د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

هوتک
27.07.2011

[quote:15082e5108="م . وصيل پېروز"] د دهري منطق پر ضد د غورځنګي قرآني صاحب او کليوال صاحب پاخه دلايل ، زړه تېرېدونکي براهين او کلکه مبارزه د ښې ستاينې او شاباشي وړ ده[/quote:15082e5108]‎محمدوصیل فیروز وروره دهمدې لپاره راغلم خو تا رانه ځان مخکې کړی وو ؟
دواړو ته دې الله ج اجرونه ورکړې په شمول دنورو ملګرو؟



ع کريم حليمي
27.07.2011

مکرم منطق ګل صاحب
هو ّ! ماده او معنی به همېشه تکامل کوي زه په تکامل ایمان لرم
[quote:f39bc39b31] موږ بشري اخلاقو ته ژمن یو. هغه اخلاق چی د بشر د تکامل سره یی تکامل کړی دی او د بشر ارزشت د هغه له عقیدی او جنس او نسل توکم بالا ګڼي. [/quote:f39bc39b31]

ستاسو داجملې و ټول افغان ته تکامل ور وبخښلئ ، تاسو يې سبب یاست
(وَآتَيْنَاهُ مِنْ كُلِّ شَيْءٍ سَبَبًا)
که د نن څخه ورسته تاسو د بشر مقدساتو ته حقیره جمله و کارول او اهانت وکړ، داکه د باطل خدایاتو اهانت وي او د حق خدای

د یوه بد لفظ د استعمال په سبب به ستاسو ټوله لیکنه ړنګه شي !!!

له ښه بحث نه لاس مه اخلئ

درنښت


طاهر مسافر
27.07.2011

السلام علیکم علی من اتبع الهدی
آه د دنیاګی خبرو څومره غافل کړی وم. استغفر الله العظیم.
ټولو مسلمانو وروڼو ته
ستاسی د احساساتو او له عقیدی د دفاع کولو ثواب له لوی خدای څخه درته غواړم. آمین
و جادلهم بالتی هی احسن.
و لا تسبوا الذين يدعون من دون الله فيسبوا الله عدوا بغير علم

هیله ده زمونږ غیرتمن وروڼه د پورتنی قرآنی ارشاداتو سره همیشه خپل بحث ته ادامه ورکړی: ښه بحث وکړی او ښکنځلی ونکړی.

دا چه د دی فورم څه قانون دی هغه د چلونکو په خوښه پوری اړه لری. خو که زما خوښه سی نو مسلمان او نا مسلمان ټول پکی بحث کولای سی ځکه اسلامی بحثونه تر عقیدی پوری رسیږی. زه کله نا کله دا فکر کوم که د چا عقیده سمه وی نو د هغه ټول عمل به هم ښه اسلامی وی. خو علمی او قناعت پری ولری او بیا په دینی فرایضو خبر وی. نه هغه چه مسلمان ځان ته وایی خو خبر نه وی چه اسلام څه دی .
د فورم چلونکو د قانون ایښولو مطلب به دا وی چه شاید دوی و عواقبو ته متوجه وی چه د هغه ثبوت د وروڼو بحث له منطق ګله سره ورکوی.

ما ټول بحث ووایو او ځینی ښه دلیلونه می پکی پیدا کړل. زما نتیجه دا شوه چه ځینو جانب مخالف ته د قناعت ورکولو هڅه نده کړی او بیا کومو چه کوشش کړی هغه ته جانب مخالف ځواب نده ورکړی او ځان یی تیر کړی. نو آخره یی دا شوی چیغی وهل شوی مګر سر یی ندی معلوم.
زه په دی کی منطق ګل ملامتوم. هغه یوه خبره سر کړی نده بیا نوری جنجالی خبری یی پیل کړی دی. دا په دی وایم چه هغه دا جنجال پیل کړی او که یی د خلکو ازارول نه یی مطلب نو لکه نوم چه یی په ځان ایښی هسی بحث یی باید کړیوای.
منطق ګله
ما ټول بحث ووایو خو تاسو زما په لیکنه هیڅ نه و ویلی. نو ځکه دا سوال درنه کوم:
زه مسلمان یم الحمد لله نو د دین عقیده لرم. تا ویلی وو چه ملحد (ایتیست) یی نو د الحاد عقیده لری. سوال دادی: نو زما او
ستا په یقین کی څه فرق دی؟
هیله ده جواب راکړی مګر په یوه شرط: تبلیغ به نکوی او صرف سوال ته محدود جواب به راکوی. کنه بیا به نو د فورم له محترم چلونکی دا هیله کوم چه دا بحث بند کړی.
له ټولو وروڼو نه دا هیله ده چی هغوی هم د پورتنی شرط مراعات وکړی. که زما جواب ښه نه وو او یا می پوره ځواب نه وو ویلی نو د دوی نظر به تقدیر کړم. که صرف احساسات اظهاروی نو هیله ده چه دوی له ځان سره استغفر الله ووایی او د ټولو انسانانو د هدایت دعا وکړی. 
په مینه او درنښت


م . ق
27.07.2011

[quote:722e84e17e="ع کريم حليمي"]مکرم منطق ګل صاحب
هو ّ! ماده او معنی به همېشه تکامل کوي زه په تکامل ایمان لرم
[quote:722e84e17e] موږ بشري اخلاقو ته ژمن یو. هغه اخلاق چی د بشر د تکامل سره یی تکامل کړی دی او د بشر ارزشت د هغه له عقیدی او جنس او نسل توکم بالا ګڼي. [/quote:722e84e17e]

ستاسو داجملې و ټول افغان ته تکامل ور وبخښلئ ، تاسو يې سبب یاست
(وَآتَيْنَاهُ مِنْ كُلِّ شَيْءٍ سَبَبًا)
که د نن څخه ورسته تاسو د بشر مقدساتو ته حقیره جمله و کارول او اهانت وکړ، داکه د باطل خدایاتو اهانت وي او د حق خدای

د یوه بد لفظ د استعمال په سبب به ستاسو ټوله لیکنه ړنګه شي !!!

له ښه بحث نه لاس مه اخلئ

درنښت[/quote:722e84e17e]

عجیبه کمزوری دریځ، دومره تساهل هم ولاکه د مسلمان سره خوند کوي، زما حتمي پریکنده او غوڅه خبره په لاندې لنک کې وګورﺉ، هلته ما خپل دریځ په واضحو ټکو کې څرګند کړی دی او زه خپل دریځ ته پوره ژمن یم، که زمونږ دریځ ته سپک ولیدل شول، نو مونږ به هم ورته اخلاق، انسانیت تمدن او تهذیب وروښایو چې د حیوانانو سره خلک څه رنګه سلوک کوي.

