د موضوعګانو سرپاڼه

د منتخب اسلامی جمهوريت بنسټونه او ارزښتونه

د نورضرر د رسولو نه مخکې، د مضر چاره پکار ده

اتل
14.10.2013

محترمینو، اسلام علیکم
که ټولنې ته دچا د کړو وړو دضرر رسیدل ثابت شوي وي، نو دا بیا د ټولنې د هر غړي وجیبه ده چې د نور ضرردرسولو نه مخکې د مضر چاره وکړي. پدې برخه کی سهل انګاري د ولس سره ظلم او د خپل ضمیز شکنجه کول دي. د ا بالخصوص د هغو اډانو دنده ده، چې د عام ولس دسراومال د ساتنې وجائب ور په غلړه دي. د مشال رادیو رپوټ ورکړې چې د افغان قواوو په خاصو عملیاتو کې د طالباانو دڅلورو ډلو قوماندانان چې یو یې پاکستانئ دئ، د غزني د اندړو او ګیلان په ولسولیو کې د یوه بل وسله وال طالب سره وژل شویدي.

که دغه قوماندانان چې پخوايې هم قتلونه کړي او د ولس سراومال یې تباه کړیدئ، ژوندي پاتې شوي وای، خدای خبر چې مسلمان افغا ولس ته به یې څومره نور تلفات او تاوانونه اړولی واي.
ددغو قوماندانو مرګ د طالبانو د تحریک پر اډانه باندې یو بل جبران نا پذير ګذار دئ.
دالاندې رپوټ د مشال د رادیو دي:
=====
په غزني کې د څلورو ډلو مشران وسله وال وژل شوي دي
سید شاه سقیم
13.10.2013
غزني - افغان چارواکي وايي، د غزني په اندړو او ګيلانو ولسواليو کې د طالبانو پر ضد په تر سره شويو عملياتو او نښتو کې څلور تنه سرګروپان او يو بل وسله وال وژل شوي دي.

عمليات تېره شپه د اندړو ولسوالۍ په جمال او بتان سيمو کې شوي او نښته بيا نن سهار وختي په ګيلان ولسوالۍ کې د ملي اردو او طالبانو تر منځ شوې ده.

په غزني کې د ۲۰۳ تندر قل اردو د درېيمې لوا وياند نظيف سلطاني وايي، په عملياتو کې يې له وسله والو څخه سپکې او درنې وسلې هم نيولې دي.

دی وايي، نه په عملياتو کې سرتېرو ته کومه مرګ ژوبله اوښتې او نه هم په نښته کې دوی ته ځاني زيان اوښتی دی.

((د اندړو ولسوالۍ په جمال او بتان سيمو کې مو عمليات درلودل، چې پکې د طالب وسله والو څلور تنه سرګروپان وژل شوي دي. وژل شوي سروګرپان ملا قديم، ملا يونس، ملا قادر او يو بيا پاکستانی دی چې، ملا عبدالله نومېږي او په اسلام مشهور وو. په دې سربېره په ګيلان ولسوالۍ کې د ملي اردو او طالبانو تر منځ نښته شوې چې پکې يو تن وسله وال وژل شوی او يو بل ژوبل دی.))

تر اوسه پورې لا طالبانو په دې اړه څه نه دي ويلي.

د شنبې پر ورځ هم د غزني په ګيلان ولسوالۍ کې چارواکيو د دوولسو تنو وسله والو د وژلو دعوه کوله، خو طالبانو دغه شمېره دوه تنه ښوده او د اوو تنو پوليسو د وژلو او ټپي کولو ادعا يې کوله.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more