د موضوعګانو سرپاڼه

ټولنه او ټولنپوهنه

رښتینی
28.11.2012

24

احمد له ځانه سره پریکړه وکړه چې نور له ښاري موټرو نه ستړی شوی دی داراز یوبل ځای دکارونو له پاره ټیکسیانو نیولو ترپوزي رسولی دی ، خامخا به یونوی موټر اخلي ، د نوي موټر داخیستلو له پاره یې داسي پلان تیار کړ چې له خپل میاشتني لګښت نه به یوڅه پیسي سپموې او دملګروبانډارونه او له هغوی سره په چکر وتل ( چې ډیربیځایه لګښت پري کیږې ) به یومخ پریږدي ،
داچې خپل هوډ ښه کلک کړې او له هغه نه هیڅکله په شا نشې دیوه ښایسته موټر انځور یې په خپله خونه کې د دیوالي هنداري ترڅنګ ولګاوه ، څو دا انځور هره ورځ څو څو ځله ویني او تل پرخپل هوډ ولاړ وې څو دژوند دا مهم ارمان ترسره کړې ،
څو اونۍ تیرې شوې احمد له خپلو ګڼو غیر اهمو لګښتونو نه سپما کوله یوڅه پیسي یې یوځای کړې وې ، یوه ورځ په خپله خونه کې ناست و دخپل پلان په مختلفو اړخونو یې سوچ کاوه ، د دي پیسو دیوځای کولوپه موخه یې څو پري ایښې کارونه وریاد شول ، فکر یې وکړ چې خدای خبر څو میاشتي به نور داسي ډیر کارونه ونکړای شم .... له ځانه سره وبونګیدی : خدای خبر څو میاشتي به دپیسو دسپما په ټس کې څومره دخوند کارونه اودملګروبانډارونه رانه پاته شې ... ناڅاپه ولاړ شو ...!!
له خپل کټ نه پورته شو دهنداري خواته راځړیدلی د موټر انځور ته یې لاس اوږد کړ څیري یې کړ او ټوټه یې پر غولي وویشت ، جامي یې بدلي کړې دباندي ووت ټیکسي یې ونیوله څو ګړۍ وروسته د ملګرو په خواږه بانډار ورګډ شو او شپه یې په ګپ شپ او خنداګانو روڼه تیره کړه ...تاسو به هم داحمد په څیر ډیر ځله دژوند مهم ارمانونه او اساسي موخي نیمګړي پری ایښې وي ... پوهیږئ خلک ولي خپل کارونه نیمګړي پریږدې ؟؟
ځواب یې له هنري فورد نه اورو دی وایې : کله چې تاسوله خپلي موخي اوهدف نه نظر پورته کړئ دژوندپه لاره کې موپه نورو ځلیدونکو غیرمهمو شیانو سترګي ولګیږې ، دلته د هدف دترلاسه کولو هوډ سست او کمزوری شې ، اساسې موخه بایللي او دژوند ارمان ناختلی پاته شې .


رښتینی
28.11.2012

25
له (ښو) سره مینه

یو سړي اصیل آس لرلو؛ آس په خلکو کې خورا زیات شهرت موندلې و. یو کس چې له دې آسه خبر شو نو د آس د غلا کولو هوډ یې وکړ؛ دې سړي پرېکړه وکړه چې دا آس به زه له دې سړي پټوم او یا به یې ترې تښتوم نو پلان یې جوړ کړچې کله د آس څښتن په آس سپور په دې لاره تېريږي نو ځان به ورته یو معذوره او محتاجه وښايي، څو د آس څښتن ورسره مرسته وکړي .
نوموړی سړی په لاره کې د آس څښتن ته کښېناست او ځان یې معذوره کړ، د آس څښتن چې دغه سړی «هغه چې ځان یې په چل معذوره کړی و» وليد، د آس څښتن
په دې سړي د بېچاره او معذوره کس ګومان وکړ، زړه یې پرې درد وکړ او آس یې ورته ودراوه؛ له ځانه سره یې په آس سپور کړ او روان شو. له څه اندازې سفر وروسته شاته کس«غل» ځان ښه تابیا کې کړ او د آس څښتن یې له آسه وغورځاوه او آس یې ترې وتښتاوه.
د آس څښتن له شا ورپسې غږ وکړ چې لږ ودرېږه، یوه خبره درسره لرم، آس ستاسو شو، خو یوه غوښتنه درڅخه کوم:
آس تښتوونکي وویل: وایه څه غوښتنه لرې؟
د آس څښتن ورته وویل: کله چې له تا څوک پوښتنه وکړي چې آس دې له کومه ځایه کړ؟ نو داسې مه ورته وایه چې له یو چا مې داسې په چل ول ځينې وتښتولو، بلکې ورته وایه چې یو کس په تحفه کې راکړی.
آس تښتوونکي ورته وویل چې ولې؟
د آس څښتن ورته وویل: زه په دې ویریږم چې خلک ښیګڼه پرې نږدي بیا به هيڅوک له یو محتاج سره کومک او مرستې ته زړه ښه نه کړي او وايي به چې فلاني له فلاني سره کومک کړی چې بیا یې داسې چل او دوکه ورسره وکړه، او په دې سره به له ټولنې د خواخوږۍ او همکارۍ مفهموم ورک شي.


رښتینی
28.11.2012

26

وای دعباسي خلیفه هارون الرشید په زمانه کې یو لیونی و بهلول نومیدی ، یوه ورځ هارون په یوه هدیره تیریدی ، بهلول یې ولید چې په یو ه قبر باندي خرامان ناست دی ، هارون یې خواته ودریدی اوپه غوسه یې ورته وویل :
بهلوله لیونیه !
ستا سرته به کله عقل راځې ؟!
بهلول له قبر نه ټوپ کړ او خواته ولاړه یوې وني ته وخوت ، د وني له سره یې پر هارون کړیکه کړه :
هارونه لیونیه !
ستا سرته به کله عقل راځې ؟!
هارون پر اس سپور و دوني بیخ ته ورنږدي شو او ورته ویې ویل : زه لیونی یم او که ته چې په هدیره کې په قبر دپاسه ناست یې ؟؟
بهلول ورته وویل : زه لیونی نه یم عاقل یم ...
هارون وویل : څنګه ؟
بهلول وویل : زه پوهیږم چې هغه ( دهارون ماڼۍ ته یې نغوته وکړه) ختمیدونکي ده او دا ( قبرته یې اشاره وکړه) پاته دی ، نو دا پاته کیدونکی شی مې له ختمیدونکي شې مخکي ځان ته تیار کړی دی ، او تا ختمیدونکی شی (ماڼۍ) مخکي تیار کړی ده او دا (قبر) دي خراب پري ایښی ده ، په داسي حال کې چې ته ښه پوهیږې چې هغه وداني به یو وخت پرېږدې او دي قبرته به راځې او زیاته یې کړه : راته ووایه چې زه لیونی یم که ته ؟؟
د بهلول په خبرو دهارون بدن پړک واخیست ، اوښکي یې رواني شوې آن چې ژیره یې په اوښکو لنده شوه ..... او بهلول ته یې وویل : په خدای سوګند ته رښتینی یې ....
بیایې بهلول ته وویل : یوڅه نور نصیحت راته وکړه ؟
هغه ورته وویل : دخدای کتاب (قرانکریم) ټینګ ونیسه هغه کافي ده ،
هارون ورته وویل : څه اړتیا لرې چې زه یې درپوره کړم ؟
بهلول : هوکي ! دریو شیانوته اړتیا لرم که دي راپوره کړل منندوی به دی یم ،
هارون : وغواړه هغه څه شی دی ؟
بهلول : زما عمر یوڅه رازیات کړه ،
هارون : دا زماپه وس کې نشته ،
بهلول : دمرګ له پرښتي مې وژغوره ،
هارون : دامې هم په وس کې نشته ،
بهلول : له جهنم نه مې لرې او جنت ته مې نږدي کړه ،
هارون : دا هم زما دوس خبره نده ،
بهلول : نوخپله لار وهه تاته اړتیا نلرم ....


