د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

فراه: د بالابلوک خلک دوسله والو پر ضد پاڅون کوي

اتل
20.08.2013

ګرانو لوستونکو، اسلام علیکم
دا لاندې خبر لراوبر خپورکړیدئ:
=====
فراه: د بالابلوک خلک دوسله والو پر ضد پاڅون کوي
لراوبر فراه
Larawbar.com 2013-08-20

تیره ورځ ناوخته دکنسک دکلي یوتعداد قومي مشرانو دفراه دوالي محمد شیرزاد سره دولایت مقام دغونډو په تالار کي غونډه وکړه. د فراه ولايت مطبوعاتي دفتر مسول عبدالرحمن ژوندی وايي لومړي دیاد کلي اوسیدونکو هریوه حاجی جنرال ملهم،حاجی امیر عوض دنورو په استازیتوب دخپل کلي وضیعت دفراه والی سره شیریک کړلو. همدا ډول یی دمحلي پولیسو دایجاد او دکارپیل علت او څرنګوالي په ډاګه کړو.

له فراه څخه په دې اړه په خپره سوې خبرپاڼه کي د يادو کسانو له خولې راغلي چي دڅه مودي راهیسي وسله والو زموږ دکلی وضیعت خراب کړي زموږ دکلي ډیر بیګنا ه خلک یی په شهادت رسولي ،آن تردي چي څه موده وړاندي یی زموږ دشورا ۳تنه په شهادت ورسول ،نور موږ طالبانو ته اجازه نه ورکوو چي زموږ ارام ژوند راخراب کړي او موږ غواړو دمحلي پولیسو په چوکاټ کي دخپلو خلکو امنیت وساتو.

د فراه والي محمدشيرزاد د وسله والو پر ضد د خلکو پاڅون ته د امنيت او پرمختيايي چارو په چټکه توګه پلي کولو کي د امنيت ټينګښت مهيم شرط ګڼلی دی.


طیب زابلی *
26.08.2013

(اوموږ غواړو دمحلی پولیسوپه چوکاټ کی دخپلو خلکوامنیت وساتو)
ولی نه؟ اربکیان خوبالکل په دې ارزی ځکه چی ټول غله،چرسیان،نشیان او لوچګان دی نوامنیت بیاولی نشی ساتلی؟

راشئ وګورئ بازار داربکیانو
ځان خبر کړئ په کردار داربکیانو
ماوراء له انسانیت نه بل عالم دی
که دولیدو روزګار داربکیانو
شرافت ننګ او غیرت حیا اوشرم
ټول ناچله دي په ښار داربکیانو
د اولس لوفر لوچک داړه ماران ټول
اربکي دي یا همکار داربکیانو
زموږ کلي کې اوس چرګې نه ورکیږي
غله ټول ګډ شول په کتار داربکیانو
کنډوالو کې اوس دبنګ ډډوزې نشته
چرسیان واړه شول په کار داربکیانو
کرک باز که کوتر باز که بچه باز وو
ټول پېیلي اوس په تار داربکیانو
خدای خبیث طیب عجب سره جلا کړل
پاک زموږ شول او مردار داربکیانو
اربک څه دي دکافر شکیرلي سپي دي
دغرب لاس کې دی اختیار داربکیانو
دوی لومړی هم دکافر دبګۍ خره وو
خو بیانوم شو جنګسالار داربکیانو
بیا ډیر وخت خسي کول ددوی روان وو
په ډاياک او ډي ډي آر داربکیانو
اوس چې سخته په کافر په جنګ کې راغله
دادی بیا شولو اوس وار داربکیانو


Re: فراه: د بالابلوک خلک دوسله والو پر ضد پاڅون کوي

pattang
26.08.2013

اتلکه ! له اربکي سره د cia زور دی زمونږ سره دخدای زور دیf
تر اوسه مو ۱۰۰۰ نفره مردار کړي او۳۰۰ يې تښتېدلي دي !
داسې به يې در ته تويې کړو لکه ملخ !!
مونږ شهيدانېږو دوی مردارېږي او بېغيرته غله ايمان نلري !

[quote:4e99d4eba0="اتل"]ګرانو لوستونکو، اسلام علیکم
دا لاندې خبر لراوبر خپورکړیدئ:
=====
فراه: د بالابلوک خلک دوسله والو پر ضد پاڅون کوي
لراوبر فراه
Larawbar.com 2013-08-20

تیره ورځ ناوخته دکنسک دکلي یوتعداد قومي مشرانو دفراه دوالي محمد شیرزاد سره دولایت مقام دغونډو په تالار کي غونډه وکړه. د فراه ولايت مطبوعاتي دفتر مسول عبدالرحمن ژوندی وايي لومړي دیاد کلي اوسیدونکو هریوه حاجی جنرال ملهم،حاجی امیر عوض دنورو په استازیتوب دخپل کلي وضیعت دفراه والی سره شیریک کړلو. همدا ډول یی دمحلي پولیسو دایجاد او دکارپیل علت او څرنګوالي په ډاګه کړو.

له فراه څخه په دې اړه په خپره سوې خبرپاڼه کي د يادو کسانو له خولې راغلي چي دڅه مودي راهیسي وسله والو زموږ دکلی وضیعت خراب کړي زموږ دکلي ډیر بیګنا ه خلک یی په شهادت رسولي ،آن تردي چي څه موده وړاندي یی زموږ دشورا ۳تنه په شهادت ورسول ،نور موږ طالبانو ته اجازه نه ورکوو چي زموږ ارام ژوند راخراب کړي او موږ غواړو دمحلي پولیسو په چوکاټ کي دخپلو خلکو امنیت وساتو.

