د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

م ن غروال
26.06.2005

ښاغلئ وطنپال ورور وروسته له سلامو!
بې ځايه د خبرو له اوږدوالي څه نه جوړيږي٠ د ترور په هکله بحث تېر دي او مونږه سر ښورولۍ او يا نه ښورولۍ، هغه ټول د اسلام په فورم کي شته نوره کومه نوې پوښتنه او بحث که لرئ ځانته خبره ده که نه بې ځايه به نه خپل وخت ضايع کوؤ او نه به هم د لوستونکو!
اوس په ريښتيا د شاکرالله ورور ډيرې ښې پوښتنې دي چې غوره به وای ځانته مطرح شوې وای خو دلته هم بدې ندي٠
ښاغلئ څاروان ورور به د پوښتنو ځواب ووايي او مونږه به هم خپل نظر پرې ښکاره کړو(که څاروان ورور مو نه خپه کيږي)!
په درناوې


Anonymous
26.06.2005

نقادته سلامونه اوښې چارې ،
هغه بحث چې مادشپږو افغانی انجينرانوله وژل کيدو وروسته ( څاروان ته دمبارکې پيغام ) ترعنوان ﻻندې پرانيست ، ښه په جوش اوخروش کې ؤ، امابې لدې چې څاروان يي وګوری اوعبرت ځينی واخلی سانسورشو.
که رښتيا ووايم زړه مې توردې ،
بيځايه د وخت ضايع کول دی .
دپتنګ پراستعفأ باندې يي هم ګيل ماله راکش کړی ،
که وطنمل دليکنوپه ګټوپسی ګرځی ،
نودڅاروان ليکنې له يوه سره له اسلامی بنسټپالنې اودخلکوداحساساتوله بيځايه هڅونې څخه ډکې دی .
زه څاروان ته دومره وايم چې اول د نصوارتوکړی،ورپسې دې خپله خوله پاکه او سوتره ؤوينځی ،
وروسته دبيادأزادې اوخپلواکې پاک اومقدس نوم أخلی .
ددې أزادې اوخپلواکې خوندچې څاروان يي يادوی افغانانو ليدلۍدې،انشاالله
بيابه ددوی په خبرو نه غوليږی او ؤلس به هيڅکله هم دخپلې ږيری واک بيادوی ته
ورنکړی .
اوس شکردې اولس پخپله خپلې ږيری واک اواختيارلری،
که پريږدی ي اوکه خريي يي.
په ټول هېوادکې يي يوډوهل نه ؤ پری ايښۍ ،
مات تلويزيونونه اوويډيوکسيتونه په ونو اوپايو پسی ځړيدل ،
دانټرنټ خوچانوم نشو أخيستلۍ ،

نن څاروان دکمپيوټر شاته ناست دې کمپيوټری جهادکوی اومونږ ته دأزادې اوخپلواکې درس راکوی ،
شرميږی هم نه ،
دوی خوويل چې داشيان ناروادی ،
اوس يي سرخلاص شوکه څنګه ؟
که څاروان دأمريکايانو شتون ته غلامی وايي ، نوافغانان دطالبانواوISIتر غلامې دأمريکايانوغلامې ښه بولی .
نه پوهيږم چې څاروان په کومه خوله او کومو سترګودأزادې مقدس نوم أخلې ، پخپله دأزادې په خاطراوکه لدې کليمې څخه دسوأستفادې په خاطر؟
ځواب واضح اوروښانه دې .

