د موضوعګانو سرپاڼه

د ساتنپال - ولسواکانو بحثونه


ع کريم حليمي
20.12.2011

[quote:ad9d14da99="رښتینی"]
ګومان کوم حلیمي صیب هم هسي په تعبیراتي تیروتنو کې لویدلی دی ځکه دی په خپله وایې چې قانو ن یوه ویاله ده او شریعت بحر دی نوپه ویاله کې عینا د بحر اوبه بهیږې خو یواځی دومره وې چې پرویاله اباداو میشت خلک خپلي ویالي ته یو سیمییز نوم کیږدي
نوهغوی ته بایدڅوک داسي ونه وایې چې ددي ویالي نوم مو غلط دی
او دقانون توري په اړه زه یوڅه نوري خبري هم لرم

په مینه[/quote:ad9d14da99]

درنو او مکرمو ، رښتیني او مبارز صاحبانو ، السلام علیکم و رحمة الله
خدای دي وکړي او ان شاء الله چه تاسو دواړه به د صحت په لباس به ملبس یاست .
ریښتینی صاحب ! که داسي ووایو بهتره به نه وي ؟
شریعت بحر دی نوپه ویاله کې عینا د بحر اوبه بهیږې خو یواځی دومره وې چې پرویاله اباداو میشت خلک خپلي ویالي ته یو سیمییز نوم کیږدي
((وهي :مذهب أبي حنيفة ، مذهب مالك ، مذهب الشافعي ، مذهب أحمد بن حنبل))
المذاهب الأربعة : هي مذاهب فقهية ، وهي متفقة في العقائد في الجملة ، مختلفة في مسائل الفقه

که څنګه ؟؟؟؟


م . ق
22.12.2011

السلام علیکم ورحمة الله،
[quote:1c77bcbfd2="ع کريم حليمي"]هر کله چه څوک د قانون نوم واوري نو پوهېږي چه غیبي نه دی ، یعني د بنده د فکر حاصل او محصل ته په اصطلاح قانون ویل کیږي .
زه به نور هیڅ وخت و نه وايم چه اسلامي قانون !
، زه به نور د همېشه لپاره د ژوند تر ورستۍ سلګی وایم چه "شریعت اسلامی"
شریعت : په عامه معنیٰ د دین متردافه کلیمه ده ، چه اصل او بنیاد ئې غیبي دی ، او احکام اللهی قابل د تغییر او تبدل نه دي قطعاً او ابداً !![/quote:1c77bcbfd2]
ښه صیب نو ستا په نزد شریعت یواځې احکام شو، باالفرض دایې ټول احکام، خو همدغه احکام هغه څه دي چې عمل کول پرې واجب دي او سرغړونه یې سزا او حد لري، او همدغې ته قانون وایي چې ټول ورته پابند او متعهد وي او د هغې نه سرغړونه سزا لري.
خو دلته زه له تاسې عالیحضور څخه یوه دقیقه پوښتنه لرم.
تاسو ویلي چې شریعت احکام اللهي دي، او ښکاره ده چې احکام یعنې اوامر او نواهي، چې قابل د تغیر او تبدیل نه دي، او اخلاقیات هغه څه دي چې په نه مراعتولو یې سزا نه شته، او مراعتول یې ښه کار دی، نو پدې معنی سره اخلاقیات د احکامو دجملې څخه خارج شو. نو چې کله احکام نشو نو ایا شریعت هم نشو؟؟؟؟ یعنې اخلاقیات شریعت نه شو؟؟؟ هیله ده په احکامو، شریعت او اخلاقیاتو مو لږ په روښانه توګه پوه کړې.

[quote:1c77bcbfd2="ع کريم حليمي"]موسیٰ ع ، عیسیٰ ع هم شریعتونه درلودلل ، زموږ نبي علیه السلام هیڅ کله ندي ویلي چه قانون موسیٰ [/quote:1c77bcbfd2]
باالکل هریو پیغمبر ځانګړی شریعت درلودل چې هغه شریعت د یو لړ قوانینو څخه عبارت وو لکه د موسی علیه السلام د تورات تختې چې په شمیر قانونونه (احکام) یې لرل.[دا کار روا دی کوﺉ یې، دا کار ناروا دی مه یې کوﺉ] دایې ثواب،دایې عقاب. لکه چې رب العزت فرمايي:
فَاحْكُم بَيْنَهُم بِمَا أَنزَلَ اللَّـهُ ۖ وَلَا تَتَّبِعْ أَهْوَاءَهُمْ عَمَّا جَاءَكَ مِنَ الْحَقِّ ۚ [color=white:1c77bcbfd2]لِكُلٍّ جَعَلْنَا مِنكُمْ شِرْعَةً وَمِنْهَاجًا.[/color:1c77bcbfd2]

[quote:1c77bcbfd2="ع کريم حليمي"]قانون اساسي : هغه لیکلی سند دی چه د سیاسي قدرت د توزیع او مقرراتو اصول او قواعد او د تفوق موازینې په کښي لیکلي وي ، او هر وخت قابل د تغییر اوتبدل او اصلاح ؤ ، وي به !!!! [/quote:1c77bcbfd2]
دا بیا اساسي نه شو بلکه بې اساسه قانون شو، ځکه که اساس او اصل یې درلودلاي نو ثابث او د تغیر وتبدیل وړ به نه وو، ځکه که اساسات یې اسلامي واي نو اسلامي اساسات ثابت دي او د تغیر و تبدیل وړ ندي.
نو دغه قانون چې بدلیږي رابدلیږي اصلا هغه اسلامي اساس نه لري چې ثابت او دایم دی.
[quote:1c77bcbfd2="ع کريم حليمي"]زه د خپل وطن ، اساسي قانون تر هغه ځای او وخته پوري منم تر څو پوري چه د محمدي شریعت سره په تناقض او ټکر کښي نه وي لوېدلی [/quote:1c77bcbfd2]
اساس خو شریعت دی، نو دا اساسي قانون بیا څه شی شو؟؟ یعنې دا قانون هغه اساس دی چې باید نور قوانین پرې جوړ شي؟؟؟ کله چې دا قانون د نورو تفریعي قوانینو لپاره اساس شو نو بیا شریعت څه شی شو؟؟؟

[quote:1c77bcbfd2="ع کريم حليمي"]قرآن :
قرآن مجید په مجموع کښی ټول احکام دي ، ( حد ، عبادات ، اخلاقیات )[/quote:1c77bcbfd2]
او احکام یعنې هغه قوانین چې واجب العمل دی، او سرغړونه یې سزا لري.

[quote:1c77bcbfd2="ع کريم حليمي"]لمونځ کول ښه اخلاق دي ، زکاة ورکول ښه اخلاق دي
زنا بد اخلافي ده ، ربا بد اخلاقي ده ، شراب او قمار بد اخلاقي ده ،
غیر حق قتل بد اخلاقي ده ، بهتان بد اخلاقي ده ، د ورور تجسس بد اخلاقي ده ، بعضي ګمانونه بد اخلاقي ده ............. د ورور غیبت کول لویه بد اخلاقي ده ، له ملکرو سره په ادب خبري کول ښه اخلاق دي [/quote:1c77bcbfd2]
نه صاحبه! دا کوم شیان چې تا ذکر کړي بعضې یې عبادات دي او دا نور یې ګناهونه دي، بداخلاقي په خپل ذات کې یوه بله ګناه ده.
اخلاق د خلق نه اغیستل شوی دی، او خلق د بل چا سره نیک سلوک او ښه پیش امد ته وایي چې دا خپله یو ځانګړی عمل دی لکه رسول الله علیه وسلم چې فرمایي:
وخالق الناس بخلق حسن، یا لکه تا چې ویلي دي:
[quote:1c77bcbfd2]په شریعت محمدي کښي اخلاق عظیم منزل لري ، قرآن الكريم د رسول الله په مدح کښي فرمايي چه: وإنك لَعلى خلُق عظيم[/quote:1c77bcbfd2]
همدارنګه الله رب العزت په قرآن مجید کې رسول الله صلی الله علیه وسلم ته فرمايي:
فَبِمَا رَحْمَةٍ مِّنَ اللَّـهِ لِنتَ لَهُمْ ۖ وَلَوْ كُنتَ فَظًّا غَلِيظَ الْقَلْبِ لَانفَضُّوا مِنْ حَوْلِكَ ۖ فَاعْفُ عَنْهُمْ.
بل ځاي کې ورته فرمايي:
وَلَا تُصَعِّرْ خَدَّكَ لِلنَّاسِ وَلَا تَمْشِ فِي الْأَرْضِ مَرَحًا ۖ إِنَّ اللَّـهَ لَا يُحِبُّ كُلَّ مُخْتَالٍ فَخُورٍ.
وَاقْصِدْ فِي مَشْيِكَ وَاغْضُضْ مِن صَوْتِكَ ۚ إِنَّ أَنكَرَ الْأَصْوَاتِ لَصَوْتُ الْحَمِيرِ.
بل ځاي کې فرمایي:
وَعِبَادُ الرَّحْمَـٰنِ الَّذِينَ يَمْشُونَ عَلَى الْأَرْضِ هَوْنًا وَإِذَا خَاطَبَهُمُ الْجَاهِلُونَ قَالُوا سَلَامًا
نو دغه ټول اخلاقیات دي چې معنی یې نیک سلوک، نرمي او عفو کول دي، او بداخلاقي ددې متضاد ده (تعرف الاشیاء باضدادها) یعنې سخت او زشت سلوک کول، چاسره نرمي نه کول او خلکو ته سپک کتل.
الغرض بداخلاقي خپله یوه ګناه ده اما هره ګناه بداخلاقي نه ده.

