د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

د نورستان خلک يې ملاتړ کوي.

اتل
16.10.2013

محترمو لوستونکو، السلام علیکم
د نورستان د ولایت چار واکي وايي: دبې پیلوټه الوتکوبريدونه خورا اغيزمن وي او وسله وال نه سي کولاى چې په خلاص مټ وګرځي.
دا رپوټ خبریال خپور کړیدئ:
=====
د بې پيلوټي په پنځوسم بريد کې دوه وسله وال ووژل سول
24 میزان / تله 1392, 3:29

په افغانستان کې د امريکا د بې پيلوټه الوتکو د بريدونو په لړ کې يو ځل بيا دوه تنه وسله وال وژل سوي دي.
د نورستان چارواکي وايي چي تیره ورځ ناوخته ددي ولایت د وانټ وایګل ولسوالۍ په دروازګۍ سیمه کي امریکا بي پیلوټه الوتکو برید کړي.
د نورستان د امنیه قومندانۍ د امنیت امر سمونوال غلام فاروق وايي چي د یاد برید په ترڅ کي دوه تنه طالب وسله وال وژل سوي دي.
نوموړى زیاتوي چي د امریکا د بي پیلوټه الوتکو دا څه د پاسه پنځوسم برید دي چي په واڼت وایګل ولسوالۍ يي ترسره کوي.
هغه وايې چې د امريکا د بې پيلوټه الوتکو بريدونه هغه کسان په نښه کوي کوم چې يا خو ماينونه ايږدي او يا خو يې وسلي د هوا له لاري وليدل سي.
هغه وايې چې دا ډول بريدونه خورا اغيزمن وي او وسله وال نه سي کولاى چې په خلاص مټ وګرځي.
تر اوسه طالبانو ددي پیښي په اړه کوم غبرګون نه دي ښودلي
جاويد مندتوال:پارون
خپرونکی: عبدالمنان ارغند@ددغه متن ټول حقوق دخبریال ډاټ کام دي ،دخبریال ویبپاڼې دبشپړ نوم دیادولو پرته څوک حق نه لري چې زموږ مواد کاپي کړي میزان / تله 24, 1392.on October 16, 2013.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more