داچې ستاسوليکنې مې بې ستاسوله اجازې څخه پکار يووړې اوستاسوبحثونه مې اخلال غوندې کړل بخښنه غواړم .
که څه هم زمااوستادليکنوتوپير له ورايه معلوميږی خو له پتنګ څاروان څخه چې
ﻻره ورکه شی نوبيا دابهانه ونيسی ، داچې دوی مونږ دواړه په يوه حسابوی زه دوی
دواړه په په هيڅ حسابوم . په هرصورت داخپله وجدانی وظيفه ګڼم چې يوځل بيادپتنګ اوڅاروان داتور چې
نابللۍاونقاد دواړه يو دی ردکړم .
په پای کې له لوی خدای نه ښه روغتيا اوښه ژونددرته غواړم .
په درناوی

نابللۍميلمه


نقاد
28.06.2005

[quote:1c75831772]داچې ستاسوليکنې مې بې ستاسوله اجازې څخه پکار يووړې اوستاسوبحثونه مې اخلال غوندې کړل بخښنه غواړم [/quote:1c75831772]

دروند او منلي ورور نابللي ته سلامونه او نېکې هيلې!
وروره وياړم چې زما له ليکنې څخه مو اخځ او اقتباس کړی دی . دا يوه علمي ميتود او د رښتينولۍ او سپيناوي غوره ﻻر ده. صرف د لنډپاري پتنګ د تور او د هغه د استاد د بدګمانۍ د ردولو له پاره اړ شوم ستاسو مسلم حق ته هم څو ځلې نغوته وکړم . وروره څاروان پتنګ نه ، بلکې د هغه د استادانو داستاد پر ځای دی.
د پتنګ جان کار هسې لوړ خيالات او ټپ فکرونه دي او لکه دشړومبو مچ د ډيرو ﻻرو منځه غړپ دی . له هر څه څخه يې يوڅه زده کړي، خو ﻻره يې ﻻ نه ده موندلې،
د کلتور دوديز او عقيدوي اړخ يې له لکۍ څخه کلک رانيولی ، زه يې خيالونه خوښوم خو خامي او ټپ فکرونه نه! کله يې چې تاغوندې څوک راګير کړي ، زړه مې پرې ډير سوزي ، خدای دې دافغان ولس د واک او افغاني ولسواکۍ په اړنتيا ښه ژور پوه کړي، نو بيا به يې هره ليکنه د ملغلرې په څير رڼه او ارزښتمنه شي او د اولسواکۍ ملت پالنې او اسلام پتنګ به پر مونږ صرف د افغانستان له پاره څومره ګران ملګری وي . والسلام


Anonymous
28.06.2005

ګرانو٠فیاض د علما ا سؤ نه وه.دامریکا غلام وه تش په نوم ملا وه,الله دي ورسره حساب کتاب اسان کړی.ملا ، طالب ته ښکنځل کول په ځان ښځه طلاقه ول دی.امریکا هیڅ لار او واز نلرلو چه په طالب ګزار وکړی.

دا مریکا پر ځد د جها د ﻻروی
مجا هد زابلوال


Anonymous
28.06.2005

[quote:6a012cfcbb]ګرانو....ملا ، طالب ته ښکنځل کول په ځان ښځه طلاقه ول دی.
امريکا هيڅ لار او جواز نلرلوچه په طالب ګوزار وکړی. [/quote:6a012cfcbb]
ملا زابل صيب دا څه وايې دا ؟ نړيوال جوازخو ملګرو ملتونو ، او اسلامي غړو هيوادونو يې ورکړی و، د سعودي عرب او پاکستان په شمول ، نونور يې کوم جواز غوښتی وای ؟ خو اول سلام ملا صاحب او بيا کلام ، ټول افغان ته په خيرراغلئ او هر کله راشئ !
ملااو طالب ته ښکنځل کول همدومره بد کار دی لکه څوره چې د سياسي قدرت نيول د ملا او طالب ل خوا بد کار دی، نو چې د قدرت په نيولو سره پر طالبانو ښځې طلاقې نشوې ، دغسې ملا او طالب ته به په ښکنځلو بيا ولې په چا ښځه طلاقيږي ؟ هر ملاچې له عموي بيعت يعنې عامو پټو او ازادو رايو پرته په زور سره قدرت نيسي ، نه يواځې ښځه پرې طلاقه کيږي، بلکې د ژوند دوام پرې حراميږي او واجب القتل ګرځي! والسلام



