د موضوعګانو سرپاڼه

د پښتو او پښتنو حجره

عبد السلام
12.09.2011

[quote:d969cc7d6b]السلام علیکم ورحمةالله
هو tandarصیب عبدالسلام صیب د amro صیب سره ورک دي الله دي راولي درک يي نشته!!!
که څوک پوه شوي وي نو نوش جانششششششششششششششش[/quote:d969cc7d6b]
تندر صاحب، مومند صاحب ، له هر څه نه مخکې مې تاوده سلامونه او نیکې هیلې ومنئ! اوبیا ګران تندر ته دچلونکی په توګه د بیا راژوندی کیدو زرځلې مبارکی وایم ، او هغه دډاکتر صاحب څپاند په وینا، خدای مودې له تندره ساتی ، اود دښمنانودې نصیب وي .
مومند صاحب دا چې وایي یوې بلا بلې بلا ته ویلې «بــــَــــــــــــــــــــــــو » اوس به زه د amro صاحب په اړه څه ووایم ؟ دیوڅوکسانو تر څنګه ترې ویريږم ! او بیا خو دپه خپله یوچیر ته ځان عمرو بن هشام را پیژندلی و! نو مومندصاحب اوس تاسو ووایئ چې عمروبن هشام څوک و ؟ زه پکې څه نه وایم !!!
خدای دې راته د سمی لارې هدایت له تاسو سره یو ځای را په برخه کړي !


۰
12.09.2011

السلام علیکم ورحمةالله
هو عبدالسلام صیب ډیره بخښنه غواړم زما دي amro ته کتل خو عمربن هشام خبره رانه هیره وه چي یوه ورځ يي همداسي لیکلي وو .
نو ډیره بخښنه غواړم زړه بدی نشي که مي دده دا خبره رایاده واي نو ستاسو دنوم سره مي نه لیکل.
په ډیر درنښت
ستاسو ورور مومندافغان چپرهاری


عادل عادل
12.09.2011

السلام علیکم

محترم مومند صیب

په دې کې څه ګټه ده چې دوه یا ډېر کسان یو ثابت کړو او یا برعکس، ایا همدې کار ته تجسس نه وایي؟ که دا تجسس نه وي، نو بیا تجسس څه دی، او متجسس چاته ویلی شو، خپه کیژو به نه دا خوی به ستاسو وي یا به نه وي، خو زمونږ او تاسو د اکثریت افغانانو دی.

او رښتیا ،،، که ځان پدې خلاصوې چې د احصایې مامور یم، نو د ،،، اسبق ،،، یا ،،، متقاعد،،، مختاړی )پېشوند( خو ورسره لیکه، یانې د احصایې اسبق مامور یا د احصایې متقاعد مامور :)

ودې نه وېل چې ولې؟

ځکه

هغه چې وایي پښتانه اکثریت نه دي، اول او اخر به خپل ککړ لاسونه د احصایې په مامورینو پاکوي، نو بیا تاسو ولې ځان هسې په بیستو کې راولی؟ :)

مشر ورور تندر صاحب ته هم سپېشل او د زړه له کومي ښه راغلاست وایم، ښه شوه چې خدای ج راضي کړی، کنه د بحثفورمونو د ګډوانو له وسه وتلې وه،، :)

ستاسو په یاد )سوز( کې مې د ټوکو په برخه کې یو تک-سپین شعر او یا هم ،،،آزاد شعر)یانې آرت شعر( لیکلی دی.

ستاسو په فراق کې ډېر یاران شاعران سول :) ژوندی مثال یې زه او مومند صیب درواخله :)


Re: عنوان

پښتون.
12.09.2011

[quote:74f5f6a171="tandar"]مومند صيب سلامونه
زاړه ياران نه غلطيږې هههها
مبارکې ورکړې يارانو
..................تقاعديان بيا مقرر شول نه ههها
تربيا[/quote:74f5f6a171]
د ټول افغان ټولو درنو لیکوالانو السلام علیکم و رحمة الله!
تندر صیب ته د دی ځاي د چلونکي د دندې مبارکي وایم.
والسلام.


