د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

دشکمنوکسانودوژني نوې لړۍ

طیب زابلی *
17.10.2013

دکرزی حکومت که څه هم دببرک له حکومت سره څه توپیر خونه لری مګرخوبیاهم ځینی خلک یی دببرک دحکومت په نسبت په دې ښه ګڼی چی دکرزی په حکومت کی دملکی خلکو وژنه دومره زیاته نشته لکه دببرک په حکومت کی چی وه،مګرخواوس داسی ښکاری،چی دملی امنیت خاد اداره داهڅه کوی چی دوئ هم دملکی خلکو په وژنه کی دومره نوم وګټی لکه اګساد چی ګټلی وو،
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
تفصيل نېټه: پنجشنبه, 17 اکتوبر 2013 09:27 لیکوال: میوندسادات بـــــرخه:

په دې وروسیتوکي دکندهارښاراوورڅېرمه سیموکي یوځل بیادمرموزو وژنو لړۍ ګړندۍ شوې ده ،تېره اونۍ دسهېلي حوزې دبشري حقونو خپلواک کمیسیون وویل چي دکندهارښارله بیلابیلو حوزویې د مخفي وژنوپه اړه معلومات اوډیري عارضې ترلاسه کړي دي .

دبشري حقونو خپلواک کمیسیون وایې چي په مرموزه توګه دوژل شووکسانووارثان هره ورځ شکایت پاڼي ورته راوړي، دوی وایې چي خپلوان یې پولیسوله کورونواودکانونوڅخه بیولي اوڅو ورځي وروسته یې بیا مړي موندل شوي دي، لس ورځي وړاندي دکندهارښار ددوهمي حوزې له یخ کاریزڅخه پولیسو څلورتنه بیولي ووچي پنځه ورځي وروسته یې جسدونه په میرویس روغتون کي پیداشول.
دحاجي یارمحمدپه نوم یوکس وایې چي وروریې لس ورځي مخکي پولیسو ونیواوپنځه ورځي وروسته یې جسدپه داسي حالت کي وموندل شوچي پربدن یې دشکنجوډیري نښي وې ،همدارازیوبل تن تورجان وایې چي پولیسویې زوی ونیواوڅوورځي وروسته یې جسدپه میرویس روغتون کي پیداشونوموړی وایې چي زوی یې په چړواوبرچووژل شوی ؤ،محمداکبرچي په دغه سیمه کي چوکیدار دی دسترګولیدلی حال داسي بیانوي چي :«همدغودواړو وژل شووکسانودبوټو\لرګیوټال کاوه ،ماښام دپولیسو شین رنګه ټانګ راغلی اوهمداکسان یې له ځان سره بوتلل دادی چي وروسته یې مړي په میرویس روغتون کي وموندل شول». دکندهارښار ددوهمي حوزې خلګ وایې چي په دغه شپه دوه نورکسان هم پولیسوبیولي چي تراوسه یې دژونداومرګ حال معلوم نه دی .
یوبل کس دمولوي جمعه خان په نامه چي محله نجات کي یې امامت کاوه هم څوورځي وړاندي پولیسونیولی ؤچي داخترڅخه پنځه ورځي مخکي یې په همدې سیمه کي جسدپیداشوهمدې کس بیله دې چي ملا اوملاامام ؤبل جرم !! نه درلود.
دځایې خلګوپه ویناداسي هم ډیري پیښي رامنځته شوي چي پولیسود طالبانو سره دخپلوۍاویااړیکو درلودوپه تور خلګ نیولي اووروسته یې وژلي دي، همدارازپولیسودځینوکسانوکورونه هم په همدې تورچي دطالبانوسره رابطه لري ورنړولي دي.
سیمه ییزخلګ وایې چي : په یادو شوو وژنوکي دکندهار برحاله امنیه قوماندان (رازق )لاس لري .رازق تردې مخکي هم عام خلګ اوطالبان ترنیولووروسته وژلي اوجسدونه یې په لیروځایونوکي غورځولي چي وارثان یې په میاشتومیاشتوله مرګ اوژوندڅخه ناخبره وي .
دروان ۲۰۱۳ز،کال په (جون )میاشت کي هم رسنیوداسي راپورونه خپاره کړل چي دکندهار ولايت په ارغستان ، بولدک او تخته پول ولسوالیوکي دوه دیرش (۳۲)تنه طالب اسیران ددغه ولایت دامنیه قوماندانۍ مربوط اوسرحدي پولیسوله خواپه ډله ییزه توګه وژل شوي دي .
دعیني شاهدانوپه ویناچي :شپږتنه بندیان دارغستان په بالاژړه کي ،اووه کسه شین نري کي اوپنځه تنه توره ګاره کي ،اته تنه دتخته پول ولسوالۍ په بوزوڅوکۍ کي اوشپږتنه اسیران دبولدک ولسوالۍ په قرارګاکي دامنیه قوماندان (رازق) په شخصي زندان کي شهیدان شوي دي .وژل شوي کسان لومړی په شخصي محبسونو کي شکنجه شوي اوبیاله بندخونوڅخه ایستل شوي په ډله ییزه توګه په بیلابیلوځایونوکي په شهادت رسول شوي دي .
په وژل شووکسانوکي زیاتره یې په دې جرم !! دکندهاردچارواکوله لوري له منځه وړل شوي چي دطالبانوسره په اړیکودرلودوتورن وو اویادطالبانودکورنۍ غړي اونژدې خپلوان وو،داسي به هیڅ ځای هم نه وي پیښ شوي چي داصلي تورن کس په ګناه دهغه دکورنۍ غړي اوخپلوان سزاشوي اوحتی وژل شوي وي خودکرزي رژیم دکندهارپه څېرپه نوروولایتونوکي هم همداډول شکمن کسان نیولي اووژلي دي .
په هرصورت دعاموخلګوسره زورزیاتی اود اسیرانوانفرادي اوډله ییزي وژني که ظاهرادقوماندان رازق له لوري ترسره کیږي ،خوواقعیت دادی چي دکندهارټول چارواکي په دغه وژنواوجنایتونوکي شریک دي ،ځکه دالومړی ځل نه دی چي بندیان وژل کیږي اویادولسي خلګوسره ناوړه چلندکیږي په ځلونوورته پښي ددغه ولایت په مختلفوولسوالیوکي ترسره شوي دي


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more