رښتینی
28.11.2012

27

مسلمانانو په یوه غزا کې یوه کلا محاصره کړه ، دکلا ساتونکي ژر نشول تسلیم او د حصار شپي اوږدي شوې ، دمجاهدینو قومندان ( مسلمه بن عبدالملک ) اعلان وکړ چې کلا ته د هغي دسوري له لاري به څوک ننوځې ، (دکلا په سوري کې دمارانواو نورو موذي ژویو دشتون ویره وه ) قومندان وویل : که دا کس په دي لاره کې شهیدشو جنت به وګټې او که دکلا منځ ته ووت دروازي ته به ځان ورسوې ، هغه به مجاهدینو ته خلاصه او مجاهدین به بریالیتوب ترلاسه کړې ، دلښکر له منځه یو مول وهلی ځوان پورته شو او ویې ویل : زه کلاته ددي سورې له لاري ننوتلو ته تیار یم ، ځوان خپل کارپه بریالیتوب سره سرته ورساوه او کلا فتحه شوه ، له فتحي وروسته قومندان اواز وکړ چې دسوري له لاري ننوتونکی مجاهد دي ماته راشې ، شپه تیره شو خو قومندان څوک نه ورغی ، بله ورځ یې بیا اعلان وکړ بیا هم څوک نه ورغی دریمه شپه یې وویل چې دا کس دي دشپي له مخي ماته راشې په شپه کې چې یې کوم وخت خوښ وې هغه مال دي ماته راشې ، قومندان په خپله خیمه کې ناست و چې یو مول وهلی ځوان ورننوت ، قومندان ورته وویل : کلاته دسوري له لاري ته ننوتی وې ؟ ځوان ورته وویل نه بلکي زه هغه رالیږلی یم او ویل یې چې زه به قومندان ته په دوو شرطونو خپل ځان ورښیم ، قومندان وویل : هغه کوم شرطونه دې ، ځوان وویل : یودا چې دهغه دنوم پوښتنه به نه کوې او ستاینه به یې نه کوې او بل دا چې کوم انعام به نه ورکړې ، قومندان وویل دهغه شرطونه منم ، ځوان له مخ نه نقاب لرې کړ او ورته ویې ویل : هغه زه یم ... !! مؤرخین لیکې مسلمه بن عبدالملک به ترمرګه پورې دا دعا کوله : ربي احشرني مع صاحب النقب ، خدای دسوري له مجاهد سره مې داخرت په ورځ ملګری کړې !! ترننه هم مؤرخین دا کس نه پیژني ... دا هغه خلک و چې زړونه یې په رښتیا له خپل څښتن سره تړلي و او هرکار او هره کړنه یې دهغه درضا له پاره ترسره کوله ، او موږ !!! موږ خو ګناهونه هم په ډاګه کوو او ان ډیر خو لا په ګناهونو فخر او ویاړ هم کوې !!! نسئل الله السلامه


رښتینی
28.11.2012

28

امام احمد بن حنبل رحمه الله ته یوه خیاط وویل : زه دظالمانو واکمنو جامي ګنډم ، ایا زه به د دي ایت ترحکم لاندي راځم : "ولا تركنوا الى الذين ظلموا فتمسكم النار " ؟ امام ورته وویل : د دي ایت مطلب داده چې تاسو ظالمانوته د زړه میلان مکوئ کنه او ر ته به ولویږئ ، ته ظالمانوته میلان کونکی نه بلکي په خپله ظالم یې ، د دي ایت دحکم لاندي هغه خلک راځې چې په تاباندي تار او ستن خرڅوې !!! ظلم دالله پر مخلوق تیری دی او دظالم مرستندوی او هغه ته دزړه میلان لرونکي کسان به دجهنم سونګ ګرځي موږ هم دلته دیوه بل په ملاتړ کې په بحثونو اوجګړو هروخت بوخت یو او ان داسي ګڼ شمیر خلک هم شته چې زموږ دهیواد داسي ظالمو واکمنو ستایني کوې چې هغوی په زرهاو بیګناه انسانان وژلي وې !!
الله مودي پردي وکړې


رښتینی
28.11.2012

29
د مصر فاتح او والي عمرو بن العاص رضي الله عنه د تجیب قبیلي یوه سړې ته وویل : منافقه ! داسړی عمر بن الخطاب رضی الله عنه ته ورغی او شکایت یې وکړ چې : امیرالمومنینه ! عمرو راته وویل : منافقه ، په خدای سوګند ماچې اسلام منلی دی له هغي ورځي نیولي ترننه پوري ما دمنافقت هیڅ عمل ندی کړی ،عمربن الخطاب رضی الله عنه د مصر والي عمرو ته لیک ولیکی : دعاص ـ ګناه ګار زوی ته ( الي العاصي بن العاص) ، ماته فلانکي التجیبي ستا شکایت وکړ چې منافق دي بللی دی ، ما هغه ته وویل چې ته ددي خبري شاهدان وړاندې کړه که خبر رښتیا شوه دا کس به دي څلویښت دري (جلد) وهي .داسړی مصرته ستون شو خلکو ته یې وویل : تاسوته قسم درکوم که چا دعمرو هغه خبر اوریدلي وې چې ماته یې وویل : منافقه ! ، نوپورته دي شې ، په جومات کې ناست خلک پورته شول او ویې ویل : هو داخبر یې زموږ په مخکي وکړه ، دي سړي ته دعمرو بن العاص یوه ملګري چې حنتمه نومیدی وویل : ته غواړي امیر په درو ووهي ؟! امیر به مالي عوض درکړې له دي کاره تیرشه ، که امیر دا پوري کنیسه ( څنګ ته کنیسي ته یې نغوته وکړه) له مال نه راته ډکه کړې نه یې غواړم زه خپل غچ خامخا اخلم ، حنتمه بیا ورته وویل : ته غواړي امیر ووهي ؟! سړی وویل : دلته خلک دعمر خبر نه منې او روان شو ، عمرو بن العاص وویل : سړی راوګرځوئ ، هغه راغی او ورته ویې ویل راشه پرما حد جاري کړه ، دهغه دوره په لاس او دعمرو په مخکي ودریدی او ورته ویې ویل : کولی شې په خپل واک او ځواک سره له مانه ځان خلاص کړي ؟ عمرو ورته وویل : نه ، ژر کوه خپل غچ اخله او وهه مې ، سړې ورته وویل : بښلی مې یې . د حافظ ابن الجوزي له کتاب :مناقب أمير المؤمنين عمر بن الخطاب ، څخه ، رسول الله صلی الله علیه وسلم وایې : دمسلمان ښکنځل فسق ده . او امیر حق لرې چې فاسق ته تعزیري سزا ورکړې ، الله دي پر موږ رحم وکړې ، که رښتیني اسلامي مساوات شتون لرلی ، زموږ ډیرو ولي به په درو تک شنه پړسیدلي وو ...