۰
12.09.2011

السلام علیکم
عادل صیب که ټوکه مو کړي وي نو بیا خو هاهاهاها
او که رښتیا هم نصیحت کوئ نو هغه وخت چي د مومندافغان نور نومونه تاسو ته رسوا کول ضروري بریښیده حتي په مثلثاتوکي هم ذکر شوي وو نو بیا د نورو ورونو دوهم نومونه ولي ناروا او تجسس شو ؟
هر هغه څوک چي په دوهم نوم چاته زیان نه رسوي نو خفه کیږي هم نه او که هسي په دوهم نوم چاته ښکنځلي کوي او یا افغانان ځوروي نو همداسی رسوا ښه دي .
تاسو مدیران يي ښه پیژنئ چي کوم سړی خلکو ته نقصان رسوي خو بیا هم په خپله مدیرۍ ویریږي او له ویري غږ نه کوئ او زه خو سر له اوسه تقاعد یم نو په څه شي به وویریږم هاهاهاها
لکه وطنمل صیب ولیکل چي نورزی جهاني وشړل شو خو تاسو مدیران پوهیږي او ګوری چي هغه چي افغان هم ندی او د امریکا د سنټ کام لخوا لیکنه کوي او دافغانانو به زخمونو مالګه دوړوي همدا اوس هم په دوه اکاونټونو لیکني کوي خو تاسو هڅ هم نه واي ډارن يي کنه.
نورزی جهاني+ ویښ+ CENTCOM او د IPنمبر يي دی ۶۴.۱۲۹.۸۳.۲ خو تاسو چوپه خوله ناست يي او هڅ رد نه کوي چي وطنمل صیب دا خلک ولی غولوي؟
نور به څه نه وایم ډیره رسواي جوړیږي خو په والله که یو هم پریږدم ټول یو ځل رسوا کوم اوس بوه شوي که نه! :) :lol:


عادل عادل
12.09.2011

السلام علیکم

وروره زه به پور درکړم، که چېرته تاسو ثابته کړه چې ما ستاسو د دوه نومونو په رسوایی کې تجسس کړی، که مې په مثلثاتو کې یاد کړی وي، نو هغه به خامخا داسې مهال وو چې ستاسو دوه نومونه له شک نه وتلي، ښکاره، مشهور او بالاخره ستاسو له خوا پرې اقرار هم سوی وو.

نور دې خوښه چې زما یادونه د کشر ورور په ګستاخانه نصېحت شمېری او که په ټوکه،،،


۰
12.09.2011

السلام علیکم
نه عادل صیب تاسو نه یم یاد کړي په مثلثاتو کي فکر کوم چي خیریوسي صیب وو او که ملابختور صیب وو دي دواړو کي یو وو.
خو زما مقصد دادی چي دا لړی له مخکي نه پیل شویده او ما نده پیل کړي
خو زما وار تیر دی او د نورو وار دی نو برداشت دي کړي اوس کار پیل دي خنډ ورته مه جوړوي کارخیر يي وګڼئ هاهاها
او تاسو خو پخپله خپل نوم دوه کړي نور نو څه ضرورت دی چي بل اکاونټ جوړوئ لکه عادل عادل خخهاهاههاهاهاها
ښه عادل صیب دا د نورزي جهاني نوم اوس رسوا نکړم چي ټولو مسلمانانو او مجاهدینو ته بد رد واي تاسو يي د ویښ په نوم لیکني وګورئ چي هغه کوم جاسوس دی که څوک دی قصاص کوی څه يي لیکلي ؟
او بیا تاسو خو دفورم مدیر يي او ښه درته درمعلومیږي چي ویښ نورزی جهاني دی ولي يي لوستونکو او ګډونوالو ته نه رسوا کوی ایا تاسو فکر نکوئ چي دا څومره مضر دی او که دا فکر کوی چي دا هم جاسوسۍ کي راځي او ناروا ده چي څوک يي له شره په امن شي او خپل دښمن وپیژني!


عنوان

tandar
12.09.2011

پښتونه ستړې مشې زما خو سترګې روښانه شوي چه ستا نوم مې وليدو او ولوستو، نورې غورې به سره وروسته کوو خو چه زمونږه هغه پخوانې ليکنې هم بيرته دلته را ژوندې شوې وې ښه به وې اوس به بيا له سره نوې کوډله ابادوو ههههها
تربيا ياره


جهانګیر خان
12.09.2011

[quote:4df988c02e="مومندافغان"]السلام علیکم ورحمةالله
جهانګیر خان صیب نوري خبري دي ټولي صحیح دي خو تاسو د پتوال صیب او وطنمل صیب تفکیک ولي کړی ؟ ولي دا دواړه بیل بیل سړي دي که...
یره خو جهانګیر خان وروکه ډیر وران يي ښه پوهیږي چي داواړه یو سړی دی او فکر کوم تاسو هم پدي فورم کي په بل نوم اکاونټ لری چي وطنمل صیب به دکومي خوني مدیریت درسپارلی وي ، او ښه په پوهیږي چي وطنمل صیب او پتوال صیب دواړه یو سړی دی [ip يي یوه ده] خو په یو نوم عام لیکوال چي دخلکو د چشمبندۍ لپاره يي ځان ته مدیریت هم ورکړی او په بل نوم بیا خو وطنمل صیب دی نو .
خو رښتیا دا یو نوم يي ډیر د رعب نه ډک دی او په سور رنګ لیکل کیږي بیخي لکه د عسکري صاحبمنصب دریشي يي چي په غاړه وي او دا بل نوم يي بیا دومره رعب نه لري نو ځکه خو خلک بحثونه هم ورسره کوي که نه ماو تا نه پغیر فکر نه کوم که د وطنمل نوم هم څوک په اسانه ذکر کړي هاهاهاها
وطنمل صیب+پتوال صیب = شیرزاد صیب :lol: :lol:
یره خو جهانګرخان وروره ستا داسي خبري دي چي پکي یو څه ونه وایم نو پړسیږم او که څه وایم نو یوه ورځ به مي په چا لدي فورمه وشړي :( :(