[quote:1c77bcbfd2="ع کريم حليمي"]که څوک د کبیره ګناهونو او بد اخلاقیو څخه پرهېز وکړي ، تر کوچنیو ګناهونو رب العزت ور تېریږي ، [/quote:1c77bcbfd2]
جناب عالي! دلته دکبیره ګناه، بداخلاقۍ او کوچنۍ ګناه ترمنځ څرنګه توپیر کوﺉ؟؟؟ ځکه تا په ټولو مختلف حکم کړی.
دپوښتنې اهمیت په دې کې دی چې بداخلاقي په کومه ګټګورۍ کې قرار لري؟؟ کبیره که صغیره؟؟ او یا یو هم نه

[quote:1c77bcbfd2="ع کريم حليمي"] هر کله چه د مملکت قاضي فیصلي په شریعت محمدي سره اوروي ،
نو وایو چه دغه ملک ولسواک ملک دي او په دغه ملک کښي (ان الحکم الا لله)[/quote:1c77bcbfd2]
په سعودي کې هم قاضي فیصلې په شریعت محمدي سره کوي، طالبانو هم داکار کولو، پخوانیو ټولو اسلامي سلطنتونو دا کار کولو، نو ایا دا ټول ولسواک ملکونه وو او دي؟
د ولسواکۍ یې دقاضي د هغه فیصلې سره څه چې په شریعت محمدي باندې کیږي، ولسواکان خو په هغه قانون فیصلې کوي چې اکثریت تصویب کړې وې ولو که هغه قانون د هجړاګانو سره واده کولو ته جواز ورکول وي نو ایا دا هم د الله پاک حکم شو؟؟؟ العیاذ بالله واستغفر الله، ډیموکراسي د الله پاک حکم بولي او بیا ورته دا ایت هم راوړي چې د ان الحکم الا لله دا معنی ده، معاذ الله.
حلیمي صیب هم په شرعی احکامو او ډیموکراسۍ کې عجیب بې ربطه تطابقونه او توافقونه رامینځ ته کوي چې یو بل سره هیڅ سر نه خوري.
[quote:1c77bcbfd2="ع کريم حليمي"]نوټ : ما په پخوا کښي ویلی وه چه په اسلامي ټولونو کښي قاضی حکمونه کوي ، خپله خبره ګرځم
اللهي حکمونه موجود دي ، قاضي فیصلې کوي د خداي په حکم ! [/quote:1c77bcbfd2]
ماشاء الله ښه اصلاح ده، دانورې خبرې دې هم داسې اصلاحاتوته ضرورت لري.

حلیمي صیب څنګه یې؟؟؟؟ :lol: :lol: :lol: :lol:
په هر صورت بیا هم درنښت ستاسې په درانه حضور کې.


طالب ISI
22.12.2011

خوشحاله وروره، هیله کوم هیڅکه د چا خبرو ته چټیات ونه وایې. ځکه ته څه توقع لرې چې مقابل جانب به ستا خبرو ته ملغلرې ووایې؟

که زړه د نه غوښتل نظر مه پرې ورکوه. نور ضرور نه ده چې ټول په یوه نظر و.
خپل دلایل ورته وړاندې کوه که یې منل یا نه منل د هر چا خپل کار دی.

هیله ده خوا بده نه کړې.

اوس راځم اولسواکی ته.
اصلآ هدف دادی چې څنګه عدالت تامین شي. هر چا ته خپل حق ورسیږي. په اسلام کې هم اولسواکې موجوده ده، که داسې نه وی حضرت محمد ص به د سلما بي، بې یا سلمان فارسي مشورې نه منلې. بیا وروسته ، وروسته به د مختلفو قومونو مشران راتلل.

دا خپله یوه نوعه اولسواکي ده. البته اسلام او ملا یو ګڼل لوی جرم دی. ځکه ډیر ملان او طالبان د اسلام خلاف کارونه کوي. که خبره د طالبانو د تحریک وي، هلته ددوی په اند اسلام و، خو د ډیرو نورو په اند دکتاتوري وه.

په تیرو پیړیو کې په اروپا کې هم عیسوي ملانو همداسې یو دیکتاوري نظام ځان ته جوړ کړی و. البته د اولسواکی څخه مطلب دا نه دی چې شراب او کباب د آزاد وي.

کله چې حسن البنا ویلي و چې غرب کې ااسلام و، خو مسلمانان نه و، او شرق کې مسلمانان شته خو اسلام نه شته.ددې خبرې اصلي مطلب همدا دی چې دلته اسلام د اولسواکی پوسیله عملي شوی ( سل فیصده نه خو تر ډیر حده، عدالت تامین دی).



ع کريم حليمي
23.12.2011

وعلیکم السلام و رحمة الله و برکاته
[quote:a45e4d069b="مبارز قرآني"]
خو دلته زه له تاسې عالیحضور څخه یوه دقیقه پوښتنه لرم.
تاسو ویلي چې شریعت احکام اللهي دي، او ښکاره ده چې احکام یعنې اوامر او نواهي، چې قابل د تغیر او تبدیل نه دي، او اخلاقیات هغه څه دي چې په نه مراعتولو یې سزا نه شته، او مراعتول یې ښه کار دی، نو پدې معنی سره اخلاقیات د احکامو دجملې څخه خارج شو. نو چې کله احکام نشو نو ایا شریعت هم نشو؟؟؟؟ یعنې اخلاقیات شریعت نه شو؟؟؟ هیله ده په احکامو، شریعت او اخلاقیاتو مو لږ په روښانه توګه پوه کړې.

[/quote:a45e4d069b]

بیامو یوه وړه اشتباه کړېده ، تاسو احکام پر دوه ډوله تقسیم کړي (اوامر او نواهي) نه نه . د رب خطاب یا احکام پنځه نوع دي !!! ته څنګه يي‌ مبارز صاحب ؟؟؟؟

مبارز صاحب
ډیري ښې پوښتنی مو کړیدی !
د احکامو تعریف په بحث پوري تړلی دی ، په دغه بحث کښی يې تعریف داسي دی چه : د رب خطاب و بالغو ( پوهانو ) ته ،

وَنَزَّلْنَا عَلَيْكَ الْكِتَابَ تِبْيَانًا لِكُلِّ شَيْءٍ وَهُدًى وَرَحْمَةً وَبُشْرَى لِلْمُسْلِمِينَ
د رب الغرت کلام هر څه په بر کښي نیولي دي .
داچه تاسو د احکامو په تعریف کښي مشکل درلود ، نو ډېري پوښتني درته پېدا وې ، نو فکر کوم چه اوس به دي ټوله حل شوي وي که یا ؟
درنښت


م . ق
23.12.2011

[quote:dac0edc212="ع کريم حليمي"]
بیامو یوه وړه اشتباه کړېده ، تاسو احکام پر دوه ډوله تقسیم کړي (اوامر او نواهي) نه نه . د رب خطاب یا احکام پنځه نوع دي !!! ته څنګه يي‌ مبارز صاحب ؟؟؟؟ [/quote:dac0edc212]

سلامونه،
نه!!! حلیمي صیب، مااشتباه نه ده کړې بلکې دلته تاسو خپله یوه اشتباه وکړه هغه داسې چې ما دلته د احکامو تقسیم په اوامرو او نواهي سره ندی کړی بلکې ما دلته د احکامو لفظي معنی کړېده امـــــــــــــــــــــــــا د اصول فقه له مخې تاسو تیروتي یاست ځکه اول احکام په پنځه ډوله نه بلکې په دوه ډوله دي.
پدې اړه به درته د دوکتور عبدالکریم زیدان له کتاب (الوجیز في اصول فقه) څخه دا لاندې عبارت رانقل کړم:
ینقسم الحکم عند الاصولیین الی قسمین:
الاول: الحکم التکلیفي: وهو ما یقتضي طلب الفعل، اوالکف عنه،او التخییر بین الفعل والترک.
الثاني: الحکم الوضعي: وهو ما یقتضي جعل شئ سببا لشئ آخر، اوشرطا او مانعا منه.
نو وګوره دلته هم د حکم تکلیفي معنی په طلب الفعل اوالکف عنه سره شوې ده چې همدا طلب الفعل امر او کف عن الفعل نهي ده.
بیا حکم تکلیفي پينځه انواعو باندې تقسیمږي:
ایجاب ، ندب، تحریم، کراهة، اباحة
نو اولا حکم په دوه قسمه دی بیا حکم تکلیفي په پینځه قسمه دی چې دلته تاسې د اصول فقهې له مخې اشتباه کړېده.

[quote:dac0edc212="ع کريم حليمي"]
مبارز صاحب
ډیري ښې پوښتنی مو کړیدی !
د احکامو تعریف په بحث پوري تړلی دی ، په دغه بحث کښی يې تعریف داسي دی چه : د رب خطاب و بالغو ( پوهانو ) ته ،
داچه تاسو د احکامو په تعریف کښي مشکل درلود ، نو ډېري پوښتني درته پېدا وې ، نو فکر کوم چه اوس به دي ټوله حل شوي وي که یا ؟
درنښت[/quote:dac0edc212]
نه حلیمي صاحب، د احکامو په تعریف یا تعبیر کې تاسو مشکل لرﺉ ځکه چې نیمګړی مو کړی دی، د احکامو پوره تعریف داسې دی:
الوجیز وايي: والحکم عندالاصولیین هو: خطاب الله المتعلق بافعال المکلفین بالاقتضاء اوالتخییر اوالوضع.
نو په تعریف کې تاسو اقتضاء چې هغه ایجابی یا سلبي دواړه کیدلاي شي پریښې ده.
خه نو هغه پوښتنې چې ستاسو خبرو ته متوجه وې اوس هم متوجه دي او زما د اصلي پوښتنې ځواب نه دی شوی.
ماته کومې پوښتنې نه دې راولاړې بلکه دغو پوښتنو ستاسې نظر او ادعاګانې د سوال لاندې نیولي دي. ماته په خپل نظر او دعوه کې کوم مشکل نشته، ما دخپلې هرې خبرې ځواب ویلی دی او ویلاي یې شم.

[quote:dac0edc212="ع کريم حليمي"]
وَنَزَّلْنَا عَلَيْكَ الْكِتَابَ تِبْيَانًا لِكُلِّ شَيْءٍ وَهُدًى وَرَحْمَةً وَبُشْرَى لِلْمُسْلِمِينَ
د رب الغرت کلام هر څه په بر کښي نیولي دي .[/quote:dac0edc212]
ښه چې د رب العزت کلام هر څه په بر کې نیسي نو بیا قانون اساسي ولې په بر کې نه نیسي او بیا قانون اساسي ته څه ضرورت دی؟؟؟؟
او داآیت شریف خو بیرته پرتا دلیل دی چې ته د رب کلام څخه قانون وباسې، چې هرڅه یې په بر کې نیولي نو بیا ته څنګه وایې چې قانون نشي کیدلاي؟؟؟
تبیانا لکل شئ نه څه مطلب دی؟؟؟

حلیمي صیب امریکا کې څه حال دی؟؟؟ ډیموکراټان به یې ګټي او که جمهوري خواهان؟؟؟ او ته یې کوم یو ته وټ ورکوې؟؟؟ :lol: :lol: :lol:

والسلام



ع کريم حليمي
24.12.2011

[quote:b8570ea3b6="مبارز قرآني"][quote="
ښه چې د رب العزت کلام هر څه په بر کې نیسي نو بیا قانون اساسي ولې په بر کې نه نیسي او بیا قانون اساسي ته څه ضرورت دی؟؟؟؟
[/quote:b8570ea3b6]
که تاسو مطمئن نه یاست ، زه اطمنان درکوم چه قرآن یو او تنها او کامل او تمام د الهي احکامو کتاب دی او فرقان هم دی
چه راسم ستاسو اساسي پوښتني ته چه :( قانون اساسي ته څه ضرورت )

رب العزت فرمايي چه : لَوْلاَ يَنْهَاهُمُ الرَّبَّانِيُّونَ وَالأَحْبَارُ عَن قَوْلِهِمُ الإِثْمَ وَأَكْلِهِمُ السُّحْتَ لَبِئْسَ مَا كَانُواْ يَصْنَعُونَ .

