وطن پال او نور ګټور شعرونه
        
        
      څاروان
      20.11.2005
    
20-11-2005
صميم وروره ورسته له سلامونو
ښې لنډۍ مو ليكلې دى زه خو شاعر نه يم او داسې ډيرې لنډۍ هم راته نه دى زده خو بيا به هم درته يو څو وليكم:
غوټي د ګل ، ګل دى غوټي شه
چې رنګ او بوي دى پښتونخوا رنګينه كړينه
تكل به كله د راتلو كړي 
زما په لاس كې درته مړاوې شول ګلونه
زه د خپل زړه په شيش محل كښې
 د ګل ورين اشنا نه غير څوك نه ساتمه
ما د خپل زړه په وينو تاند كړو
د ګلستان واك اوس د نورو خلقو شونه
او دا هم واوره:
د بڼړو غشي دي تيره كړه
دزړه تڼاكې مي چودل غواړي مينه
[color=darkred:66f850f3f0]د جانان ژبي ته حيران يم
څومره خوږي پستي خبري پري كوينه[/color:66f850f3f0]
په مينه او مننه
يوسف څاروان
      کټوازی
      24.11.2005
    
د ټول افغان د لنډيو د مشاعرې ټولو ګډون کوونکو ته،
 سلاونه او ښې چارې!
 محترم ورور څاروان صيب ،  داچې زموږ لنډۍ مو ښې بللې ، ډېره مننه ، ماشا الله ستاسې لنډۍ خو هم خدای سته چې ډېر ې پۀ زږۀ پورې  دي ، خو که بر سېره پر دې هم ځان شا عر نه بولئ ،نو دا به بيا ځان پټوئ  ! 
[color=cyan:a2c629ae3a]يوه ټوکه :: ښه دی چې شاعر نه يې ،ګنئ د ډم نوم به دې له ځانه څرنګه اچوۀ !!؟؟[/color:a2c629ae3a] [/lol:  :lol:  :lol:  :lol:
  تكل به كله د راتلو كړې ؟
زما په لاس كې درته مړاوي شول ګلونه 
[color=cyan:a2c629ae3a] ........... ګل خو له ګل سره جوړېږي ،
..............................مناسب نه دی چې يي بل څوک بويوينه![/color:a2c629ae3a]
ما د خپل زړه په وينو تاند كړو 
د ګلستان واك اوس د نورو خلقو شونه
 
[color=cyan:a2c629ae3a]..........خلک د ګل غوټۍ ته شپې کړي  
......................... ما له تياره باغه واخيستل لاسونه 
 با غوانه باغ ته مې درپرېږده ،
....................نه دې مڼې خورم نه دې څانګې ماتومه 
 غو نچه پۀ باغ کې پۀ خندا شوه ،
................... څه يي پروا ده که بورا له غمه مرينه[/color:a2c629ae3a]
لنډۍ
      الهام
      19.06.2006
    
ښايست په ټول جهان كې خور دى 
دپېښور جينكۍ ټولې ښكلې دينه
      مازدیګر
      05.08.2006
    
سلام 
دغه ېو څو می يادی دی په ډیرو به یی شماری کنه صمېم جانه?
په موږ نو شوروا هم ډیر ه ده :roll: 
چه خوېندی کینی وروڼه ستاېې
چه وروڼه کینی خوېندی بل ته ورکوینه
مسافر مه وژنی خاونده 
چېر ته به ېې خویندی دديدن په طمع وېنه
ارمان ارمان د دادا کوره 
له ډکه شکوره به چا پیره تا ویدمه
په دنېا دوه شیان مزه کړی 
ېا سپینه خوله يا د څکی توپک غوږونه
جانانه ته خو داسی نه وی
دچا خبری دی ضرور منلی دینه
بس همدغه وی نو......
      amarkhil
      07.08.2006
    
په جهان دوه څيرزه مزه كه 
يا سپينه خوله يا دبوړي ټوپك غږونه
      هادي حيران
      30.11.2006
    
قلم د سرو کاغذ د سپينو
د زړه په وينو يې ليکم ژړا راځينه
[url=http://roghani.ueuo.com/] روغاني [/url]
لنډۍ
      Syed Shah SaqeeM
      02.12.2006
    
[color=brown:6f9fe5c842][color=orange]باورمي نه شي چې به روغ سم
زه دجانان روغي راستۍ وهلى يمه
دا ستا به هېر که به دي ياد يم
زه چې قدم په قدم ږدم تا يادومه
چې تاته ګورم ژړا   راسي
چې ځان ته ګورم په ما لا ډېر دي غمونه
زلفي اږدې پرېږدم که لنډي ؟
جانانه لوېشت ورباندې ږده شړک ورکوومه
ته به د کوم مجلس څراغ يې ؟
زه د هجران په تاريکه کې ناسته يمه
زما دي زړه زرې زري کړ
داسې زرې سې چې دي باد راپسې وړينه
خداى دى له دې واره راجوړ کړه
بيا مي توبه ده ښېرې نه درته کوومه
دابه له مانه پوره نۀ شي
چې هرساعت دې په جرګو پخلاکومه
که ته مي روغ لېونى نه کړې
بيا مي دبنګو پياله مه بوله مينه
بيلتون دي قدر رامعلوم کړ
اوس به سلام په دوه لاسۍ درته کوومه
او
خداى دي په واورو کې ايسار کړه    ......... لکه زه
چې دتودې غېږي مي وکړې ارمانونه
په تانده مينه ستاسو سقيم اشنا[/color:6f9fe5c842][/color]
EEEEEEEEEEEEEEEE
      الهام
      06.03.2007
    
