د موضوعګانو سرپاڼه

د منتخب اسلامی جمهوريت بنسټونه او ارزښتونه

وصيل پېروز
29.12.2011

ټولو ته ښې چارې او سلامونه
تر هر څه وړاندي د ښاغلي مبارز په تګ زيات خواشينی يم او هيله لرم چي د وطمنل صاحب دوئ له لوري په دې اړه مناسب اقدام وشي او ټول خپه وروڼه له موږ سره بحثونو کي را شري کړي .
الله مي دي دا هيله پوره کړي .

ښاغلی عادل صاحب !
ستاسو له اندونو او نظرياتو يوه نړۍ مننه
مګر ستاسو غوښتنه ...

اوس به يو ځل بیا د بحث سر ته وګرزو او د ټول افغان د مخ پر ځوړ يو بل لامل هم په ګوته کوم ، دا لامل نه يوازي چي د ټول افغان بحث فورم ته متوجې دی بلکي دا لامل ټول بحث فورمونه له ورته ستونزې سره مخ کړي دي .
دا فيس بوک دی چي پر بحث فورمونو یې خورا بد اثر کړی او ډېری خلګ اوس د بحث فورمونو پر ځای فيس بوک ته ترجېح ورکوي او د فيس بوک په ګروپونو کي خپلې ليکنې ، اندونه او نظريات څرګندوي چي دا ښايي د ټول افغان او داسي نورو بحث فورمونو د پر شاتګ تر ټولو ستر عامل وي .

په مينه او درنښت


رښتینی
29.12.2011

دګران ورور مبارز ورورپه وروستیو خبرو او خدای پاماني مې
ډیره خوابده شوه الله دي ده ته مکمل صحت او دټولو خواشینیو
ښه بدل ورکړي رښتیا زموږ د ولس وګړي بیخي ډیر زوریدلي دي
اولاهم زوریږې الله دي په خپل فضل سره ددوی چاره وکړي


طالب ISI
31.12.2011

داکتر صاحب وطنمل،

له همکاری څخه مو یوه نړی مننه.
تر څو چې د چټ فارم منل کیږي او جوړیږي که فیس بوک کې د ټول افغان بحث فارم په نامه یو اکونټ جوړ کړي، بده به نه وي.

خو که داسې اکونټ جوړ شي بیا نو به ددغه بحث فارم اهمیت نور هم کم نه شي؟
پدې برخه کې باید ویب ماسټر یو څه خولې تویې کړي،چې بهتره لار کومه ده.


حمید هڅــاند
01.01.2012

اسلام علیکم ورحمة الله
دا خو مالومه خبره ده چې په ټول افغان بحثفورم کې اوس پخوانۍ مزه نشته.......په هر حال.....زه یو وړاندیز لرم......څومره چې سیاست د روانو حالاتو تر شا جوړونکې څېره لري په هماغه اندازه اقتصاد هم دی. نو یوه برخه که، لکه د پخوا په څېر، اقتصادې موضوعګانو ته ورکړله شي، ښه به وي ترڅو موږ هم کله ناکله یوڅه ولیکلای شو.
په درنښت


رښتینی
01.01.2012

هڅاند صاحب ستاراتګ بیخي کم ده باور وکړه یادیږې مو ...
او داقتصاد موضوع که دا نن تاسو پیل کړئ ډیرخوند به وکړي
فورم ورته جوړول اسانه دي


حمید هڅــاند
02.01.2012

حامد وروره هیله لرم خوښ به یاست.
زه فورم ته راځم، نوې لیکنې او بحثونه هم ګورم او ستاسو لیکنې مې هم تعقیب کړې دي. هوکې پخپله مې ډېر کم څه لیکلي دي. او اقتصادي موضوعاتو په اړه خو هرځای لیکل نه کېږي، خپل فورم باید ولري. فورم ته اړتیا نشته چې جوړ شي؛ هغه پخواني دي بیرته فعال شي. او که بیا تاسي هغه پخوانی فورم وګورئ نو وبه وینئ چې ما هلته یوڅو ګرښې ضرور تورې کړې وې خو له بده مرغه چې وطنمل صیب غیر فعال کړ.

په درنښت


م . ق
06.01.2012

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته،

د ټولو محترمو ورونو څخه ډیره مننه کوم چې په لیکنو او شخصي میسجونو کې یې له ماڅخه د بیرته راګرځیدو هیله او غوښتنه کړې ده، ما باندې هم د هغوي مخلصانه غوښتنه هومره درنه او قدرمنه ده چې نشم کولاي رد یې کړم.
له بلې خوا نه په نړیواله سطح هم د سولې او پخلاینې خبرې روانې دي، پداسې هیله مند وخت کې چې مسلمانان د کفارو سره په یو میز کښیناستلاي شي مونږ مسلمانان او افغانان ولې سره د ورورﺉ په میز نه کښينو، ترڅو په صمیمانه او مخلصانه خبرو یوبل سره دنزدې نه سوء تفاهم لرې کړو او د افهام او تفهیم لاره خپله کړو.

[color=white:cefdab09cd] إِنَّمَا الْمُؤْمِنُونَ إِخْوَةٌ فَأَصْلِحُوا بَيْنَ أَخَوَيْكُمْ ۚ وَاتَّقُوا اللَّـهَ لَعَلَّكُمْ تُرْحَمُونَ.

فَمَنْ عَفَا وَأَصْلَحَ فَأَجْرُهُ عَلَى اللَّـهِ ۚ إِنَّهُ لَا يُحِبُّ الظَّالِمِينَ.