وَأَعِدُّواْ لَهُم مَّا اسْتَطَعْتُم مِّن قُوَّةٍ وَمِن رِّبَاطِ الْخَيْلِ تُرْهِبُونَ بِهِ عَدْوَّ اللّهِ وَعَدُوَّكُمْ وَآخَرِينَ مِن دُونِهِمْ لاَ تَعْلَمُونَهُمُ اللّهُ يَعْلَمُهُمْ وَمَا تُنفِقُواْ مِن شَيْءٍ فِي سَبِيلِ اللّهِ يُوَفَّ إِلَيْكُمْ وَأَنتُمْ لاَ تُظْلَمُونَ

پورته دوه آیت کریم و موږ ته دا راښووي چه : ربانیونو د دندو او وظیفو
له پاره قوانین ولیکئ ، چه رئیسان او ربانیون د فساد مخه ونیول شي !!
او د خارجي او داخلي دښمنانو له پاره عسکري او سیاسي قوة پېداکړي
سیاسي قوة معنی Constitution

او په بل آیت کریم کښي رب فرمايي چه : وَ أَطِيعُوا اللَّهَ وَ رَسولَهُ وَ لا تَنَزَعُوا فَتَفْشلُوا وَ تَذْهَب رِيحُكمْ وَ اصبرُوا إِنَّ اللَّهَ مَعَ الصبرِينَ

نوکه چیري داسي پېښه شي چه د امیر او د ملت دخلګو تر مینځ کوم اختلاف یا د وظیفې او دندې پر سر نزاع پېداسي نو لمړئ به هغه قرارداد
خط( Constitutiony ) ته رجوع کيږي ، او که د قرارداد خط په ترجمه او تأویل کښی هم نزاع او خصومت پېداسو ، نو بیا به رجوع کيږي
و الهی احکامو ته او شرعي محکمه به فیصله کوي په الهي احکامو سره

[quote:b8570ea3b6]ښه صیب نو ستا په نزد شریعت یواځې احکام شو، باالفرض دایې ټول احکام[/quote:b8570ea3b6]
ستاسو د لیکني داسي فهموم چه ستاسو په نزد احکام ندي ، او دلته دا ،بالفرض دايې احکام ، څه معنيٰ ؟؟؟،
په سرویس کښي پر جېب دي پام کوه ، او پر زړه دي هم پام ساته شیطان دي څه غښتلی را معلوم شو ، دا بالفرض مالفرض دي بي بي خطرناکه وینم
که د تکفیریان درخبر سي ، څوک دي نه شي ترې راخلاصولی
درنښت


م . ق
24.12.2011

[quote:0712e51df2="ع کريم حليمي"]
[quote:0712e51df2="مبارز قرآني"][quote="
ښه چې د رب العزت کلام هر څه په بر کې نیسي نو بیا قانون اساسي ولې په بر کې نه نیسي او بیا قانون اساسي ته څه ضرورت دی؟؟؟؟
[/quote:0712e51df2]
که تاسو مطمئن نه یاست ، زه اطمنان درکوم چه قرآن یو او تنها او کامل او تمام د الهي احکامو کتاب دی او فرقان هم دی[/quote:0712e51df2]
حلیمي صیب، اول زما په اقتباس کړي سوال باندې ځان پوه کړه بیایې ځواب وکړه تا چې کوم ځواب کړی د هغې سره مخالفت نه لرم ځکه دا خو زما خپله دعوه ده، خو زما سوال اعتراضي دی، تفصیل یې نه درکوم، لیکنه بیا اوږدیږي خپله پرې ځان پوه کړه.
[quote:0712e51df2="ع کريم حليمي"]
چه راسم ستاسو اساسي پوښتني ته چه :( قانون اساسي ته څه ضرورت )
رب العزت فرمايي چه : لَوْلاَ يَنْهَاهُمُ الرَّبَّانِيُّونَ وَالأَحْبَارُ عَن قَوْلِهِمُ الإِثْمَ وَأَكْلِهِمُ السُّحْتَ لَبِئْسَ مَا كَانُواْ يَصْنَعُونَ .[/quote:0712e51df2]
صاحبه، دا ایت خود قانون اساسي د مشروعیت لپاره هیڅ جواز نه افاده کوي، بلکه ربانیونو او احبارو هغوي د نازل شوي کتاب او قانون له مخې له دروغو او حرام خوړولو څخه منع کول چې ددې شیانو څخه منع په نازل شوي کتاب کې راغلی وه نو احبارو او ربانیونو دځانه قانون نه وو جوړ کړی بلکه په ماانزل الله باندې یې نهي عن المنکر کوله، ددې لپاره ماپه همدې بحث کې مخکې هم قرآني دلایل وړاندې کړې وو دا یو یې دلته بیا ذکر کوم چې اهل کتاب به هم په ماانزل الله قانون باندې عمل کوي:
أَلَمْ تَرَ إِلَى الَّذِينَ أُوتُوا نَصِيبًا مِّنَ الْكِتَابِ يُدْعَوْنَ إِلَىٰ كِتَابِ اللَّـهِ لِيَحْكُمَ بَيْنَهُمْ ثُمَّ يَتَوَلَّىٰ فَرِيقٌ مِّنْهُمْ وَهُم مُّعْرِضُونَ.
او کچیرته اهل کتاب د احبارو په خله باندې قانون جوړ کړي، حلال او حرام د هغوي په تعریف او حکم ومني نو بیاخو دا شرک شو، لکه ددې ایت په نزول کې چې: اتَّخَذُوا أَحْبَارَهُمْ وَرُهْبَانَهُمْ أَرْبَابًا مِّن دُونِ اللَّـهِ یو یهودي رسول الله صلي الله علیه وسلم ته راغی او ویې ویل چې مونږ خو خپل احبار ارباب نه دي نیولي نو رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وفرمایل: ایاتاسو د هغوي په وینا شیانو ته حلال او حرام نه وايئ؟ هغه ویل ولې نه، نو رسول الله صلی علیه وسلم وفرمایل چې همدغه کار مو دهغوي د رب په حیث منل دي ځکه حلالول او حرامول د رب کار دی.

[quote:0712e51df2="ع کريم حليمي"]
وَأَعِدُّواْ لَهُم مَّا اسْتَطَعْتُم مِّن قُوَّةٍ وَمِن رِّبَاطِ الْخَيْلِ تُرْهِبُونَ بِهِ عَدْوَّ اللّهِ وَعَدُوَّكُمْ وَآخَرِينَ مِن دُونِهِمْ لاَ تَعْلَمُونَهُمُ اللّهُ يَعْلَمُهُمْ وَمَا تُنفِقُواْ مِن شَيْءٍ فِي سَبِيلِ اللّهِ يُوَفَّ إِلَيْكُمْ وَأَنتُمْ لاَ تُظْلَمُونَ
پورته دوه آیت کریم و موږ ته دا راښووي چه : ربانیونو د دندو او وظیفو
له پاره قوانین ولیکئ ، چه رئیسان او ربانیون د فساد مخه ونیول شي !!
او د خارجي او داخلي دښمنانو له پاره عسکري او سیاسي قوة پېداکړي
سیاسي قوة معنی Constitution .[/quote:0712e51df2]

دا ایت هم د قانون اساسي یا د امریکایانو په اصطلاح کانسټیټیوشن لپاره په هیڅ معنی جواز نه شي کیدلاي ځکه ددې دوه لفظونو څخه چې (واعدوا) او (ترهبون ) دی په ښکاره معلومیږي چې مراد ترینه د اسلحو او وسایلو تیارول او تجهیزول دي چې دا کار په قانون اساسي نه کیږي بلکه په تخنیک، ټکنالوژۍ او ساینس باندې کیږي او یا په بله معنی په پوهې، همت او زحمت باندې کیږي، نو ددې شیانو یې دقانون اساسي سره څه؟؟؟
البته که مراد دې د جهاد او دفاع قوانین وي نو هغه په کتاب الله کې پراخه دي، د جهاد او غنیمت په باره کې پوره سورتونه نازل شوي دي، او که په هغې دې سر نه خلاصیږي نو فقه الجهاد ته مراجعه وکړه چې په ټولو قوانینو یې پوه شې، کوم چې د ټولو مسلمانانو لپاره ناقابل تغیر دایمي قانون دی.
نو ددې ایتونو یې ستا د امریکايي کانسټیټیوشن سره څه؟؟؟ ایا دا ایتونه ددې لپاره نازل شوي دي چې ته د کفارو قوانینو ته د جواز پیدا کولو لپاره ترینه سوء استفاده وکړې؟؟؟

[quote:0712e51df2="ع کريم حليمي"]
او په بل آیت کریم کښي رب فرمايي چه : وَ أَطِيعُوا اللَّهَ وَ رَسولَهُ وَ لا تَنَزَعُوا فَتَفْشلُوا وَ تَذْهَب رِيحُكمْ وَ اصبرُوا إِنَّ اللَّهَ مَعَ الصبرِينَ
نوکه چیري داسي پېښه شي چه د امیر او د ملت دخلګو تر مینځ کوم اختلاف یا د وظیفې او دندې پر سر نزاع پېداسي نو لمړئ به هغه قرارداد
خط( Constitutiony ) ته رجوع کيږي ، او که د قرارداد خط په ترجمه او تأویل کښی هم نزاع او خصومت پېداسو ، نو بیا به رجوع کيږي
و الهی احکامو ته او شرعي محکمه به فیصله کوي په الهي احکامو سره .[/quote:0712e51df2]

