل؟ ځکه چې قاتل یې طالب نه وه.

زما پوښتنې ته په ایماندارۍ جواب راکړه، که چیرې ته د امریکایانو د بې پیلوټه الوتکو په برید کې ویشتل شوې وې ایا دنیا به شیبه په شیبه ستا د روغتیايي وضعیت په اړه معلومات خپاره کړې وی؟ ایا ته به د "ملت د لور" په لقب یاده شوې وی؟ ایا خبري رسنیو به ستا په اړه شور او غالمغال جوړ کړی وی؟ ایا جنرال کیاني به ستا پوښتنې ته درغلی وی؟ ایا د نړۍ میډیا به په دوامداره توګه ستا په اړه راپورونه نشر کړی وی؟ ایا ته به ملګرو ملتونو ته وربلل شوې وی؟ ایا د ملالې نړیواله ورځ به اعلان شوې وی؟

د ۳۰۰ نه زیاتې بې ګناه ښځې او ماشومان د بې پیلوټه الوتکو په بمبار کې وژل شوي دي خو هیڅ څوک يې په غم کې نه دي ځکه چې حمله کوونکي د اوچت تعلیم درلودونکي، غیر متشدد، او سوله خوښي امریکایان دي.)


اتل
06.02.2014

وطن جانه، السلام علیکم
یو ښامارپه یوه ښار باندې آموخته شوئ ؤ، او هره جمعه به یې چې حمله وکړه، یو یا دوه ښاریان به یې ژوندي تیرکړل او يوشمیر نور به یې کنډ او او کپر کړل. ښامار به یوه هفته يیله بیله دغه لمړۍ هضم کړه او دبلې جمعې په ماښام به بیا وشیشنیده، د خولې نه به یې د اور لمبېې ختلې، او بیا به شاریان په چيغو او واویلاوو شول.

د خدای کړه وو د بنده ورته کاته وو، سپور په دیوال ؤ، وږې د کال ؤ، شین نیت د بودۍؤ.
ښاریان چې نورد ښامار نه تر پزې راغلي وو، پاچا ته یې عرض وکر چې ستا قربان شمه، ستاسې په قلمرو کې ستا ښاریان ښامار تر پزئ راوستي. ته چې پر موږ پاچاهي کوي، نوزموږ ساتنه هم پر تاسې لازمه ده.

پاچا چې د ښامار د وژلو جوګه نه ؤ، نو یې ښامار ته مرکه ورولیږله، او دئ موافقې ته ورسره ورسید چې د هرې جمعې په شپه به یو اوښ په غوښو بار او په غوښو برسیره یوه پیغله ناسه ستاد غار ورسک ته در استوو، خوره یې او نور نو په ټول ښار غوغا او ماتم مه ګډوه.

ښامار داخبره ورسره ومنله. پاچا او وزیران یې دښار د اساتازو سره دې فیصلې ته ورسیدل چې حکومت به یو اوښ او یو بار غوښې برابروي، او ښاریان به د کورنۍ په سرپه نوبت یوه پیغله ورکوي چې ښامار یې وخوري.

دې کار څو کاله چې دوام وکړ، بالاخره د پاچا د لور نوبت راورسید.پاچا په ښار کې جار چیانو ته امر وکړ چې د پاچا دا اعلان خپور کړي، هرځوک چې دا ښامار مړ کړي، پاچا به خپله لور او یوه توبره طیلا ورکړي. ښاریان چې د ښامار د خونخوارۍ نه خبر وو، هیچا جرئت نشو کلای چې ځان په ښامار وخوري.

یو بیچاره کلیوال ځوان چې ښار ته ورغلئ ؤ، دا نغاري او جارچیان یې چې ولیدل، ویې پوښتل چې پدې ښار کې دا غوغا ولې ګډه ده؟ کله چې په کیسه پوه شو پاچا ته يې ځان ورورساوه، او ورته ویې ویل چې دا شامار زه وژنم. پاچا ورته وویل چې ورځه ساده پټانه ځان په ښمار مه خوره. دا ښار د عالمانو، توریالیو، او پهلوانانو ډک دئ، دوی دا کار نشي کولۍ نو ته به یې ځنګه وکړې؟

خوارونجوکي لیربه ورته وویل چې یوه ښه اوږده تیره توره او لوردې د یو اوښ بار غوښو سره راکړه،نور کار ماته پریږده.
اوږده کیسه به را لنډو کړو، دا ټول شیان کلیوال ساده لیربه ته ورکړل شول او د ښامار دغار په درشل کې یې اوښ ګونډه کړ. سړئ د اوښ تر شا پت شو، خو کله چې ښاماردغار نه په شیشنیدو راوووت،نو سیلاو غوندې اوښ او نجلۍ ته را لنډو او خورونجوکئ سړئ ور مخ ته شو چې د تورې دیتغ مابین یې په لاسونو کې ټینګ نیولئ ؤ، ښامار اول دهغه تیرول پیل کړل. هرځل به چې ښامار زور وکړ چې سړئ تیر کړي، د شامار خوله به نوره هم سره څیرېدله، خو لنډه دا چې خبره دې اند ته را ورسیده چې ښامار په رمباړو شو او داخه توخه ولوید. سړئ پسې راپورته شو او د ښمار ګیډه یې و رڅیره کړه او ویې واژه.

