د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

سرقلفی په اسلام کي

وزیري
04.10.2013

السلام علیکم

محترمینو غواړم چی د سرقفلی په باره کی اسلامي نقطه نظر پیدا کړمه. که په دي باره کی له چاسره معلومات وی نو مهرباني وکړی راسره شریک یی کړی.

بله پوښتنه می دا ده چی دي سرقفلی ته په اردو کی څه وایی. غواړم چی له همدي طریقه د اردو کتابونه هم پسي ولټوم. په اردو ژبه کی د مفتی شفیع او مفتی محمد تقی عثماني ډیر کتابونه شته چی په دي باره کی به یی لیکنې کړي دي خو چی اوس یی نوم پیدا کړمه.

والسلام



ع کريم حليمي
05.10.2013

السلام علیکم و رحمة الله و برکاته
محترم او مکرم وزیري صاحب ، هغه زموږ په اصطلاح خدای دي راوله
پسله دېر اوږده غیاب وروسته دي سر راښکاره کی ، خدای دي وکي چه ښه صحت او سلامت او عافیت کي اوسې

ډېره ضروري او پر ځای او زمان برابره موضع مو مطرح کړه

ګرانه ! سرقلفي او خلو الرجال هم لکه هره بله حقوقي مسئله چه په یوه وخت او زمان او شرائتو کښي ناروا او په بل قسم شرائتو کښي بیا د روا حکم لري

چه په لنډ ډول درته وايم ، یو هغه سرقلفي ده چه د صاحب محل او او کراهدار تر منځ عقد لیکل شوی وي ، او بل بیا هغه سرقلفي ده چه د اجر او صاحب محل تر منځ لیکلی عقد او قرارداد وجود ونه لري

نو د روا او ناروا خبره تعلق پېدا کوي ، په عقد پوري
که تاسو موږ ته د عقد (تَكْتُبُوْهُ صَغِيرًا أَو كَبِيرًا إِلَى أَجَلِهِ )په باب معلومات راکړي ، نو بیا پر دغه مسئله صحیح بحث کېدای سي

درنښت


وزیري
06.10.2013

وعلیکم السلام ورحمة الله وبرکاته

محترم حلیمي صاحب ستا سوال به کیدای شي چی ډیر څه له ځانه سره ولري خو که ریښتیا درته ووایم ما ونه شول کولاي چی په دي باندي وپوهیږم چی زه د عقد په څه شی باندي وغږیږم او د عقد تعریفول به څه فایده وکړي.
ځکه که زه ساده ساده ووایم چی عقد په لغت کی تړلو او په اصطلاع کی وعدي ته وایی لکه اوفوا بالعقود کی چی راځي نو دا به سرقفلی ته څه فایده وکړي.

عقد او دا ایجاب او قبول د طرفینو به فکر کوم چی روښانه ټکي وي، نو که په موضوع باندي مستقیم وغږیږو نو دا به بهتره وي.

والسلام



ع کريم حليمي
06.10.2013

ګران او محترم وزیري صاحب ، زما سلامونه ومنه (السلام علیکم )
محترما ، سرقلفي خط یا عقدالایجار او استاجر شیئا او یا په انګلیسي ژبه lease لازم شئ دی ، د صاحب محل او کرهدار تر مینځ خط لیکل (lease) لازم دی ، او دغه خط باید په داسي یو عالم سړي ولیکل سي چه هم پر قانون وضعي او هم شریعت باندي غالبه پوهه ولري (ولِیُّهُ بالعدل )

هره هغه معمله او رانیول او خرڅول چه عمر ئې لس دقیقې وي ( لکه په بازار کښي کالي رانیول ) په شریعت کښي اجازه لري چه ، بېله لیکلي عقد نه تر سره شي ، (فلیس علیکم جناح)
که موږ را ولاړ سو او لاس په لاس نقدي (تجارتی معاملاتو) ته اسناد رسیدونه ولیکو نو هم اجازه لرو لکه سره زر او الماس .........او داسي نور ...... رانیول

