د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

دنېکمرغه کوچني اخترد رارسېدو په مناسبت دعاليقدر امیر المؤمنین حفظه الله دمبارکۍ پیغام

pattang
06.08.2013

دنېکمرغه کوچني اخترد رارسېدو په مناسبت دعاليقدر امیر المؤمنین حفظه الله دمبارکۍ پیغام

بسم الله الرحمن الرحیم .
الحمد لله نحمده ونستعینه ونستغفره، ونعوذ بالله من شرور أنفسنا، ومن سیئات أعمالنا، من یهده الله فلا مضل له، ومن یضلل فلا هادی له، وأشهد أن لا إله إلا الله وحده لا شريک له وأشهد أن محمداً عبده ورسوله
أمابعد فأعوذ با لله من الشيطن الرجيم ( وَعَدَ اللَّهُ الَّذِينَ آمَنُوا مِنكُمْ وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ لَيَسْتَخْلِفَنَّهُم فِي الْأَرْضِ كَمَا اسْتَخْلَفَ الَّذِينَ مِن قَبْلِهِمْ وَلَيُمَكِّنَنَّ لَهُمْ دِينَهُمُ الَّذِي ارْتَضَى لَهُمْ وَلَيُبَدِّلَنَّهُم مِّن بَعْدِ خَوْفِهِمْ أَمْنًا يَعْبُدُونَنِي لَا يُشْرِكُونَ بِي شَيْئًا وَمَن كَفَرَ بَعْدَ ذَلِكَ فَأُوْلَئِكَ هُمُ الْفَاسِقُونَ (۵۵ ) النور

د افغانستان مجاهد ولس او ټول اسلامی امت ته !

السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته !

داچې درمضان المبارک دمياشتې دروژې ستره فريضه مو پرځای کړه، او دنيکمرغه کوچني اختر په ورځو شپو کې ياست، ټولو ته ددې ستر سعادت او خوښۍ مبارکي وايم ، الله تعالی دې دټولو مسلمانانو جهاد، صيام ، قيام او صدقات قبول کړي، او دسعادت ژونداوکاميابي مونصيب شه .

داچې سږکال يوځل بيا دحق دسنګر اتلو مجاهدينو دالله تعالی په مرسته دجهاد په ډګر کې په خپلو بيسارو قربانيو،فداکاريو او هلو ځلو سترې فتحې ترلاسه کړې، او اشغالګر يې عملا په بې سابقې ډول تيښتې ته اړ کړي، ددې سترو فتوحاتو مبارکي افغان مجاهد ولس اوټول مظلوم امت ته وړاندې کوم، او له خپل افغان مجاهد او په خپلواکۍ مین ولس نه ډېره مننه کوم چې داشغالګرو په وړاندې یې د مجاهدینو هر اړخیز ملاتړ ته دوام ورکړی، او هیله لرم چې په دې لاره کې له مجاهدینو سره اوږه په اوږه د خپلواکۍ په لاره کې خپلې مرستې نورې هم ګړندۍ کړي، لاس په دعاء یم چي الله تعالی دې نور په افغانستان او ټوله نړۍ کې دمسلمانانوکړاوونه اومظلومیت پای ته ورسوي خصوصا دسوريې ،مصر او بورما مظلومو اومؤمنو ولسونو ته دې الله جل جلاله نجات ورکړي، هغوی چي ټوله روژه يې تروهلو،وژلو،نيولو اوشکنجو لاندې په ميدانونو، زندانونو او روغتونونو کې تيره کړه، الله جل جلا له دې مرستندوی شي، الله تعالی دې سرلوړي او ښه تدبیر ور په برخه کړي، اوالله تعالی دې ټول مسلمانان ددښمنانو له پټو او ښکاره دسیسو نه وساتي ،الله رب العزت دي دمؤمنوزخمیانو شفانصیب کړي اوبندیانو ته دي په خپل فضل او کرم سره دخلاصون اسباب برابر کړي .

درنو هيوادوالو !