[url]http://www.tolafghan.com/forum/viewtopic.php?t=7564[/url]


پتوال
27.07.2011

سلامونه او نيکې نيکې هيلې مې ومنئ !
نام خدا تاسو خو دلته ډير بحثونه کړي او زه ترې بيا خبر شوی هم نه يم.
محترم رښتينی صيب ولې مسايل په احساساتو شاربې ؟؟؟
پاګل او بې وقوفه بې فکره، بې پروا ، څوک چې د اند او انديښنې خاوند نه وي ، غير جدي او متضاد فکر کوي ، مسوليت او عواقبو ته متوجه نه وي،
زما مطلب دادی چې ١٤ سوه کاله وشو چې پښتانه مسلمانان دي خو سواد نه لري،
د سواد ښودل يو بل ته خو آن د بدر له جګړې وروسته
پر مسلمانانو لازم شوی دی، يو عرب که صرف لوستل وکړای شي او ليکل نه نو هم عربي يې خپله ژبه ده د قران کريم ، احاديثو او مقولو په معنی پوهيدای شي
ولې يو پښتون خو پرې نه پوهيږي ، که ليکل لوستل او ښونحی او پوهنتون هم پای ته ورسوي د قران او احاديثو له متن څخه بې خبره وي ، علت څشی دی ؟
علت همدا دی چې په مورنۍ ژبه ديني کتابونه نه لري، نه احاديث او نه نور شرعيات په پښتو او دري کې شته . د خلافت کلونه او زماني تيرې شوي ، نور غير عربي سلاطينو هم پر پښتنو حکومت وکړ، پښتانه هم حاکم شول
د اسلام په نامه يې فتوحات وکړل ، په داسې حال کې چې پخپله نه له اسلامي سواد څخه برخمن وو او نه له له نورو څخه .
تاسې څه فکر کوئ که په ښونځيو کې د طبيعي او اجتماعي څانګو مضامين په پښتو نه وای په انګليسي يا فرانسوي وای دعام ولس
بچيانو به ښونځي ويلی وای ، نه !
د افغانستان ملا يانو ، عربو خو د عجمو د اسلامي سواد پروا نه ده ساتلې او له عربي پرته يې مجال نه دی ورکړی چې هر قوم ته په خپله ژبه اسلام
آسانه او روښانه کړي، ولې پخپله پښتون تاجک ملا يانو کله هم دا مسوليت احساس کړی چې دغه ديني معلومات چې
دوی پخپله په څومره ذقاو او کړاوونو تر لاسه کړی پښتو ته واړوي، په ښونځيو کې يې زدکړه او تدريس تعميم کړي ؟؟؟؟
که نورو افغانانو په انګليسي او نورو اروپايي ژبو تحصيلات وکړل او او فزيک کيميا، بيالوژي، هندسه ، رياضيات ټول يې په دري او پښتو وژباړل او
په ښونځيو کې تدريس کيږي نو په ملايانو څه بلا لګېدلې وه چې په ١٤ سوه کالو کې يې ديني مِضامين پښتو او دري ته راونه ژباړل ؟
دا خو دا معنی لري چې دوی سره د هيواد د بچيو د اسلامي سواد هډو فکر هم نه و ، يا د علم په ارزښت نه پوهيږي نو ځکه يې نه تعميموي (؟) ، او يا ولس او د قام بچي ترې ددې له پاره ليرې ساتي، چې ديني پوهه خپل شخصي امتياز بولي چې تر لاسه کړی يې دی، نو که چيرې دا دومره آسانه شي چې د محدود قشر پر ځای يې هر څوک په پښتو او فارسي په ښونځيو او پوهنتونونوکې تر لاسه کړی نو بيا خو هر سړی لږ و ډير ملا او دينپوه ګرځي ، بيا به ددوی امتياز چيرې وي ؟؟؟؟
ددې له پاره دوی د الله دين له مسلمان ولس څخه پټ ساتلی ،ګناه يې کړې او له مسلمان ولس سره يې خيانت کړی،
که قصدا ً يې کړی وای نو نه به خدای بخښلي وای او نه يې زه بخښم، خو داچې قصدا يې دا کار نه دی کړی، بلکې له پيګير فکر ، ملي او
اسلامي مسوليت څخه ليرې پاتې شوي، په اصطلاح بې فکره او بېوقوفه پاتې شوي، نو اقلآ پړه يې بايد پرې وغورځول شي،
صرف د بند او دورو لاندې بايد رانشي ! ولې تاسې رښتينی صيب ددې پر ځای د عربو علماو احترام له مانه غواړئ ، چې ما په هېڅ صورت نه
مطرح کړي او نه مې غندلي دي، عربو خو خپل قام ته په خپله عربي ژبه پوره کار کړی ، نن چې په هر عربي هيواد کې څومره ديني کتابونه شته له ايران پرته په بل هېڅ غير عربي اسلامي هيواد کې نشته .
دا ١٤ سوه کاله خو افغانان هم مسلمانان وو، هومره ديني کتابونه چې په عربي شته آيا په پښتو کې هم شته ؟؟؟؟ نشته، د هغې په نيمايی شمير شته؟ نشته، دريمه يا څلورمه برخه يې شته، نشته، لسمه برخه يې هم په پښتو کې نشته ، نو دا که د پښتنو ملايانو
ګناه نه ده نو دچا ګناه ده ؟؟؟؟ ؟؟؟؟؟ آيا په دې ١٣ سوه کالو کې دوی کله هم له عربي خليفه ګانو يا نورو اسلامي اميرانو او يا خپلو پښتنو پادشاهانو څخه دا غوښتنه کړې چې دين دې په پښتو هم وژباړل شي او پښتو مدرسې دې جوړې شي ؟؟؟؟ نه هيڅکله يې نه ده کړې .
خو اصلي موضوع بل شی ده، زه صرف د رښتينی صيب دپوښتنې د ځواب قرضدار وم ، هيله ده اصلي موضوع مې نه وي اخلال کړې تاسو خپل بحث ته په اصلي موضوع دوام ورکړئ .
د تکامل موضوع جالبه ده او حليمي صاحب هم تاييد کړې ده بايد د اسلام له نظره هم وڅېړل شي . نننی انديز جنګ او جګړه په همدې ټکي روانه ده
چې اسلام تکامل مني او بايد په جدپ توګه په پام کې ونيول شي، هغه مسلمانان دې حکومت وکړي چې د مسلمانانو له پاره مادي
او معنوي تکامل تضمينوي ، خو دين دې په کلکه او جدي توګه عملي شي ، او ځينې نور بيا په دې بآور نه لري او وايي اسلام تکامل نه مني
او د تکامل او پرمختګ هڅې اسلام له منځه وړي ، دلته بيا هم دوه متخاصمې ډلې دي ، يوه يې سيکولران دي چې د تکامل له پاره
حکومت له دين څخه بيلوي او بله يې هغه ډله ده څنګه چې اسلام تکامل نه مني نو د ترقۍ او تکامل مخه نيول پکار دي . ددې له پاره دوی د
وروسته پاتوحَجري ډلو پلوی کوي څو د تکامل مخه ډب کړي .
تاسو په ددې دريواړو په اړه کومه اندتوګه خپلوئ ؟؟؟؟
والسلام