د فراه والي محمدشيرزاد د وسله والو پر ضد د خلکو پاڅون ته د امنيت او پرمختيايي چارو په چټکه توګه پلي کولو کي د امنيت ټينګښت مهيم شرط ګڼلی دی.[/quote:4e99d4eba0]


اتل
27.08.2013

پتنګ صاحبه، اسلام علیکم
ته چې وایي موږ. مقصد داشو چې ته هم طالب یې. که ته حقیقتاً طالب یې او یا د طالبانو مدافع یې او د ولس د خیر ښیګڼې د پاره مبارزه کوي، نو ولې د صلحې ملاتړ نه کوي، چې درسته ورځ لګیا یې خلک جنګ ته هڅوې او پخپله په جرمني کې د غرب په امتیازاتو مزې، چړچې کوې او د خیر په غونډۍ ورته ناست یې؟

له یوې خوا د غرب د تمدن سره دښمني کوي، او له بلې خوا دې پکې اړولي د رباعي، یعنې د سود خوړلو د نطام په تقویه کې برخه اخلې او یو غربي نظام حمایه کوي، آیا دا منافقت ندئ؟
د الله نه بصیرت درته غواړم.


Takal Afghan
27.08.2013

دروغ دي.... دروغ


اتل
30.08.2013

تکل افغان وروره، اسلام علیکم
دروغ دي.... دروغ
وروره ته چې هر څه ته ددروغو خطاب کوي، ریښتیا ځشئ دي؟ بحث وکړه دروغ، د حقایقو او اسنادو په ښودلو ثابت کړه.
الله دې با مسؤلیته کړه.


Takal Afghan
30.08.2013

[quote:6027a951a6="اتل"]
وروره ته چې هر څه ته ددروغو خطاب کوي، ریښتیا ځشئ دي؟[/quote:6027a951a6]
په داسی مواردو کی ریښتیاهغه شی دي چي بيطرفه خلک يي ووايي
اوکه بیطرفه خلک نه وي بیاددواړو جانبینو دنظرداخیستلووروسته قضاوت کولو ته ریښتیاوايي
نن سباپه رسنیوکی ریښتیانشته یاخوبیطرفه نه دي اویادیواړخ معلومات نشروي اودبل دا نه اوري


اتل
04.09.2013

تکل افغان وروره، سلامونه مې ومنئ
ورورجانه ته چې ټولې رسنۍ په یوه څپړ وهي او د خود غرضۍ تور ورباندې لګوي، منصفانه نده. په عوض ددې چې تور ولکوي ثبوت وړاندې کړه. د فراه د بالا بلوک د خلکو د پاڅون د رد ثبوت هم راوړه، بیا به بحث کوو.
په هغودې سپارم چې بارانون اوروي.


Takal Afghan
05.09.2013

زموږ په ولایت کی په لسهاوو کرته دکرزي چارواکو په رسنیوکی اعلان کړی چي دطالبانو په ضد پاڅون شوی
خوزه چي دسیمي اوسیدونکی یم درسنیو ادعا اوواقعیتونه ځمکه اواسمان فرق لری
هلته یوڅو تنه اربکیانو ته وسلی اوپیسی ورکول شوي
نو زه څرنګه بیا دغو رسنیو باور وکړم؟
داسی په سلهاوو مثالونه شته
ما لیدلي چی امریکایان دچاودني نه وروسته په خپلو وینو کی لمبیدلی پراته وی
خو چی کله رسنیو ته راغلی یم هلته دامریکایانو په مړیو سترګی پټیږی اودملکي خلکو دوژنی اعلان شوی
پس زه ولی ګرم وبلل شم چی په رسنیو باورنلرم؟


اتل
12.09.2013

تکل افغانه وروره، الله دې خیر درکړي.
په بحث کې ستاسې د برخې اخیستلو نه مننه، خو داخبرې او ادعاوې چې کوي، هسې اوتې بوتې ښکاري. که په نورستان کې د خلکو د پاڅون خبر راشي وايي چې زه خبر یم، هلته دوستان لرم. ته ان د فراه نه په نورستان او د افغانستان په نورو ځایونو کې پیریان لرې، او په آن واحد کې ټول حال، احوال په لاس درکوي. او هم وایي چې د فراه د ولایت یې. ته د فراه د کوم ځای یې، چې ددې ولایت هره پیښه څارې؟
بیا دا اټوله میډیا دکرزې میډیا ښیې. که ته دکرزي میډیا یادوی، نو خامخا به حکومتي میبوعات ښي، خو ته د افغناستان ټول مطبوعات د کرزې بولې، او ټول بین المللی مطبوعات صلیبي بولې.
ستاسې خبرې په بخ لیکل او لمر ته اېښودل دي. سا شیطان ډیر ساده دئ. نن سبا خلک پدې بې بنیاده ادعا ګانو نه غولیږي.
که څه وايي، نومسند یې ووایه.
د فراه د بالا بلوک په شان د ګڼ شمیر منطقو خلکو د طالبانو پرخلاف وسلې اخیستې، چې د خپل مال او ځان ساتنه وکړي، اولادونه یې مکتب ته لاړ شي او په ارامې زندګي وکړي.
الله دې مل شه.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more