نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
watanmal
18.03.2009
حامده وروره او ګرانو لوستونكو
السلام عليكم ورحمة الله وبركاته
په دى لينكونو كى د ګلانو ډير ښايسته انځورنه شته ، ملګرى كولى شى چى د خپل كمپيوټر د wallpaper لپاره ترينه كار واخلى.
http://desk.blueidea.com/DESK/DZFG/loveflowers/loveflowers011.jpg
http://desk.blueidea.com/DESK/DZFG/loveflowers/loveflowers007.jpg
http://desk.blueidea.com/DESK/DZFG/loveflowers/loveflowers006.jpg
http://desk.blueidea.com/DESK/DZFG/loveflowers/loveflowers005.jpg
http://desk.blueidea.com/DESK/DZFG/10241280flower/10241280flower003.jpg
http://desk.blueidea.com/DESK/DZFG/10241280flower/10241280flower034.jpg
http://desk.blueidea.com/DESK/DZFG/10241280flower/10241280flower048.jpg
http://desk.blueidea.com/DESK/DZFG/marry_flower/marry_flower010.jpg
په مينه او مننه
وطنمل
عادل عادل
18.03.2009
سلامونه
وروڼو د اواز اوریدل یا نه اوریدل د هر مخلوق د غوږونو تر فریکونسئ پورې اړه لري.
کله به مو د لوډسپیکر د امپلیفایر د سمولو په وخت کې یو نرئ اواز اوریدلئ وي چې غوږونه ډیر په عذابوي، دغه اواز د ورو نه پیل شي او ډیر اوچت شي او زمونږ د غوږونو د تړنکاري سره سم بیرته کرار شي چې په واقعیت کې نوموړئ اواز کراریژي نه بلکه زمونږ د غوږونو د فریکونسئ د حد څخه پورته شي او نور یې مونږ نه اورو.
د حیواناتو د غوږونو فریکونسئ زمونږ د غوږونو سره فرق لري چې پدې توګه دوی کولئ شي د انسان د غوږونو د فریکونسئ نه لوړ او یا ټیټ غږونه واوري.
همدارنګه د انسان سترګې هم ورته عمل کوي او د هر څه تصویر د ثانیې تر شپږمې برخې پورې خوندي کوي، خو د برقي ګروپ )څراغ( د لګیدو او مړه کیدو عملیه ځکه نشي لیدای چې هغه په ثانیه کې د سلو ځلو په شاوخوا کې لګي او مري، پدې اساس مونږ فکر کوو چې برقي څراغ یوازې بلیژي او د مړه کیدو عملیه یې نه شو محسوسولای.
که وروڼه په دې اړه مالومات راټول کړي او نوموړې موضوع د ارقامو په دقیق توپیر سره روښانه کړي ډیره په په زړه پورې وي.
Sangar Watan
18.03.2009
محترمو دوستانو سلامونه اوښی هيلی،
اول غواړم ښاغلی صابر ته عرض کړم چه ځينی شيان دعلم و تکنالوجی په وسيله
ثبوت ا و وضاحت لري،مګر ځيني نور لا روښانه شوی ندي او شايد هيڅکله
روښانه نشي چه دارنګه پيښو ته معجزه ويل کيږي٠
دانسان او حيواناتو حس (sensation)سره فرق لري٠سپی کولی شي چه اندکترين مقدار چرس
ياهيروين دبوی داحساس په وسيله تشخيص او کشف کړی٠شوپرک کولی شي
چه دشپی په تياره کی خپله لاره پيداکړي٠
دغه راز مختلف حيوانات لکه سپي،ليوان،ماران،ماهيان،کوتری او ځينی نور
حيوانات دزلزی دواقع کيدو څخه دمخه دخپلو مخصوصو حواسو په ذريعه
دزلزلې د راتلو احساس کوی اودخپل ادراک په تناسب عکس العمل ښکاره
کوي٠دمثال په توګه،دکوترو دپښو دهډوکو تر منځ داسي عصبي ريښي
شتوالی لري چه دډيروکوچنيو حرکاتو احساس کولی شی،نو ځکه ددي موجود
