د موضوعګانو سرپاڼه

د منتخب اسلامی جمهوريت بنسټونه او ارزښتونه

د پولیو د واکسیناسیون توپیر په پاکستان او افغانستان کې

میرویس
07.10.2013

ګرانو وطنوالو، السلام علیکم
ګرانو وروڼو او خویندو، دا زموږ ټولو اخلاقي، ټولنیزه او اسلالمي وجیبه او په مور اوپلار فرض ده چې خپل ماشومان د پولیو یا ماشومانو د فلج د مرض نه په امان کړي، او پرې نږدي چې ابدې شل او شوټ شي. پدې حصه کې غفلت جنایت دئ. دډېوې رادیو رپوټ وايي چې پیښورته نږدې په بډه بیره کې په روغتیایي مرکز کې چې واکسیناتوران د پولیو په واکسیناسیون لګیا وو، وسله والو د لیرې نه دکنترولیدونکې بم په ذریعه د واکسیناتورانو د ساتنې دپاره د پولیسو موټر په بم والوزاوه، دوه تنه یې ووژل او یوولس یې زخمي کړل.
دادئ د وسله والو اسلام، وطن او راتلونکي نسل ته خدمت.

خو د سرحد نه بیا پورې غاړه په جلال آباد کې باقایده د پولیو واکسیناسون په پوره امن کې په درز روان دئ. دا ځکه چې د افغانستان د طالبانو مشرملا محمد عمر آخند او د طالبانو قیادت، د ملک د ماشومانو حفاظت هم اسلامي وجیبه ګڼی او هم خپل ملی مسؤلیت.

خو د پاکستان طالبان چې په خوله د ملامحمد عمر آخند د مشرتابه د اطاعت ناغرې ډنګوي، په حقیقت کې خپله ځانکړي آجنډا لري، او نه غواړي چې د افغان طالبانو د مشر اوامرو ته غاړه کیږیدي.

پولیو داسې ناروغي ده چې ماشومان د ابد دپاره معیوب کوي او هیڅ ډول علاج نلري. تاسې کولای شي چې د دریو څاڅکیو په واکسین ورکولو خپل ماشومان ددېموزي مرض نه د ابد دپاره خوندي کړئ او د خپلو ماشومانو په مقابل کې خپله اسلامي فریضه ادا کړئ.
الله دې پدې لار کې توفیق درکړي.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more