د ساتنپال - ولسواکانو بحثونه
په بادغيس كې د مرګ د حكم صادروونكي ملا نيول شوى
اتل
31.07.2013
قدرمنو لوستونکو، اسلام علیکم
د اسلامي شريعت له پلوه د زنا په قضيه كې حكم په څلورو عينې شاهدانو او له اجبار پرته له مرتكب څخه په اعتراف د رسمي محاكمو له خوا تطبيقېږي، اما په صحرايي محكمو کې دغه مراحل او شرايط مقدور نه وي.
دالاندې خبر خدمتګار خپور کړیدئ:
=====
په بادغيس كې د مرګ د حكم صادروونكي ملا نيول شوى
چهارشنبه ٠٩ زمری ١٣٩٢ ساعت ٠١:٠٠
افغان امنيتي چارواكو په بادغيس كې هغه ملا نيولى چې موده وړاندې يې د په دغه ولايت كې د يوې ښځې د مرګ حكم صادر كړى و.
د رپوټونو له مخې نيول شوى ملا عبدالغفور نومېږي چې د سږ کال په وري میاشت کې د حليمې په نوم يوه شل کلنه ميرمن له يوه هلک سره د ناروا اړيکو په تور د بادغيس د ابکمري ولسوالۍ په کوکچايل کلي کې په مرګ محکومه کړه او دغه ښځه د خپل پلار له خوا په عام محضر کې په ډزو ووژل شوه.
خو په ورته وخت كې د بادغيس يو شمېر چارواكي نيوكه كوي چې د حليمې د وژنې په قضيه كې ډېر كسان لاس لري، خو پوليسو يوازې مولوي عبدالغفور نيولى دى.
د بادغیس د ولایتي شورا یو شمیر غړي پر امنیتي چارواکو په نیوکې سره وایي، چې د وژل شوې ښځې د پلار په ګډون ګڼ شمیر کسان په دغه قضیه کې لاس لري، خو هغه كسان تر اوسه نه دي نیول شوي.
د ولایتي شورا د غړو په وینا، مولوي عبدالغفور له یو شمېر هغو ملایانو څخه یوازې یو دی، چې د یادې ميرمنې د مرګ حکم یې صادر کړى و او د دې حکم د عملي کولو لپاره یې د حليمې پلار ته وسله ورکړې چې پر خپله لور یې ډزې وکړي.
دوى زياتوي چې تر اوسه پورې پوليسو په دغه قضيه كې د حليمې پلار، له حليمې سره د ناروا اړيكو په لرلو تورن كس او په دې قضيه كې نور ښكېل ملايان نه دي نيولي.
دا لومړى ځل نه دى چې په افغانستان كې يو كس د رسمي محاكمو له حكم پرته وژل كېږي، بلكې ډېرى داسې قضيې شته چې مجرمين يې د دوديزو پرېكړو پر اساس وژل كېږي
بايد وويل شي چې د اسلامي شريعت له پلوه د زنا په قضيه كې حكم په څلورو عينې شاهدانو او له اجبار پرته له مرتكب څخه په اعتراف د رسمي محاكمو له خوا تطبيقېږي، اما په صحرايي محكمو دغه مراحل او شرايط مقدور نه وي.
د ويلو ده چې په افغانستان كې دا لومړى ځل نه دى چې صحرايي محاكم په خپل سر جوړېږي او د قانون په خلاف عمل كوي، بلكې تر دې وړاندې هم داسې محاكم جوړ شوي او په خپل سر يې عمل كړى دى.