به جینکو کی دا عادت وی 
لوگی بانه کی جرا یا ر بسی کوینه 
بخنه غوارم بشتو نشته راسره
[/url][/list][/list][/b][/i][/u][/quote]
      daud
      06.03.2007
    
ستړی مه شئ !
چايي پلو ليدلئ نه ؤ
اوس د بکوا  په دښته ځي سرتورسرونه
او
څانګه به نن سباکې ګل شي
مايي په سر کې سرې غوټئ ليدلې دينه
دغې لنډۍ کې لږ ټکنی غوندې شوم
      smakhkash
      15.05.2007
    
فرښتې خورکۍ ،
ماخو دالنډی په دالاندې ډول اوریدلې وه 
دوطن ترخې مې خوراک وای - خوراک مې نه  وای دپردي وطن ګلونه.
کیدای شې زما اټکل به سم نه وي
په سپیڅلې کلیواله مینه
ډاکټر ثواب الدین مخکښ
      Miwand Patang
      22.05.2007
    
زه د اغزو څانګو ته هسک یم
پروا مې نشته ده ګلونه راشکومه
پاس په کمر ولاړه ګله 
نصیب د چا یې اوبه زه در خیژومه
زما د مینې ګل معلوم دی
په هره پاڼه کې جدا موسکا لرینه
      pattang
      21.07.2007
    
ميدان دپرېښود باد دې ووت 
دميوند ځای دپه شرمو وشر ماونه
      Syed Shah SaqeeM
      27.07.2007
    
دغرونو او ګړنګونو دستر څښتن  په سپېڅلي نامه ٠ 
سلامونه
                                              [color=cyan:5887bae37e]په چلم دوې سکروټي کښېږ ده 
                                   چې په لوګو کې درته ډوبه ناسته يمه[/color:5887bae37e]
په تانده مينه ستاسو [color=violet:5887bae37e]سقيم [/color:5887bae37e]
      و.افغان
      27.07.2007
    
مـــخ دهــغـــو زلـــمـــو تــــور شــــه
چی خپل وطن ډیر په ارزانه خرڅوینه
      Syed Shah SaqeeM
      18.08.2007
    
سلامونه
                                    زما دي  دومره  ديدن  بس  دی
                 چې په کوڅه کښې  پښه نيو لی شې مينه
      ملا وزګوړی
      18.08.2007
    
ولې شرمېږې لېونيه؟
راځه، راځه اوس خو مې ژوند درسره شونه!
      Syed Shah SaqeeM
      30.08.2007
    
سلامونه
درنو ملګرو هيله ده روغ او جوړ به ياست .
ياره حجره دېره سړه ښکاري چې ولي ؟
پښتو لنډۍ خو په پښتو په پشتو ادب کې ډېره زياته ا و دستايني وړ برخه لري .
خپله خو په دې اند يم چې  که دپښتو په يوه يوه لنډۍ بشپړ کتاب هم وليکل شي بيا به هم کم وي . نو بيا دملګرو کار دی چې ولي حجرې ته د راتګ لپاره زړه نه ښه کوي .
خير رابه سو لنډيو ته او په دې څو لنډۍو ويلو به ځان تېر کړم
                                                               [color=cyan:8e5f016d02] په ما دي څه وکړو چې لاړې ؟
                                                           ځان دي په خپله بې ديدنه کړ مينه
                                                              چې ستا به هېر که به دي ياد يم ؟
                                                             زه چې قدم په قدم ږدم تا يادومه
                                                                         اذان په ځنډ کوه طالبه                         
                                                         زه دجانان غېږي ته اوس ورسېدمه [/color:8e5f016d02]
په تانده مينه ستاسو سيد شاه سقيم
      خیریوسی
      23.11.2007
    
زه په وطن پسی رنځور یم 
طبیبان خوشی خپل دارو خاورې کوینه 
سپینه  ماڼۍ می نه خوښیږی 
چې راته یاد شې دوطن سپیره کورونه 
اس به می ولی مستي نه کا 
چی سفر ته دوطن په لوری ځینه
      خیریوسی
      17.01.2008
    
قاصده ځه سلام  مې وایه 
پر هغه چا چې دپښتو خدمت کوېنه
 
قادره خدایه ته مې مل شی 
مسافرپښتانه  پښتو ژبه هیروینه
قلم په لاس ماشوم رایاد شو
زماپه لاس کی قلم دړې وړې شونه
      مجاهدكتوازي
      28.01.2008
    
سلا مونه
      خیریوسی
      20.04.2008
    
ولې لۀ مانه لرې ګرځې
مادې دمينې ګل پۀ زړۀ کرلي دينه
زړګی مې تاسره بندي دی
دخدای لپاره بندي ښۀ ساته مينه
      خیریوسی
      10.05.2008
    
وطنه زیری مې درباندې
ټول عاشقان  دی و خدمت  ته  ملا تړینه  
مادهغوخلکونه ځارکړې
چې سبا بیګا دوطن خدمت کوینه
tafi
      Atiqullah
      18.10.2008
    
زړه مي نه کوې ګلان 
که شپه اورځ اوري باران
      Atiqullah
      18.10.2008
    
وطن دهغو خلګو ځائ دئ
                        چي دوطن لاري څاري بری راوړينه
Salamona
      Hamid Atal
      24.10.2008
    
 ټولوپښتووروڼواوخويندو ته دزړه له کومي سلامو او نيکي هيلي وړاندي کوم خداي دوکړي
چي ټول جوړ اوروغ وي :) [/code]