استغفرالله، دلته دې هم ددې ایت شریف نه په څومره استاذۍ او مهارت سره د امریکايي کانسټیټیوشن او کانسټیټیوشني لپاره سوء استفاده کړېده، ښکاري چې مستقیما ابلیس نه الهام اخلې، د تکفیریانو څخه نه بلکې د مسلمانانو څخه وویریږه چې حد درباندې جاري نه کړي ځکه چې د امریکایي او غربي کلتور، عنعناتو، قانون او ډیموکراسۍ لپاره د الله د کلام غلط استعمال کوې.
دلته د ولاتنازعوا دا مطلب نه دی چې امریکايي اصول او اساسات ومنئ او اختلاف په کې مه کوﺉ بلکه دا یې ویلي دي چې د اختلاف په وخت کې الله او د هغه رسول ته مراجعه وکړﺉ چې هغه درته څه ویلي دي په هغې عمل وکړﺉ لکه څرنګه چې په لاندې ایت کې هم فرمايي:
يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا أَطِيعُوا اللَّـهَ وَأَطِيعُوا الرَّسُولَ وَأُولِي الْأَمْرِ مِنكُمْ ۖ فَإِن تَنَازَعْتُمْ فِي شَيْءٍ فَرُدُّوهُ إِلَى اللَّـهِ وَالرَّسُولِ إِن كُنتُمْ تُؤْمِنُونَ بِاللَّـهِ وَالْيَوْمِ الْآخِرِ ۚ ذَٰلِكَ خَيْرٌ وَأَحْسَنُ تَأْوِيلًا.
دلته یې په ښکاره فرمايلي دي که چرته ایمان لرﺉ نو د نزاع په وخت کې الله او دهغه رسول ته وروګرځئ، دا تاسو ته غوره بهتره او د عاقبت او انجام په اعتبار ترټولو ښه ده.
دلته یې دا نه دي ویلي چې وان تنازعتم فی شی فردوه الی کانسټیوشن او کانسټیټوشني.
نو ددې ایت څخه دې د قراردادي خط معنی او تفسیر له کومه راوویسته؟؟؟
زه چې کله په کوم ایت دلیل نیسم او یا یې تفسیر کوم نو لومړۍ پینځو شپږو معتبرو او غټو ماثورو تفاسیرو ته مراجعه کوم،ستا غوندې یې په خپلې رایې او د امریکا له ګټو لپاره نه استعمالوم، بیا لا د چالاکۍ لپاره اول ماته وایې چې شیطان دې غښتلی دی، زه په تا ویریږم چې چیرته د انسي شیاطینو له جملې څخه نه یې.
زه اسلام په هغه معنی، صورت، شکل او تفسیر منم په کومه طریقه او شکل چې نازل شوی دی، د وضعي قوانینو لپاره یې د تاویل او تحریف سخت مخالف یم، هغه وضعي قوانین چې وخت په وخت بدلیږي ځکه ددې خو دا معنی شوه چې قرآن شریف او سنة د هررنګه حالت لپاره اړول کیداي راړول کیداي شي،حالانکه د اسلام قوانین ثابت او دایم دي الی یوم القیامة لکل حال وکل قوم.

[quote:0712e51df2="ع کريم حليمي"]
[quote:0712e51df2]ښه صیب نو ستا په نزد شریعت یواځې احکام شو، باالفرض دایې ټول احکام[/quote:0712e51df2]
ستاسو د لیکني داسي فهموم چه ستاسو په نزد احکام ندي ، او دلته دا ،بالفرض دايې احکام ، څه معنيٰ ؟؟؟،
په سرویس کښي پر جېب دي پام کوه ، او پر زړه دي هم پام ساته شیطان دي څه غښتلی را معلوم شو ، دا بالفرض مالفرض دي بي بي خطرناکه وینم
که د تکفیریان درخبر سي ، څوک دي نه شي ترې راخلاصولی
درنښت[/quote:0712e51df2]
استغفرالله، استاذي او مداریتوب دې دومره حد ته رسیدلی چې زما خبرې هم تحریفوې، ظالمه اول زما اقتباس کړي متن ته سم وګوره چې ما څه لیکلي دي، زما د (یواځې) او (ټول) الفاظ دې ولې نظرانداز کړي دي؟؟
ماداسې ویلي دي: ښه صیب نو ستا په نزد شریعت [color=white:0712e51df2]یواځې احکام[/color:0712e51df2] شو، باالفرض دایې [color=white:0712e51df2]ټول احکام[/color:0712e51df2]
ددې خبرې معنی داده چې شریعت د احکامو سربیره عقاید، ایمانیات، قوانین، اخلاقیات، تهذیت و تمدن، سیاست، اقتصاد او داسې نور نظامونه هم لري.
الله دې درته هدایت وکړي چې بې ځایه اوبې ثبوته تهمتونه پورې کوې،پخې دې په قبر کې دي، الله دې خاتمه په خیر تمامه کړه.



ع کريم حليمي
24.12.2011

السلام علیکم ، مبارز قرآني صاحب اول ـ لا تغضب وروره !
دوهم ـ زه غالب ګمان کوم چه تاسو هر آیت شریف داسي مېخانیکي په یاد کړېدی ، او مېخانیکي تفسیر کوئ ، دا الهي کتاب د هري زمانې له پاره کافي او شافي دئ ، تاسو په ډېــــــــــــــــــــر وچ تفسیر او استنتاج کي را ګیر یاست
په آیت شریف کښي رمز دا پروت دي چه منع کړي ستاسو ربانیون مشران ، د سیاسي قدرت خلګ ، له رشوت خورۍ او مردار خورۍ

نو ! تاته وایم أَفَلَا تَعْقِلُونَ ،
زه له عقل نه کار اخلم ، له ځانه پوښتنه کوم چه ښه ، څرنکه دغه خپل ملي مشرانو د بداخلاقیو مخه ونیسم ؟! رب العزت حکم کوي چه لَوْلَا يَنْهَاهُمُ یعني ولي نه منع کوئ دوئ !!!، زه د آیت شریف د تطبق لپاره څه وکړم ؟ نو زه دوئ ته د مقررئ او تبدلۍ قواعد وضع کوم او د مقرراتو تر تهدید به لاندي کړم ، مطلق سیاسي ًقدر نه ورکوم ، هر د دولت مأمور به و ملت ته مسؤلیت لري ،

اسْتَطَعْتُم مِّن قُوَّةٍ ، ګرانه ! دا د رب کلام دي د دغه کلام عمر او مفهموم او
تأویل انتها او حد او حدود نه لري "قوة " ډېر جامع ، وسیع او فراخ مفهوم دی !! د اسلام او اسلامي حکومت له پاره دوېٖٖٖٖٖٖٖٖٖٖ قوېٖٖٖٖٖٖٖٖٖٖٖٖ (قوة)‌ په کار دي
یوه سیاسي قوه او بله د اسلحې قوه

تاته لازمه ده چه دا ستا د کوچنۍ دنیا نه راووځې ، او دا زده کړئ چه په اساسي قانون کښي څومره زور "قوة " پروت دی
لوی ملا صاحب ، ټوپونه ، طیارې ، ټانکونه او طالبان درلودله
چه قانون اساسي ئې نه درلولۍ ، بېله درو ملکونو بل چا په رسمیت نه پېژندلۍ ،‌ولي ؟؟؟ ځکه چه سیاسي قُوَّةٍ يې نه درلودله
د هري انساني ټولني له پاره ،‌ سیاسي او حربي قوه لازم و ملزم ده
د یوېٖٖٖٖٖٖٖ په نېست سره هغه بله قوه ضعیفه کیږي
اسْتَطَعْتُم مِّن قُوَّةٍ سیاسي !!!!!! (اساسي قانون )

[color=white:516baa35f0]زه هم له تاسو پوښتنه لرم ، هر هغه اساسي قانون ( دولتي سیاسي اساسات یا د سیاسي نظام اساسات) چه زیر بنا ئې اسماني اخلاق وي ، تاسو ته مشروعیت او مقبولیت لري که یا ؟؟؟
[/color:516baa35f0]
درنښت


م . ق
25.12.2011

[quote:d0e1f9e1ca="ع کريم حليمي"]
دوهم ـ زه غالب ګمان کوم چه تاسو هر آیت شریف داسي مېخانیکي په یاد کړېدی ، او مېخانیکي تفسیر کوئ ، دا الهي کتاب د هري زمانې له پاره کافي او شافي دئ ، تاسو په ډېــــــــــــــــــــر وچ تفسیر او استنتاج کي را ګیر یاست [/quote:d0e1f9e1ca]
وعلیکم السلام،
اسلام مونږ ته په روایت او تواتر سره رانقل شوی،صحابه کرامو د رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه زده کړې وو او تابعینو د هغوي څخه او بیا همداسې تبع تابعینو او بیا ورپسې نورو، مفسرینو قرآن مجید د صحابوو او تابعینو څخه په روایت سره د احادیثو او اثارو په رڼا کې تفسیر کړی چې دې ته میخانیکي نه بلکه معیاري او حقیقي ویلاي شي، قرآن او احادیث څه دساینس فارمولې یا د موټر ماشین نه دی چې وخت په وخت پکې نور ساینسدانان تغیرات او اصلاحات راولي، بلکه یو جامع او کامل، ثابت او دایم نظام دی چې د هرې زمانې او هر قوم لپاره د تطبیق وړ دی، او دې ته ضرورت نه لري چې امریکایي یا اروپايی یا درباري ملایانو ته دا مجال ورکړي چې هغوي پکې د خپلې خوښې مطابق د هروخت سره تغیر او تبدیل وکړي.
دا د قرآن مجید او احادیثو اعجاز او امتیاز دی چې څوک نشي کولاي هیڅ رنګه تغیر پکې راولي.