ع کريم حليمي
28.06.2005

مجاهد زابلوال صاحب !
کلمه برته د سر ووايه ٠ که په شعور دي ليکنه کړې وي ؟ اوکه شعور دي ضعيف
وي ٠ نو طرق د واجبو دي کړي ٠ پر هر انسان واجبه ده تميز(تفرق ) وکولې سي [quote:0ee82df0ef]ګرانو٠فیاض د علما ا سؤ نه وه.دامریکا غلام وه تش په نوم ملا وه,الله دي ورسره حساب کتاب اسان کړی.ملا ، طالب ته ښکنځل کول په ځان ښځه طلاقه ول دی.امریکا هیڅ لار او واز نلرلو چه په طالب ګزار وکړی. [/quote:0ee82df0ef]
که په شعور دي داليکلي وي چه ښځه پرسړي طلاقيږي ٠ نو وحلالو ته دي حرام ويلي
پر نافذ قران دي دي خپل اند ور ګډ کړي ٠ چه په قران کښي څه کمول ياورزياتول
کفرته څوک اوړي ٠ خدای دي وکړي ٠ چه په شعور دي ليکنه وي کړې
په عربي ژبه کښي ښکنځل نسته ٠ لعنت او سب سته ٠ لعنت تهاجازه نسته ٠
سب اصلأ و بدوخبرو ته ترجمه کيږي ٠ په پښتو ژبه ٠ تر اسلام دمخه ئې د شهادت ګوتي ته د سب ګوته ويل ٠ چه يعني کوته به ئې خلګونه نيوله لکه اوس چه موږ ګوته خلکوته نيسو چه والله که دي پرېږدم ٠ دغه عمل مبارک بد وباله ٠ او سب ګوتي ته ئې
د شهادت ګوته وويل ٠
مطلب ٠ په سب يا ښکنځلو طلاق نه واقع کيږي


Anonymous
28.06.2005

[quote:6eefa1bb67][/quote:6eefa1bb67][/code]


Anonymous
28.06.2005

[quote:27cbf2ca3a]ګرانو٠فیاض د علما ا سؤ نه وه.دامریکا غلام وه تش په نوم ملا وه,الله دي ورسره حساب کتاب اسان کړی.ملا ، طالب ته ښکنځل کول په ځان ښځه طلاقه ول دی.امریکا هیڅ لار او واز نلرلو چه په طالب ګزار وکړی. [/quote:27cbf2ca3a]
وه د خداي بنده زابليه دا په اوتو بوتوسر يي
بس ټوله مړه کړئ چي د امريکې غلامان دي؟
په لحاظ د خداي نور دا غريب خلک لږ ارام ژوند ته پريږدئ
پاکوستان خو هسې په امريکې خرڅ کړئ پوي شئ کنه
قلندر