رښتینی
28.11.2012

30

هغه ښار چې اوسیدونکي یې زړونه نلرې !!

دیوه پآچا ذهن ته داخبر ننوتله چې زړونه دکار خنډ اومانع دې ، ځکه زړونه دعواطفو او ګڼو تمایلاتو ځالي دې اود کار اوعمل له پاره دزړونو په ځای یو بدیل شی پکار دی څو انسان وکولی شې ښه او ډیر کار وکړې ، ډاکټران یې راوغوښتل او خپل نظر یې ورته وړاندي کړ او امر یې وکړ چې دزړه بدیل شی تیار کړئ ، ډاکټرانوکار پیل او څه موده وروسته یې یوداسې شی تیار کړ چې دکار هیڅ خنډونه یې نلرل ، او نه یې له عواطفو سره اړیکه لرله ،

پآچا اعلان وکړ چې ټول ولس باید د زړونو دتبدیلي عملیاتو ته ځانونه چمتو کړې او که دچا په سینه کې خپل زړه پاته و او تبدیل کړی یې نه و هغه ته به کار نه ورکول کیږې ، په بیړه سره د زړونو دتبدیلي کار پای ته ورسید ، اوس نو پآچاپه دي تمه و چې دخپلو نابغه افکارو هیښوونکي پایلي به وینې ، خلکوپه کارپیل وکړ ، ښه تیز کارونه روان وو خلکو دکور او اولاد فکرونه په زړو زړونو کې پري ایښې وو او دهیڅ شي فکر یې نه کاوه ، آن داونۍ رخصتي یې هم نه پیژندله ، خو ستونزه دا وه چې کار یې کومه مثبته پایله او ګټه نه ورکوله اوپاچا هک حیران پاته شو !!

د پاچا اندیښنه زیاته شوه چې کار هم ترنورو وختونو زیات او کار ګر له کار پرته نورفکر اوهیڅ اندیښني هم نلرې خو پایلي په زړه پوري او مثبتي ندي !! پاچا دیوه لیري پرتي سیمي له یوه داسي حکیم نه دسبب دمعلومولو مرسته وغوښتله چې په سینه کې یې زړه لاره هغه ورته وویل : پاچا تباه اوبرباد شې !
ته نه پوهیږې چې دانسان زړه دهغه ضمیر ده ؟ .... تا له هغوی نه زړونه ایستلي دې نوهغوی که څه هم کار ډیر کاوه خو اخلاص یې نه لاره نوځکه ستاکار
مثبته پایله درنکړه ...
یعني څوک چې مخلص نه وې هغه ضمیر نلرې اوبي ضمیره خلکوته دکار تمه مه لرئ


pattang
28.11.2012

وروره رښتينی صيب په قلم دبرکت شه !
که دغه نيکې، پندي او حکمتي کيسې د يوو کتاب په شکل ولکيل شي نو د ټولنې
په معنوي برخه کې به ډېره مرسته وکړي !


رښتینی
29.11.2012

محترم ورور پتنګ صاحب خوشاله اوسي
په نیت کې مې دې چې یوڅه نوري هم ولیکم
اوبیابه یې ان شاء الله په کتابي بڼه خپروو
بیاهم مننه .

اونپوهیږم دټول افغان نور وروڼه زما لیکني ته ولي توجه نلرې
دلته خو کومه سیاسي او یابله اختلافي خبره هم نشته !!


pattang
29.11.2012

رښتينی صيب سلامونه درته وړاندې کوم !
پښتانه کله حليم ميجاز لري چې دبل خبرې واوري ، هريويې په خپل
سر ډنګوي او هلته ځې چې مادي ګټې ولري !
او عجيبه داده چې ډېر کم پښتانه به پيدا کړې چې دوی په خپلوراتلونکو
ايتنيکي او کلتوري ګټو پوه شي!
هو،اوس دا لله داد دی ، يو شمير په خبر او قلم پوه مسلمانان وروڼه هم شته خو شمېر
يې تر دانورو کم دی . زه پر دې عقيده يم چې په تېرو کې دپښتون سره نه يواځې
مالي اواقتصادي ظلم بلکې دکلتوري متانت ، کتور ساتنې ،روزنې او د سياسي
شعورد غوړېدنې او تکامل ظلم هم شوی دی ٠
خدای پاک دې تېر واکداران په دوزخ کې واچوي چې مونږ پښتانه يې په توره شپه
کې ساتلي يو!


رښتینی
29.11.2012

پتنګ صیب ستاسو خبره سمه ده خوشاله اوسي وروره
اصلا دټول افغان خوند هم کم شوی دی داخو زه اوته یو
چې لایې نه پریږدو :)
رښتیا هغه پتوال صاحب خو باید وی هغه هم نادرکه ده خدای
دي وکړي روغ او خوشاله به وې داراز ځیني نور مهم ملګري
هم نه لیدل کیږې !!


رښتینی
29.11.2012

33
یو هلک موسي علیه السلام ته راغلی او ورنه ویې غوښتل ، دعاراته وکړه چې خدای مې شتمن او غني کړې ، موسي علیه السلام ورته وویل : غواړي د ژوند په لومړیو دیرشو کلونوکې شتمن شې اوکه په وروستیو دیرشو کې ؟ هلک حیران شو ، فکریې کاوه چې کوم دیرش کلون
ه غوره کړې ... !
له لیږ ځنډ فکر وروسته یې ورته وویل : غواړم دژوندپه لومړیو دیرشو کلونو کې مې خدای شتمن کړې ، .... ځکه ده غوښتل په ځواني کې شتمن واوسې او دژوند پاته دیرش کلونه یې معلوم ندي چې دی به ژوندی وې او کنه ...

موسي علیه السلام دعا ورته وکړه چې خدایه ! دژوند په لومړیو دیرشو کلونو کې یې غني او شتمن کړه ، دموسي دعا قبوله شوه او هلک خورا زیات شتمن شو ، له هرلوري د مال او روزي دروازي ورته پرانستل شوې او دبي حسابه مالونو او شتمنیو خاوند شو ،

هلک ځوان شو او ترخپله وسه یې له هیچا یوډول مرسته هم نه سپموله ، چاته به یې مال ورکاوه ، ځینو ته به یې دکاروبار لاري اوچاري ورښوولي ، شنعتونه او زراعتونه به یې خلکو ته تیارول او له مختلفو لاروبه یې خلکو ته کار پیدا کاوه ، له یتیمانو لو بي وزلو سره به یې مرستي کولي او بي ودو ځوانانو ته به یې کورونه ابادول اوداسي نور ......

دژوند لومړې دیرش کلونه یې په ختمیدا وو او وروستي دیرش رانږدي کیدونکي وو ، او موسي علیه السلام دپیښو په انتظار و !!
اخیر دویمه دیرشیزه هم پیل شوه او دسړي حال په خپل حال او هغه یې شتمني کې یې هیڅ کمښت رانغی بلکي لایې شتمني زیاته شوه ، موسي علیه السلام یوه ورځ له الله جل جلاله نه پوښتنه وکړه چې لومړې دیرش کلونه خو پ،ره شول ...

الله جل جلاله په ځواب کې ورته وویل : دي سړي زما بندګانو ته دروزي لاري پرانستلي نو زه نه غواړم په ده باندي دخپل رزق لاري وتړم !!

