د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

ددوو فاجعو مخه نیول شویده.

میرویس
15.10.2013

السلام علیکم
د جوزجان د ولایت په مرکز د شبرغان په ښار کې پولیسو یو موټر سایکل چې په ډیرو شدیدو چاودونکو موادو بار ؤ کشف کړئ او بموه یې شنډ کړیدي.

له بېلې خوا د ارزګان د ولایت پولیسو هم بمې واسکټونه او د بمونو د جوړولو په وسایلو بار موټر چې دکندهار نه یې دغه شیان ارزګان ته وړل نیولي دئ.

که دغه بمونه استعمال شوي واي څومره مسلمانان به ې وژلي وو، او څومره تخریب به یې کړئ ؤ.

داسې ښکاري چې پولیس او کشفي دستګاوی قوي شوې، په افغان پولسو او پوځیانو هم د ولس اعتبار پوخ شوي، او همکاری ورسره کوي او په نتیجه کې ددغسې ناوړه پیښو مخه نیول کیږي.
د جوزجان او ارزګان دغه دوه رپوټونه خبریال خپاره کړی دي.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more