م ن غروال
03.07.2005

ښاغلۍ نابللۍ ميلمه ورور سلامونه ومنئ!
تاسو ليکئ:
[quote:98ef1ccc6d]نودڅاروان ليکنې له يوه سره له اسلامی بنسټپالنې اودخلکوداحساساتوله بيځايه هڅونې څخه ډکې دی .[/quote:98ef1ccc6d]
هو وروره! بلکل او سل په سلو کي مو خبره درسته او صحيح ده پرته لدې نور به سړۍ هلته څه بيامومي، دا خو له ورايه ښکاري او د څاروان ليکنو يواځنۍ انځور همدا دي چې تاسو ګوته ورته نيولې ده٠
د څاروان دا انځور لوستونکو ته ګټه پدې لري چې هغه ورورڼه چې په هېواد کي د سولې ثبات او د جګړې د غندلو او په هېواد کي د يوه اولسواک حکومت جوړولو پلويان دي او منطق ايمان او وجدان يې افغانانو ته نور د آرام ژوند غوښتونکي دي، دې ته هڅوي چې د څاروان په شان د بې ځايه احساساتي هڅونو په ضد خلکو ته منطق او د وطنپالنې استدلال بيان کړي او ډير وطنوال به وي چې له دغه راپارونکو ليکنو به هرمرو نفرت مومي چې حتی بعضو د ورور کلمې له خطاب څخه هم انکار کړۍ دي٠ په هر حال !
که نه مونږه به چيرته دومره د جګړې په غندلو ليکنې کړې وای٠ دا خو ټول د څاروان غوندې د بېځايه احساساتې هڅونو ليکنو برکت دي٠
ځکه خو وطنمل صاحب پوهيږي چې پريږده پدې هکله دمنطق او ادبي قلم جګړه او ديالوګ روان وي چې ډير خلکو به سترګې پرې روښانه شي او په واقعيتونو به ډډه ولګوي٠ او هغه کسان چې نور يې د هڅونو لپاره لاره ورکه شي نو ادب قلم کلتور يې هېر شي او په بد او ردو يې مخ شي چې هغه بيا وطنمل صاحب نه پريږدي او دټول افغان له پاڼو ړنګيږي٠
په درناوي



څاروان
04.07.2005

۴-۷-۲۰۰۵

نقاد صيب وعليكم السلام او زما له خوا ئي هم قبول كړه.

نقاد صيب د ليكني په لوستو دي څاروان ددغه تورو د ليكلو لپاره اراده وكړه:
زما تيره ليكنه كه وه ګوري نو ددي خبري په پوهيدو كې به درته تكليف نه وي چه څاروان ليكني يادي كړي او كه اقتباسونه.
[color=darkred:99450519bc]ليكني ته چه د كوم مقصد لپاره ما دغه شكل اختيار كړي وه په هغي تر يو حده وطنپال صيب پوه شوي [/color:99450519bc]نو ځكه ئي داسي ليكلي:== څاروان چه څه ليكلي هغه داسي غږ كړي چه د غل په ږيره خس دي او تا سمديستي خپلي ژيري ته لاس وروړو.===
د لوستونكو څخه پټه نه ده چه د څاروان په لومړي ليكنو سره چا د كوم ليكوال ګمان پري وه كړو او څه قسم تورونه يي پري وه لږول خو نقاد صيب ياد به دي وي چه د څاروان جواب ورته څه وه.
نقاد صيب لكه څنګه چه مي مخكي ليكلي چه زما كار د ليكوال د نوم سره نه بلكي د ليكني سره يي دي كنه نو دومره تجربه لرم چه د ليكني په لوستو سره په دي پوهيدو كې كوم خاص مشكل نه وي راته چه [color=white:99450519bc]د مايكروفون مخي ته خوځيدونكې خوله د چا ده او اواز د كوم لاوډسپيكر څخه راوځي.[/color:99450519bc]
نقاد صيب ما مخكي دا خبره روښانه كړي چه زما ليكني د صليبي يرغلګرو په خلاف دي نه د طالبانو او القاعدي په موافقت او همدارنګه [color=darkred:99450519bc]ما په ليكنو كې د پاكستان دفاع هم نه ده كړي [/color:99450519bc]خو نقاد صيب زه ستاسي د مجبوري احساس كوم چه د هغي په وجه [color=brown:99450519bc]راباندي د نورو ملكونو د غلامي ټاپي لږوي [/color:99450519bc]خو ياد لره چه اولسونه د خپلي [color=white:99450519bc]بقا او آزادي جګړي [/color:99450519bc]د بهرني ملاتړ په اميد نه كوي، دا هغه سپيڅلي فريضه ده چې په هر حالت كې يې بايد دوي پوره كړي او[color=white:99450519bc] دا هغه انساني مسئوليت دي چه د تيښتي هره لاره يې پر بشپره بربادي پاي ته رسيږي.[/color:99450519bc]
زما په افغان اولس دا يقين دي چه په خپلو وينو به دازادي ډيوه بله كړي خو د بي وسي په اوښكو به د وطن سودا ونه كړي. اولس به هيڅكله هم ستاسي په څير د پسونو لار غوره نه كړي، ځكه هغوي په خپلو سترګو وينه چښونكې ليوان ويني چه په هيواد كې ګرځي. [color=white:99450519bc]نقاد صيب په هغه كور كې هڅكله هم د امن فضا نه شي راتلي چه پردي نابلد سپي پكې وي[/color:99450519bc]
[color=indigo:99450519bc]دا يو مسلم حقيقت دي چه هغه وګړي چه يرغلګر خپله ورستي تكيه ګڼي هغوي ته د يرغلګرو په خلاف هره خبره د زغم څخه لري وي، د يرغلګرو په خلاف د هري خوځيدونكې خولي د دريدو په هڅه بوخت وي. په داسي حالت كې دغه ښاغلي هر د ازادي ژوند او يا غيرت مرګ په ګوته كونكې د ملت دښمن ګڼي، د يرغلګرو په خلاف ليكنې او ويناوي يي د ملت په تاوان ګڼي. زه افسوس كوم چه نن هغه خلك چه ټول ملت بهرني ليوانو ته په مخ كې غورځوي ښاغلي ګڼل كيږي او د جهاد او ازادي نوم اخيستونكې ګنهګار.[/color:99450519bc]
ورستي خبره:
نقاد صيب كه جدلاَ دا درسره وه منم چه د صليبي يرغلګرو د راتګ سبب افغانستان ته طالبان وه نو بيا خو د روسانو د راتګ سبب مجاهدين وه ځكه د همدوي د ختمولو لپاره د وخت حكومت روسي لښكري راوغوښتلي. او همدارنګه [color=white:99450519bc]كه د يرغلګرو راوستونكې طالبان وي نو اوس ئي ډول ته څوك نڅا كوي؟[/color:99450519bc]