نورو ته د روزي لاري پرانستل او له بي وزلو سره مرسته کول دشتمنو په مال کې برکتونه اچوې او لوی څښتن یې لا شتمن کوې ، موږ هم په خپل هیواد کې ډیر شتمن لرو مسکینانو ته له خیراتونو او صدقو ورکولو سره باید هغوی دځوانانو او بیکاره خلکو له پآره دکاراو صنعت لاري چاري هم برابري کړې ،

خدای دي زموږ دشتمنو زړونه نرم او په
ذهنونو کې دي خدای دخیر فکرونه پیدا کړې .


رښتینی
29.11.2012

34
دښکاري اوپاچا کیسه

کیسه کا چې یوښکاري و ، میرمن اوڅو اولادونه یې لرل ، څو ورځي یې دماهیانو ښکار لاس ته نه و ورغلی ، داولاد خواړه یې په ختمیدو وو ، داښکاري نیک او صالح سړی و اوصبر یې لاره ، سهار به ښکار ته ووت ښکار به یې ونکړ بیرته به تش لاسونه کورته راستون شو ، اولادونه یې له لوږې کړیدل او څو شپي دا بدمرغي روانه وه .

یوه ورځ ناوخته وه او په ډیرو ناکامه هڅو سره ستړی شوی و خو اخري ځل یې چې کوښښ وکړ ، جال یې اوبو ته وغورځاوه ، بیرته یې چې را کاږه دروند معلوم شو ، ډیر خوشاله شو چې جال یې راوکیښ خورا لوی ماهی پکي بند و دومره غټ چې په ټول ژ،ند کې یې دومره غټ ماهی نه و ښکار کړی

ماهی یې رابار کړ او په لاره کې دسوچونوپه سیند لاهو شو ، له ځانه سره ګړیدی چې په دي ماهي به اوس څه کوم ؟ خپل اولادونه به ښه پري ماړه کړم ، یوڅه به د راتلونکوشپو خوراک کړم ، یوڅه به یې مسکینانو ته هم ورکړم او یوڅه به خرڅ کړم ، دپاچا دلښکر نارو یې خوبونه پریکړل ، څو فوځیان یې مخته ودریدل او ورته ویې ویل چې پاچا ته ستا ماهي خوند ورکړ او یې غوښت ، دا مهال پاچا له خپلو لښکرو سره د ده خوته تیردی او له ښکاري سره یې دا غټ ماهی لیدلی و نوځکه یې فوځیان ورته راولیږل ،

ښکاري انکار وکړ چې دا زما د وږېو اولاد نو نفقه ده څنګه یې درکړم او که پاچا ته یې خوند ورکړی وې نو قیمت یې راکړئ او وړئ یې ،
خو فوځیانو ماهی ورنه واخیست او ولاړل ، (ښکاري خوار کۍ له خپلي ناوسي او وږیو اولادونو سره پریږدو او ، له پاچا او ماهي سره دهغه قصر ته ځو ) پآچا خپل اشپز ته امر وکړ چې ماهی ښه پوخ او دبیګا له پاره یې تیار کړه ،

څه موده وروسته دپآچا دپښې په یوه ګوته کې درد پیداشو دردونه زیات او کړاو درانه شول ، ډاکټران یې راوغوښټل او درملنه پیل شوه ، ډاکټرانو چې د ګوتي معایني وکړې ورته معلومه شوه چې باید دپاچا ګوته پريکړل شې او که پري یې نکړې ناروغي پورته پښې ته غځیږې
داخبره یې پآچا ته وکړه هغه په کلکه انکار وکړ ، پآچا امر وکړ چې له بل هیواد نه تکړه ډاکټران راوغواړئ هغه هم راغلل او د پاچا د زړو ډاکټرانو خبر یې وکړه دا مهال ناروغي پورته پنډۍ ته رسیدلي وه اخر پاچا په دي قانع کړل شو چې پښه یې په پنډۍ کې باید پریکړل شې
او دپاچا سلامت پښه پرې شوه ....

په دي وخت کې په هیواد کې ګډ وډې او مخالفتونه هم زیات شول اودپاچا په دردونو باندي د واک له لاسه وتلو اندیښني هم انبار شوې ، پآچا یو وتلی حکیم راوغوښت څو دموجوده ستونزو او ګډ وډیو په اړه مشوره ورسره وکړې ، حکیم راغی او پاچا خپل مشکلات ورته بیان کړل او ورته کړه یې چې څه نظر لري ولي دا ستونزي رامنځته شوې څه وجه ده ؟ حکیم ورته وویل : پاچا صیب ظلم دي کړی او دا دهغه ظلم پآیله ده ... پاچا حیران شو او ویې ویل ما خوهیڅ طلم ندی کړی !! حکیم ورته وویل : ښه فکر وکړه خامخا دي په یوچا ظلم کړی دی ،

دلته پاچا ته ښکاري او ماهی وریادشول ، خپلو کسانو ته یې امر وکړ چې ژر کوئ هغه ښکاري راپیدا کړئ دپاچا کسان دسیند غاړي ته ولاړل ښکاري یې پیدا اوپاچاته یې راووست ، ښکاري چې دپاچا مخته ودرول شو پآچا ورته وویل : رښتیا به راته وایې کله چې ما ماهی درنه واخیست تا له هغه وروسته څه وکړل ؟؟ ښکاري وویریدی او ویې ویل : ماهیڅ هم ندي ویلي ، پاچا ورته وویل : مه ویریږه ته په امن کې یې رښتیا خبره وکړه ! ښکاري ډاډه شو او ویې ویل : ما خدای ته لاسونه لپه کړل او ومې ویل : خدایه ! پاچا ماته خپل زور راښکار ه کړ اوس په هغه باندي ستا زور ماته راښکاره کړه ...

یو عرب شاعر وایې :

لا تظلمن إذا ما كنت مقتدرا * * * فالظلم ترجع عقباه إلى الندم
تنام عينك والمظلوم منتبه * * * يدعو عليك وعين الله لم تنم
کله چې وس او واک ولرې ظلم مه کوه ، ځکه دظلم پآیله پښیماني ده ، ته به ویده شې اومظلوم بیدار وې ، ښیرابه درته وکړې او الله خوب نه کوې .

موږ که زور ولرو او یا دخولي چالاکي ولرو نو د نورو په حق خوړلو او پرنورو ظلم اوتیرۍ ډیرپه اسانه سره کوو ، موږ په خپل هیواد کې ټوپکمل سړیخواره هم لیدلي دې او په محکمو کې مو دخولي په چالاکي ، منافقت او قران دربولو سره دیتیمانو ، کونډو او ساده لوحو خلکو پر مالونو اوځمکو بلوسګر هم ښه لیدلي دې ....

خدایه ! موږ سم کړې ...