ددغه اثتثنائی احساس د پيژندو په برکت عاقل انسان پدی پوهيدلی چه
دا حيوان،دزلزلی دوقوع نه پخوا،ځيني مخصوص حرکات او عکس العملونه
څر ګندوي٠
عالمانو دخپلو تحقيقاتو په پايله کی داميندلي چه د زلزې د واقع کيدو نه دمخه
مخصوص کيمياوي تعاملات اوفزيکي حرکات واقع کيږی،اولکه څنګه چه
مخکی دهغه نه بحث وشو،ځني حيواناتوته الله (ج)دا استعداد ورکړی چه
دا تغيرت احساس او عکس العمل ښکاره کړي٠دغه راز الله (ج)ځينی انسانانو
ته دا استعداد ورکړی چه دحيواناتو، دی ډول عکس العمل ته ذير شي او
دهغه رابطه د زلزلې سره پيدا کړي٠بيشکه چه الله ډير لوی ذات دی٠
الله (ج)خپل پيامبر حضرت محمد(ص)ته پوهه ورکړی وه چه دحيواناتو
دناراحتی ارتباط،په قبر کی دمړي د عذاب سره پيدا کړی٠
په تاسف سره بايد وليکم چه دخدای (ج)ځيني بنده ګان ځان له هره حيثه کامل
ګڼي او فکر کوی چه علم او پوهه ددوي سره ده٠
ځيني بيا نعوذ بالله پدی دنيا کی ناست دی جنتونه او دوذخونه ويشي٠
دځينو نورو بيا هم زړه پدی خبرو نه يخيږی او دخدای مخلوق ته ښکنځلې او
سپکې سپوري کوي٠
زه شخصا،ديوه ليکونکي د ليک دلوستو نه ورسته چه هلته ئی يو شمير
افغانانو ته د( م و ر ده ګ ا و) خطاب اويا يو بل چه خپلو افغانانو ته ئی
د( ب ي ن ا م و س )خطاب کړی دی،پدی عقيده شوم چه دنن نه تر يوی مياشتې
پورې،پدی سايټ کی هيڅ ليکنی ونکړم٠پدی ارزوچه هيواد وال د ښکنځلو
او رکيکو الفاظو داستعمال نه ډډه وکړی٠که دا دود او دستور پدی سايټ
کی دوام پیدا کړی نو دتل لپاره دخدای په امان٠
ديوه ازاد،اباد او ولسواک افغانستان دجوړيدو په هيله،
رښتینی
18.03.2009
[quote:ba53fd7fb4="sangar watan"]محترمو دوستانو سلامونه اوښی هيلی،
اول غواړم ښاغلی صابر ته عرض کړم چه ځينی شيان دعلم و تکنالوجی په وسيله
ثبوت ا و وضاحت لري،مګر ځيني نور لا روښانه شوی ندي او شايد هيڅکله
روښانه نشي چه دارنګه پيښو ته معجزه ويل کيږي٠
دانسان او حيواناتو حس (sensation)سره فرق لري٠سپی کولی شي چه اندکترين مقدار چرس
ياهيروين دبوی داحساس په وسيله تشخيص او کشف کړی٠شوپرک کولی شي
چه دشپی په تياره کی خپله لاره پيداکړي٠
دغه راز مختلف حيوانات لکه سپي،ليوان،ماران،ماهيان،کوتری او ځينی نور
حيوانات دزلزی دواقع کيدو څخه دمخه دخپلو مخصوصو حواسو په ذريعه
دزلزلې د راتلو احساس کوی اودخپل ادراک په تناسب عکس العمل ښکاره
کوي٠دمثال په توګه،دکوترو دپښو دهډوکو تر منځ داسي عصبي ريښي
شتوالی لري چه دډيروکوچنيو حرکاتو احساس کولی شی،نو ځکه ددي موجود
ددغه اثتثنائی احساس د پيژندو په برکت عاقل انسان پدی پوهيدلی چه
دا حيوان،دزلزلی دوقوع نه پخوا،ځيني مخصوص حرکات او عکس العملونه
څر ګندوي٠
عالمانو دخپلو تحقيقاتو په پايله کی داميندلي چه د زلزې د واقع کيدو نه دمخه
مخصوص کيمياوي تعاملات اوفزيکي حرکات واقع کيږی،اولکه څنګه چه
مخکی دهغه نه بحث وشو،ځني حيواناتوته الله (ج)دا استعداد ورکړی چه
دا تغيرت احساس او عکس العمل ښکاره کړي٠دغه راز الله (ج)ځينی انسانانو
ته دا استعداد ورکړی چه دحيواناتو، دی ډول عکس العمل ته ذير شي او
