د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

دا څنګه مسلماني شوه؟

صبور
23.08.2013

ټولو درنو هیوادوالو ته د زړه له کومې سلامونه وړاندې کوم،
سنټرل اېشيا انلاين په خپل يو تازه خپاره شوي راپور کې ويلي دي، چې طالبان په خپلو ليکو کې کم عمره ماشومان شاملوي او بيا ورباندې وخت ناوخته خپله جنسي تنده ماتوي.
سرچينې، په دغه اړه له پخوانيو طالب چارواکيو، ديني عالمانو او د پاکستان له پوځي مامورينو سره خبرې کړې دي.
پېښور مېشتي ليکوال او خبريالان عقيل يوسفزي سنټرل اېشيا ته ويلي دي، چې ده په خپله هم په دغه اړه يو مفصل راپور تيار کړی دی او دا يې په ثبوت رسولې، چې طالب اورپکي پر هغو ماشومانو جنسي تېري کوي، چې له دوی سره د دوی په سنګرونو کې شپې تېروي.
ده ويلي دي، په دې اړه کره اسناد او شواهد هم په لاس کې لري، چې طالبان په باقاعده توګه د خيبر پښتونخوا د سرحدي سيمو ښوونځيو ته ورځي او هلته پکې ښکلي ښکلي ماشومان د ځان لپاره خوښوي.
الله اکبر، دا څنګه مسلماني شوه؟


Re: دا څنګه مسلماني شوه؟

pattang
23.08.2013

صبور جانه داخبرې او ارځانه بد اخلاقه پرو پاګنده چې دملا لې يوسفزۍ
پلار او يا يو بل اجنټ يوسفزی يې کوي پلان شوې هغه خبرې دي چې
دپنجاب مذدور نشنليستان يې خپروي داخبرې نوې ندي دا ډېر وار
تکراريږي ! خو متاسفانه د بګرام او دکابل په جنسي انسان خرڅونه
خولې پټېږي !!
دا ارځانه خبره له يوو جوړ شوي عکس سره ما دپسرلي دزامنو په پاڼه
تاند کې ولوستله اوهغه عکس مې هم وليد چې طالب له توپک سره داسې
ښکاره کوي لکه ششنېدلی بيا ڼګی !

افسوس چې دوښمن اوس په وارخطايې کې اخلاقي جرم هم کوي!

[quote:603de828f3="صبور"]ټولو درنو هیوادوالو ته د زړه له کومې سلامونه وړاندې کوم،
سنټرل اېشيا انلاين په خپل يو تازه خپاره شوي راپور کې ويلي دي، چې طالبان په خپلو ليکو کې کم عمره ماشومان شاملوي او بيا ورباندې وخت ناوخته خپله جنسي تنده ماتوي.
سرچينې، په دغه اړه له پخوانيو طالب چارواکيو، ديني عالمانو او د پاکستان له پوځي مامورينو سره خبرې کړې دي.
پېښور مېشتي ليکوال او خبريالان عقيل يوسفزي سنټرل اېشيا ته ويلي دي، چې ده په خپله هم په دغه اړه يو مفصل راپور تيار کړی دی او دا يې په ثبوت رسولې، چې طالب اورپکي پر هغو ماشومانو جنسي تېري کوي، چې له دوی سره د دوی په سنګرونو کې شپې تېروي.
ده ويلي دي، په دې اړه کره اسناد او شواهد هم په لاس کې لري، چې طالبان په باقاعده توګه د خيبر پښتونخوا د سرحدي سيمو ښوونځيو ته ورځي او هلته پکې ښکلي ښکلي ماشومان د ځان لپاره خوښوي.
الله اکبر، دا څنګه مسلماني شوه؟[/quote:603de828f3]


طیب زابلی *
26.08.2013

صبورخانه داشغال په خدمت کی خومو نورهر رنګه تبلیغات وکړل خوکار یی ونه کړ اوس مو هم داکیسه پیل کړه؟
ته ناخبره یی چی دطالبانوپه صفونو کی مطلق بی ږیری هلکان بند دی اوددې لپاره دطالبانودمشرانو لخوا باقاعده ایهات مقررده چی هغه وخت پروخت دطالبانوپرصفونو ایهاتی کوی اوله کوم چاسره چی بی ږیری هلک وی هغه له صفه باسی اودقانون مطابقه سزا ورکوی،
پرداسی خبروعقیده کول دابیخی دحماقت علامه ده
دطالبانو نظام که دومره فاسد اومردار وای اوس به یی دوخته لا مقاومت له لاسه ورکړی وای مګرداچی دوئ دولس کاله ددنیاله زبراوفرعونی طاقت سره مقابله وکړه اوهغه یی پرشاوتمباوو دایوازی دالله ج په نصرت سره کیدای شی دانه دپنجاب د وس کارده او نه دبل،
اوپه کوم صف کی چی داسی فاسد عمل شتون ولری له هغه سره هیڅ کله دالله ج نصرت نشی ملګری کیدای،
په مجاهدینو پوری بیځایه تهمتونه لګول داکوم منافقت ده؟

‎ ‎


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more