رښتینی
30.11.2012

34
دسیاستوالو فریبونه

امام الشعبي رحمه الله ( 16هـ _ 103هـ) سترتابعي ، ښه عالم او داموي خلیفه عبدالملک بن مروان نږدي ملګری او مشاور و ، دی وایې : زه عبدالملک بن مروان د روم پاچا ته ولیږلم ، زه چې دهغه په مجلس کې کېناستم هغه خورا ډیري پوښتني ران وکړې او ما یې یوه پوښتنه هم بيځوابه نه پریښودله ، له ده سره به د باندني استازي ډیر نه کیناستل خو زه یې له ځانه ډیر وخت کینولم ، اخر زه تنګ شوم او دوتلو په نیت پاڅیدم ، چې روانیدلم ده رانه وویل : ایا ته دخلیفه له کورنۍ نه یې ؟ ماورته وویل : نه زه له عامو عربو نه یم ،

له خپلو نږدي خلکو سره یې څه پټي خبرې وکړې او بیا یې یو بل کوچنۍ لیک راکړ اوراته کړه یې : کله چې خلیفه ته هغه نور لیکونه ورکړې بیادا لیک هم ورکړه ، شعبي وایې کله چې زه بیرته را غلم خلیفه ته مې لیکونه وسپارل ، او هغه کوچنی لیک مي هیرشو ، دباندي ووتلم ، چې هغه لیک مې رایاد شو بیرته ورغلم او هغه لیک مې هم ورکړ ، ده چې هغه لیک ولوست راته ویې ویل : ایا د دي لیک له درکولو مخکي هغه له تاسره څه خبري وکړې ؟ ما ورته وویل : هو کي ! هغه رانه وویل : ایا ته دخلیفه له کورنۍ نه یې ؟ ماورته وویل : نه زه له عامو عربو نه یم ،

زه له عبدالملک نه راروان شوم چې دروازي ته ورسیدم بیرته یې وروغوښتلم ، چې مخته یې ودریدلم هغه راته وویل : ته پوهیږې چې دروم پآچا په دي کوچني لیک کې څه لیکلي دې ؟ ما ورته وویل نه . هغه راته وویل : داده ویې لوله ! ما هغه ولوستله په هغه کې یې لیکلي و : هغه قوم ته زه حیران یم چې ددي سړې (شعبي)غوندي پوه انسان په دوی کې شتون لرې او دوی بل څوک واکمن کړی دی !!

شعبي وایې ما عبدالملک ته وویل : په خدای سوګند که زه داسي پوهیدلی وی چې ده به داخبره لیکلي وې ، ما به دالیک هیڅکله تاته نه و را وی ، اوهغه دا خبر ځکه کړي ده چې ته یې نه یې لیدلی ، عبدالملک راته وویل : پوهیږې داخبر یې ولي کړي ده ؟ ماورته وویل : : نه . ده وویل : ځکه هغه چې ستاپوهه لیدلي نو ستاپر سر یې زما سره حسداو کینه پیداشوي ده اوپه دي لیک سره ما ستا وژلوته هڅوې !! څه وخت وروسته چې د روم پاچا ددي لیک په اړه وپوښتل شو هغه اعتراف وکړ چې زما موخه همدا وه .

" دابن خلکان له وفيات الأعيان څخه"

په دولتي قصرونو کې میشت ذهنونه ټول دخپل واک ساتلو ته ځیر وې ، ډیری واکمن په دي لاره کې دچا په مال ، ناموس او وینو هیڅ رحم نلرې اوس هم موږ پریمانه واکمن وینو چې هیڅ ډول انسانیت او اخلاقي نورمونو ته ندي ګروهمن ، الله المستعان .


رښتینی
01.12.2012

35
دسمرقند کیسه

( داسلامي لښکرو دعدل داستان )

د پنځم راشد خلیفه عمر بن عبدالعزیز رحمه الله په زمانه کې د خراسان دوتلي قومندان قتیبه بن مسلم لښکري د سمرقند ښار ته په داسي حال کې ننوتلي چې دښار خلکو ته یې مخکي خبر نه و ورکړی ، هغوی یې اسلام ته نه وو رابللي او نه یې دجزيي وړاندیز ورته کړی و ، دسمر قند خلکو خپل استازی عمربن عبدالعزیز ته ور ولیږی څو د دوی شکایت ورته ورسوې ، خلیفه دسمرقند استازي ته لیک ورکړ ، په لیک کې یې دسیمي قاضي ته لیکلي و چې د دوی په منځ کې عادلانه پریکړه وکړه ،

سمرقندي سره له خپلو مذهبي مشرانو پر قتیبه غږ وکړ : قتیبه ! (بي له کوم لقبه) محکمي ته حاضر شه ! سمرقندي اوملګري یې له قتیبه سره یوځای دقاضي (جمیع ) محکمي ته حاضرشول ، قاضي سمرقندیانو ته وویل : څه دعوه لرئ ؟ هغوی وویل : دقتیبه لښکري زموږ ښارته په داسي حال راننوتلي چې موږ ته یې داسلام دعوت او داسلام منلوپه اړه دفکر کولو وخت نه و راکړی ، قاضي قتیبه ته وکتل او ورته کړه یې : قتیبه ته څه وایې ؟ قتیبه وویل : جګړه فریب او دوکه ده ، داډیر ستر ښار دی ، شاوخوا نوري سیمي یې هم زموږ سره پر مقاومت بوختي دې ، دوی اسلام ندی منلی او نه یې جزیه پریکوله ، قاضي ورته وویل : مخکي له جګړي دي هغوی ته داسلام دعوت ورکړی و ، دجزيي دي ورته ویلي و او دجګړي خبر دي ورکړی و ؟ قتیبه وویل : نه .

قاضي ورته وویل : ستاله خبرو معلومه شوه چې اقرار دي وکړ اومدعي علیه چې اقرار وکړې خبره فیصله او ترحکم لاندي راغلي ، قاضي په صفا ټکو قتیبه ته وویل : ګوره قتیبه ! دي امت چې څومره بریالیتوبونه ترلاسه کړي دې هغه د دي دین په برکت سره دې ، او له غدر نه دځان ژغورلو او دعدل په قایمولو سره ، او قاضي زیاته کړه : موږ خپله پریکړه په لاندي ډول اعلانوو :

دسمرقند له سیمي به دمسلمانانو ټولي لښکري وځي ، داراز واکمن او دهغوی کورونه او ورسره راغلي ټول خلک به له سمرقند نه وځي ، او دلته دهغوی کورونه او دکانونه اوهرڅه به په ځای پریږدې ،

سمرقندیان له قاضي نه ووتل خودا باور یې نه کاوه چې دا دڅو ګړیو محکمه به عملي کیږې او دمسلمانانو لښکري به له دومره لویې سوبي اوفتحي ترلاسه کولو وروسته بیرته د دوی له ښاره وځي ...

لیږ ځنډ وروسته دسمرقند خلکو په شاوخوا کې د لیږد او رحیل ناري سوري واوریدلي ، دلښکرو او اسانو پورته شوې ګردونه او دوړي یې ترسترګو شوې ، پوښتنه یې وکړه چې دا څه چل دی ؟ ورته وویل شو چې دقاضي حکم نافذ اوپلی شو ، دمسلمانانو لښکري ستاسو له ښاره وځي !! عجیب حالت و ، دي عجیبي پیښې دلیدونکو غوني زیږه کړل او ویښتان یې ودریدل ....

مازدیګر مهال دسمرقند لاري اوکوڅي تشي ولاړي وې او فاتح خو پرعدل او نیاو مین مسلمانان دخپل قاضي دامر په تعمیل سره ټول وتلي وو ، په تش سمر قند کې د نرم زړو سمرقندیانو دژړا او انګولا کړیکي اوریدل کیدل چې په دي عادل ، مهربان او نیک سیرته مخلوق پسي یې کولي ، ډیره موده نه وه تیره شوې چې دسمرقند خلک ډلي ډلي راووتل ، مذهبي مشران یې په سر کې وو ، د مسلمانانو دلښکرو په لور په منډه روان وو او د (لا اله الا الله محمد رسول الله ) ایمان بښونکو نارو دسمرقند فضا په سر اخیستي وه .