داچه زما ملک او جایداد بل چاته په اجاره / کرایه ورکوم ، او هغه هم بیا د شل کاله او یا لس کاله او یا د ۹۹ کالو لپاره نو فرض ده چه یو وسیع او جامع کرار داد خط و جود ولري

لنده ئې دا چه زه هیڅکله دا نه درته لیکم چه سرقلفي ناروا ده او یا ووایم چه روا ده پر کومه بناء او انشاء ووایم ؟؟؟چه سرقلفی روا ده او یا ناروا ، او که د روا او ناروا حکم کوم نو دا دنن ورځی د مغلق ژوند په اساس به زه درې زره احتمالي مسئلی لیکم ، او هري یوې ته به جواب لیکم چه امکانات ئې نسته راسره !

روا او ناروا خبره معلقه ده په کرارداد خط پوری ، که په کرارداد خط کښي داسي قواعد او الـــــــــــفاظ لیکل سوي وه چه د شرعت او وضعي قانون سره په ټکر کښي وي نو معامله د لوړه سره فاسده ده
او که کرارداد خط (lease) د شریعت او وضعي قانون تر نظارت لاندي لیکل سوئ وو ، نو قرقلفي حلاله او اخستل ئې روادي

درنښت


وزیري
07.10.2013

محترم حلیمي صاحب د سرقفلی یو مثال ولیکه چی احمد او محمود یی په خپل منځ کی کوي او بیا یی ته د رواء او نا رواء طرفونو ته هم اشاره وکړه چی که داسی وشی نو رواء ده او که داسی وشي نو نارواء ده. مننه



ع کريم حليمي
07.10.2013

درندو لوستونکو السلام علیکم و رحمة الله ،

محترم وزیري صاحب
احمد = المؤجر = (صاحب محل)
محمود = المستأجر ( کریدار)

مثلآ ۸۰ یمه ماده : د نړۍ د اقتصادي نظام په اساس د محل کراهه به هر کال لس فیصده لوړه کیږي ، خو المستأجر خواهش کوي له المؤجر نه ، چه کراهه دي لس فیصده نه جګیږي ، پنځه فیصده دي د کاله جګه شي ، د دغه تنزيل قيمت په عوض کښی المستأجر و المؤجر ته شل زره افغانۍ نقدي ورکوي تر دغه دمخه چه محل تصرف کړي ،

نو د داسي الفاظو په استعمال سره دغه ۲۰ زره افغانۍ حلالي دي
که په بل رنګ امېزۍ سره ولیکل سي بیا ممکن حرامي سي

درنښت



ع کريم حليمي
09.10.2013

درنو او محترمو لوستونکو ، السلام علیکم و رحمة الله
په تېرو وختونو کي شخصي مالونه او هر هغه څه چه قابل د استفادې او قابل د تملک هم وه ( املاک ،ابزار، ژوندی مال )، د حقوقو له نظره پر دوه ډوله وه !!!چه عبارت وه له ( منقول او غیرمنقول ) ، او غالب ګمان کوم چه تر نن ورځي پوري په افغانستان کښي چه: کله د یوه متوفی مال وارثنو ته تقسمیږي هم عبارت ده ،د مال منقول او غیري منقول څخه

زه غواړم چه افغان او پښتانه علماء‌ توجه دا خبري ته راجلب کم چه پر منقول او غیري منقول سربېره Intellectual property ( معنوي هستي ) هم په رسمیت و پېژني او د میرات د تقسیم په وخت کښي ئې په تقسیم کښي داخل کړي‌ ، البته نن سبا په افغانستان کښي هم خلګ Intellectual property لري

درنښت


وزیري
09.10.2013

وعلیکم السلام ورحمة الله وبرکاته

محترم حلیمي صاحب داسی نوي خبرو ته لږ تشریح او مثالونه ورکوه.
زما په نظر دا قسم هستي تش په نامه د ملکیت په څیر ده ولي نور اوصاف یی منقول او غیر منقول ته ندي ورته.

