د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

ferterte

siamon
30.08.2013

السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته
ددی ښکلي پاڼي له ټولو ليکونکو ، کتونکو ، ويونکو او پوښتونکو وروڼو او خويندو څخه احترامانه هيله لرم ترڅو په راتلونکي کي هره پوښتنه بايد دځانته موضوع په بڼه مطرح کړۍ ځکه چی پخوا ډيری ارزښتمنی پوښتنی مطرح شوی خو له بده مرغه هغه دنورو موضوعاتو سره گډي وډي شوی او ماته يي په لـټولو کي خورا ستونزي راپبښي شوي .ځکه نو هيله من يم چی وروڼه دې ټکي ته پام وکړي.پدې ډول به يو مونږ ته په ځواب ويلو کي اساني وي بل به زمونږ ددی ښکلي پاڼي ليدونکي په اساني سره له هغه نه وړ گټه پورته کړي . جزاکم الله خيرا


وزیري
01.09.2013

له پیشنهاد نه مو ډیره مننه. خو دا راته ووایه چی دا عنوان یعنی ferterte څه معنی؟ خداینخواسته په کومه بله ژبه کی خو به کنځا نه وي . :lol: :lol: :lol: :roll: :roll: :roll:


حمید هڅــاند
01.09.2013

هههه.. ښه پوښتنه ده وزیري صیب! ما ته یې هم سودا اچولې وه، ښه شوه تاسې پوښتنه وکړه.

درنښت


وزیري
01.09.2013

زه خو داسی فکر کوم چی په کیبورډ باندي یی دواړه لاسونه ایښي دي او بیا یی صرف همدا چپ لاس لږ لیونی کړیده، ځکه چی ټول حروف یی د کیبورډ د چپ لاس دي.


مسلم قلموال
01.09.2013

[quote:2a924668cb="وزیري"]زه خو داسی فکر کوم چی په کیبورډ باندي یی دواړه لاسونه ایښي دي او بیا یی صرف همدا چپ لاس لږ لیونی کړیده، ځکه چی ټول حروف یی د کیبورډ د چپ لاس دي.[/quote:2a924668cb]
یاره وزیري صاحب نو څه درته ووایم، زه اسلامي خونې ته په منډه راغلم چې کیداي شې وزیري صاحب د اسلامي نظام څخه په دفاع کې د دیموکراسۍ په ټکولو کې خپله ونډه اخیستې وي او د ذمي په مقابل کې د مسلمان په قصاصولو د حلیمي صاحب سره د حنفي فقهې مطابق نیغ شوی وي چې دا ته څه وايې؟ دا په کومو ګډوډو سر يې؟
خو متآسفانه چې داسې نه وو او تاد ferterte پسې راغیستې وه، هاهاهاها
حیران دې ته یم چې تاسې او حذیفه او مؤمن مهاجر صاحبان د اختلافي مسايلو څخه پرته هغه مسایلو کې ولې برخه نه اخلئ چې د اسلام د ملا د تیر حیثیت لري لکه اسلامي نظام، او د مینځه تلل یې د اسلام د مینځه تلل دي.
د ferterte والا الفاظ که په پښتو حروفو کې ولیکل شي دا ترینه جوړیږي: بثقفثقث :lol:


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more