رښتینی
01.12.2012

37
ښه روزنه

یو ښوونکی کیسه کا چې دلومړې ټولګي له شاګردانو مې وپوښتل : هریو راته ووایئ چې ستر شئ له ځانونو څه جوړول غواړئ ؟ چاویل زه غواړم پیلوټ شم بل به ویل : زه غواړم ډاکټر شم ، داراز ګڼ ځوابونه مې له خپلو شاګردانو واوریدل ، خو یوشاګرد چې غلی ناست و عجیب ځواب یې راکړ !! ټولو ټولیګوالو یې هم ورته وخندل ، هغه وویل :
زه غواړم له ځانه صحابي جوړکړم !!
ښوونکی وایې ماورته وویل : ولي څه وجه ده چې له ځانه صاحابي جوړول غواړي ؟ هلک ورته وویل : ځکه موږ چې هره شپه ویده کیږو نو مورمو دیوه صحابي کیسه راته کوې ، صحابي پرخدای مین وو ، تکړه وو او زه هم غواړم چې صحابي شم .....
استاد غلی شو ، او هڅه یې کوله چې خپلي اوښکي تم کړې ...، هغه پوه چې ددي ماشوم ترشا درنه اوستره مور ده ځکه یې موخه او هدف هم ستر او لوی دی .


pattang
01.12.2012

رښتينی صيب رښتيا هم دمور غيږ داولاد داخلاقو او انکشاف زانګو ده ، چې
ونه (مور) ښه وي نو مېوه (اولاد) يې هم ښه ر اځي ٠ او همدغه خبره ده چې پښتانه
دوستي له هغه چا سره کوي چې مور او پلار ې ښه نېک نوم ولري !
دغه مسائل ډېر ځله / ژر داروپا په افغانانوکې ليدل کېږي دچا چې مور درنه وي
نولوريې هم درنه وي ، دلنډغرې مور، لور هم لنډغره وي !
زمونږ زاړه پښتني دودونه الماس او ملغلرې دي !


رښتینی
04.12.2012

38
له خپلي خورنه یې پوښتنه وکړه : په دي ونه کې څومره پاڼي دې ؟ مشري خوریې په مینه ورته وویل : ګراني ولي موداپو ښتنه وکړه ؟ ناروغي ماشومي ورته وویل : ځکه زه داسي فکر کوم چې کله د دي وني وروستی پاڼه لویږې زما دژوند شپي به هم پای ته زسیدلي وې ... مشره خور یې مسکۍ شوه او ویې ویل : چې داسي ده نو بیا به ماو تا ډیره موده له ژوند نه خوند وا خلو او که خدای کول دژوند ټول ارمانونه به مو ترسره شې ، ♥
شپي ورځي تیریدلي ناروغي ماشومي له خپلي خور سره یوځای خوندور ژوند تیراوه ، خوندوري لوبي یې کولي او دماشومتوب له پاچاهي یې مزي پورته کولي ، دوني پاڼي هره ورځ کمیدلي او ناروغي ماشومي به هروخت څارلي ، اخر په ونه کې یوه پاڼه پاته شوه او دي به همیشه هغه پاڼه څارله ، دي ګومان کاوه چې که داپاڼه ورژیدله نودابه خپله ناروغي وژني او مري به !
خزان اوژمی دواړه تیرشول خوداپاڼه لاپه ځای تم وه او ونه رژیدله ، ناروغه نجلی هم له ناروغي نه په رغیدا وه ترڅو رکه روغه شوه ، اوله خپلي خور سره یې خوشاله ژوند کاوه ، حالات او ژوند طبیعي شو او ناروغه ماشومه رکه روغه شوه ، عجیبه داوه چې هغه یوه پاڼه لاپه ونه کې پاته وه او نه وه رژیدلي !! یوه ورځ ماشومه وني ته ورنږدې شوه څو هغه معجزه پاڼه ووینې ، چې ویې لیدله هغه یوه پلاستیکي شنه پاڼه وه اوپه ډیره ښه توګه په ونه کې بنده کړل شوې وه ،ماشومه په خندابیرته راستنه شوه او پوه شوه چې مشري خوریې د دي د نا امیدي د مخنیوي په موخه داچل برابر کړی و ...
که دچا په وس کې وې چې خپل مسلمان ورور خوشاله ولرې نو نه دي سپموې ، هغه زړونوته چې نا امیدیو ځپلي وې امیدونه او ډاډ ورکړئ ، دردمنو اوغمځپليو وروڼو او خوندو ته دخوشالي رڼا ورکړئ ، اود ژوند شکلا ورته و ځلوئ ،


رښتینی
04.12.2012

39

له عبرت ډکه کیسه
یو وخت یوه استاد خپلو شاګردانو ته دعقیدي درس ورکاوه او د لا إله إلا الله په اړه یې معلومات او تشریحات ورکول ، دي استاد له پیشوګانو او مرغانو سره مینه لرله یوه ورځ یې یوه شاګرد طوطي ورته راوړ دوخت په تیریدلو سره د استاد مینه له طوطي سره زیاته شوه آن چې د درس په مهال به یې هم له ځانه سره لاره او تردې پوري چې طوطي د لا اله الا الله کلمه ډیره په خوند زده کړه اوشپه او ورځ به یې دا کلمه ویله .
یوه ورځ شاګردانو خپل استاد په داسي حال کې وموند چې ډیر سخت یې ژړل کله چې هغوی دژړا دلامل پوښتنه وکړه ده ورته کړه : یوي پیشو زما طوطي مړ کړ هغوی ورته وویل : ایا په طوطي باندي دومره زیات ژاړې !!که غواړې موږ به همدا اوس تر هغه ښه اوښایسته طوطي درته راوړو ، استاد ورته وویل : پرطوطي نه ژاړم ، ژاړم پردي چې کله زما طوطي پیشو ونیو نو هغه په چغارو پیل وکړ اوتر مرګه یې چغې وهلي زما د طوطي لا اله الا الله ډیره ښه زده وه او هرو خت به یې ویله هم خو کله چې پیشو حمله پرې وکړه نو دا کلمه یې هیره شوه اویواځې چیغي یې پر خوله پاته شوې ځکه دا کلمه ده یواځي په ژبه زده کړي وه اوزړه ته یې نه وه لوید لي او نه دزړه له تله پرې پوهیدی اوبیا استاد وویل : زه ویریږم چې موږ ددي طوطي په څیر نشو په ژوند کې خو لا اله الا الله ډیره وایو او ذکر یې هم کوو او خدای مکړه دمرګ په مهال یې هیره نه کړو ځکه داویره پکار ده چې هسي نه زموږ زړونه هم دهغه طوطي په څیر تش پاته وې ، په دي سره یې شاګردانو هم په ژړا پیل وکړ ...