د صليبي يرغلګرو او د قوم د غدارانو دتباهي په هيله

يوسف څاروان



څاروان
04.07.2005

۴-۷-۲۰۰۵

ورسته له سلامونو او نيكو هيلو څخه.
نابللۍ ميلمه ستړي مه شي يوځل بيا د څاروان څو خبرو لوستو په خاطر سترګې د كمپيوټر پر سكرين بغير د رپولو څخه ښخي كړه.
ګرانه ستاسي په ليكنه كې مي چه د ليكنو د ړنګيدو خبره ولوسته نو دغه لنډي مي ذهن ته راغله:
[color=white:fb5e9c8af6]دا خلك عجيبه دي هم ويشتل هم روغول كا
كتار غشي يې ايښي دي ملهم سره په خواكې[/color:fb5e9c8af6]
نور نو خپله پوه شه.

=== نابللۍ ميلمه صيب د ږير واك خودي ترلاسه كړو خو د وطن واك دي له لاسه ووتو. همدارنګه د ښځو واك مو هم ورځ په ورځ له واكه وځي. متوجه اوسيږه.
=== [color=darkblue:fb5e9c8af6]نابللۍ ميلمه كه ته هيواد والو ته د غلامي د درس په وركولو نه شرميږي نو څاروان د جهاد په درس وكولو فخر كوي.[/color:fb5e9c8af6]
=== لمر په يوه ګوته نه پټيږي، مختلف ليكوالان يو ګڼل دا سنګر نيول له لومړي ورځي د څاروان مخالفينو كړي نه څاروان نو اوس خپل ټر په پر پټولو ناكامه هڅه هم په بله معنى تعبير كيدي شي.
نابللۍ ميلمه سردي خلاص سو او كه يا.

يوسف څاروان



څاروان
04.07.2005

۴-۷-۲۰۰۵
غروال صيب ورسته له سلامونو څخه.
ستاسي د ليكني په جواب كې فقط د غه څو جملي د خپلي بلي ليكني څخه راكافي كوم هيله لرم چه په صحي معنى پري پوه شي.