م . ق
27.07.2011

[quote:8e1293b567="پتوال"] د تکامل موضوع جالبه ده او حليمي صاځپ هم تاييد کړې ده بايد د اسلام له نظره هم وڅېړل شي . نننی انديز جنګ او جګړه په همدې ټکي روانه ده چې اسلام تکامل مني او بايد په پام کې
ونيول شي، هغه مسلمانان دې حکومت وکړي چې د مسلمانانو له پاره مادي او معنوي تکامل تضمينوي ، او ځينې نور بيا په دې بآور نه لري او وايي اسلام تکامل نه مني او د تکامل هڅې اسلام له منځه وړي ، دلته بيا دوه متخاصمې ډلې دي ، يوه يې سيکولران دي چې د تکامل له پاره اسلام نفې کوي او بله يې هغه ډله ده چې وايي اسلام تکامل نه مني نو د ترقۍ او تکامل مخه نيول پکار دي . ددې له پاره د وروسته پاتوحجري ډلو پلوی کوي څو د تکامل مخه ډب کړي .
تاسو په دې اړه څه اندتوګه خپلوئ ؟؟؟؟
والسلام[/quote:8e1293b567]
زمونږ بحث په مادي او معنوي تکامل کې نه دی، دا د موضوع څخه بهر خبره ده او د بحث ورانول دي او هم منطق غل ته د اسلام ضد نورو پوچو خبرو فرصت ورکول دي،او هم زمونږ د سوالونو څخه هغه ته پناه ورکول دي.
مونږ مادي او معنوي تکامل سره اختلاف نه لرو، ځکه نو پدې نامه د اسلام بدنامول د مسلمان کار نه دی، مونږ هغه تکامل نه منو چې وایې انسان د بزو او یا بل ځناور د وحشي حالت نه دې حالت ته وروسته د یوې اوږدې پروسې نه رارسیدلې دی، که هرڅوک دا عقیده، فکر او اند لري، هغه ډارویني ملحد او کافر دی.
اصلي خبره خو داده چې د غرب انسانان وروسته ددې نه چې د یو وحشي ځنګلي حالت نه یې تش په نوم تمدن ته تکامل وکړو خو تکامل یې د حیوانیت او ځنګلیت په یو بل شکل منتج شو، او اوس ورنه هغه تکاملي حیوانان جوړ شو چې په بربنډه په یوبل باندې لکه دځناورو خیژي او ښکته کیږي، نه یې نر معلوم دی او نه یې ښځه، نه یې ماشوم معلوم دی او نه یې بوډا، نه یې پلار معلوم دی او نه یې خور. بس دومره تمدن یې کړی چې مخکې به یې په ځنګل کې دا کارونه کول او اوس یې د ډیموکراسۍ په نوم په نوو مترقي ځایونو کې د ساینس او پرمختللو وسایلو په وسیله کوي.
اوس یې پلاستیکې او ربړي فرجونه هم جوړ کړي ځکه چې په غوښه یې نوره ګزاره نه کیږي ځکه چې تکامل یې کړی دی کنه.
د تمدن او بشري اخلاقو خو یې پوښتنه مه کوه، هغه کس چې دین ته متعهد او ژمن نه وي هغه نو بیا هیڅ قانون، اخلاقو او اصولو ته ژمن نه وي، هغه بیا په هیڅ څیز بند نه وي، ځکه د هغه ټوله هیله او امید صرف همدا ژوند دی، ځکه نو چې په هره طریقه وي باید خپل شهوات او خواهشات پوره کړي، که څوک وژني که غلا کوي که دروغ وایې که دوکه کوي که جنګ کوي خو په هره طریقه چې وي صرف خپل خواهشات پوره کوي، نو د داسې انسان او حیوان څه فرق شو، که په خبرو څوک انسان کیږي نو خبري خو طوطي هم کوي.
بشري اخلاقو تمدن او انسانیت خو یې دومره ترقي کړې چې اوس ورته افریقایې او ایشایې انسانان خپل غلامان ښکاري، د خپلو مادي ګټو لپاره بې ګناه انسانان وژني، د انسانیت په خلاف ایټم بمونه او کیمیاوي مهلک میزایلونه استعمالوي، ملکونه اشغالوي، د خلکو ازادیانې او خپلواکیانې له مینځه وړي، جنګ او نفاق ته لمن وهي، طبیعي زیرمې او نفت و غاز غلا چور او غصب کوي، همدغه د دوي تهذیب او تمدن دی، اخ تو لعنت په دې تمدن، اخ تو لعنت پدې تکامل.


رښتینی
27.07.2011

قرانی صاحب سلامونه اونیکې هیلي مې ومنه
ستاسو نظر او ځېرکتیا د ډېرې ستاینی وړ دې الله دې
ښاد او سرلوړی لره

پتوال میاشت وروسته زما پوښتنی ته ځواب وایې او عجیبه خو داده چې پتوال
هره ورځ ټول افغان ته راځې او لیکنې کوې او دا اوږد او مهم بحث یې ندی لېدلی !
اوس چې دتکامل او ډاروین بچوړۍ یوڅه کمزوری ورته ښکاره شو نو زما پوښتنه
راځوابوې او شاید غواړې دهغه په ټولو پوچو او دالله او دهغه دپیغمبر په خلاف
په بیحا خبرو پرده راوغوړوې او د تکامل د موضوع رانګ ورکړې

موږ دپتوال په هغو مخکینیو بابولالو ژړل خو داځل له هغونه له بد ترو سره رامیدان
ته شو پتوال صاحب زه وایم په هغه ارتبات نوره خوله پټه ونیسه هغه دې پاتې وې
تاسو د منطق ګل منطق او سپکي باید ارزولې وی او دهغه لاسلېک ته باید ځېر شوې
وای چې دخدای وجود یوه ډرامه بولې !!