رښتینی
04.12.2012

40
رښتیني تقوي

دبشر الحافي خور له امام احمد بن حنبل رحمه الله څخه پوښتنه وکړه :دباچا دمشالونو وړونکي زموږ دکور خواته تیریږې ایا موږ دهغوی رڼا ته وړۍوریشلی شو؟ امام احمد ورته وویل : ته څوک یې الله دي په تارحم وکړي ؟هغي ورته وویل دبشر الحافی خوریم ، په دي سره امام احمى وژړل او ورته ویې ویل : بیشکه ستاسو په کور کې رښتیني ورع او تقوي ده ، اوزیاته یې کړه چې دي رڼاته وړۍ وریشل ندي روا .


رښتینی
04.12.2012

(41)

ملک فیصل اوموریس بوکای
داکټر تقي الدين الهلالي ليکي :په پيرس کي مي له يوه ملګري سره څو شپي وي اوريدلي مي و چي د جراحي وتلي ډاکټر موريس بوکاي په قرانکريم باندي يو کتاب ليکلي دي له خپل ملګري نه مي وغوښتل چي غواړم يو ځل له ډاکټر بوکاي سره ووينم هغه راته وويل اسانه ده او سمدستي يي موريس بوکاي ته تليفون وکړ چي زما يو ميلمه غواړي له تا سر وويني داکتر بوکاي ورته وويل سمه ده ليږ صبر وکړي

ليږ وروسته دروازه وټکيدله او موريس بوکاي خوني ته را ننووت له روغبړ وروسته مي
دده دکتاب coranet la science la bible le په اړه وپوشته چي د ليکلو لامل يي څه و؟

دکتور موريس بوکاي وويل چي زه دقران ا و محمد تر هر چا زيات دښمن وم هر ځل به چي ماته کوم مسلمان ناروغه د جراحي دکوم علاج له پاره راغي ما به هغه ته ويل چي ايا ته څه فکر کوي چي قران د الله کتابدي او پر محمد (صلي الله عليه وسلم) باندي په رښتيا نازل شوي دي او که هسي محمد (صلي الله عليه وسلم ) له ځانه ليکلي او په خداي پوري يي په دروغو تړلي دي ؟ نو هغه مسلمان ناروغه به په ځواب کي راته ويل چي قران دخداي کتاب دي او محمد صلي الله عليه وسلم ريښتونۍ دي
ما به ورته ويل چي زه خو فکر کوم چي داسي نه ده بلکي دا محمد له ځانه جوړ کړي په دي سره به ناروغه چوپ شو او خپله مخه به يي وهله دا حالت تر ډيري مودي روان و چي يو وخت ملک فيصل راغي هغه ناروغه و او ما يي علاج وکړ او په اخر کي مي له ده نه هم دا پوښتنه وکړه ده راته وويل چي قران حق دي او محمد (صلي الله عليه وسلم ) ريشتوني دي ما ورته وويل :
زه ګومان نه کوم چي ريشتوني دي وي .
ده راته وويل تا قران لوستلي دي ؟
ما ورته وويل هوکي ما څو ځله ښه په غور سره لوستلي دي ده راته وويل چي ايا په عربي ژبه کي دي لو ستلي اوکه ژباړه دي لوستلي ده ؟ ما ورته وويل چي نه په عربي ژبه کي مي نه دي لوستلي بلکي يواځي ژباړه مي لوستلي دي

ده راته وويل چي داسي سمه نه ده په دي صورت کي خو به ته د ژباړن تقليد کوي
او ژباړن خو پوهه نه لري ځکه هغه له حقيقته ناخبره وي او له تيروتنو او تحريف نه هم نه وي خوندي او په ډير ټينګار سره يي راته وويل چي ته بايد خامخا عربي ژبه زده کړي او بيا په دي خپله قراني ژبه کي قران مطالعه کړه چي بيا به دي دا کږه رايه خامخا بدله شي

موريس بوکاي وايي چي دملک فيص ځواب مي ډير خوښ شو او ورته ومي وي چي له تا نه مخکي ما له خورا زياتو خلکو نه داپوښتنه کړي وه خو هيچا هم داسي په زړه پوري ځواب نه و را کړي او زه
وعده کوم چي زه به تر هغه پوري په قران او او محمد کي هيڅ بيځايه خبر ونه کړم څومي په عربي ژبه کي قران ښه په غور سره نه وي لوستلي او کومي پايلي ته نه وم رسيدلي نو په همدي ورځ په پيرس کي ديوه ستر پو هنتون دعربي ژبي څانګي ته ورغلم او دعربي ژبي له استاد سره مي خبر وکړه چي هره ورځ به زما کورته راځي او يوساعت به دعربي ژبي درس را کوي او زه به خپله اجوره درکوم ان چي د هفتي په ورځ به هم را ځي په دي ډول مي پوره دووه کاله عربي ژبه وويله او استاد مي په دي موده کي پوره اووه سوه او ديرش درسونه را کړل او له دي وروسته مي په ژوره توګه قرانکريم مطالع کړ او دي پايلي ته ورسيدم چي قران يواځني هغه کتاب دي چي د عصري علومو ماهر دي ته اړ کوي څو دا ايمان او ګروهه ولري چي قران دخداي ريښتوني کتاب دي نه يو حرف په کي زيات شوي او نه کم ده او تورات او څلور انجيلونه له دروغو ډک دي معاصر علوم د هغو تصديق نه شي کولي


رښتینی
05.12.2012

دنبوي اخلاقو یوه نمونه

(دکیسي په ژبه)

كله چى رسول الله صلي الله عليه وسلم له طائف نه نامراده او خواشينى راستون شو په لاره كى يوه بڼ ته ور وګرځیدی له نيكه مرغه چى د بڼوال (عداس)يو نيكزړى عيسايي وخوت دى عيسايي درسول الله هركلى وكړ او دانګورو په څو وښكالو سره يي دهغه ميلمه پالنه وكړه رسول الله صلى الله عليه وسلم ته چى هغه انګور وړاندى كړل رسول الله دبسم الله په ويلو سره دانګورو په خوراك پيل وكړ عداس په تعجب سره رسول الله وپوښته چى ستاسو په هيواد كى خو خلك دا سى كلمات ياتورى (بسم الله ...) نه وايي داتا څه وويل ؟

رسول الله صلى الله عليه وسلم ورته وويل زه نبى يم ماته خپل څښتن امر كړى دى چى كله كوم كار پيل كوم نو په بسم الله سره به يي پيل كوم بيا رسول الله له عداس نه وپوښتل چى ته څوك يي ؟
هغه ورته وويل چى زه عيسايي يم او د(نينوى) نومى ځاى اوسيدونكى يم (نينوى اوس په عراق كى د(موصل) په نامه سره پيژندل كيږى ) له يوى داسى بدمرغى ورځى سره مخامخ شوم چى په پايله كى يي نن دمرييتوب ژوندكوم .
رسول الله صلى الله عليه وسلم ورته وويل چى ايا ته دهغه ښار اوسيدونكى يي چى هلته زما ورور يونس عليه السلام اوسيدى ؟

عداس ورته وويل چى ته يونس څه پيژنى ؟
رسول الله ورته وويل هغه يو نبى و او زما ورور وپه دى سره عداس درسول الله په پښو ورپريووت او هغه يي په سر او پښو ښكل كړ ،

دبڼ څښتن دمكى اوسيدونكى و هغه ته خپل ورور وويل چى داسړى دى مريي درخرابوى كله چى عداس دوى ته راغى څښتن يي ورته وويل چى ولى دى دهغه سر او پښى ښكلولى ؟ عداس ورته ويل دځمكى په مخ به له ده نه ښه سړى بل نه وى ماته يي يوه خبر وكړه چى په هغه باندى له نبى پرته بل څوك نه پوهيږى دا د سيرة ابن هشام روایت دی اوپه ځیني نورو روایاتو کې راغلي دې چې عداس وروسته اسلام منلی و .