دهغه رابطه د زلزلې سره پيدا کړي٠بيشکه چه الله ډير لوی ذات دی٠
الله (ج)خپل پيامبر حضرت محمد(ص)ته پوهه ورکړی وه چه دحيواناتو
دناراحتی ارتباط،په قبر کی دمړي د عذاب سره پيدا کړی٠
په تاسف سره بايد وليکم چه دخدای (ج)ځيني بنده ګان ځان له هره حيثه کامل
ګڼي او فکر کوی چه علم او پوهه ددوي سره ده٠
ځيني بيا نعوذ بالله پدی دنيا کی ناست دی جنتونه او دوذخونه ويشي٠
دځينو نورو بيا هم زړه پدی خبرو نه يخيږی او دخدای مخلوق ته ښکنځلې او
سپکې سپوري کوي٠
زه شخصا،ديوه ليکونکي د ليک دلوستو نه ورسته چه هلته ئی يو شمير
افغانانو ته د( م و ر ده ګ ا و) خطاب اويا يو بل چه خپلو افغانانو ته ئی
د( ب ي ن ا م و س )خطاب کړی دی،پدی عقيده شوم چه دنن نه تر يوی مياشتې
پورې،پدی سايټ کی هيڅ ليکنی ونکړم٠پدی ارزوچه هيواد وال د ښکنځلو
او رکيکو الفاظو داستعمال نه ډډه وکړی٠که دا دود او دستور پدی سايټ
کی دوام پیدا کړی نو دتل لپاره دخدای په امان٠
ديوه ازاد،اباد او ولسواک افغانستان دجوړيدو په هيله،[/quote:ba53fd7fb4]
ښاغلی سنګر ډیره مننه ستاسولیکنه ډیره په زړه پوری او معلوماتی ده
الله موبریالی لره خو ورستی ګیله دی دی موجه نشم بللی ځکه موږ او
تاسوچی په کومه ټولنه کی اوسو هلته دا ستونزی شتون لری نو له دی
ستنزونه له فرار نه به داښه وی چی ډغره ورسره ووهو اودا ډغره توپک
او وسلی ته هم اړتیا نلری وینی اوټپونه هم نه پکی رامنځته کیږی دلته
یوه مهمه وسله په کار ده چی دهر ډول بداخلاقه او یا ښکنځلمار مقابله
پری کولی شو او هغه یواځی لویه او سړه سینه لرل دی نوکه دا وسله مو
په لاس کی وه ټول ښکنځلماران به ایل کړو او هغوی ته به هم دسمو اخلاقو
درسونه ور وښیو خو دا وسله (لویه اوسړه سینه لرل) هم اسانه کار نده ددی
له پاره هم پیاوړی خلک په کار دی دخدای ستر پیغمبر هم ځکه غوصه
زغمونکی تر هرچا غوره اوځواکمن پهلوانان بللی دی او لوی څښتن هم
داد مسلمانانو غوره صفت بللی دی
(والکاظمین الغیظ والعافین عن الناس)
له بده مرغه موږ ډیره موده په ټوپکو او چړو دیوه بل هډونه مات کړی
او غوښی توږلی دی او دا لوبه لا هم روانه ده نو په خبرو اوډایلوګ کی
کی هم دهغو او ټپونواو خرپ او ترپ له اغیز پاک نشو پاته کیدلی
او کم ترکمه !! دیوه بل ښکنځلواوترټلوته خو تیار ناست یو اوهغه تاسو
محترم چی کوم دووه توری په پریکړو حروفو راخیستی دی هغه خو دځینی
خلکو تکیه کلام ګرځیدلی او بیا بهانه دا کوی چی ګواکی دوطن له غمه
مړدی او زړه یی سوځی خو هغه د عذرګناه بدتر از ګناه په اساس د هغوی
داسپکی خولی ښورول هیڅکله دبښلو ندی الله دی موږ ټول سم اواصلاح
کړی
په مینه
میوند ننګیال
18.03.2009
سلامونه او نيكي هيلي
محترم سنګر صيب !
محترمه !ستاسو خبره صحيح ده بدرد ندي ويل پكار خو انسان عاجز دي كله كله انسان ډير بي حوصلي شي خو بيا هم داسي الفاظ استعمالول ندي پكار چي ددوي دډلي نه يو زه هم يم چي داسي مي څه ليكلي ول بهر حال كوشش كوم چي د خپلي ليكني سره ډير احتياط وكړم مننه ٠
حامد صيب !