پاچا خپله لور د طیلاوو سره لیربه ته ورهکړه، دوی سره کوراو اور شول او زه ترینه راغلم.

وطن جان ورورجانه، مشهور کیږي خو هغه چې یا ډیر نیکو کاره قهرمان وي، او یا ډیر ظالم خونکلر، لکه طالبان. ددغو دواړو ډلو سره ارتباط عادي انسانان هم مشهور کوي.
ملاله ځکه مشهوره شوه چې د زماني د فرعونیانو، قاتلانو، بدعتیانو او تبهکارانو په مقابل کې ودریده.
الله دې وبښه.


pattang
06.02.2014

لوده خانه !
خوشې ګډ یې ! دا دمومن خان ښامار دی او دا قصه دمومن
خان د ښامار په نوم مشهوره ده !
ښامارخو ستاسې هغه امريکایايې باداران دي چې ستاسو څخه ننګ او
ناموس برمته اخيستي او که قرارداد مو ورسره امضا نکه نو پرتوګ هم
درڅخه باسې ! او مومن خان خو هغه ملا عمردی چې دغه ظالم ښامار
به وژني او بې غيرتان به ترې ساتي !

دروغ وايه خو په شرعه روغ !
داسې درواغ مه وايه چې خپل شخصيت دې پکشې خرابيږي !
د امريکا دانترنېتي پروپاګندې لپاره دڅو دالرو په بدلون ټول انساني
اخلاق خرڅوې !
ملا له مخ کې له دې واقعې څو وارې له هولبروک او نورو جګ پوړيو
cia اجنټانو سره يوځای ليدل شوې ده او پلار دوؤس یې هم ورسره وو!
له ملالې غرب سلمان رشدي جوړ که ! ملاله دغرب داستخباراتو لامځکه
ده اوخپله جزا به وويني !
ملاله دغرب داستخباراتو په مرسته ملل متحد ته لاړه خبرې یې وکړې
يو کتاب يې چې نوم یې (زه ملاله يمه ) هم په مختلفو ژبو چاپ شوی
او په ټولو لويو کتاب پلورنځيو او حتا د خوراکي موادو په لويو
پلورنځيو کې ماهم وليد چې دملالې عکس یې هم په وقايه لګېدلی !

نو احمقه ته دې لوجيستيک او مارکېټنګ ته ګوره چې غېرې له خارجي
استخباراتو څخه يې بل څوک کولی شي!
بيا ددې کتاب د ترجمو مصرف په مختلفو ژبو او د تاليف مصرف یې
هغه دسوات ريچنه او دهغې برېتور بې ناموسه پلار ورکولی شي !

ددې کتاب ټول مصرف په مختلفو ژبو په لکونو دالر کيږي !


اتل
10.02.2014

السلام علیکم، شوده ګیه پتنګ خانه
ته د ملي هندارې خبرې دلته مه مطرح کوه دغه او دې ته ورته نورې وجیزې او افسانې د پند او نصیت دپاره دي او په کیسو او نقلونو کې د یوه ولس کلتور منعکس کوي.
ما هغه کیسه وطن جان ته چې پوښتنه یې کړې وه چې ولې بل څوک نه مشهور کیږي، چې ملاله مشهوره شوه.

ما ورته بیان کړه چې یو خو طالبانو په ملاله د قتل حمله وکړه، اوبل ملاله د طالباني ښامار په مقابل کې ودریده. دداسې ښامار چې اکثره نارینه یې مخ ته نشي دریدلئ، خو هغه پخپل ښځه توب پدې کامیابه شوه چې دطالبانو د مظالمو نه پرده پورته کړي، او ټوله نړۍ پرې را خبره کړي.


pattang
10.02.2014

وعليکم والسلام په نړۍ کې دوهم متفکره !
اوس لاره درڅخه غلطه شوې کله په سپينو سترګو درواغ وایې او کله
اپلتې !!!

[quote:4a1aa8a735="اتل"]السلام علیکم، شوده ګیه پتنګ خانه
ته د ملي هندارې خبرې دلته مه مطرح کوه دغه او دې ته ورته نورې وجیزې او افسانې د پند او نصیت دپاره دي او په کیسو او نقلونو کې د یوه ولس کلتور منعکس کوي.
ما هغه کیسه وطن جان ته چې پوښتنه یې کړې وه چې ولې بل څوک نه مشهور کیږي، چې ملاله مشهوره شوه.

ما ورته بیان کړه چې یو خو طالبانو په ملاله د قتل حمله وکړه، اوبل ملاله د طالباني ښامار په مقابل کې ودریده. دداسې ښامار چې اکثره نارینه یې مخ ته نشي دریدلئ، خو هغه پخپل ښځه توب پدې کامیابه شوه چې دطالبانو د مظالمو نه پرده پورته کړي، او ټوله نړۍ پرې را خبره کړي.[/quote:4a1aa8a735]


اتل
19.02.2014

السلام علیکم
پتنګ صاحبه، د پیغورونو نه تیر شه، یا منطقي بحث وکړه، او یا وزرونه واړوه[زرک چې لره شي په قفس کې وزورونه واړوي، ځان چوملک کړې اولکې څوړه کړي]، بیا نو خلک وایي چې نور یې بس دې وزورنه یې واړول جنګ نه کي لره شو.
پتنګه الله دې بصیرت در په برخه کړي.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more