په افغانستان کې روان جهاد خورا په برياليتوب سره پرمخ درومي، دخالدبن وليد رضی الله عنه تر نامه لاندې دسږنيو مبارکو عملياتو په لړ کې دهيواد خورا زياتې سيمې د اشغالګرو غاصبانو له قبضې آزادې شوې دي، دهيواد په مختلفو سيمو کې ددښمن هغه مراکز فتحه شوي، چې تردې وړاندې نه فتحه کېدونکي بلل کېدل، ددښمن پوځي ځواک، مورال، غرور او دبدبه دالله تعالی په مرسته ښه کلکه ځپل شوې! او نور د ماتېدو په درشل کې دي، الله تبارک وتعالی فر مايي: سَيُهْزَمُ الْجَمْعُ وَيُوَلُّونَ الدُّبُرَ . القمر ۴۵ ( زر ده چې دغه ډله شکست وخوري ، او شاوې واړوي )

بله دخوښۍ خبره داده چې دافغانستان په ټولو ولايتونو کې مجاهدين تريوه قيادت اويوه بيرغ لاندې دوروڼو غوندې ددښمن په خلاف مبارزه کوي، جهادي خوځښت دهرې ورځې په تېرېدو نور هم غښتلی کيږي، په پوځي ډګر سربيره په سياسي، فرهنګي، دعوتي،اداري او اقتصادي ډګرونو کې مجاهدين لا زیاتې نوې کاري تجربې او برياوې ترلاسه کوي، دجهادي صف دننه داصلاح، اخلاص، همکارۍ او اطاعت روحيه نوره هم قوي کيږي .

مؤمنو هيوادوالو او مجاهدينو وروڼو !

تاسوپوهيږئ چې همدا اوس زموږ هيواد له ډير حساس پړاو څخه تيريږي، په تيرو دولسوکلونوکې ځپل شوی دښمن نوې دسيسې اوپلانونه په کار اچوي، موږ يې دسيسو ته متوجه يو او په دې خبره باور لرو چې يوازې يو اسلامي، عادلانه، خپلواک او افغان شموله نظام کولای شي، زموږ دهيوادوالو دنيکمرغۍ او هوساينې سبب شي، موږ به دخپل ولس په ملاتړ هيچاته اجازه ورنکړو چې دهيواد دتجزيې په شوم پلان کې کامياب او هيواد مو دسمتونو يا قومونو په نوم ووېشي، زموږ متدين ولس دخپل ګډ کور جوړول او له لویشت لویشت نه یې دفاع خپل مسؤلیت ګڼي، خپل منځي يووالی او دخپلو مجاهدو وروڼو ملاتړ خپله ديني فريضه بولي، دخپل وطن آزادي او استقلال خپل مشروع حق بولي، او د ۲۰۱۴ ميلادي کال د انتخاباتو په نامه د غولوونکې ډرامې په لړ کې به ځانونه ستړي اوشریک نه کړي ځکه زموږ متدین او مجاهد ولس پوهيږي چي اصلي ټاکنې په واشنګټن کې کيږي او دغه تش په نامه واکمن دولس په رايو نه، بلکې د واشنګټن په خوښه ټاکل کيږي، په دا ډول انتخاباتو کې ګډون دوخت له ضياع پرته بله نتېجه نلري .

زه يوځل بيا ټولو هغو افغانانو ته چې ددښمن په ليکو کې دندې ترسره کوي بلنه ورکوم، چې ددې په ځای چې خپل مسلمان افغانان شهيدان کړي بايد دخپلو ټوپکو شپيلۍ په کفري يرغلګرو او دهغوی په ملګرو ورواړوي، موږ همېشه له دا ډول مبارزو زلميانو څخه داتلانو په شان هرکلی کړی او هر هغه چا ته ښه راغلاست وايو چې ددښمن صف پريږدي او خپل مجاهد ولس ته رجوع وکړي.

دغه راز هغه کسان چې ځانونه اسلام اوجهاد ته ژمن بولي خودمجاهدينو په ضد تبليغات کوي، نفاق، شکونه او بي باوري خپروي، او د کفر په ځای يې ژبې او قلمونه خپلو مسلمانو وروڼو ته متوجه کړي، د ورورګلوۍ له مخې ترې غواړم چې له دا ډول بې ګټې او تخريبي اعمالو لاس واخلي؛ ځکه دا ډول اعمال پرته له دې چې ددوی په خودخواهۍ او خاموالي دلالت وکړي، بله ګټه نلري، بلکې يوازې ددوی د ګناه بار درنوي .

هغه بااحساسه افغانان چې له اشغال نه کرکه لري او دیرغلګرو له شتون سره عملي مخالفت لري،که له موږ نه هرڅومره په فاصله کې دي، موږ يې وروڼه ګڼو اوپردغه افغاني احساس يې آفرين وايو. او ټولو ته ډاډ ورکوم چې د اشغال د خاتمې په صورت کې به له هيچانه هم شخصي انتقام نه اخیستل کېږي؛ ځکه چې زموږ دغه مبارزه دذاتي ګټو اوشخصي اقتدار لپاره نده .