خو بیا هم زما معلومات په دي باره کی کم دي. په دي هیله چی مونږه په خپل طرزتفکر پوه کړي.

والسلام



ع کريم حليمي
11.10.2013

محترم وزیري صاحب ، السلام علیکم

محترم وروه ، اختراعات په هیڅ شکل د اشکالو نسي کیدلی چه منقول او غیر منقول ته دي ورته وي
اختراع یو ماهیت دي او زه ئې خرڅولو حق لرم ، او د دغه ماهیت خرځېدلو او رانیول لپاره نوي فقهي ته ضرورت سته

ماهیت هغه شي ته هم ویل کیږي چه تنها په فکر کي موجود وي وجود لري اما ابعاد ثلاثه نه لري

درنښت


طیب زابلی *
13.10.2013

السلام علیکم ورحمة الله
وزیری صیب دسرقلفی په مطلب نه پوهیږم
که یی تعریف له مثال سره وړاندی کړی نوښه به وی
چی په موضوع می سرخلاص شی



ع کريم حليمي
18.10.2013

دیر دروند طیب زابلی صاحب ،محترم وزیري صاحب او درندو لوستونکو ، السلام علیکم و رحمة الله و برکاته

[quote:5b68a94abd]لسلام علیکم ورحمة الله
وزیری صیب دسرقلفی په مطلب نه پوهیږم
که یی تعریف له مثال سره وړاندی کړی نوښه به وی
چی په موضوع می سرخلاص شی[/quote:5b68a94abd]

زابلي صاحب ، دېره ښه پوښتنه مو کړېده ، زموږ علماء احناف ندي توانېدلی چه سرقلفۍ ته تعریف جوړ کي ، او دغه علت دی چه د پښتنو اکثریت نه زیات او که ووایم ټول علماء سرقلفي حرامه ګڼي ،

زه بېخي دېر کوښښ کوم چه یو تعریف ورته جوړ کم ، له ځان سره څو مختلف تعریفونه لرم او له علماء سره مي شریک کړي ، خو تر دغه ګړیه پر تعریف نه یوو موافق سوي یعني د سرقلفۍ لپاره یو تعريف كامل قطع نه لرو

که غواړی چه سرقلفي و پېژنی ساده خبره ده ، کریدار خپل دوکان خرڅول په داسي حال کي چه د دغه ملک (دوکانreal estate )
شرعي خاوند نه دی ، په بل عبارت: خرڅوونکي تنها کریدار دي د دغه دوکان

درنښت


وزیري
18.10.2013

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته:
محترم زابلي او عبدالکریم حلیمي صاحب که ریښتیا درته ووایم زه یی هم حیران کړی یمه چی د سرقلفی صحیح تعریف او عقد په څه طریقي سره وي. خو زما معلومات داسي وایی چی:
یو دوکان ده چی اصلي مالک یی احمد ده
احمد غواړي چی دا دوکان په سرقلفی باندي بشیر ته ورکړي
احمد اوس بشیر ته وایی چی نن سبا دا زما د دوکانو په شان دوکانونه په ۲۰ لکه افغانی پلورل کیږی.
ته ماته ۵ لکه روپی اډوانس راکړه او د میاشتي به دری زره کرایه وي بیا دا دوکان زه تاته په سرقلفی درکړم.
بشیر ۵ لکه روپی احمد ته په ورکه ورکړي، یعنی که بشیر دا دوکان سبا هم پریږدي یا یی لس کاله بعد هم پریږدي نو ددي ۵ لکو روپیو واپسي به احمد بشیر ته نه ورکوي.
احمد به له بشیر نه د میاشتي دری دری زره روپی کرایه اخلي او ۵ لکه خو یی نوشی جان کړي.
دا ۵ لکه روپیو ددي دوکان سر قلف که او د سرقلف نه معنی دا شوه چی اوس احمد چی ددي دوکان اصلي مالک ده بشیر له دي دوکان نه نشی باسلي.
بشیر دا دوکان د ۵ لکه افغانیو په بدل کی داسی محفوظ که چی مالک یعني احمد نور ددي واک نلري چی کرایه دار یعنی بشیر ته ووایی چی دوکان خالي که. احیانا که احمد بشیر ته ووایی چی دوکان خالي که او هغه ۵ لکه روپیه به دي هم درکړم. بیا هم که د بشیر خوښه شی خالي به یی کړی کنه اصلی مالک یعنی احمد نشی کولای چی په بشیر زور وکړی او ویی باسی.
احیانا که دا دوکان د دولت په نقشه کی راغی او بالکل له منځه لاړ. نو احمد په بشیر څه نه لری او بشیر په احمد څه نه لري. نه به بشیر احمد ته کرایه ورکوي او نه احمد بشیر ته بیرته هغه ۵ لکه روپی ورکی.
اوس بشیر دا هم کولای شی چی دا دوکان بل چاته په عین قسم په سرقلفی ورکړی او له بل سړي نه ۱۰ لکه سرقلفی واخلی او د میاشتي ترینه ۵ زره کرایه واخلي.
په سرقلفی کی د دوکان اصلي مالک ته پوره واک نه پاتي کیږی او کرایه دار هم پوره واک نه لري چی دا دوکان بایباد خرڅ کړي.