[quote:d0e1f9e1ca="ع کريم حليمي"]
په آیت شریف کښي رمز دا پروت دي چه منع کړي ستاسو ربانیون مشران ، د سیاسي قدرت خلګ ، له رشوت خورۍ او مردار خورۍ
نو ! تاته وایم أَفَلَا تَعْقِلُونَ ،
زه له عقل نه کار اخلم ، له ځانه پوښتنه کوم چه ښه ، څرنکه دغه خپل ملي مشرانو د بداخلاقیو مخه ونیسم ؟! رب العزت حکم کوي چه لَوْلَا يَنْهَاهُمُ یعني ولي نه منع کوئ دوئ !!!، زه د آیت شریف د تطبق لپاره څه وکړم ؟ نو زه دوئ ته د مقررئ او تبدلۍ قواعد وضع کوم او د مقرراتو تر تهدید به لاندي کړم ، مطلق سیاسي ًقدر نه ورکوم ، هر د دولت مأمور به و ملت ته مسؤلیت لري ،[/quote:d0e1f9e1ca]
خبرې دې ډیرې د خندا وړ دي او دچا خبره چې الفاظ او تورې دې نه جمع کیږي.
اول ربانیون وپیژنه چې څه ته وايي، د مفسرینو څخه یې زده کړه،
اوس ته هم خپل ځان په ربانیونو کې شمارې چې اول په خودساختګي توګه د (افلاتعقلون) او (لولاینهاهم الربانیون) ترمینځ تناقض راپیدا کوې او بیا یې دخپل مطلب لپاره دخپلې خوښې تطبیق کوې،،،،آفرین ستا پدې خودساخته علم،،،دا تناقض به درسره هیڅوک هم ونه مني ځکه افلاتعقلون په قرآن مجید کې تقریبا ۱۳ ځلې ذکر شوې او هرځآي کې د سیاق او سباق مطابق خپل ځانګړی تفسیر لري.
ته اوس کوم افلا تعقلون ښایې؟
عجبیه استدلال دی چې دیو ایت یو لفظ راخلې او د بل ایت د یو لفظ سره یې متناقض کوې او بیا یې دخپلې خوښې تطبیق کوې.
ته اول خپله تفسیر زده کړه، ایتونه په صحیح او مکمله توګه وپیژنه، دهغې نه وروسته پکې بیا تناقض پیداکړه او بیا یې په دلایلو سره تطبیق وکړه.
په دې ایتونو کې کوم تناقض نشته بلکې دا ستانقص دی چې ته پرې نه پوهیږې.

[quote:d0e1f9e1ca="ع کريم حليمي"]
اسْتَطَعْتُم مِّن قُوَّةٍ ، ګرانه ! دا د رب کلام دي د دغه کلام عمر او مفهموم او
تأویل انتها او حد او حدود نه لري "قوة " ډېر جامع ، وسیع او فراخ مفهوم دی !! د اسلام او اسلامي حکومت له پاره دوېٖٖٖٖٖٖٖٖٖٖ قوېٖٖٖٖٖٖٖٖٖٖٖٖ (قوة)‌ په کار دي
یوه سیاسي قوه او بله د اسلحې قوه [/quote:d0e1f9e1ca]
که د قوې لفظې معنی عامه ده نو دلته ترینه مراد اسلحې ا وتجهیزاتو قوة دی، او سیاسي قدرت هم په همدې قوې ترلاسه کیږي ځکه نو جهاد هم سیاست دی.
په ایت کې د (ومن رباط الخیل) جمله د قوة لپاره عطف تفسیر دی چې دا واضحه کوي چې د قوة نه څه مراد دی همدارنګه د (ترهبون) لفظ پدې ښکاره دلالت کوي چې ارهاب په اسلحې تجهیزاتو او نظامي قوة سره کیږي، ارهاب په اساسي قانون باندې نه کیږي.
ترټول غټ دلیل دادی چې دلته د نبي صلی الله علیه وسلم نه پدې باره کې احادیث هم رانقل شوې دي چې القوة الرمی، یعنې قوة ویشتل دي، اوښکاره ده چې ویشتل په اسلحې کیږي.
بل داچې ددې ایت نه مخکې او وروسته ټول ایتونه د دښمن سره د جهاد او جنګ په باره کې دي، او جهاد په اساسي قانون نه کیږي بلکه په اسلحو او نظامي قوة کیږي.
نو ته مهرباني وکړه لومړی د اسلام سمه مطالعه وکړه او دځانه د خپلې خیټې شریفې خبرې مه کوه.

[quote:d0e1f9e1ca="ع کريم حليمي"]
تاته لازمه ده چه دا ستا د کوچنۍ دنیا نه راووځې ، او دا زده کړئ چه په اساسي قانون کښي څومره زور "قوة " پروت دی [/quote:d0e1f9e1ca]
تاته لازمه ده چې په اسلام ځآن صحیح پوه کړې،او د امریکايي ګلوبلایزیشن یا نړیوال کیدو لپاره پکې دخپله ځانه دخیټې خبرې مه ننباسه، دا داسلام تحریف او د صلیبیانو او کفارو خدمت دی چې داسې کس ته مستشرق وايي.

[quote:d0e1f9e1ca="ع کريم حليمي"]
لوی ملا صاحب ، ټوپونه ، طیارې ، ټانکونه او طالبان درلودله
چه قانون اساسي ئې نه درلولۍ ، بېله درو ملکونو بل چا په رسمیت نه پېژندلۍ ،‌ولي ؟؟؟ ځکه چه سیاسي قُوَّةٍ يې نه درلودله[/quote:d0e1f9e1ca]
هو د غرب اساسي قانون به یې نه درلود ځکه چا په رسمیت نه پیژندلو، اوبل ددې ترشا نورې سیاسي خبرې پرتي دي، چې مهمه یې دسیاسي پوهې کموالی، د ډپلوماسۍ څخه کار نه اخیستل او غلطه خارجه پالیسي چې د نورو په ګټو باندې څرخیدله او د نورو په واک کې وه.

[quote:d0e1f9e1ca="ع کريم حليمي"]
اسْتَطَعْتُم مِّن قُوَّةٍ سیاسي !!!!!! (اساسي قانون ) [/quote:d0e1f9e1ca]
غلط، دا ستا شخصي نظر دی، اسلام داسې نه وايي.
ستا هماغه خر او هماغه کته ده ولاکه یې درباندې څوک بدل کړي که هرڅومره ایتونه او حدیثونه درته وښايي، خو تاقسم کړی چې امریکايي پالیسي به نه پریږدې.

[quote:d0e1f9e1ca="ع کريم حليمي"]
[color=white:d0e1f9e1ca]زه هم له تاسو پوښتنه لرم ، هر هغه اساسي قانون ( دولتي سیاسي اساسات یا د سیاسي نظام اساسات) چه زیر بنا ئې اسماني اخلاق وي ، تاسو ته مشروعیت او مقبولیت لري که یا ؟؟؟
[/color:d0e1f9e1ca][/quote:d0e1f9e1ca]
سوال دې اصلاح کړه، د سوال جزئیات دې نه منم، اساسي قانون شریعت دی، فرعي قوانین اساسي قانون نه دی، اسماني اخلاق نه بلکه اسماني قانون او نظام، کتاب او ماانزل الله.
والسلام



ع کريم حليمي
26.12.2011

[quote:766734ea85]
ع کريم حليمي ليکلي:

دوهم ـ زه غالب ګمان کوم چه تاسو هر آیت شریف داسي مېخانیکي په یاد کړېدی ، او مېخانیکي تفسیر کوئ ، دا الهي کتاب د هري زمانې له پاره کافي او شافي دئ ، تاسو په ډېــــــــــــــــــــر وچ تفسیر او استنتاج کي را ګیر یاست.

د مبارز قرآني جوابي لیکنه
وعلیکم السلام،
اسلام مونږ ته په روایت او تواتر سره رانقل شوی،صحابه کرامو د رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه زده کړې وو او تابعینو د هغوي څخه او بیا همداسې تبع تابعینو او بیا ورپسې نورو، مفسرینو قرآن مجید د صحابوو او تابعینو څخه په روایت سره د احادیثو او اثارو په رڼا کې تفسیر کړی چې دې ته میخانیکي نه بلکه معیاري او حقیقي ویلاي شي، قرآن او احادیث څه دساینس فارمولې یا د موټر ماشین نه دی چې وخت په وخت پکې نور ساینسدانان تغیرات او اصلاحات راولي، بلکه یو جامع او کامل، ثابت او دایم نظام دی چې د هرې زمانې او هر قوم لپاره د تطبیق وړ دی، او دې ته ضرورت نه لري چې امریکایي یا اروپايی یا درباري ملایانو ته دا مجال ورکړي چې هغوي پکې د خپلې خوښې مطابق د هروخت سره تغیر او تبدیل وکړي.
دا د قرآن مجید او احادیثو اعجاز او امتیاز دی چې څوک نشي کولاي هیڅ رنګه تغیر پکې راولي.
[/quote:766734ea85]

[color=white:766734ea85]محترم او مکرم وروره ! زما همدغه ایمان دی ، قرآن ته تغیر او تبدیل کفر دی ، او هیځ څوک دا لیاقت ، صلاحيت او حق نه لري چه الهي احکام تحریف کړي دا الهي کتاب د هري زمانې له پاره کافي او شافي دئ ، دامنم چه ته له کتابونو وچي او ډنګري اخستني کوېٖٖٖٖٖٖٖ ، دائې یو ، او دوهم : القوة الرمي خبره دي ، قوي او غښتلی سند نه لري !!
درېیم : زما مشین هم ډېـــــــــــــــــر ښه زده ! او د ًقرآن مجید له بحر نه مي هم د چایو د چمچې په اندازه اوبه رااخستی‌ دي
قران کریم او مشین د مقایسې ندي او هیڅ تناسب نه سره لري
خو ! دمره به درته ووایم چه هیڅوک څوک د فټرولي انجن و crankshaft ، Piston ، Cylinder ته ّ تغیر نه شي راوستلی ! ،او همدا رنګه څوک نه شي کولی چه احکام الهي ته یوه زره تغیر او تبدل ورکړي ، خو ! خو د الولالباب خلګ دومره کولی شي چه ځانونه په پوه کړي نو رب العزت به دنيوي او اخروي خوشحالۍ ورکړي، څوک چه فقیر او سوالګر دي د هغو : نه يي قرآن زده !، او نه د موټر ماشین !، یواري بیــــا د الله حکم درته لیکم !! أَفَلَا تَعْقِلُونَ ؟
کــــــــــــــــــه اساسي قانون یوه سیاسي "قوة " نه وي نو ولي‌؟ د نړي ټول امة که کفر دی او که اسلام ، د سیاسي نظام له پاره قانون اساسي لري ، نن سبا یمن نوی قانون لیکي ،او په مصر کښی ولي قانون اساسي نوی کوي ؟؟؟
وروره ! ته نه پوهېږې د اساسي قانون په مفهوم او قوة
اساسي قانون اصلاً یو سیاسي قرارداد خط او ميثاق ،‌ قول دئ ،
هر ملک دویٖٖٖٖٖٖٖٖٖ نقشې لري او دوه دستوره
یوه سیاسي نقشه او بله طبیعي ، هر اسلامي ملک دوه دستوره لري ، یو دستور ئې سیاسي او بل عدلي (شریعت) وي ، د سیاسي نقشې ساتنه له تجزیې نه په قانون اساسي سره کیږي !، قران نشي کولای چه ملک له تجزیی راوګرځوي ، دا د سیاسي نقشې سرحداد خو خدای په رسمیت نه پېژني !!!!! الله او د الله رسول جزیره په رسمیت پېږني ، اما ټول ملکونه ندي جزیره .