تاسو ليكلي :
اوهغه تاسو
محترم چی کوم دووه توری په پریکړو حروفو راخیستی دی هغه خو دځینی
خلکو تکیه کلام ګرځیدلی او بیا بهانه دا کوی چی ګواکی دوطن له غمه
مړدی او زړه یی سوځی ٠
وروره ! دوطن له غمه كه نوي مړه خو دومره بي غيرته هم نه يو چي داشغالګروسره ولاړيو محترمه صحيح ده دسپكو نه به لاس واخلم او دا يو غير اخلاقي او غير اسلامي فعل دي خو ددي لاسپوڅو په ضد كه هغه هر څوك وي تر مرګه ليكني او خبري كوم دا زما ايمان او عزم دي كيداي شي زه دوطن د غمه نه يم مړاو نه مي زړه درديګي خو داسي هم نه يم چه اشغالګرو ته لمه د سپي لكئ وخوزوم مرك په هر هغه چا چي دكابل په حكومت كي ناست دي ولو كه د مكي امام هم وي يا د طريقت دخاوندانو خبره قطب القطاب يا غو ث اعظم وي تو نالت په ټولو ګوډاګيانواميد كوم چي دګوډاګيانو تو نالت او لاسپوڅواو دارقم نومونو باندي پابندي ونه لګوي ٠
مننه اميد كومخاطر دروند نكړي
رښتینی
18.03.2009
ښاغلی ننګیال مننه اوکور مو ودان !
ما (دځینی خلکو ...)
جمله کارولی او په دی سره می کوم کس یاد ټول افغان کوم ملګری مراد نده
خوتاسو اشتباها داسی فکر کړی لکه صریحا می چی ستا نوم اخیستی وی
وروره له اشغال ګروسره هرډول ډغری روادی او دا زما نظر ده خولوی څښتن
چی حضرت موسی اوهارون علیهما السلام فرعون ته ورلیږل نو ورته ویی ویل :
فقولا له قولا لینا لعله ......
اوهمدا قرانی اخلاق دی
په مینه
عبدالله صابر
18.03.2009
محترم وطنمل ، حامداوسنګروطن صاحب ډيره مننه ښکلي معلومات موليکلي
زماپه فکر داخواوس يوډيرپه زړه پوري موضوع کشف شوه چي ١٤٠٠ کاله مخکښ
زمونږ رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي ووچي څاروي ياحيوانات دالله تعالی
دعذاب احساس کولو توان لري ، چي همدا دعذاب احساس دی چي څاروي ناارامه
کوي ، څرنګه چي زلزله هم يوعذاب دی نوبياخوطبيعي ده چي دڅارويوناارمئ سره
دزلزلې کيدو وړندوينه وشي خويوه خبره بايد ياد ولرل شي چي دڅارويونا ارامي
څخه بايد وهم پيدانه شي ،ځکه ممکن دهغو نارامي ځيني نورعوامل هم ولري
اوکيدای شي لکه مخکښ موچي ورته اشاره وکړه دمړوتعذيب څخه هم څاروي
ناکراره کيږي ،ضروري نه ده چي دڅارويو هروخت ناارامي دزلزلې په راتلوتعبيرشي
اوکه دا وهم زيات شونوغله به ډيرخوشاله وي ،ک مونږ دڅارويو ناکراري دزلزلې په
راتلواخطارګڼلئ وي اوډک کورونه به موپريښي وي نوغله به يی ټول چورکړي ٠
دا ډول يوه پيښه څوکاله وړاندي په پيښورکښ وشوه ، يوځل اوازه خوره شوه چي نن
شپه زلزله راځي خلکوخپل کورونه پريښودل که څه هم حکومت هڅه وکړه چي
خلک وپوهوي خوکامياب نه شو دزلزلزلې په انتظارډيرخلک بهرته تيره کړه ترسحر
پوري خوزلزله ونه شوه خوالبته غلويی په کورونودزلزلې اثارپريښي وو٠
محترم سنګروطن دحيواناتواوانسانانوحس رښتياهم ډيرفرق لري ،البته دسپي
حس په هکله مي اوريدلي چي دانسان پرتله يی دبوی حس پنځه سوه چنده زيات دی
دسپي بوی حس په هکله يوه پيښه داسي وه چي څوکاله وړندي په پاکستان کښ
يوسړئ چا وژلئ وونودمړي وارث له حکومت څخه د٨٠٠٠٠کلداروپه بدل کښ دقاتل
موند ولپاره دتربيه شوي سپي درخواست وکړ ، کله چي سپئ دسړي وژلوځای ته
راوستل شونولومړئ دمړي ويني بوی کړي بيا سپئ روان شو تقريبا څوسوه متره
فاصله کښ يی وژونکئ پيداکړچي يوه کوټه کښ پټ شوئ وو ،زماپه فکرداطريقه
ښايی پنځوس فيصده کاميابه وي له همدي امله په شرعي لحاظ دا طريقه داعتبار
وړنه ده ٠
والسلام
watanmal
19.03.2009
ورسته له سلامونو او نيكو هيلو څخه
د زلزلى او د حيواناتو د حس په اړه ستاسى ليكنى ښى او په مختلفو معلوماتو مشتملى دى،
نن مى ستاسى لپاره دغه انځورونه انتخاب كړى وه ئى ګورۍ.