عداس دامهال لا كافر و خو رسول الله صلي الله عليه وسلم له هغه سره ډیري خوږى خبري او له هغه نه خوږه پوښتنه وکړه او دهغه د وطن مالومات یې غوښتل اودا دنبوي اخلاقو يوه نمونه ده ځكه هغه مهال مريي چا انسان هم نه باله پاته خوشوى له هغه سره خوږى او پستى خبرى !


رښتینی
10.12.2012

(43)
ملګرتیا:

قومندان صیب په تریو تندی او تروشه لهجه هغه ته وویل :هلکه ! ته ډیر کم عقل یی ته نه پوهیږی چی په دی توګه به یواځی خپل سروخوری او داد یوه بی ګټی کار له پاره دهغه غوښه اوهډوکی که ته دلته راورسوی یا هغلته پاته شی کوم توپر نلری خو دا چی ددی بی ګټی کار په سرته رسولو سره ته بیا دجګړی لمبوته ننوځی نو دا ستا ناپوهی او حماقت ده .
...قومندان صیب ! بښنه غواړم که دا کار هرڅومره بی ګټی وی وی دی خوزه خامخا دا کار سر ته رسوم او له خپل هوډ نه نه په شا کیږم او په دی توګه یی د جګړی دلمبو په لور منډه کړه او یوه ځغل یی هغه ته ځان ورساوه دجګړی په سره تناره کی غوپه کیدلو ته یی ورټوپ کړل او په لاره کی ښه ډیر ټپونه وخوړل کله چی دخپل ملګری خواته ورسید دهغه وروستی سلګۍ وی او له ده سره له څو لنډو خبرو وروسته یی ساه ورکړه ده خپل ټپی بدن او په وینو لژندی وږی هغه ته ورکړی او را په شا یی کړ بیرته خپل ځای ته درارسیدلو په مهال یی نور ټپونه هم وخوړل او خو خپل ملګری یی د جګړی له ډګر نه راخلاص کړ .

قومندان چی کله دی ولید نو دخپلو تیرو خبرو دتصدیق له پاره ی هغه ته وویل : ما نه درته وویل چی ته ډیر کم عقل او ناپوهه یی یواځی دی خپل بدن په ټپونو چور چور کړ اوداددی له پاره چی دا مړه هډونه دی دلته را ورسول تا روغ رمټ ځان ولی ددی مړه انسان له پاره په خطر کی واچاوه دی خو هسی هم مړ و؟!
جنت خان وویل نه قومندان صیب زه چی ده ته ورغلم دی هغه مهال لا مړ نه و اوژوندی و قومندان په ډیره غصه په هغه باندی وربړچ وهل : دا دمرګ په خوله کی څو ګړۍ ژوند ژوند نه بلل کیږی تا هسی ځان له کړاو سره مخامخ کړ او ....جنت خان وویل نه قومندان صب ! هغه له ماسره خبری هم وکړی او رشتیا چی دمرګ په خوله کی ژوند ژوند نه ده اوپه هغه کی هم ایله دومره سیکه پاته وه چی ماته یی وویل :
زما یقین و چی ته به ما نه پریږدی اوراپسی راځی به ...


رښتینی
10.12.2012

(44)

مهربانه داكتر

ډاکټرپه بیړه روغتون ته ننوت چی کتل یی دناروغ پلار د روغتون په برنډه کی ژړانده اولالهانده د ده مخته ودریداو ورته پیل شو: ډاکټرصیب ولی دومره بی غوره بي رحمه اوبی احساسه یی?! ته خبریې چی زما زوی پرکاله اومرگحاله دعملیاتوپه خونه کی پروت دی اوته په روغتون کې نه پیداکیژی ?!

ډاکټرورته وویل : بشنه کوه زه دیوه مهم کارله پاره وتلی وم کله چې ستاسودموضوع په اره تلیفون راته وشودادی سمدستی راغلم ته مه خپه کیږه خدای به خیرکړی , ته لاړشه د روغتون په جومات کی دوه رکاته لمونځ وکړه زه دعملیاتوخونی ته ځم ,

د ناروغ پلارلاهم سوراوشین خوټیدی اوډاکټرته یې وویل هوکې !کله چې پردی زوی دمرگ پرپالنگ پښی غځولی وې ډیرخلک په اسانی سره ستاپه ډول نصیحتونه کوې , ته اوخدای که ستاد زوی داحالت وی تابه څه کول ?؟ ډاکترورته وویل : مابه هغه څه ویل چې الله یی امرکړی دی: انالله واناالیه راجعون ,

په دي سره ډاکټردعملیاتوخوني ته ننوت اوپه خپل کاریی پیل وکړ دناروغ عملیات یې په بریالیتوب سره پای ته ورسول بیرته یی کالی بدل کرل او راووت دباندی یی دناروغ پلارولیدپرهغه یې زیری وکړچې الحمدلله زوی دی بچ شواوزمابیړه ده په نوروتفصیلاتوبه دي نرسه خبرکړې، دناروغ پلارله یوڅه انتظار وروسته خپل زوی ولیدچې نرسي یې مخته ورته ودراوه اوپلارته یی دهغه دبریالیوعملیاتو اطمنان ورکړ

دناروغ پلارنرسې ته وویل : خدای دي ډاکټرته خیرورکړې ، خوستاسو ډاکټر ډیرمغرور اوکبرجن دی ماته یې زماد زوی دعملیاتوپه باره کې ایله دومره وویل چې بریالی و اونورپه منډه ووت!!
نرسي ورته وویل : هغه مه گرموه پرون یې په یوه پیښه کې ځوان زوی ومړ اودا اوس دی د هغه په کفن اودفن بوخت وچې موږ ستادزوی دعملیاتوله پاره راوغوښت ، هغه دخپل زوی دکفن او دفن کار وځنډاوه او ستاد زوی عملیاتوته یې ځان را ورساوه ... !!

دا ډول مهربانه زړونه ټولني رغولی او جوړولی شې ....


پتوال
03.04.2013

[quote:2f44d9a29c]دریم او بریالي ملګري وویل :
تاسو دواړو لاندي خپلو پښوته کتل ځکه مولاري کږې شوې اوما مخامخ وړاندي هدف ته کتل پښو او یوه بل لورته مې نه کتل نوځکه زما لاره سیخه او ستاسو کږۍ شوې .[/quote:2f44d9a29c]

رښتینی صیب هرکله!

دا ۴۰ کاله کیږي لکه اسراییل چې د سینا په صحرا سد بداله و، زمونږ جنګي ډلې هم هره یوه د یو ټاکلي هدف په نامه خودسرانه
او سربداله جنګیږي خو ګام په ګام د خپل هدف
څخه لیرې او کاږه درومي! ددوی لارې او هدف هېڅکله سره وصل او تړاو پیدا نکړ، دا ځکه چې دوی هېڅکله هدف ته نه ګوري او
د چا خبره په ډیرو ونو کې ترې ځنګل ورک وي!
نو راځۍ دوی ته ددوی د لارو کوږوالی په ګوته او سم روښانه کړو ، ورته وښیو چې د دوی لارې هدف ته نه، بلکې ترکستان ته درومي!


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more