یو وړکئ مثال د قانون اساسي (ميثاق ملي )
مونږ د دې وطن خلک را ولاړېږو او یو کرار داد خط لیکو چه دغه د افغانستان خاوره قابل د تجزیی نه ده او دغه خاوره د هر افغان حق ده ، په دغه سیاسي جغرافیه کښي چه څوک زېږېدلي هغوئ افغانان دي او ملک د عسکري قواوو مشر مکلف دي چه دغه ملي میثاق د الحکم الله ّپه شرعي اصولو سره سم ُفیصله اجرا او تطبیق کړي .

پورته قانون اساسي (میثاق ملي ) اسماني اخلاق دي د کتاب الله په حکم
أَوْفُوا بِعَهْدِى أُوفِ بِعَهْدِكُمْ وَ إِيَّىَ فَارْهَبُونِ ، هر ّهغه څوک چه ملي میثاق نقض کړي ، نو څارنوالي حق لري له میثاق نه مخالفت کوونکي محکمې ته حاضر کړي ، او که دوهم ځل يې بیا له قانون اساسي مخالف وکړي
نو شرعا قاضي حق لري چه مجرم محکوم .......... کړي

مبارز صاحب ، سمه ده نشته !! اساسي قانون !!! داچه نشته اساسي قانون نو
د هرات خلکو ږغ پورته کوي چه موږ د دغه سیاسي نقشې ځان باسو او د ایران په سیاسي نقشې پوري ځان تړو ، او د کامې دکلی یو سړې و زارت داخلې ته ورځی ، او حکومت ته وايي چه زما په پاسپورټ کښي مه رالیکه چه افغان ، پکښي ولیکه ننګرهارئ او دغسي یو پتمن تاجک وايي چه زما په پاسپورټ کښی مه رالیکه چه افغان راولیکه چه خراساني


له تاسو پوښتم چه

راوړه راوړه دا ستا د قانون ماده ،کومه ماده ده چه ددغه سیاسي مشکل د حل لیاره ښيي ؟؟؟؟، او د تبع تابعینو خبري نه منم ؟؟؟؟؟؟ [/color:766734ea85]

که دي بیا !!!! ماته بدي خبري ولیکلې نو د اسماني اخلاقو په بنیاد به دي جواب کوم ، نو که مي بد الفاظ ولیکل ، نو بحث هم تمامیږي ، زړه مي نه غواړي چه په بد اخلاقۍ سره بحث ته د پای ټکې کښېږدم

د قانون اساسي زدکړي پسله باچلر ډګرۍ شروع کېږي ، د قانون اساسي
زده کړي درې کاله په برکښي نیسي ، او لوړه IQ ته ضرورت لري
درنښت


م . ق
26.12.2011

[quote:0b7a744a2f="ع کريم حليمي"]
[color=white:0b7a744a2f]محترم او مکرم وروره ! زما همدغه ایمان دی ، قرآن ته تغیر او تبدیل کفر دی ، او هیځ څوک دا لیاقت ، صلاحيت او حق نه لري چه الهي احکام تحریف کړي دا الهي کتاب د هري زمانې له پاره کافي او شافي دئ ، دامنم چه ته له کتابونو وچي او ډنګري اخستني کوېٖٖٖٖٖٖٖ ، دائې یو ، او دوهم : القوة الرمي خبره دي ، قوي او غښتلی سند نه لري !!
درېیم : زما مشین هم ډېـــــــــــــــــر ښه زده ! او د ًقرآن مجید له بحر نه مي هم د چایو د چمچې په اندازه اوبه رااخستی‌ دي
قران کریم او مشین د مقایسې ندي او هیڅ تناسب نه سره لري
خو ! دمره به درته ووایم چه هیڅوک څوک د فټرولي انجن و crankshaft ، Piston ، Cylinder ته ّ تغیر نه شي راوستلی ! ،او همدا رنګه څوک نه شي کولی چه احکام الهي ته یوه زره تغیر او تبدل ورکړي ، خو ! خو د الولالباب خلګ دومره کولی شي چه ځانونه په پوه کړي نو رب العزت به دنيوي او اخروي خوشحالۍ ورکړي، څوک چه فقیر او سوالګر دي د هغو : نه يي قرآن زده !، او نه د موټر ماشین !، یواري بیــــا د الله حکم درته لیکم !! أَفَلَا تَعْقِلُونَ ؟
کــــــــــــــــــه اساسي قانون یوه سیاسي "قوة " نه وي نو ولي‌؟ د نړي ټول امة که کفر دی او که اسلام ، د سیاسي نظام له پاره قانون اساسي لري ، نن سبا یمن نوی قانون لیکي ،او په مصر کښی ولي قانون اساسي نوی کوي ؟؟؟
وروره ! ته نه پوهېږې د اساسي قانون په مفهوم او قوة
اساسي قانون اصلاً یو سیاسي قرارداد خط او ميثاق ،‌ قول دئ ،
هر ملک دویٖٖٖٖٖٖٖٖٖ نقشې لري او دوه دستوره
یوه سیاسي نقشه او بله طبیعي ، هر اسلامي ملک دوه دستوره لري ، یو دستور ئې سیاسي او بل عدلي (شریعت) وي ، د سیاسي نقشې ساتنه له تجزیې نه په قانون اساسي سره کیږي !، قران نشي کولای چه ملک له تجزیی راوګرځوي ، دا د سیاسي نقشې سرحداد خو خدای په رسمیت نه پېژني !!!!! الله او د الله رسول جزیره په رسمیت پېږني ، اما ټول ملکونه ندي جزیره .

یو وړکئ مثال د قانون اساسي (ميثاق ملي )
مونږ د دې وطن خلک را ولاړېږو او یو کرار داد خط لیکو چه دغه د افغانستان خاوره قابل د تجزیی نه ده او دغه خاوره د هر افغان حق ده ، په دغه سیاسي جغرافیه کښي چه څوک زېږېدلي هغوئ افغانان دي او ملک د عسکري قواوو مشر مکلف دي چه دغه ملي میثاق د الحکم الله ّپه شرعي اصولو سره سم ُفیصله اجرا او تطبیق کړي .

پورته قانون اساسي (میثاق ملي ) اسماني اخلاق دي د کتاب الله په حکم
أَوْفُوا بِعَهْدِى أُوفِ بِعَهْدِكُمْ وَ إِيَّىَ فَارْهَبُونِ ، هر ّهغه څوک چه ملي میثاق نقض کړي ، نو څارنوالي حق لري له میثاق نه مخالفت کوونکي محکمې ته حاضر کړي ، او که دوهم ځل يې بیا له قانون اساسي مخالف وکړي
نو شرعا قاضي حق لري چه مجرم محکوم .......... کړي

مبارز صاحب ، سمه ده نشته !! اساسي قانون !!! داچه نشته اساسي قانون نو
د هرات خلکو ږغ پورته کوي چه موږ د دغه سیاسي نقشې ځان باسو او د ایران په سیاسي نقشې پوري ځان تړو ، او د کامې دکلی یو سړې و زارت داخلې ته ورځی ، او حکومت ته وايي چه زما په پاسپورټ کښي مه رالیکه چه افغان ، پکښي ولیکه ننګرهارئ او دغسي یو پتمن تاجک وايي چه زما په پاسپورټ کښی مه رالیکه چه افغان راولیکه چه خراساني

له تاسو پوښتم چه

راوړه راوړه دا ستا د قانون ماده ،کومه ماده ده چه ددغه سیاسي مشکل د حل لیاره ښيي ؟؟؟؟، او د تبع تابعینو خبري نه منم ؟؟؟؟؟؟ [/color:0b7a744a2f]
[/quote:0b7a744a2f]
انډیواله خبرې دې ټولې بې ځایه اطناب او د زوړ منتر تکرار دی.
زما دبحث څخه دې سم اخذ نه دی کړی.
د القوة الرمی په باره کې درته ووایم چې دا حدیث صحیح مسلم رانقل کړی دی، سنن ترمذی رانقل کړی دی، سنن ابي داود روایت کړی دی، ابن ماجه روایت کړی دی او همدارنګه بیهقي په سنن کبری کې هم روایت کړی دی، او دې ټولو دغه حدیث د ددې خاص ایت په تفسیر کې چې (واعدوا لهم مااستطعتم من قوة) دی رانقل کړی دی.
په همدې ترتیب ټولو مفسرینو ددې ایت په تفسیر کې پدغه حدیث استدلال نیولی دی په شمول د امام فخرالدین الرازي په التفسیر الکبیر کې.

اساسي قانون:
چې په لنډه کې یې درخلاصه کړم، زه د اساسي د نوم سره مشکل لرم، زه درته وایم چې اساسي قانون یې مه بوله او مه ورته هومره حیثیت ورکوه، ځکه چې اساسي قانون شریعت اسلامي دی، اما دغې قانون ته فرعي انتظامي قانون یا فرعي سیاسي قانون ویلاي شو چې اساس یې شریعت دی، دغه رنګه فرعي سیاسي او انتظامي قانونونه خلفاء راشدینو هم جوړ کړې وو چې اساس یې قرآن او سنت وو.

همدارنګه ملي میثاق یې هم بللاي شو لکه رسول الله صلی الله علیه وسلم چې په مدینه کې د اقوامو او قبایلو ترمینځ همداسې یو میثاق د (میثاق مدینه) په نوم کړی وو چې یو خورا مهم اسلامي او تاریخي استناد دی.
هیله ده چې اوس به مو مرکزي نقطه ادراک کړې وي.

مننه



ع کريم حليمي
26.12.2011

وروره ! ته نه پوهېږې د اساسي قانون په مفهوم او قوة
اساسي قانون اصلاً یو سیاسي قرارداد خط او ميثاق ،‌ قول دئ ،
هر ملک دویٖٖٖٖٖٖٖٖٖ نقشې لري او دوه دستوره
یوه سیاسي نقشه او بله طبیعي ، هر اسلامي ملک دوه دستوره لري ، یو دستور ئې سیاسي او بل عدلي (شریعت) وي ، د سیاسي نقشې ساتنه له تجزیې نه په قانون اساسي سره کیږي !، قران نشي کولای چه ملک له تجزیی راوګرځوي ، دا د سیاسي نقشې سرحداد خو خدای په رسمیت نه پېژني !!!!! الله او د الله رسول جزیره په رسمیت پېږني ، اما ټول ملکونه ندي جزیره .