http://desk.blueidea.com/DESK/DZFG/SHFQ/SHFQ021.jpg
http://desk.blueidea.com/DESK/DZFG/SHFQ/SHFQ036.jpg
http://desk.blueidea.com/DESK/DZFG/SHFQ/SHFQ028.jpg
[color=darkblue:c0d69b99df]سنګرصيب سلامونه غټ غټ لكه غرونه قبول كړه.
سنګر اشنا مه سنګر پريده او مه ورسره يارى پريده كنه نو مخالفين به پرى د خپلى برۍ برغ ودروى، نوره دى خوښه ، [/color:c0d69b99df]
په مينه
وطنمل
watanmal
19.03.2009
[img:e226d27580]http://desk.blueidea.com/DESK/DZFG/animal_nature/animal_nature024.jpg[/img:e226d27580]
میوند ننګیال
19.03.2009
محترموورونو سلامونه!
وطنمل صيب ډير په زړه پوري انځور دي كور دي اباد خو له محترموورونو هيله لرم چي عكسون دلته څنكه كاپي كوي ما ورسره ډيره خواري وكړه نه كاپي كيږي مهرباني وكړي كه څوك راته ليار وښايي٠
watanmal
21.03.2009
ګرانو لوستونكو او محترم ميوند ننګيال صيب
السلام علكيم ورحمة وبركاته
ننګيال صيب د انځور لپاره دا طريقه وه كاروه :
مهمه ده چى انځور به په انټرنټ كى وى ، كه په خپل كمپيوټر كى درسره وى بيا ئى لومړى په نيټ كى upload كړه .
د ليكنى په ځاى كى د انځور لينك د لاندينى دوه ټيګونو ترمنځ واچوه ، چى كله ليكنه ثبت كړى نو انځور به په خپله راشى.
ټيګونه:
[img]---------------- [/img]
په مينه
وطنمل
watanmal
21.03.2009
سلامونه او نيكى هيلى او ښى چارى
ستاسى لپاره مى نن دا انځورونه انتخاب كړى:
[img:0e2d5c4901]http://desk.blueidea.com/DESK/DZFG/birds/birds003.jpg[/img:0e2d5c4901]
=========================
=========================
=========================
[img:0e2d5c4901]http://desk.blueidea.com/DESK/DZFG/animal_nature/animal_nature032.jpg[/img:0e2d5c4901]
=======================
=======================
=======================
[img:0e2d5c4901]http://desk.blueidea.com/DESK/DZFG/animal_nature/animal_nature028.jpg[/img:0e2d5c4901]
په مينه
وطنمل
عبدالله صابر
21.03.2009
ښاغلئ ميوند ننګيال او وطنمل صاحب
کورمو ودان ،
ميوند ننګيال صاحب ماهم همدا مشکل لره خودادی ستا په پوښتنه اود وطنمل
صاحب په ځواب استاد شوم اودانځورکيښودلوچل مي زده کړ، لومړئ مي خپل
بريښناليک ته تجربه کړچي کامياب شونودادی په همدي وياړيوانځوردرته هم
ږدم ، ددواړودکورودان مننه
[img] http://www.khabrain.com/pics/main7.jpg[/img]
عبدالله صابر
21.03.2009
[img] http://www.khabrain.com/pics/main7.jpg[/img]
عبدالله صابر
21.03.2009
دانځور ولي نه راځي ؟
خپل بريښناليک ته وشو ؟
watanmal
21.03.2009
عبدالله صابر صيب او لوستونكو
السلام عليكم ورحمة الله وبركاته
ځه هم نه پوهيږم چى ستاسى لخوا وركړل شوى انځور ولى نه راځى خير دا ځل دا طريقه استعمال كړۍ.
