د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

دحضرا سعد بن معاذ رضي الله عنه ژوند او مناقب

حلیم یار فطرت
09.09.2013

دحضرت سعد رضی الله عنه اسلام-
کله چی رسول الله صلی الله علیه وسلم دحج په موسم کی دیثرب(مدیني) خلگو ته داسلام دعوت ورکړاو دهغو له جملي څخه یو شمیر یی مسلمان شول او بیرته خپل دیار ته وگرځیدل نو هلته یی په پټه سره داسلام مقدس دین دعوت پیل کړ په کمه موده کی دمسلمانانو تعداد هم زیات شو دیثرب مسلمانانو یو پلاوی رسول صلی الله علیه وسلم ته ورولیږی ترڅو دوی ته یو مبلغ راواستوی او دوی ته اسلامي ارشادات ورو ښيي
رسول صلى الله عليه وسلم مصعب بن عمير رضي الله عنه ورته راواستاوو
په پټه داسلام دعوت او تبلیغ جاری وو یوه ورځ داسلام سفیر مصعب بن عمیر دبنی عبدالاشهل كورني مشر او دأوس قبيلي سردار سعدبن معاذ رضي الله عنه ته داسلام دعوت وركړ او حضرت سعداسلام قبول كړ
كله چی سعد بن معاذ په اسلام مشرف شو داوخت یی عمر یودیرش کاله وو خپله کورنۍ (بنو اشهل) یی مخاطبه کړه: کلام رجالکم ونسائكم حرام على حتى تسلموا.(ترڅو مو اسلام نه وي راوړي ستاسو دنارنينه و او ښځو سره خبري كول پر ما حرامی دي)
هغه و چی دقبيلي ټولو كسانو يي خبري ته لبيك ووايه او په اسلام مشرف شول
دحضرت سعد بن معاذ رضی الله عنه شخصیت او په قوم کی یی رسوخ-
دی په خپل قوم کی ترټولو محبوب اوخوښ انسان وو دده خبره د ټول قوم لپاره دامر په معنی وه چی هیڅ کله یی دده له امر نه سر غړونه نه ده کړی
حضرت اسعد بن زراره رضی الله عنه چی د مصعب بن عمیر رضی الله عنه کوربه وو یوه ورځ په خوشالی سره مصعب رضی الله عنه ته راغی ویل:
زما تر شا دقوم یو سردار راروان ده که چیرته ده ستا خبره ومنله نو په الله قسم که دهغه له قوم څخه یوم هم دهغه له خبری سرغړونه وکړی
دا سردار حضرت بن معاذ رضی الله عنه وو.
کله چی یی خپل قوم ته په خطاب کی وویل :
ای قومه! زما خبره په تاسو کی کوم حیثیت لری؟
نو ټولو ورته وویل چی ته زموږ سردار یی، ته زموږ ترټولودښه فکروالا یی ، ته ترټولو امین اوترټولوبهتره انسان یی ستا خبره موږ ته منظوره اومنلی ده
دا هغه ورځ وه چی ده اسلام راوړی وو او دده په یوه خبره دده ټولي قبيلي هم اسلام منلي وو.
حضرت سعد بن معاذ رضی الله عنه هغه جليل القدر صحابي ده كوم چی دبدر،احد او خندق په غزاگانو کی شریک شوی وو
داهغه مبارک انسان ده چی دژوند یوازی شپږ کاله یی په اسلام کی تیرکړل خو كومه ورځ چی وفات شو پاس عرش په ښوریدو شو.
وایی خلگو به ویل چی ای سعده پر تا دی دالله رحمتونه وی ستاهغه کوم اعمال وو چی دژوند په دغو شپږو کلو کی یی دومره خپل الله ته ورنژدی کړی وي؟
دحضرت سعد بن معاذ رضی الله عنه دمرگ په ورځ عرش ولړزیدی.
له عبدالله بن جابر رضی الله عنه نه روایت ده چی رسول الله صلی الله علیه وفرمایل: داهغه صالح انسان وو چی داسمانو دروازی ورته پرانیستل شوي...
كله چی رسول الله صلی الله علیه دمنافقانو نه داخبره واوریده چی ویل یی: په الله قسم په خپل ژوند می داسی ورځ نه وه لیدلی او دومره سپکه جنازی می تر ننه نه وه پورته کړی
نو رسول صلی الله علیه وفرمایل: په الله قسم نن اویا زره ملائکی د حضرت سعد دجنازی دلیدلو لپاره راغلی وی او دومره ملائكي ترننه پوری ځمکی ته نه وی راغلی.
دحضرت سعد دجنت څادر -
حضرت أنس رضي الله عنه وايي چی رسول صلی الله علیه وسلم ته چا دسندس او حریر څخه جوړه یوه جبه راوړه ټولو ته ډیره ښه ښکاره شوه
رسول صلی الله علیه وفرمایل: په هغه ذات می دی قسم وی دچا په اختیار کی چی دمحمد روح ده چی په جنت کی دسعد بن معاذ څادرونه به تر دی ډیر ښه وی
حضرت سعد رضی الله عنه په خپل ژوند کی د قریشو سره دغزا او په بنوقریظه چی دیهودو یوه قبیله وه دسترگو یخولوارمان درلودی چی په دریو غزاوو بدر، احد، او خندق کی یی دا ارمان پوره شو دخندق دغزا په ورځ په داسی حال کی په شهادت ورسید چی دبنو قریظه یهودی قبیله یی دمسلمانانو په لاس مغلوبه او ذلیله ولیدله.
وصلی الله علی سیدنا محمد وعلی اله وصحبه اجمعین ومن تبعهم باحسان الی یوم الدین


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more