نړیوالواو هیوادوالو!

دراتلونکي افغانستان په اړه بايد ووايم چې اسلامي نظام او بشپړ استقلال هغه ارزښتونه دي، چې موږ ور باندې له هيچا سره معاملې ته حاضر نه يو، افغان ولس چې په پخواني او معاصر تاريخ کې يې دهمدې دوو ارزښتونو لپاره سترې قربانۍ ورکړې دي، دهمدې په خاطر يې وطن وران شوی، په ميليونونو شهيدان يې ورکړي، نوربايد پرېښودل شي ترڅو له خپلو هيلو سره سم خپلواک اسلامي نظام جوړ کړي .

دداخلي نظام دسمبالښت او بيارغونې په اړه په دې نظر يو، چې له يوه پاک، شفاف، مسؤليت پيژندونکي اسلامي نظام پرته چي ټول افغانان خپل ځان پکښې وویني بله هيڅ نسخه دافغانانو درد نه شي دوا کولای ، ددې په ځای چې په بهرنيو مرستو او استعدادونو تکيه وشي، افغانان بايد ځانونه په خپله سمبال او له خپلو امکاناتو په استفادې خپل هيواد ته خدمت وکړي، ددې لپاره چې له احتياج او ناخوالو مو نجات موندلی وي، ځوان نسل مو بايد په ديني او مدني (عصري) دواړو علومو ځان سمبال کړي ؛ ځکه عصري علوم په نني عصر کې د هرې ټولنې لپاره اساسي ضرورت دی.

زه يوځل بياوايم چې دواک د انحصار تصور له موږ سره نشته،او هرڅوک چې له اسلام او وطن سره رښتېنې مينه او وفا ولري، هغه که دهر قوم او سمت وي دايې خپل ټاټوبی دی، هيڅوک يې دخپل ټاټوبي له خدمت څخه نشي محرومولی، او ډاډ ورکوو چې په ګډو هلو ځلو به په ګډه سره د خپل وطن خدمت کوو، اوهر چاچې داشغال سره له مرستي ښکاره پښيماني ښکاره کړه خپل ورور یې ګڼو او هر کلی یې کوو.

دبهرنۍ تګلارې په اړه زموږ بنسټيز اصل دادی چې دخپلې همیشنۍ ثابتې پالیسۍ له مخې نه چاته ضرر رسوو، نه چا ته اجازه ور کوو چې زمونږ له خاورې بل چا ته ضرر ورسوي، او نه دچا ضرر زغملای شو، له هر هغه چاسره به ښې اړيکي ولرو، چې افغانستان ته ديوه مستقل اسلامي هېوادپه توګه درناوی ولري اوتعلقات اومناسبات يې حاکمانه او استعماري بڼه ونلري،که هغه نړيوال طاقتونه وي، که ګاونډيان وي اوکه دنړي بل هر يو هيواد، د یادونې وړ ده چې دا خبره مونږ په خپلو مخکنیو پیغامونو کې او د سیاسي دفتر له لارې ټولو نړیوالو ته رسولې ده.

له اشغالګرو سره زمونږ له خبرو اوتماسونو نه چې یوازې د اسلامي امارت د سیاسي دفتر له لارې تر سره کېږي هدف دا دی چې د افغانستان اشغال ته د پای ټکی کېښودل شي، هیڅوک دي دا فکر نه کوي چې مجاهدين به له خپلو اعلی ديني مقرراتو او ملي ګټو څخه تېر شي، زه ډاډ درکوم چي ددغه مقدس مقصد دلاس ته را وړلو لپاره به له هیڅ راز ناجایز مصلحت او ناروا جوړجاړی څخه کار وانخلم لله الحمد اسلامي امارت دا وياړ لري چې د ډېرو امتحاني حالاتو په مقابل کې يې بي ساری استقامت کړی، په راتلونکي کې هم الله تعالی ته سوال کوو، چې په خپله لاره مو مستقيم ولري، په قطر کې د اسلامي امارت دسیاسي دفتر له پرانیستلو وروسته حالاتو ټولو ته ثابته کړه چې اسلامي امارت په خپلو پرېکړو کې خپلواک، پیاوړی او ثابت دريځ لري او دا هم ثابته شوه چې اسلامي امارت د اسلامي اصولو او خپلو ملي ګټو په رڼا کې دخپل مظلوم اولس د ستونزو په هواري کې پوره اخلاص کړی اوکوي یې ، لکن دا یرغلګر او دهغوئ ملګري دي چې دستونزواومشکلاتو د ختمولو په وړاندي په بیلابیلو پلمو خنډونه ایجادوي .