د ليكنى د ځاى پر سر څو بټنى دى چى د چپ طرف څخه دوهم بټن باندى img ليكلى ، تاسى چى كله د انځور لينك د ليكنى ځاى كى واچوو بيا ئى Select كړى او همدغه د img بټن كليك كړۍ نو انشاء الله مشكل به حل شى.
دادى ستاسى لخوا وركړل شوى انځور
[img:ff8d1215f2]http://www.khabrain.com/pics/main7.jpg[/img:ff8d1215f2]
watanmal
21.03.2009
ورسته له سلامونو
وروڼو دلته يو مشكل دادى چى سړى په خپله ليكنه كى اصلاح نه شى كولى خو خير كله چى د انځور لينك Select كړۍ او د img بټن كليك كړۍ نو د انځور لينك په خپله د دواړو ټيګونو منځ ته راځى. نو له هغه ورسته ليكنه ثبت كړۍ.
په مينه
وطنمل
watanmal
22.03.2009
ګرانو لوستونكو:
السلام عليكم ورحمة الله وبركاته
د مرغان ځانته دنيا ده ، دوى هم لكه د انسانانو په څير د خپل محبوب د وفات پروخت غم او ژړا كوى .
[img:1396c8a3e8]http://www.pusup.com/up/get-3-2009-el92yon1.jpg[/img:1396c8a3e8]
د مرګ په مرض اخته معشوقه.
[img:1396c8a3e8]http://www.pusup.com/up/get-3-2009-i8nl7yik.jpg[/img:1396c8a3e8]
عاشق ئى پوښتنه كوى او د محبت وزرى پري غوړوى ، خو معشوقه ترينه طعام غواړى.
[img:1396c8a3e8]http://www.pusup.com/up/get-3-2009-pws1d5lg.jpg[/img:1396c8a3e8][img:1396c8a3e8]http://www.pusup.com/up/get-3-2009-za75cjzz.jpg[/img:1396c8a3e8]
عاشق ئى چى طعام ورته رارسوى ، ګورى چى معشوقه ئى د فانى دونيا څخه رخصت شوى ، دۍ ئى په خپلو نرمو او پستو وزرونو خوځه وى او نارى ورته وهى خو هغه دمرګ په خوب ويده ده.
[img:1396c8a3e8]http://www.pusup.com/up/get-3-2009-513jbuml.jpg[/img:1396c8a3e8]
چى عاشق پوه شى چى معشوقه ئى مړه شوى نو خپل حواس د لاسه وركړى ، نارى جوړى كړى ، د خپل غم او خفګان په ښكاره كولو پيل وكړى ، خو خه فايده ورته ونه كړى.
[img:1396c8a3e8]http://www.pusup.com/up/get-3-2009-6qp766vc.jpg[/img:1396c8a3e8]
په اخر كى د عاشق زړه ستړى شى ، په چغو ئى ستونى وچ شى او د معشوقى په وفات خفه او پريشانه ودريږى.
څومره سخت دى بيلتون
په مينه
وطنمل
watanmal
23.03.2009
ګرانو لوستونكو
السلام عليكم ورحمة الله وبركاته
پدى موخه چى د انځورنو د ليدو ترڅنګ په خپلو معلوماتو كى اضافه والى راولو ، ستاسى حضور ته دغه لاندى لينك تقديمه وم ، د څه انځورونو په اړه پكى علمى خبرى شوى خو حقيقت به ئى الله پاك ته معلوم وى.
http://www.alazaheer.net/forum/showthread.php?t=11990
په مينه
وطنمل
عبد السلام
30.03.2009
ګرانو دوستانو !السلام علیکم:
په دغه لاندې وړاندې شوي لینک کې د افغانستان ځینې تاریخی عکسونه راټول شوي دي،چې هیله ده خوښ موشي.