=== دا يو مسلم حقيقت دي چه هغه وګړي چه يرغلګر خپله ورستي تكيه ګڼي هغوي ته د يرغلګرو په خلاف هره خبره د زغم څخه لري وي، د يرغلګرو په خلاف د هري خوځيدونكې خولي د دريدو په هڅه بوخت وي. په داسي حالت كې دغه ښاغلي هر د ازادي ژوند او يا غيرت مرګ په ګوته كونكې د ملت دښمن ګڼي، د يرغلګرو په خلاف ليكنې او ويناوي يي د ملت په تاوان ګڼي. زه افسوس كوم چه نن هغه خلك چه ټول ملت بهرني ليوانو ته په مخ كې غورځوي ښاغلي ګڼل كيږي او د جهاد او ازادي نوم اخيستونكې ګنهګار.=====

د بري په هيله مو
يوسف څاروان


Anonymous
04.07.2005

درنو لوستونکو سلامونه٠
ورسته بيا يوه خبره کم چی٠
دپاکستون انټرنيټ خروپ دۍ،دا څاروان ترو٠٠٠٠ له کومه ليکنی کوی؟؟؟
که دۍ په کوم بل ملک کی وی او يايی چی ،پښتونخوا کی ووسم،نو تاسی او خدای دا اسلام دۍ٠
دۍ چی داسی سوچه بسلمان ځان له يايی،نو اسلام و درويغ؟؟؟
مننه٠ مرشد٠


Anonymous
04.07.2005

[quote:1746666672="Anonymous"]درنو لوستونکو سلامونه٠
ورسته بيا يوه خبره کم چی٠
دپاکستون انټرنيټ خروپ دۍ،دا څاروان ترو٠٠٠٠ له کومه ليکنی کوی؟؟؟
که دۍ په کوم بل ملک کی وی او يايی چی ،پښتونخوا کی ووسم،نو تاسی او خدای دا اسلام دۍ٠
دۍ چی داسی سوچه بسلمان ځان له يايی،نو اسلام و درويغ؟؟؟
مننه٠ مرشد٠[/quote:1746666672]

محترم څاروان خونه ، پس له سلامو چه،
د محترم مرشد [color=blue:1746666672]سوال په ځوۍ دو، که کوټې راڼوئي پې ووچاوې
ډېرا به خا شي٠ [/color:1746666672]موسا خون



څاروان
09.07.2005

۹-۷-۲۰۰۵

مرشد صيب ورسته له سلامونو څخه.

مرشد صيب حقيقتاَ دروغ د اسلامي اخلاقو سره هيڅ اړخ نه لګوي او څاروان هم له دروغو څخه ډير نفرت لري به هرحال پاكستان حقيقتاَ له څه مودي راهيسي د مخابراتي مشكل سره مخ دي خو ددوي [color=darkred:dbc22d8628]مخابراتي نظام په بشپړه توګه له منځه نه دي تللي او انټرنټ اوس هم كار كوي خو رفتار يي ډير زيات كم دي.[/color:dbc22d8628]او د بريښناليك په كتلو او ليږلو كې ډير زيات مشكل دي. خو كومي ليكني چه زه كوم لومړي يي په خپل كمپيوټر كي په بشپړه توګه وليكم او له هغه ورسته يي ټول افغان ته د هغه نټ كلب څخه ور اچوم كوم چه DSL كنكشن ولري ځكه ددي كنكش رفتار په نسبت سره نورو كنكشنو ته ښه دي او دا مهال په پښتونخوا كې موجوده نټ كلبونو كې له دي څخه بل ښه كنكشن نشته.
همدارنګه فكر كوم چه انګار صيب به ټول افغان ته خبرونه له پښتونخوا څخه وراچوي نو هغه د ذكر شوي مشكل او د حل لاري څخه به ښه خبر وي.
مرشد صيب هيله لرم چه په ذهن كې مو د خبري حقيقي انځور روښانه شوي وي.