یو وړکئ مثال د قانون اساسي (ميثاق ملي )
مونږ د دې وطن خلک را ولاړېږو او یو کرار داد خط لیکو چه دغه د افغانستان خاوره قابل د تجزیی نه ده او دغه خاوره د هر افغان حق ده ، په دغه سیاسي جغرافیه کښي چه څوک زېږېدلي هغوئ افغانان دي او د ملک د عسکري قواوو مشر مکلف دي چه دغه ملي میثاق د الحکم الله ّپه شرعي اصولو سره سم ُفیصله اجرا او تطبیق کړي .

پورته قانون اساسي (میثاق ملي ) اسماني اخلاق دي د کتاب الله په حکم
أَوْفُوا بِعَهْدِى أُوفِ بِعَهْدِكُمْ وَ إِيَّىَ فَارْهَبُونِ ، هر ّهغه څوک چه ملي میثاق نقض کړي ، نو څارنوالي حق لري له میثاق نه مخالفت کوونکي محکمې ته حاضر کړي ، او که دوهم ځل يې بیا له قانون اساسي مخالف وکړي
نو شرعا قاضي حق لري چه مجرم محکوم .......... کړي

مبارز صاحب ، سمه ده نشته !! اساسي قانون !!! داچه نشته اساسي قانون نو
د هرات خلکو ږغ پورته کوي چه موږ د دغه سیاسي نقشې ځان باسو او د ایران په سیاسي نقشې پوري ځان تړو ، او د کامې دکلی یو سړې و زارت داخلې ته ورځی ، او حکومت ته وايي چه زما په پاسپورټ کښي مه رالیکه چه افغان ، پکښي ولیکه ننګرهارئ او دغسي یو پتمن تاجک وايي چه زما په پاسپورټ کښی مه رالیکه چه افغان راولیکه چه خراساني

له تاسو پوښتم چه

راوړه راوړه دا ستا د قانون ماده ،کومه ماده ده چه ددغه سیاسي مشکل د حل لیاره ښيي ؟؟؟؟، او د تبع تابعینو خبري نه منم ؟؟؟؟؟؟


م . ق
26.12.2011

[quote:c644314d24="ع کريم حليمي"]وروره ! ته نه پوهېږې د اساسي قانون په مفهوم او قوة
اساسي قانون اصلاً یو سیاسي قرارداد خط او ميثاق ،‌ قول دئ ،[/quote:c644314d24]
انډیواله خفه نشې، زه پرې پوهیږم چې اساسي قانون شریعت اسلامي دی او قوة یې هم راته معلوم دی خو ته د اساسي قانون یعنې شریعت په مفهوم او قوة نه پوهیږې.
سیاسي قرارداد او میثاق اساسي قانون نه دی بلکه ملي قانون، فرعي قانون، انتظامي قانون، ملي میثاق یا ملي ایين دی چې اساس یې شریعت دی نو ځکه شریعت اساس او دا نور یې فروع شو.

[quote:c644314d24="ع کريم حليمي"]هر اسلامي ملک دوه دستوره لري ، یو دستور ئې سیاسي او بل عدلي (شریعت) وي،[/quote:c644314d24]
ستا دخبرې مطلب دادی چې شریعت یواځې د قضا پورې محدود دی، او شریعت سیاسي کیدلاي نشې. یعنې سیاسي اسلام یا په اسلام کې سیاست نه منې؟
کداسې وي نو دا دسیکولرانو، بې دینو، لیبرالانو او ډیموکراتانو خبره ده.
زه وایم: دهر اسلامي ملک اساسي قانون شریعت وي چې په هغې اساس نور فرعي او انتظامي قانونونه جوړوي ترڅو دهغې په چوکاټ کې خارجه او داخله امور تنظیم او اداره کړي چې دی ته ملي ایین، میثاق ، انتظامي قانون،کړنلاره، تګلاره، نظامنامه او داسې نور ویلاي شي.

[quote:c644314d24="ع کريم حليمي"]د سیاسي نقشې ساتنه له تجزیې نه په قانون اساسي سره کیږي !، قران نشي کولای چه ملک له تجزیی راوګرځوي ، دا د سیاسي نقشې سرحداد خو خدای په رسمیت نه پېژني !!!!! الله او د الله رسول جزیره په رسمیت پېږني ، اما ټول ملکونه ندي جزیره .[/quote:c644314d24]
چې کله د اساسي قانون یعنې شریعت مطابق انتظامي نامه موجوده وي نو دهغې په نتیجه کې ملي وحدت او اسلامي اخوت تضمینیږي او کولاي شي چې مسلمانان او ورونه قومونه د نفاق او شقاق نه وژغوري او په یو اسلامي مرکز یې راټول او وحدت یې تامین کړي.
قرآن مجید کولاي شي یو ملک څه چې غونډه دنیا هم له تجزیې وژغوري.
لاندې ایتونو ته ښه ځیر شه!
[color=blue:c644314d24]۱. وَاعْتَصِمُوا بِحَبْلِ اللَّـهِ جَمِيعًا وَلَا تَفَرَّقُوا
۲. وَلَا تَكُونُوا كَالَّذِينَ تَفَرَّقُوا وَاخْتَلَفُوا مِن بَعْدِ مَا جَاءَهُمُ الْبَيِّنَاتُ
۳. شَرَعَ لَكُم مِّنَ الدِّينِ مَا وَصَّىٰ بِهِ نُوحًا وَالَّذِي أَوْحَيْنَا إِلَيْكَ وَمَا وَصَّيْنَا بِهِ إِبْرَاهِيمَ وَمُوسَىٰ وَعِيسَىٰ ۖ أَنْ أَقِيمُوا الدِّينَ وَلَا تَتَفَرَّقُوا فِيهِ
۴. وَأَطِيعُوا اللَّـهَ وَرَسُولَهُ وَلَا تَنَازَعُوا فَتَفْشَلُوا وَتَذْهَبَ رِيحُكُمْ .[/color:c644314d24]
[quote:c644314d24="ع کريم حليمي"]یو وړکئ مثال د قانون اساسي (ميثاق ملي )
مونږ د دې وطن خلک را ولاړېږو او یو کرار داد خط لیکو چه دغه د افغانستان خاوره قابل د تجزیی نه ده او دغه خاوره د هر افغان حق ده ، په دغه سیاسي جغرافیه کښي چه څوک زېږېدلي هغوئ افغانان دي او د ملک د عسکري قواوو مشر مکلف دي چه دغه ملي میثاق د الحکم الله ّپه شرعي اصولو سره سم ُفیصله اجرا او تطبیق کړي .
پورته قانون اساسي (میثاق ملي ) اسماني اخلاق دي د کتاب الله په حکم
أَوْفُوا بِعَهْدِى أُوفِ بِعَهْدِكُمْ وَ إِيَّىَ فَارْهَبُونِ ، هر ّهغه څوک چه ملي میثاق نقض کړي ، نو څارنوالي حق لري له میثاق نه مخالفت کوونکي محکمې ته حاضر کړي ، او که دوهم ځل يې بیا له قانون اساسي مخالف وکړي
نو شرعا قاضي حق لري چه مجرم محکوم .......... کړي[/quote:c644314d24]
هو، دا ملي میثاق یا انتظامي قانون شو خو اساسي قانون نه دی.
که د (اوفو بعهدی) تفسیر درته د احادیثو او تفاسیرو په رڼاکې وکړم نو هم ستا د خبرې سره سمون نه خوري خو بیا به وایې چې داخو میخانیکي تفسیر دی او ته خو بیا داسې تخنیکي تفسیر غواړې چې د خپل تخنیک له مخې په کې میستریتوب وکړې او بدلې پرزې ورواچوې.

[quote:c644314d24="ع کريم حليمي"]مبارز صاحب ، سمه ده نشته !! اساسي قانون !!! داچه نشته اساسي قانون نو
د هرات خلکو ږغ پورته کوي چه موږ د دغه سیاسي نقشې ځان باسو او د ایران په سیاسي نقشې پوري ځان تړو ، او د کامې دکلی یو سړې و زارت داخلې ته ورځی ، او حکومت ته وايي چه زما په پاسپورټ کښي مه رالیکه چه افغان ، پکښي ولیکه ننګرهارئ او دغسي یو پتمن تاجک وايي چه زما په پاسپورټ کښی مه رالیکه چه افغان راولیکه چه خراساني
له تاسو پوښتم چه
راوړه راوړه دا ستا د قانون ماده ،کومه ماده ده چه ددغه سیاسي مشکل د حل لیاره ښيي ؟؟؟؟، او د تبع تابعینو خبري نه منم ؟؟؟؟؟؟[/quote:c644314d24]
اساسي قانون شته چې هغه شریعت دی او انتظامي قانون هم شته چې هغه فرعي دی.
او د رعیت هر وګړی مکلف دی چې د اساسي قانون (شریعت) دا ماده چې( واولي الامر منکم) ته غاړه کیږ دي او کنه نو قاضي به ورته دشرعي قانون مطابق سزا وټاکي او حاکم به د انتظامي قانون له مخې سزا ورکړي.

اګر چې ستا د پورته ټولو خبرو ملخص ځواب مخکې هم شوې وو خو تا په هغه ځواب ځان ناګاره کړو او نه دې په هغې خپل اعتراض یا ځوابې لیکنه وکړه، ګنې نو هغه ځواب د دې ټولو خبرو کافي ځواب وو خو خیر ستا په اختصار قناعت نه کیږي، ځکه نو دغه دی درواخله ستا دخوښې اقتباسونه.

من فهم فهم ومن جهل جهل.
من یهده الله فلامضل له ومن یضلله فلاهادی له.