زه غواړم داخبره روښآنه کړم چې ددین په اساسیاتو باندې علما ء له هیچا سره
سازش نشي کولی او نه یې باید وکړې دلته ځېنې داسی خلک شته چې دیوه
نیم ملګرې په خبرو ددې له پاره افرینونه وایې څو هغوی خپل نظر ته مایل کړې
او غواړې په دې شیطنت سره هغوی انعطاف ته راکاږې خو زه دی خلکو ته وایم
چې په دې سادګې سره زموږ ژمن ملګرې له خپلو اصولونشې اړولی او نه هغوی
دومره ساده دې چې د غرضي خلکو په دې دروغژنو افرینونو سره له خپلو اساسیاتو
نه تېر شې قرانی صاحب دې متوجه وې او داراز نور ملګرې هم

په مینه


پتوال
27.07.2011

درنو محترمو او زړه ته رانږدې خوږو مؤمنانو ورونو السلام عليکم و رحمة الله و برکاته !
د رشتيني صيب ګيله پر ځای ده چې زه دې بحث ته نه يم متوجه شوی چې څه په کې روان دي، عنوان يې يو څه او محتوا يې بل چيرې تللې
او دومره غځېدلې ده چې اوس مې هم تر پايه ونشو کتلی . خو له څو ليکنو څخه راته څرګنده شوه چې د پخواني کوشان له سوړې څخه ټول افغان ته
بيا د ملحدينو څيړه راوتې ده ، ددې څيړې بندول اړين دي او له محترم عمومي مسول څخه هيله کوم چې ژر تر ژره يې غم وخوري !
[quote:86208e7ba5]دا کوم منطق دی چې د اسلام په فوروم کې دې يو تن خپل الحاد داسې اعلاموي ؟ او تر اوسه لا نه دی اخراج شوی :
ښاغلو ما چې کله په ټول افغان کې اکاونټ جوړوو نو دا پوښتنه پکې نه وه چې مذهب دې څه شی دی. د دې معنی دا کیدی شي چې مذهب دومره کوم مهم شی نه دی خو تاسو یې مانه بار بار پوښتنه کوئ. ستاسو په ټینګار به بیا هم درته وویم چې زه اتهیسټ (لادین) یم. [/quote:86208e7ba5]
په ټول افغان کې د نوم ثبتولو يو شرط د اسلام سپېڅلي دين ته هغسې درناوی دی چې يو حقيقي مسلمان يې بايد ورته ولري ، نو ملحد دلته
څه ورک کړي چې ټول افغان ته راځي او بيا د اسلام په خونه کې د اسلام پر ضد د خولې وازولو جرئت کوي .
[color=red:86208e7ba5]د اسلام د سپيڅلي دين او د اسلام د ستر پيغمبر محمد (ص) د احاديثو په اړه شک څرګندول په ټول افغان کې هېڅ ځای او امکان نه لري،
هغه چا چې داکار کړی پخپله دې خپله نجسه بړستن له دې ځايه بار کړي مخکې له دې نه چې ادمين يې کډه وربار کړي !!![/color:86208e7ba5]
اسلام او مسلمانانو ايمان دې ته اړتيا نه لري چې اسلام ورته د طبيعي علومو له خوا هم تاييد شي ، بلکې د اسلام له اعجاز څخه بي خبره
او مخالفين يې دې ته اړتيا لري چې په ساينسي ډول هم ورته د اسلام اعجاز په ثٍبوت ورسول شي او بس !


طاهر مسافر
28.07.2011

پتوال سیب سلام
د پښتنو ملایانو پړه به در سره ومنم. شاید ډیر سببونه ولری. په علم بخل، له انتقاد نه ویره، په خپل ځان نه باور، فراخه د خاصو په مینځ کی شهرتطلبی، پښتانه هیرول او داسی نور.
خو پتوال سیب دا هم باید ومنو چه د افغانستان په دی تیرو څورلس سوه کلونو کی کم د پښتنو په لاس کی او زیات د نورو په لاس کی پاته سوی.
د محمود غزنوی له وخت نه پاړسو چلیدلی. هانی زمونږ پښتنو شاهانو لا د غوریانو له وخته په نیمه بی سلیقی پاړسو شعرونه ویلی. نو پړه یوازی په ملایانو نه ده ښه. په عربی او پاړسو کی چه ډیر کتابونه لیکل سویدی ځکه چه هغوی د پاچهی ژبې وی او عربی خو بیا زمونږ ټولو دینی ژبه ده. له دی کبله تر ۱۳می ملادی صدی پوری عربی په اسیا او اروپا کی لینګوا پرنکا یا د ملتنو د ذات البینی اړیکو او تفاهم ژبه پاتی شوی. اوس انګلیسی د هغی ځای نیولی. نو ځکه ډیر عالمان په هغه لیکنی کوی. هلته خدمت ده هلته ګټه ده او هلته شهرت. یوازی دردمند او د احساس خاوندان به دا مفت کار کوی.چه خدایسته څوک یی ومنی او که نه. کیداسی پښتو کتابونه لیکل شوی وی خو د لیکونکی په کورکی زاړه شوی او ورک شوی وی. ځکه مونږ تنها هغه کتابونه لرو چه د پاچایانو په کتابخانو او یا د عامی مننی وړ وو.
تا د ژباړنی خبره کړی ده. هغه هم د حاکم دولت په مټه شوی. ته خو خبر یی چه د هغوی ظالمانو په دور کی به دی د خدای نوم په ذربین پیدا کاوه. د هغوی تعصب له دینه سره خو مونږ افغانان له دی دیرش کلن مشکل سره مخ کړی یو. نو څکه ملایان ډیر مه ګرموه.
بله د ترجمی خبره. ملایان که په مدرسو کی په پښتو ترجمه سوی کتابونه ووایی نو د شاګردانو علمی سویه به ډیره ټیټه پاته شی. دا خو نن سبا په پوهنتونونو کی یو ثابته شوی خبره ده. هغه شاګردان چه په یوازی مورنی ژبه تعلیم کوی د هغوی نه د تحقیق توقع کمه وی. نو ځکه د هغوی علمی سطحه هم ټیټه پاته کیږی.
له ملامتی ور په هخوا، دا واقعیت دی چه د دینی کتابونو ترجمه له عربی نه و نورو ژبو ته د پښتو په شمول یو ضرورت دی. او زما په خیال دا به په ملایانو فرض وی. په ترجمه برسیره ملایان یوه بل ټکی ته هم باید متوجه سی: د هلیکانو تربیه کول په اوسنی او یا پخوانی ډول ښه نتیجه نده ورکړی. په هغه کی باید فکر وکړی او پیدا کړی چه ایا تنها د دوو او دریو کالو دینی تعلیم په کوچینیانو موثره اغیزه لری او که نه. ایا نشی کولای چه دینی تعلیم د عمر تر اخره په منظمه ټوګه و لویو او کوچینیو ته، با سواده او بیسوادو ته جاری وساتی؟
زه خو وایم چه دا یو نوی  فکر غواړی او د هغه عملی کول.
وما ذلک علی الله بعزیز.


