د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

طالبانو په غزني کې يو ديني عالم وژلی

Ghani
06.09.2013

ټولو درنو افغانانو ته سلامونه او نېکې هیلې،
د غزني ولايت څخه رارسېدلي خبرونه وايي، چې طالبانو وړمه شپه د ۸۵ کلن مولوي نو رالحق پر کور بريد کړی او له دوه زامنو سره يې يوځای وژلي دي. ریپورتونه داهم وایي چې دغه مولوی صاحب د واقعی اسلام او په خاصه توګه په افغانستان کې د ورور وژنې پرضد خبری کولې. خو بیا یي هم طالبان هغه شهید کړ.
الله تعالی په واضحه توګه فرمایلي دي:
سُوۡرَةُ النِّسَاء
وَمَن يَقۡتُلۡ مُؤۡمِنً۬ا مُّتَعَمِّدً۬ا فَجَزَآؤُهُ ۥ جَهَنَّمُ خَـٰلِدً۬ا فِيہَا وَغَضِبَ ٱللَّهُ عَلَيۡهِ وَلَعَنَهُ ۥ وَأَعَدَّ لَهُ ۥ عَذَابًا عَظِيمً۬ا (٩٣)
ترجمه: او هر څوک چې مړ کړي کوم مؤمن په قصد سره (او د مسلمان دغه قتل روأ هم وګڼي) نو جزأ د ده دوزخ دي (په داسې حال کښی) چې تل به وي دې (دغه حلال ګڼونکی د قتل) په دوزخ کښې، او غضب (قهر) کړي دي، الله په ده باندې او لری کړي دي (الله) دا قاتل له خپل رحمت څخه او تیار کړي دي ده ته عذاب ډېر لوي.
پوښتنه دا دي چې طالبان ولي دغه راز د اسلام ضد کارونه کوي؟


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more