په درناوﺉ
http://www.afghanistan-photos.com/crbst_12.html
عبدالله صابر
02.04.2009
السلام عليکم
په لاندي لنک يوه کنده ده چي ددوزخ په کندې مشهوره ده،
http://www.eslahonline.org/index.php?option=com_content&view=article&id=1621&catid=55&Itemid=1621
watanmal
02.04.2009
سلامونه او ښى چارى
عبدالله صابر صيب دثورة البراكين په نامه په عربى ژبه كى يو فلم شته ، كه په لاس
درغلو او كتو ته دى وخت پيدا كړو نو ډيره فايده به ترينه تر لاسه كړى.
اللهم ربنا اتنا في الدنيا حسنة و في الاخرة حسنة و قنا عذاب النار
اللهم اجرنا من النار
آمين يا رب العالمين
watanmal
09.04.2009
ټولو دوستانو
السلام عليكم ورحمة الله وبركاته
نن مى په بينوا ويب پاڼه كى ولوستل چى د افغانستان په شمال كى د چرګانو او سپو په څير اوښان هم جنګول كيږى
په خپله ئى وه ګورۍ.
[img:3c59172714]http://www.benawa.com/images/uploads/1239166865_3.jpg[/img:3c59172714]
[img:3c59172714]http://www.benawa.com/images/uploads/1239166865_1.jpg[/img:3c59172714]
[img:3c59172714]http://www.benawa.com/images/uploads/1239166865_2.jpg[/img:3c59172714]
[img:3c59172714]http://www.benawa.com/images/uploads/1239166865_4.jpg[/img:3c59172714]
د اوښانو شوقيان خو عربان دى نو په افغانستان كى دا لوبى له كومه راغلى؟
په مينه
وطنمل
http://benawa.com/fullstory.php?id=24914
عبدالله صابر
12.04.2009
السلام عليکم
يوروسي مليارډرلاندي قيمتي ماڼئ ٤٩٦يورو راونيوله ، داماڼئ چي دفرانسې په
جنوب ختيځ کښ موقعيت لري په ١٩٠٢ ميلادي کال کښ جوړه شوي وه اونن سبا د
شتمنوخلکودرخصتئ يوپه زړه پوري ځای دی ٠
دا رښتياهم يوه ګرانبيه ماڼئ ده اودکافرجنت يی هم بللئ شوخوداډول په زرګونو
ماڼئ هم ديومسلمان ايمان هومره قيمت نه لري ،[color=blue:9313852bd8] الحمد لله [/color:9313852bd8]
[img] http://images.theage.com.au/2008/08/11/178429/wr_sl_world_home-420x0.jpg[/img]
[img] http://images.huffingtonpost.com/gen/33718/original.jpg[/img]
[img] http://images.huffingtonpost.com/gen/33719/original.jpg[/img]
[img] http://news.ninemsn.com.au/img/news_feeds/17Villa_400x300.jpg[/img]
[img] http://www.m6info.fr/cms/upload/docs/image/jpeg/010307_villa_record_cote_azur06.jpg[/img]
عبدالله صابر
12.04.2009
[quote:413b869453="عبدالله صابر"]السلام عليکم
يوروسي مليارډرلاندي قيمتي ماڼئ ٤٩٦يورو راونيوله ، داماڼئ چي دفرانسې په
جنوب ختيځ کښ موقعيت لري په ١٩٠٢ ميلادي کال کښ جوړه شوي وه اونن سبا د
شتمنوخلکودرخصتئ يوپه زړه پوري ځای دی ٠
دا رښتياهم يوه ګرانبيه ماڼئ ده اودکافرجنت يی هم بللئ شوخوداډول په زرګونو
ماڼئ هم ديومسلمان ايمان هومره قيمت نه لري ،[color=blue:413b869453] الحمد لله [/color:413b869453]
[img][img] http://images.theage.com.au/2008/08/11/178429/wr_sl_world_home-420x0.jpg[/img][/img]
[img][img] http://images.huffingtonpost.com/gen/33718/original.jpg[/img][/img]
[img][img] http://images.huffingtonpost.com/gen/33719/original.jpg[/img][/img]
[img][img] http://news.ninemsn.com.au/img/news_feeds/17Villa_400x300.jpg[/img][/img]
[img][img] http://www.m6info.fr/cms/upload/docs/image/jpeg/010307_villa_record_cote_azur06.jpg[/img][/quote:413b869453][/img]