عادل عادل
28.07.2011

السلام علیکم

دا چې د ملحد او سپک منطک-ګل لیکنې ړنګې سوې، له ړنګوونکي څخه یې مننه کوم، دوعا به ورته کوم چې، اجرونه خو خدای خبر، خو الله ج دې یې په دې څو ورځني غفلت نه نیسي، آمین

محترم پتوال صاحب

زه د ښاغلي طاهر مسافر ورور د خبرو په تایید سره ویلی شم چې په پښتنو ملا صاحبانو باندې د ملامتی خاورې اړول ډېر لوی ظلم دی، ځکه چې د وخت واکدارانو کافي ظلم ورسره کړی، له هر څه یې محروم ساتلي وو، د ټولنې تر ټولو لوېدلی قشر همدا ملاصاحبان وو، دوی دې اوس هم خیرونه یوسي چې په هېڅ امکاناتو یې دین په شفاهي ډول مونږ ته رارسولی دی، که تاسو وایی چې په نه ښودلو یا پښتو ته په نه ژباړلو یې د خپلې ګټې امتیاز خوندي کړی، نو تاسو راته ووایی چې زمونږ په ټولنه کې ملاصاحب څه امتیاز لري؟ ایا د وخت حکومت کور، تنخواه، کتاب، کتابخانه، قرطاسیه، ترانسپورټ ورکړي؟ د هر دور د بې وقوفه واکدارانو څخه په تقلید ، زما او ستا ټولنې، په خپل کلي کې کور کې ملاصاحب ته، د اوسېدو ځای، ترانسپورټ، کتاب، کتابخانه، قرطاسیه، تنخواه ،،،،،،، او داسې نور چې زه او ته یې ځان ته خوښوو ،،،،ورکړي ؟؟؟

میلیون افرینه دې زما او ستا په ملاصاحب شي چې د دین د بې الایشه ساتنې، پالنې او نوو نسلونو ته د انتقال د عالي هدف په خاطر یې، ځانونه زما او ستا وچ سوړسک او شړومبو ته ټینګ کړي، زما او ستا د مَلک او فرعون صفته قومي مشرانو منتونه یې پر ځان اخستي، زما او ستا د بې غیرتی له وجهې یې، ټول عمر په خپل وطن کې مسافري کړې، د جومات محراب یې د اوسېدو ځای دی، د لمبلو، حمام او بیت الخلا اسانتیاوې تر ننه نلري، تګ راتګ یې تر ننه په پیاده ډول دی، ،،،،، د یوه کتاب رانیول یې د نیم عمر ارمان وي،،،،،، نو اوس تاسو په خپله قضاوت وکړی چې بې وقوفه څوک دي؟ مونږ بې وقوفه یاستو که پښتانه ملاصاحبان؟

ایا تاسو چې احساس مو کله ناکله د اسمان سره خبرې کوي، همدا اوس حاضر یاست چې د خپل کلي یوه ملاصاحب ته د 1000 ډالرو په قیمت یو لپټاپ واستوی تر څو خپل حاصله علم ستا د راتلونکي نسل لپاره و پښتو ته وژباړي؟؟؟ او ایا تاسو ته چې همدې ملاصاحب په شفاهي ډول څه درښوولي، تر اوسه مو په پښتو ژبه کوم ټوټه کاغذ پرې تور کړی دی؟؟ همدا حلیمي صاحب چې ستاسو خبرې یې تایید کړي، د خپل ټول هجرت په کلونو کې یې حد اقل ،،،،،له دیني کتابه یې توبه،،،یوازې صرف بهایي،،،،، پښتو ته ژباړلې؟؟؟ ایا د کوم دیني کتاب د ژباړې مصارف مو منلي؟؟؟

د افغانستان په ګوټ ګوټ او کلي کلي کې، د هر ملاصاحب کور د خپل حاصله علم له پښتو یادښتونو څخه ډک دي، خو کوم چا تر اوسه مراجعه ورته کړې چې ملاصاحب که څه لرې نو راوړاندې یې کړه، چې چاپ یې کړو تر څو یې ټول ولولي، ،،،

لدې ټولو توبه، دومره خو کولای شو چې نېټ ته د ګوتو په شمېر لاس رسېدونکو ملاصاحبانو تقدیر وکړو، ویې هڅوو، تشویق او ترغیب یې وکړو، خپل فخر یې وګڼو، خبرې یې ومنو، که دا هم نشو کولای، نو کم تر کمه خو یې توهین کوونکو ته چکچکې ونکړو او په دین باندې د اسلام دښمنه اشخاصو ملنډو ته له غبرګون پرته لاس تر زنې کښېناستلي نه وو!!!