يوسف څاروان


Anonymous
09.07.2005

څاروان خو دخدای نازولی دی(کم ترکمه دی پخپله فکر کوي) هغه ته دروغ ويل روا ښکاري. داچې اول د عادل وطمنمل په نوم ، بيا دصابر ننګرهاري په نوم او اوس هم د څاروان په نوم راوځي او دخپل مرګ ډرامې جوړوي ، ايا دا دروغ نه دي؟


Anonymous
11.07.2005

دوست ميلمه د څاروان ليكنو ته كه پام وكړي نو عادل وطنمل يي هم په شاګردانو كي شميرل كيږي. عادل وطنمل ليكني دومره پارونكې نه وي لكه څنګه چه د څاروان دي. د دواړو د ليكنو فرق د جملو د نخلولو څخه هم ښه معلوميدي شي.
د څاروان ليكنو ته هرسړي په خپل دوربين كې ګوري څوك ليكي چه عادل وطنمل دي څوك يي د صابر ننګرهاري بل شكل معرفي كوي او بعض خو لا وايي چه دا د خاټول بل نوم دي. و بعضو خو پري د جلالزي، طالب جان او... ګمانونه هم وكړه.
دوست ميلمه كه دا وه منو چي صابر ننګرهاري+ څاروان+خاټول+جلالزي+ طالب جان... = عادل وطنمل نو[color=violet:4d8b8fa374] څه وجه كيدي شي چې عادل وطنمل د همدي كال د فروري د مياشتي څخه وړاندي په ټولو نومونو ليكني كولي او اوس يواځي د څاروان په نوم ليكني تر سترګې كيږي؟[/color:4d8b8fa374]
كه په ټول افغان كې د ليكنو كچي ته وه ګوري نو د عادل وطنمل د مرګ د خبر څخه ورسته تر دي دمه د ډيرو ليكوالانو قلمونو رنګ خلاص كړي لكه طالب جان، طالب خان، خاټول، صابر ننګرهاري، جلالزي، نصير احمد هوتك، خالد هادي،ازاد نظر، اسحاق شيواني، ضياء الدين او داسي نور
[color=olive:4d8b8fa374]دوست ميلمه څه فكر كوي چه د پورتنيو ليكوالانو د قلمونو د رنګ خلاصيدو وجه څه كيدي شي؟[/color:4d8b8fa374]

زه په خپله په پوره يقين سره ويلي شم چه عادل وطنمل مړ نه بلكي ژوندي دي ځكه د توري بوړي مجلي په ورستي ګڼه كې چه تقريپاَ يوه هفته وړاندي نشر شوي د ده يو مضمون په كې شته چه د عيسوي عالم وينا او د افغانستان اوسني وضعي تر عنوان لاندي دي.


Anonymous
11.07.2005

ميلمه صيب د عادل وطنمل اوڅاروان په نومونو ليکنې وګوره چې څنګه پيل کيږي اوپه اخرکې څنګه خپل نوم ليکي او څنګه شعاروکوي.(البته يو څه موده پخوانی ليکنې). په ډيره اسانۍ به پوه شي چې دا دواړه يو شخص دی.
بله داچې څنګه کېدی شي ملا څاروان د عادل وطنمل د(مړېنې) وروسته سمدستي دهغه دندې سرته رسوي. لکه :
1 دتورې بوړې مقالې چې ع.وطنمل به را کاپي کولې اوس يې ملا څاروان مسوليت په غاړه اخيستی دی
2 عادل وطنمل به وخت ناوخت د مولوي خالص شعرونه رانقلول ، خو اوس څاروان کټ مټ داکارکوي
اوداسې نور ډير ډير....چې په ليکلو نه ا رزي.
دايې خپل کار دی ، خو خبره د دروغو په باب راغله، او په واقعيت دا يو غټ دروغ دي. چې نوموړي ښاغلي يي وايي.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more