Naeem sadat
26.12.2011

ګراڼو ورڼو السلام علیکم

ډیره بښنه غواړم چی زه ستاسی په بحث کی مداخله کوم ، زه دومره دینی علم نلرم لکه تاسویی چی لری خو د کریم حلیمی صاحب په لاندی لیکنه یوه پوښتنه راته پیدا شوه

کریم حلیمی صاحب لیکلی

[color=darkred:c35cde6396]مونږ د دې وطن خلک را ولاړېږو او یو کرار داد خط لیکو[/color:c35cde6396]

کریم حلیمی صاحب لکه مخکی چی ما وویل زه دومره دینی علم نلرم خو په دی پوهیږم کله چی ما په ژوند کی د اول ځل لپاره د (لا اِله اِلاّ اللّه و محمدٌ رسولُ اللّه ) مبارکه کلیمه وویله نو ما دالله (ج) سره زما د تسلیمی قرارداد عقد کړ
او ددی قرارداد مطابق ما له الله (ج)سره ژمنه وکړه چی زه به د هغه رضا لپاره د هغه او دهغه د رسول اطاعت کوم
کله چی زه څوک نه وژنم ددی لپاره چی ما د الله (ج)سره قرارداد کړی چی زه به څوک بی ګنا نه وژنم کله چی زه غلا نه کوم هغه ددی لپاره چی ما دالله (ج) سره قرارداد کړی چی زه به د هغه د رضا لپاره غلا نکوم کله چی زه ظلم نکوم نه ددی لپاره چی ما د مظلومانو سره د ظلم د نکولو قرارداد کړی بلکی زه ظلم ددی لپاره نکوم چی ما له الله (ج) سره قرارداد کړی چی د هغه د رضا لپاره به زه ظلم نکوم ، کله چی زه خیرات کوم نه ددی لپاره چی ما دغریبو خلکو سره کوم قرار داد کړی چی زه به ددوی خیټی ور مړوم بلکی زه ددی لپاره خیرات کوم چی ما د الله (ج)سره قرارداد کړی چی زه به د هغه درضا لپاره مسکینانوته خیرات ورکوم
زه چی کله یوه مسلمان ته ورور وایم نه ددی لپاره چی ما دهغه سره د وروری قرارداد کړی بلکی ددی لپاره چی ما د الله (ج) سره دا قرارداد کړی چی زه به دالله (ج) دحکم مطابق د هغه درضا لپاره هر مسلمان خپل دینی ورور ګڼم
که چیرته دافغانستان او ایران د هرات پرسر جنګ وی نو ما دالله (ج)سره داسی قرارداد نه ده کړی چی زه به د افغانستان له لوری له ایران سره جنګیږم بلکی ما د الله (ج) سره قرار داد کړی چی زه به د هغه درضا لپاره د حق په لوری کی د باطل سره جنګیږم او د مظلوم په څنګ کی به د ظالم سره جنګیږم چی په هرځای کی وی او په هره خوا کی وی
کله چی زه اسلامی ټولنی ته خدمت کوم او یا د اسلامی ټولنی ساتنه کوم دا ددی لپاره نه چی ما ددی ټولنی له هر غړی سره د همکاری قرارداد کړی بلکی ددی لپاره چی ما د الله (ج) سره قرار داد کړی چی زه به دهغه د رضا لپاره داسلامی ټولنی خدمت او ساتنه کوم

نوته کریم حلیمی صاحب راته ووایه کله چی زه د الله (ج) سره قرارداد لرم او دخپل ژوند ټولی پریکړی د همدی قرارداد له رویه د الله (ج) د رضا لپاره کوم نو بیا زه ولی مجبوریم چی د یونانی فلسفی مطابق د ټولنی له هر غړی سره هم قرارداد ولرم دا خو شرک دی چی زه د الله (ج)څخه پرته له بل چاسره کوم بل قرارداد وکړم ؟
زه خو دخپلی اسلامی ټولنی سره د هغه قرارداد پر بنسټ چی ما دالله (ج)سره کړی عمل کوم او زما هرمسلمان ورور هم زما سره د هغه قرارداد پر بنسټ عمل کوی چی د الله (ج) سره یی کړی دی

ت



ع کريم حليمي
28.12.2011

وعلیکم السلام و رحمة الله و برکاته ، ډیر محترم او مکرم نعیم ملت وال صاحب خدای دي وکړي چه جوړ او روغ اوسې ، هوسا او آرام ژوند درته غواړم

[quote:1772881dd3]نوته کریم حلیمی صاحب راته ووایه کله چی زه د الله (ج) سره قرارداد لرم او دخپل ژوند ټولی پریکړی د همدی قرارداد له رویه د الله (ج) د رضا لپاره کوم نو بیا زه ولی مجبوریم چی د یونانی فلسفی مطابق د ټولنی له هر غړی سره هم قرارداد ولرم دا خو شرک دی چی زه د الله (ج)څخه پرته له بل چاسره کوم بل قرارداد وکړم ؟
زه خو دخپلی اسلامی ټولنی سره د هغه قرارداد پر بنسټ چی ما دالله (ج)سره کړی عمل کوم او زما هرمسلمان ورور هم زما سره د هغه قرارداد پر بنسټ عمل کوی چی د الله (ج) سره یی کړی دی
[/quote:1772881dd3]

ګرانه وروره ، رب له چا سره قرار داد نه کړي ! رب العزت احکام فرمايي
بسم تعالی : وَإِذْ أَخَذَ رَبُّكَ مِنْ بَنِي آدَمَ مِنْ ظُهُورِهِمْ ذُرِّيَّتَهُمْ وَأَشْهَدَهُمْ عَلَى أَنْفُسِهِمْ أَلَسْتُ بِرَبِّكُمْ قَالُوا بَلَى شَهِدْنَا أَنْ تَقُولُوا يَوْمَ الْقِيَامَةِ إِنَّا كُنَّا عَنْ هَذَا غَافِلِينَ
ترجمه : هنگامى را كه پروردگارت از پشت فرزندان آدم ذريه آنان را برگرفت و ايشان را بر خودشان گواه ساخت كه آيا پروردگار شما نيستم گفتند چرا گواهى داديم تا مبادا روز قيامت بگوييد ما از اين [امر] غافل بوديم

او کله چه يې زمونږ پلار آدم دا باکټېریا درلودونکي جهان ته را استاوه نو
رب العزت داسي ورته وفرمایل چه :‌فَإِمَّا يَأْتِيَنَّكُمْ مِنِّي هُدًى فَمَنْ تَبِعَ هُدَايَ فَلَا خَوْفٌ عَلَيْهِمْ وَلَا هُمْ يَحْزَنُونَ
ترجمه : پس اگر از جانب من شما را هدايتى رسد آنان كه هدايتم را پيروى كنند بر ايشان بيمى نيست و غمگين نخواهند شد

الواحد القهار احکام درکوي ، القهار څوک دی ؟ چه د هغه له حکم څخه هیڅوک نه شي وتلای ، او ټول په خپل قابو کښي ساتونکی

خو د اللهي محکمې له پاره يې دوه کاتبان درسره دي ، او اعمال او کردار لیکي ، د محشر او د حساب د ورځي لپاره او په دغه جهان کښي زموږ سره حساب نه کوي ، ولي ؟؟؟ چه پر بله تړه نشو ځیني تللای

کرانه وروره ، په حقوقي مسألو کښي‌ لیکلي اسناد او شاهدان یو مطلق ضرورت دی ، مثلا د A پر حق B تېرئ وکړي ، مالومه خبره ده چه A به
محکمې ته عرض کوي ، او د خپل حق غوښته نه به کوي ، که چېري له A سره لیکلي ، منلي شواهد موجود نه وي ، نو دعوا يې د اورېدلو حق نه لري ، ولي ؟ چه رب العزت فرمايي چه :‌[color=blue:1772881dd3] فَاكتُبُوهُ وَ لْيَكْتُب بَّيْنَكُمْ كاتِب بِالْعَدْلِ وَ لا يَأْب كاتِبٌ أَن يَكْتُب كمَا عَلَّمَهُ .
ترجمه : آنرا بنويسيد، نويسنده اى در بين شما آن را به درستى بنويسد، و هيچ نويسنده اى نبايد از آنچه خدايش آموخته دريغ كند
[/color:1772881dd3]
البته آیه د دین په باب نازل شوېده ، اما حکم يې عام دي ، البته د پرچون پروشۍ له پاره نه ده لازمه چه سند ولیکل شي
او دا کرار دادونه بــــــــــــــــــاید په عالم سړي ( حقوق دان ) ولیکل سي


م . ق
13.03.2012

[quote:8c5fbc4574="ع کريم حليمي"]
بسم تعالی : وَإِذْ أَخَذَ رَبُّكَ مِنْ بَنِي آدَمَ مِنْ ظُهُورِهِمْ ذُرِّيَّتَهُمْ وَأَشْهَدَهُمْ عَلَى أَنْفُسِهِمْ أَلَسْتُ بِرَبِّكُمْ قَالُوا بَلَى شَهِدْنَا أَنْ تَقُولُوا يَوْمَ الْقِيَامَةِ إِنَّا كُنَّا عَنْ هَذَا غَافِلِينَ
ترجمه : هنگامى را كه پروردگارت از پشت فرزندان آدم ذريه آنان را برگرفت و ايشان را بر خودشان گواه ساخت كه آيا پروردگار شما نيستم گفتند چرا گواهى داديم تا مبادا روز قيامت بگوييد ما از اين [امر] غافل بوديم

:‌فَإِمَّا يَأْتِيَنَّكُمْ مِنِّي هُدًى فَمَنْ تَبِعَ هُدَايَ فَلَا خَوْفٌ عَلَيْهِمْ وَلَا هُمْ يَحْزَنُونَ
ترجمه : پس اگر از جانب من شما را هدايتى رسد آنان كه هدايتم را پيروى كنند بر ايشان بيمى نيست و غمگين نخواهند شد
‌[color=blue:8c5fbc4574] فَاكتُبُوهُ وَ لْيَكْتُب بَّيْنَكُمْ كاتِب بِالْعَدْلِ وَ لا يَأْب كاتِبٌ أَن يَكْتُب كمَا عَلَّمَهُ .
ترجمه : آنرا بنويسيد، نويسنده اى در بين شما آن را به درستى بنويسد، و هيچ نويسنده اى نبايد از آنچه خدايش آموخته دريغ كند
[/color:8c5fbc4574]
[/quote:8c5fbc4574]

محترم حلیمي صاحب، دا ترجمه په پښتو نه لیکل کیږي یا نه ژباړل کیږي که څنګه؟؟؟
ایا ملایان خامخا دې ته اړ دي چې هرڅه په فارسي زده کړي؟؟؟
دا خو د دروس نظامي برکت دی چې فارسي ته یې دومره کوریج ورکړی او پښتو یې خواره او بې ارزښته کړې.
دا فرسوده دروس نظامي چې د پیړیو پخوا راهیسي د هند څخه په میراث کې پاتې شوی رواج دی باید له مدرسو څخه وویستل شي، او په ځاي یې نوی جدید نصاب شامل شي چې په عربي، پښتو او انګلش وي، او د منطق او فلسفې په ځاي پکې تاریخ، ساینس، حقوق او نور داسې عصري مضامین شامل شي.
بیا به وګورﺉ چې ملایان د ټولې نړۍ رهبران جوړیږی کنه!

مننه


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more