د محشر په ورځ به و دې پوښتنې ته، چې ځواني، مال او وخت دې په څه کې صرف کړل؟؟؟ یو نیم نر ځواب وایي چې یو به یې همدغه زما او ستا په اند ملامت ملاصاحب وي،،،،،،، ځکه چې هر سړی تر خپله وسه پړ دی، خو زمونږ او تاسو پړتوب ډېر زیات او پلن دی،،،،د کوچي شپانه په قول مو دې الله پاک خوشې وبښي، آمین


وزیري
28.07.2011

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته:

سل په سلو کی له عادل صیب سره موافق یم. افرین دی وی زمونږ او ستاسی پر فقیرو او مسکینو ملایانو. دا ډیره بیچاره او مظلومه طبقه ده، ځکه چی اکثریت یی په فقر کی شپی او ورځی سبا کوی.
ډیر داسی ملایان به اوس هم وی چی پوره کتابونه به یی لیکلی وی او یا به یی لیکلو ته چمتو وی خو اقتصاد به ورسره یارانه نه وی. لا یکلف الله نفسا الا وسعها.

والسلام.


۰
28.07.2011

السلام علیکم ورحمةالله
عادل صیب دالله جل جلاله رحمت دي وي په تاسو باندي داسي حقایق مو لیکلي چي هر ملا يي د خپل زړه اواز ګڼي بالکل همداسي ده زمونږ افغانان ملاصیبان ډیر ښه استعدادونه لري خو متأسفانه چي هڅ امکانیات نه لري او نه تراوسه پوري کوم امي صیب دا حس کړه چي زه دا دومره پیسي خوشي مصرفوم او یا يي په ناروا دودونو خرڅ کوم راځه نن نیک کار کوم او ملا صیب ته پري یو کتاب رانیسم ، لپټاپ خو لا لیري خبره ده فکر کوم چي ترننه به دي صیب یوه ارزانه کتاب هم خپل ملا صیب ته نه وي رانیولی .
او بیا دا دین خو یواځي دملا صیب ندی چي هر څوک دي راځي او ملاصیب دي ملامتوي دا خو د پاکستان د نیشنلیانو او افغانستان د ناافغان ملیتیانو خبري دي چي موضوع هر څه وي خو دوي پکي ښکنځلي ملایانو ته کوي او په اسلام باندي یو څو ردونه وکړي نو دا يي بیا تقریر شي او هغه د تبلیغيانو د شپږ نمبرو پشان يي د په اسلام باندي رد او ملایانو ته ښکنځلو نه خپل تقریر جوکړي او ښه يي پوخ کړي او د موضوع اجنډا ته په نه کتلو سره يي هرځاي کي په هره موضوع کي تکراروي.
دا دین د ټولو مسلمانانو مشترک دین دی او په مونږ ټولو باندي د دي دین خدمت فرض دی .
که یو څوک له خپله جیبه یو څو پیسي وباسي او وواي چي ملاصیب ستاسو مصارف په ما شو او فلانۍ موضوع کي ښه کتاب ولیکه ستادکور خرڅ هم زه درکوم چي ته فارغ شي او د کتاب چاپولو مصارف هم زه منم نو بیا ګوره چي د نړۍ په سویه کتابونه درته لیکي او ژباړي کنه!
او دا چي ته ښه په خیټه موړ يي په کومه خارجي مؤسسه کي په ډالرو معاش اخلي اویا کوم بل پیداګیر لري او لپټاپ ته ناست يي انټرنیټ دي لګولی او الله خبر دی چي څه څه پکي ګوري او بیا غررررر شي په ټول افغان رامنډه کړي او مفت اعتراضونه کوي .
داسي فکر ولي نه کوي چي ته هم یو مسلمان يي[که چیري يي] نو تا بیا د یو مسلمان په حیث اسلام ته څه وکړه؟!!
او که تراوسه دي څه نه وي کړي نو څه کول په نیت کي لري او که هڅ د اسلام ته او افغانانو ته خدمت کول دي نیت کي هم نشته تشششششش اعتراضونه کوي نو دا خو بیا هسي بي انصافي او ظلم دی الله دي مونږ اوتاسو ټول له ظلمه وساتي.
مومندافغان


نصرت
28.07.2011

اند کوم چي منطق یي له بیخه ویستلی ده بلکل یوه لیکنه یي هم په نظر رانغله!!
داکار چي هرچا وکړو ډیر ښه کار یی وکړو‎ ‎دوعا نه ورته کوم ځکه چي ډیر په ځنډ یي وکړو!


طاهر مسافر
29.07.2011

السلام علیکم و رحمة الله و برکاته
د پتوال سیب له انتقاد نه په مننه او د عادل سیب او نورو ورونو د لیکونو په تایید دا فکر او سوال راته پیدا شو چه یاره ولی د خیر په کار کی تلوار ونیسی؟
نو دپورتنی سوال په ارتباط دا نور سوالونه غواړم وکړم:
ایا په دی فورم کی څوک کولای شی د داسی عالمانو مالومات وکړی چه د دیینی کتابونو ترجمه وکړی؟
آیا کولای شی معلومات وکړی چه هغه څه ته ضرورت لری؟ او مصرف یی څومره کیږی؟
آیا کیدای سی په دی حاضره کسانو کی څوک دی ته ملا وتړی چه د داسی ترجمی لپاره د اعانی فنډ جوړ او د هغه په اداره او تبلیغ کی ځان مصروف کړی؟
ایا څوک حاضر دی چه مالی مرستی له خپله وسه سره برابر وکړی؟

زما وس خو په کمی مالی مرستی رسیږی.

ستاسی د نظر او اقدام په هیله.
په درناوی


شبيراحمد
29.07.2011

ټولووروڼوته بغیرله بې منطقه اوملاتړويې
السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته
محترمودموضوع په اړه موښې خبري کړي پرزياته بيادعادل صاحب ځواب ډېرخوندراکړ.
دموضوع په اړه به څه ځکه نه وايم چې نوردويلوځای پکي نه دی پاتي.
اودطاهرمسافرصيب سره زه هم موفق يم اوزماهم له نوروملګرونه همدغه سوالونه دي.
نومحترم طاهرصاحاب زه هم ستاسوپه څېرلږمالي مرسته کولی شم خودژباړي په برخه کي
له مالي مرستي لږزياته مرسته کولی شم.
په اردوترفارسي ډېرقادریم اوعربي کي هم ښه یم مطلب خاپوړي پکي کوم.
نوپه دې درېواړوژبوکي چې کوم اسااااااااااااااانه کتاب وي ماته يې راکړئ
ان شاالله ترخپل وس به يې درته وژباړم.
يادونه : درې کتابونه مي له اردوژبي ژباړلي خودمال دنه شتون له کبله راسره په کمپيوټرکي پراته دي، پرنټرهم نه لرم چې پرنټ يې کړم ترڅودڅه وخت له پاره محفوظ شي.
اوس زيات وېرېږم چې وايروس يې رانه ونه وهي اوټوله خواري مي په اوبولاهوشي.
بس داکيسې دي طاهرجانه الله دي خيرکړي.