وَإِن طَائِفَتَانِ مِنَ الْمُؤْمِنِينَ اقْتَتَلُوا فَأَصْلِحُوا بَيْنَهُمَا ۖ فَإِن بَغَتْ إِحْدَاهُمَا عَلَى الْأُخْرَىٰ فَقَاتِلُوا الَّتِي تَبْغِي حَتَّىٰ تَفِيءَ إِلَىٰ أَمْرِ اللَّـهِ ۚ فَإِن فَاءَتْ فَأَصْلِحُوا بَيْنَهُمَا بِالْعَدْلِ وَأَقْسِطُوا ۖ إِنَّ اللَّـهَ يُحِبُّ الْمُقْسِطِينَ.

وَإِن تُصْلِحُوا وَتَتَّقُوا فَإِنَّ اللَّـهَ كَانَ غَفُورًا رَّحِيمًا .[/color:cefdab09cd]
ډیره مننه او درنښت


پتوال
06.01.2012

مبارز قراني صاحب ستړی مشې ، هرکله راشې او په خير راغلې !

د ټول افغان د بحثفوروم ليکونکي که لږ دي نو لوستونکي يې نام خدی ښه ډېر دي ، نو په څه پوه افغانان چې هر څه لږ يا ډير پوهيږي بآيد
له قام ولس څخه يې ونه سپموي ، الفت صيب ځکه وايي :

چې هرڅه رانه اخلې اند اوفکر رانه ماخله
............................................................... په دې کې ما خپل قام ته لوی تاوان ليدای دی .

نو تر څو چې ډاډه يې چې حق وايې ، حق او حقيقت څرګندوې او
رغنده رول لوبوې له ټول افغان څخه لاس مه اخله او خپل ملي اسلامي رسالت پر مخ وړه ! په دې لاره کې مونږ ټول درسره ولاړ يو او موفقيت مو غواړو
والسلام عليکم ورحمة الله و برکاته !


محمود سعيد
07.01.2012

وعليکم سلام ورحمت الله وبرکاته.
ډېر دروند ورور مبارز صيب ستړی مشې او هر کله راشې.
خدای د وکړي چې بيا کوم داسې غلط پوهاوی رامنځته نه شي او زموږ پر مخ د خپلو ښکلو ليکنو مخه ونه تړئ.
په درنښت.


عادل عادل
07.01.2012

السلام علیکم

محترم ورور مبارز قراني صاحب ته ددوی د بېرته راستنېدو په اړه خپله خوښي څرګندوم او په دې توګه ورته هرکلی او له سره ښه راغلاست وایم.

هیله ده چې دا ځل به د وروری، صمیمیت او متقابل احترام په فضا کې له ټولو سره یو نوی او جوړوونکی باب پرانیزی،،، زمونږ د سر سترګې یاست او زړه مو د سپین غره د پاسه د تازه اورېدلې واورې په څېر درته سپین دی:)


م . ق
07.01.2012

د ټولو ورونو د هرکلي او ښه راغلاست څخه یوه نړۍ مننه.
خداي مو تر ډیره ژوندي لره او زمونږ له سر څخه مو دې خداي نه کموي.

په بین الافغاني تفاهم عقیده لرل د یوسوچه او واقعي افغان خاصه او میزه ده، او د داسې عقیدې نه لرل د خرڅ شوي فکر او غلام ذهنیت عکاسي او ترجماني کوي.
دا یوه داسې جمله معترضه وه چې د مثبت فکر والا یې بده نه انګیري. :wink:

کور مو ودان، بچي مو لوي، ژرنده مو چالانه، او مالګه اوبه مو پریمانه.


وصيل پېروز
08.01.2012

ښاغلو او اغلو !
نېکي هيلې
دروند او مبارز ورور ښاغلی مبارز قرآني صاحب !
ستاسو تګ که له يوې خوا موږ ته پرېشاني او خپګان پرېيښی وو نو له بل پلوه يې موږ هم د مايوسۍ پر لور کش کړي وو ... خو نن ډېر خوښ يم چي يو ځل بيا ستا په ملګرتيا نېکمرغه کېږو.
هيله ده چي موږ ټولو راتلونکې نېکمرغه ، خوشاله او بحثونه مي پر حق بينۍ و انصاف ولاړ وي .
په همدې هيله


م . ق
09.01.2012

[quote:cbcb0db292="م . وصيل پېروز"]ښاغلو او اغلو !
نېکي هيلې
دروند او مبارز ورور ښاغلی مبارز قرآني صاحب !
ستاسو تګ که له يوې خوا موږ ته پرېشاني او خپګان پرېيښی وو نو له بل پلوه يې موږ هم د مايوسۍ پر لور کش کړي وو ... خو نن ډېر خوښ يم چي يو ځل بيا ستا په ملګرتيا نېکمرغه کېږو.
هيله ده چي موږ ټولو راتلونکې نېکمرغه ، خوشاله او بحثونه مي پر حق بينۍ و انصاف ولاړ وي .
په همدې هيله[/quote:cbcb0db292]

ډیر دروند فاضل او داعي ورور ښاغلی وصیل پیروز صاحب،
ډیره زیاته مننه ستاسو له حوصله افزایۍ څخه، الله مو تل تاند،ځلاند، څپاند،هڅاند او د حق ویاند لره.
ژوند د مبارزې، هڅو، هاند او زیار نوم دی، او ترڅو مو چې په بدن کې سا وي ترهغې به لاسونه او پخې اچوو که هرڅو د ازمیښت طوفاني څپو غرق کړې یو.

مننه او درنښت.
مبارز


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more