والسلام



ع کريم حليمي
18.10.2013

محترم او مکرم ورور وزیري صاحب ،السلام علیکم و رحمة الله

په داسي توضح لکه تاسو چه واضح کړه ، دامعامله نارواء ده
د ناروا سببونه :
۱) د اصلي مالک حق مسلم (تصرف)تر پښو لاندي دي
۲) هره معامله ( بېله نکاح شرعي‌) باید اجل مسمی ،مدت معین ولري
۳) دا معامله په مرور د زمان د ډېرو شكونو او شبهو ډکېږي
۴) په دغه معامله کښي عدل نسته

د اسلام په مقدس دین کښي : پر هــــــــره هــــــغه معامله چه فساد بنا کیږي ، یا په طویل مدت کښي فساد پر بنا وي ،نو معامله حرامه ده (لاتفسدوا فی الارض)

درنښت


s.sharifi45
28.03.2014

کاشکي مو لومړی همدغه خبري ته همدغه تشريح ور کړېوای هوکې که په ارعندابي اصطلاح درته ووایم سر قلفي د دوو کلمو څخه جوړه ده یوه[سر]کلمه چي معنايي ددکان چت،بام بلل کيږي او بله [قلفي]کلمه ده چي معنايي د
تړلو،ثابت پاته کېدلو ،او سمېدلو ده نو تعریف به يې داوي
هغه بیعه چي ددکان سر به ور پکښي سالم پاته وي ،که چيري دکان ونړيږي نو بیعه به ختمه او پیسې به بیرته اصلي مالک ته پا ته وي
حکم
دابیع ناروا ځکه ده
۱مالک يې سم نه دی معلوم ،که دکان جوړ وي داحمد دی اوکه خراب سو دمحموددی نو لانجه رامنځ ته کيږي
۲یو لا هم دتصرف حق نه پکښي لري
۳نه خرڅ بلل کیږي اونه کرایه ،که خرڅ دی نو نېټه ولي پکښې ده اوکه کرایه دی نو نېټه يې معلومه ولي نه ده
۴واقعه
یو وخت همدا بیع دوو کسانو سره وکړه رانیونکي فکر وکړ چي که دوکان ونړوم بیا يي محکمه جوړ کړم ژر به نه نړيږي کله چي همداسي وسول او دوکان يې ونړاوه نو مالک دوکان ترې واخستی خو ده ورته وویل چي داخو ما ونړوی خپله نه دی نړېدلی چونکي دایوه باطله بیعه وه نو ددواړو لانجه زیاتېدله او نه خلاصېدله. او داقصه زما دوړوکوالي په وخت کي رامنځ ته سوه
خو نه پو هېږم چي غیر مقلد به دغه بیع څنګه بولي او دلیل به يې څه وي ؟
په حنفي مينه


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more