نورڅوک شته چې عمل ته مټي رابډوهي؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟

ستاسودنظرپه انتظار

مننه


-
29.07.2011

السلام علیکم

په دې فورم کې عادل صاحب یوه ډیره ښه خبره کړې وه، چې که زمونږ ملایانو خپلې پښتنې ټولنې ته خدمت نه وي کړی نو همداسې مو نورو پوهانو هم نه دی کړی. د ملایانو د نه خدمت دلیل خو هغه دی پورته ذکر شو چې بنسټیز خنډ یې په وړاندې اقتصادي ستونزې دي. خو زه حیران هغو افغاني ډاکټرانو، انجینرانو، تاریخپوهانو، اقتصادپوهانو، کیماپوهانو، ساینسپوهانو ته یم چې د پریمانه امکاناتو په شتون کې یې د خپلې افغاني او خاصتا د پښتني ټولنې سره غټه جفا کړې او تراوسه پورې مو ددوی هیڅ د پاموړ شهکار نه دی لیدلی.

نن په ګوګل کې د ګوګړو تیزاب (H2SO4) یا سلفوریک اسید، موضوع پسې ګرځیدم او پلټنې ته مې ورکړې وه د عربي، انګلش، اردو، فارسي ترڅنګ په لسګونو نورو ژبو په دې اړه کافي معلومات وه، خو په پښتو ژبه مې یوه کوچنۍ مقاله هم پیدا نکړه چې د کوم پښتون پوه لخوا لیکل شوي وي.

همداسې یې ډاکټران، کمپیوټرپوهان، انجینران، تاریخپوهان، اقتصادپوهان.... درواخله چې که چیرته یې په لاس کې د شته امکاناتو په تناظر کې خپلې ژبې ته د علمي خدمتونو کچه وکتل شي، په نشت حساب دي. نو بیا دوی په کومه خوله زمونږ ملایان او دینپوهان ګرموي چې دیني علوم یې خپل ولس ته په خپلې ژبې نه دي وړاندي کړي؟؟؟

رښتیا هم که زمونږ ټولنه پرمخ تلونکي وي نو ټول به یوځايي پرمخ ځو، او که وروسته پاتې کیږو نو ټول به یوځايي وروسته پاتې یو. ملایانو خو بیا هم په نشت امکاناتو کې ډیر څه مونږ ته وړاندې کړي دي، تاسو په دومره پریمانه امکاناتو کې مونږ پښتنو ته څه خدمت کړی دی؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟


ډاکتر څپاند
31.07.2011

زما سلامونه هم ومنئ،

پخوانی ملا وهاج او اوسنی کليوال داسې ليکي:

[quote:1f021406c0]همداسې یې ډاکټران، کمپیوټرپوهان، انجینران، تاریخپوهان، اقتصادپوهان.... درواخله چې که چیرته یې په لاس کې د شته امکاناتو په تناظر کې خپلې ژبې ته د علمي خدمتونو کچه وکتل شي، په نشت حساب دي. نو بیا دوی په کومه خوله زمونږ ملایان او دینپوهان ګرموي چې دیني علوم یې خپل ولس ته په خپلې ژبې نه دي وړاندي کړي؟؟؟ [/quote:1f021406c0]

په رښتيا هم چې ديني عالمان د معاصر تاريخ په لړ کې هغه قشر دی چې
په خاصه توګه افغاني دولتمدارانو ورته خورا لږه توجه کړې٠
دابيچارګان خو اکثريت په عربي هم نه پوهېدل٠په ايران کې چاپ شوي فارسي
ژبي کتابونه دهمدې ملاصاحبانو په مرسته په مساجدو کې تدريس او پدې توګه
فارسي ژبې ته خدمت کيده٠
مشهوره ټوکه ده چې يوه ملا کوچيانو ته وعظ کاوه او داسې ئي کړه:
چې خلای تالا په پنج کتاب کې اچولي دي چې "تا چند کني دلم را کباب"وی مانا داچې ښه کوئ او بد نه :?

خو دې ١٣٥٧ کال راهيسي کله چې په کابل کې دغوئي بدبخته کودتا وشوه
نو په پاکستان ،ايران،سعودي او ورته هېوادونو کې دې ملايانو غواګانې لنګې
شوې او لا تر ننه هلته او دلته هرکال ورله غبرګ غبرګ بچي زېږوي،نو دهغوپه اسلامي مينه څه بلا ولګېده چې اسلامي تعليمات په پښتو راواړوي؟

کليوال پداسې حال کې چې د بازاريانو پشان دطبيعي علومو پر څانګپوهانو
ملنډې وهي،او ځينو ته چې دليک اوتبصرې جرائت کوي،دخرو او غويو دې
ډاکټر خطاب کوي،دلته ئي پر هغوبياهم غلطه نيوکه کړې ده٠

له يوې خوا ديوه څانګپوه داهانت تلاش،اوله بلې خوا يوې سترې ډلې
مسلکي اوعلمي شخصيتونه يعني وترنران،په تحقير سره يادونه له يوې خوا
دعلم سره دښمني او له بلې خوا دهغو وګړو دليکنو دمخنيوي تلاش دې کوم چه په پښتو ليکنې کوي٠
شاعر وائي:
زما په دواړو اږو ناستو پرښتو وليکې*
زما په هکله څه ليکئ نو په پښتو وليکئ


عادل عادل
31.07.2011

السلام علیکم

محترم ډاکټر څپاند صیب

ما به هر وخت محترم وهاج صاحب ستاسو په وړاندې نرمښت ته باله، دا په دې خاطر چې تاسو په څو ځله د مجرمو کمونستانو اعمال غندلي او غندی یې، او له بلې خوا هم د روان وحشي او ناروا اشغال په وړاندې د قدر وړ موقف لری، هغه دا چې ودې اشغال ته دېموکراسي، بیارغاونه او خپلواکي نه وایاست، او همدا کافي مشترکات دي چې له مخې یې ستاسو احترام په ځان لازم ګڼم،،،، په هر حال که ښاغلی کلیوال ورور په اصل کې وهاج صاحب وي، چې نه دی، نو دا خو زما لپاره د ډېرې خوښی ځای دی، په هغوی پسې مونږ ټول ځورېژو او خدای ج دې یې بېرته راستون کړي، آمین

محترم ډاکټر صاحب

رابه شو ودې ته چې تاسو بیا هم ملاصاحبان ایران او پاړسي ژبې ته په چوپړ تورن کړي، لومړی خو دا درسره نه منم چې پنج کتاب د ایرانیانو کتاب دی؟ دوهم دا چې که تاسو همدا پنج کتاب د خپل کلي د ملاصاحب څخه لوستی وای، نو نن به مو د املا او انشا له لحاظه په پښتو بحثفورمونو کې نسبتا لږ تېروتنې کولای.