لکه څرنګه چې مونږ مخکې هم ویلي چې اسلامي امارت د قدرت دانحصار فکر نه لري، د یوه افغان شموله حکومت لپاره چې په اسلامي اصولو ولاړ وي، له افغانانو سره په تفاهم باور لرو، البته اسلامي امارت د بهرني اشغال څخه د هېواد آزادول خپله دیني او ملي وجیبه ګڼي، کله چې اشغال پای ته ورسېږي دافغانانو تر منځ تفاهم به ستونزې ونه لري؛ ځکه چې د مشترکو اصولو او کلتور له وجې په خپلو کې ښه سره پوهېږي.

اشغالګر باید د تير دولس کلن اشغال له ترخو تجربوڅخه استفاده وکړي، او داشغال داوږدولو او دايمي اډو ترعنوان لاندې يوځل بيا د خپل بخت د آزمایلو کوشش و نه کړي،اونه دې نور د کابل دبې واکه ادارې په بې بنیاده او پوچو وعدو غولېږي، د دوی محلي ملګرو او اجیرانو لکه څنګه چې دیرغل دپیل په مهال دوی ته افغانستان دیوې تیارې مړۍ په حیث ښودلی وو، اوس هم غواړي دخپل اقتدار او شخصي ګټو په خاطر بهرنی اشغال او پوځي حضور دوام ومومي.

غربي یرغلګر بايد اوس په دې پوه شوي وي، چې افغانان بهرني اشغالګران او دهغوی کښينول شوي واکمنان نه مني، که دوی دا فکر کوي چې دتبليغاتو، تزوير او مختلفو نقشو په عملي کولو یا ددوی په اصطلاح دامنیتي تړون لپاره دجعلي لویې جرګې په دائرولو اوپه نورو پلمو سره به دخپل دايمي حضور لپاره لاره هواره کړي، نو دا فکر بايد له سره وباسي، ځکه افغانان لکه څرنګه چې د زرګونو اشغالګرو شتون نه مني همدغه راز دلږ شمېر يرغلګرو پوځيانو شتون هم دخپل استقلال نقض بولي .

اشغالګر بايد دافکر هم له ذهنه وباسي چې داسلامي مقاومت سرلاري او عام مجاهدين به ددوی په وعدو ،دنيوي امتيازاتو، شخصي مصؤنيت او د اشغال په حالت کې دچوکیو او منصبونو لپاره له خپلې برحقې مبارزې لاس واخلي،زموږ په مجاهدينو کې دتوند لارو او معتدلو تقسيم ستاسو اوستاسو داجیرانو تش خيالي او دښمنانه تقسيمات دي، مجاهدين ټول داسلام دمقدس دين پيروان دي چې متحده، معتدله او واضحه تګلاره لري"وَكَذَلِكَ جَعَلْنَاكُمْ أُمَّةً وَسَطًا لِتَكُونُوا شُهَدَاءَ عَلَى النَّاسِ وَيَكُونَ الرَّسُولُ عَلَيْكُمْ شَهِيدًا" (البقرة: ۱۴۳) ژباړه : او همدارنګه تاسو مو معتدل امت ګرځولي یاست ، ترڅو ( دقیامت په ورځ ) په( نورو ) خلکو شاهدان واوسئ او پیغمبر په تاسو شاهد واوسي .

دنړيوالو بشري ادارو دکار په اړه باید ووايم: هره هغه مرستندويه بشري اداره چې ځان له سياسي اواستخباراتي انګيزو څخه پاک وساتي اوداشغالګرو لخوا داستخباراتي اوغیراسلامي طریقوته ددعوت لپاره نه وي جوړي شوي زموږ تر ولکې لاندې سېمو کې زموږ د شرايطو اوپاليسۍ په پام کې نیولو سره خپل بې غرضه فعاليت زموږ له مسئولو کميسونونو سره د تماس له لارې جاري ساتلی شي،که هغه دصحت په برخه کې وي، که دمهاجرینو په برخه کې،که دخوراک رسولوپه برخه کې اوياهم په نورو برخوکې .

