د موضوعګانو سرپاڼه

د منتخب اسلامی جمهوريت بنسټونه او ارزښتونه

پتوال
16.01.2012

نه ځوانه داسې نه ده! خو لومړی مې سلامونه او نېکې هيلې ومنه !

وروره سوله د مظلوم او کړېدلي افغان ملت حق دی ، خو جنګ يې پر څټ له بهرني دوښمنانو څخه په ډيره آسانۍ ور تپل کيږي !
که امريکايان زمونږ دوښمنان وي چې له شک پرته دي، نو دوی به هم لکه پنجابيان زمونږ د ملي سولې سخت مخالف وي !،
ځکه ملي سوله = آزادي + سوله ده، خو سوله له آزادۍ پرته ناممکنه او آزادي له سولې پرته موقتي لنډه ګنډه او بې معنی ده !
د جګړې يو اړخ هم سوله نه غواړي، سوله د ملت غوښتنه ده ، نو که سوله کيږي بآيد له ملت سره سوله وشي نه د جګړه مارو سره !
دجګړې دواړه اړخونه بايد له افغان ملت سره سوله وکړي ! نو دملت واقعي استازي بايد د سولې غورځنګ رامنځته کړي او د ملت د بچيو ملاتړ عملا تر لاسه کړي !
دا غورځنګ کولی شي چې په لومړي قدم کې د جنګ جګړې
افغاني اړخونه له بهرنيو څخه را بېل او بيا يې خپل کړي ! دا ډول افغاني ملي سوله نه د کابل د حکومت خارجي حاميان غواړي
او نه د طالبانو خارجي حاميان ! او د امريکا او پاکستان افغاني غولاټي يې هم پلوی نه کوي ، ځکه هغوی هم [color=blue:3e102172dc]ميم زرما ټوله زما[/color:3e102172dc]
غواړي . خو افغان ملت همدغسې ملي سوله غواړي او کولی شي په جنګي بهرنيانو او د هغوی په جنګي غولاټو يې هم تحميل کاندي !
نو مونږ له جنګي ډلو څخه غواړو چې له ملت سره سوله وکړي ! د ملت حاکميت ته تن کيږدي اوځانونه په ملي حاکميت کې د ګډون جوګه کړي !


محمود سعيد
17.01.2012

سلامونه!
بزګر خانه! ټولې څرګندونې دې تش د ليکوال په شاوخاو راڅرخي. بېځايه تورونه او سپکې دې هسې د وارخطايۍ نښې دي. هيله ده په کره او سوچه دلايلو او منطق رامخته شې.
په درنښت.


عادل عادل
18.01.2012

السلام علیکم

محترم ورور محمود سعید صاحب

بزګر صاحب حقیقت ویلی،،، لیکوال چې خپله لیکنه کوي،،، او بیا یې د بحث په توګه د لوستونکو مخې ته ږدي نو هدف به یې خامخا د خپلې ادعا او تحلیل په اړه نورو اند دود مالومول وي،،،

ماته خو د بحث د سر لیکنه یو مریض تحلیل ښکاري،،، لیکوال د ټولو هغو جنایتکارانو ادرس هېر کړی چې جنایي، اسلام دښمنه او افغان دښمنه دندې یې ان شاالله نورې ختمیدونکې دي،،، نو ولې یې داسې نه لیکل چې د یرغلګرو په غوړو مست جنایتکارانو دندې پاس ته رسي،،، واقعیت هم دادی چې پای ته به رسي،،، او د ځنو دندې خو لا ډېر پخوا پای ته رسېدلې دي خو دوی بیا هم تاوده تاوده کله هلته او کله دلته لاس او پښې غورځوي!!!


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more