ملاصاحب همدا پنج کتاب په هېڅ بیه مونږ او تاسو ته تدریس کاوه، د تدریس اثر یې د ټولنې د فرد فرد په تربیه او اخلاقو کې جوت او محسوس دی، ستونزه دا ده چې ډیری خلکو خدای خبر د خپل کم بخت له وجهې، له جومات او ملاصاحبانو سره په واټن کې ژوند تېراوه، او په هغوی د هماغه ببرسري لیوني کیسه شوې چې ښاغلي سعید ورور د سلماني په مثال کې رټلي منطک-ګل ته، د همدې بحث په لړ کې، وړاندې کړې ده.

اوس به راشو و عصري زده کړو ته، د عصري زده کړو حاصلوونکو د بیت المال په پیسو رایګان درسونه وویل، له دې منځ نه یوازې هغو د خپل کور، کلي او ولس په درد وخوړل چې د زده کړو اساس یې له جومات څخه پیل شوی وو، د شاه د وخت شفافه حکومتداري او د اداري فساد په نه شتون کې د جومات او ملا صاحب اثر جوت څرګند وو، په افغانسان کې ښوونځی، پوهنتون او په پوهنتون کې اکثریت پوهنځی هسې هم اوږد تاریخ نه لري، نو د مبرم ضرورت له مخې شاهي حکومت ته شامل شوي مامورین او څانګپوهان په لومړي سر کې ټول طالبان وو چې د سواد په شمول یې اساسي او ابتدایي زده کړې په جوماتونو کې سر ته رسولې وې، تاسو د شاه د وخت د تکړه، سرلوړو او کامیابو عادي او لوړپوړو مامورینو تاریخچه وګوری تر څو درمالومه شي چې د دوی د کامیابی رمز په څه کې وو؟ ..............یو دوه چې ماته یاد دي، د غزني له ولایت څخه مرحوم ملکیار صاحب او د هرات له ولایت څخه د شهید شهیر صاحب نومونه یادولای شم چې دواړه يې په لومړي سر کې دیني طالبان او د قران کریم حافظان وو، حتی چې د ماموریت په لومړیو شپو ورځو کې یې سپین دستارونه په سرول.

کنه د تکامل او پرمختګ تقاضا خو داده چې اوسني عصري او جهاندیده لوستي مو د شاه د وخت د روڼ اندو او لوستو په نسبت خورا زیات شفاف، د وطن په درد دردمند او د فساد نه خالي او تهي خلک وای، چې په واقعیت کې داسې نه ده او مونږ او تاسو یې دادي د تېرو لسو کلونو په اوږدوکې د سر په سترګو وینو او مشاهده یې کوو.

یو بل مثال چې یادول یې اړین بولم، دا دی چې د روسانو د اشغال په وخت کې، د عصري علومو لوستو او څانګپوهانو د کفر، الحاد او اشغال په وړاندې څرګند موقف اختیار کړی وو، نن یې ولې نه شي اختیارولای، پرون د زندان د پنجرو تر شا د هر عالم تر څنګ دوه عصري لوستو او روڼ اندو هم د دین او وطن سره د مینې په ګناه، تر شکنجو لاندې ژوند کاوه، خو نن خدای خبر که به یو روڼ اندی هم، زندان خو پر ځای پرېږده، حتی چې احتجاجا به په کور هم نه وي ناست؟؟....... دا ټول هغه مثالونه دي چې زمونږ په افغاني ټولنه کې د مسکین ملاصاحب د خورا مثبت او مستقیم اثر اهمیت څرګندوي !

تنیجه دا چې زمونږ په ټولنه کې د هېڅ قشر د مثبت اثر او چوپړ څخه سترګې پټول د انصاف تقاضا نه ده، خو دا چې چا په څومره امکاناتو سره څه کړي، د بحث وړ موضوع یې بللای شو.


-
05.08.2011

[quote:e5d96476b8="ډاکتر څپاند"]
پخوانی ملا وهاج او اوسنی کليوال داسې ليکي:[/quote:e5d96476b8]
څپاند صاحب ما څو څو ځله په همدې فورم دا خبره په کلکه رد کړې چې زه وهاج نه یم. وهاج صاحب پیژنم او په دې باندې مې مومندافغان ته هم اعتراف کړی چې زه یې د نږدې پیژنم خو دا ډیر وخت کیږي چې نه مې دی لیدلی خدای دې وکړي چې یو ځل بیا مو سره ملاقات وشي. خو دا چې د کلیوال په نامه لیکنې هم وهاج کوي کاملا بې بنسټه ګومان دی او هیڅ حقیقت نه لري.

کیدی شي تاسو ته زما او د وهاج صاحب په لیکنو کې ځینې مشابهتونه په نظر درځي، خو دا ددې معنی نه ده چې ګنې زه وهاج یم. او د الله تعالی نه سوال کوم چې د وهاج صاحب په څير د علمیت او همدارنګه د قرآن د حفظ لوریینه او احسان په ما باندې هم وکړي. آمین


۰
06.08.2011

السلام علیکم
کلیوال صیب تر څو مو چي خپل ځان نه وي رامعرفي کړی نو تاسو وهاج صیب يي اوبس.

مومندافغان


ډاکتر څپاند
06.08.2011

دپخوانو متل دی:
سپائي ځان ستائي :D :D :D


رښتینی
06.08.2011

زه وهاج او کلیوال دواړه پیژنم هر یو مستقل بالذات ځان ځان ته سړې دې
یوپه قطر کې اوسې اوبل په سعودي کې اوسې که دهر یوه انځورونه غواړئ
هم یې درته لګولی شم اوس به ډاکټر صیب څپاند زما خبره ومني او که ..؟


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more