په پای کې له ټولې نړۍ خصوصا اسلامي او منصفو هېوادونو او ولسونو، نړیوالو او اسلامي ټولنو څخه هیله لرم چې د انساني خواخوږۍ او اسلامي ورورولۍ له مخې له افغان مظلوم ولس سره د خپلواکۍ په لاره کې هر ډول مرستې وکړي، او له افغان ولس سره د خپلواکۍ په لاره کې ددوی له هڅو مننه کوم.

داسلامي امارت مجاهدينو ته باید ووایم چې دخپلو لايحو عملي کولوته نورهم متوجه شئ، دامارت دمشر تابه اوامراو هدایات نور هم په ښه ډول عملي کړئ او دمشرانو پوره پو ره اطا عت کوئ دصف قوت په وحدت کښې ده او رښتینی وحدت په اطا عت کې وي لهذا دپوره اطا عت په کو لو سره خپل صف متحد و ساتئ هغه سيمې چې ددښمن له وجود څخه پاکې شوې دي اويا پاکيږي دعلماء کرامو او ولسي مخورو په مرسته او مشورو یې چارې اداره کړئ، څوک چي دمجاهد له نوم نه په استفادي سره چاته ضرر رسوي يا دپيسو لپاره خلک تښتوي،يا دجهادپه نامه شخصي اغراض په مخ وړي دا کسان نه مجاهدين دي اونه له اسلامي امارت سره تعلق لري، مجاهدينو ته امرکوم چي د امکان په صورت کې د دا ډول ظالمانو مخه ونيسي، دملکي تلفاتو دمخنيوي په برخه کې دې لازيات کوښښ وکړي اوپه دي هکله دې دامارت له نوې ادارې سره چې د ملکي تلفاتو د مخنیوي او ولس او نړیوالو ته د رښتینو حقایقو د وړاندې کولو په موخه جوړه شوې پوره همکاري وکړي، د یادونې وړده چې دښمن د ملکي تلفاتو په اړه تل تبلیغات کړي، او ځینې جهتونه چې ځانونه بې پرې بولي متاسفانه دهمدغو تبلیغاتو پر بنسټ راپورونه خپروي، او حال دا چې په حقیقت کې ملکي تلفات خپله ددښمن په لاس را منځ ته کېږي، احیانا که کوم مجاهد دملکي تلفاتو په مخنیوي کې احتیاط نه کوي نوموړي اداره به یې تر تشخیص وروسته مشر تابه ته معرفي کوي څو عدلي مراجعو ته وسپارل شي، او هم دې کو ښښ وکړي چي ددعوت او ار شاد او جلب وجذب کميسيون له تګلاري سره سم په مخالف صف کې ولاړوکسانوته دحقې لارې دعو ت ورکړي اوله مخالف صف نه دې يې را جلا کړي ، همدارنګه باید دبنديانو او زخميانو خدمت دصحت او بنديانو دکميسونونو له پرو ګرامونو سره سم خپل شرعي مسئوليت وګڼي! دهيواد دنوي نسل تعليم اوتر بيې ته دتعليم اوتربيې دکميسیون له طرحه شوي پلان سره سم لازمه توجه وکړئ، تر څو زمونږ راتلونکی نسل په دیني او عصري دواړو علومو سمبال شي، او دیو متدین او مسلکي افغان په توګه د خپل ولس او هېواد خدمت وکړي، مرستندويه اسلامي ټولنې اوشتمن وروڼه دې له اقتصادي کميسون سره مرسته وکړي ترڅو په مالي جهاد سره خپله فريضه ادا او د مجاهدينو ضروريات ور پوره کړي . داختردمبارکې ورځې په مناسبت مې له مالدارو او وس لرونکو مسلمانانو څخه هېله ده ، چې په دې ورځ دشهيدانو، بنديانو، مهاجرينو او کم وسه مسلمانانو کورنۍ هيرې نه کړې، ترڅو هغوی هم د اختر په خوښيو کې شریک شي په پای کې دټولو مسلمانانو له هغو مرستونه چي له مجاهدینو سره یې کړي دي او له هغو د عاګانو نه چي مجاهدینو ته
یې کړي دي دزړه له کومي مننه کوم او هیله لرم چي دوام ورکړي .
په اخرکې مويوځل بيا اخترمبارک خپلواکي اوسرلوړي مو په برخه
شه

.والســـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــلام داسلام خادم اميرالمؤمنين ملامحمدعمرمجاهد

۱۴۳۴/۹/۲۷ هـ ق

۱۳۹۲/۵/۱۴ هـ ش

۲۰۱۳/۸/۵ م


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more