ستاسو مومندافغان[/quote:4df988c02e]

السلام علیکم ورحمةالله!
د هر څه نه لمړې په انګلیسي تورو لیکل شوی تندر صاحب ته د ورسپارل شوي مسولیت مبارکي وړاندی کوم
مومند افغان صاحب ،زه خو نه پوهیږم چې دا محترمان به یو کس وي او که څو کسان دي.
له دی کبله چې پتوال صاحب لطف کړی و او د وطنمل صاحب په ځاي یې ځواب راکړ
ترینه یوه نړۍ مننه. او دا شیرزاد یې زه نه پیژنم ،دا به څوک وي.که ښاغلې هیواد شیرزاد
یادوي نو هغه خو د هیوادګورتپاڼې http://www.hewad.com/pashto/مشری لری
او که لرله ،پوره علم مې په دی هکله نشته.او که بیا همدا شیرزاد وي نو لږه پاملرنه دی
هیواد ټکي کام ته هم واړوي چی ماته د پخوا په اندازه ډیر شړ ښکاري.
مومند صاحب تاسو ته داکسان ولې دوه دوه او یا د یوه نه ډیر ښکاري ؟
او یا دا څنګه درله ښکاري؟
ستاسو نوم هم هیڅ ځاي د چلونکي سره نشته .چې د کلیوال صیب په وینا چیرته هاکر نه اوسې.(ټوکې کوم).
زه خو به دی په چا ونشړم خو تاسو د عادل عادل صیب چې په مونږه سلام هم نه اچوي
تجسس ته مخه کړی ده.(چې دا لوغته مې غلطه اسمعیل کړی نه وي) :lol: :lol: :lol:
خبری ډیری دي او وخت ډیر ذیق دي ،په الله ج مو سپارم.
په وطنۍ مینه!
ستاسو بعضو نه کشر او بعضو نه مشر ورور خان جهانګیرخان.


۰
13.09.2011

وعلیکم السلام ورحمةالله
khanjahangirkhan صیب مننه اوس وخت کم دی چیرته روان یم او بیا به ګپه لګووو
خویاره دا نوم دي ډرغـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــټ دي او بل دا چي مونږ په پښتو لګیا وو او په منځ کي اینګلیسي راشي چي ستاسو نوم لیکو نو که زما مني نو دانوم دي په پښتو او لږ ګوټي وړوکي کړه او یا هماغه بل نوم دي صحیح دي [مهند ]هاهاهاهاهاها
او هو زه د کومي خوني مدیر نه یم او که وای نو پرما به هم د نورو په شان شرطونه او قیودات لګول شوي وو څه به مي نشو ویلي.
ګوره دا د نورزي جهاني خبره ټولو مدیرانو صاحبانو پـــــــــــــــــــــــــــــټه ساتلي وه او هچاته يي نه ویل چي نورزی جهاني اوس هم لاشته او لیکني کوي ترڅويي خلک دي بل نوم ته هم متوجه شي او د نورزي په به طرز ځواب ورکړي
المهم اوس چیرته روان یم په منډه یم بیا به ګورو.
یو ځل بیا مننه
ستاسو ورور مومندافغان


عادل عادل
13.09.2011

السلام علیکم

[quote:41b6b017b5] خو تاسو د عادل عادل صیب چې په مونږه سلام هم نه اچوي
تجسس ته مخه کړی ده.(چې دا لوغته مې غلطه اسمعیل کړی نه وي) [/quote:41b6b017b5]

خان جهانګیر خان صاحب ډېر ډېر سلامونه مې قبول کړی،، زه نه یم پوه چې تاسو ولې ګیله کړې، زه ستاسو لیکنې لولم او خوند ترې اخلم،،،،دا چې مخامخ مې په سلامونو سره نه یی نازولي، نو بښنه غواړم.

زمونږ د یوه ملګري نوم نورالاسلام وو، له ټولو کشر هم وو، سره لدې چې په انډیوالی کې آمر او مامور یا مشر او کشر نشته،،،،، خو دې نورالاسلام څخه به چې ما کله د مثال په ډول د څښلو اوبه هم غوښتې، نو نوم مې یې په خوله نشو راوړی، ځکه نوم یې ډېر زبردست او اسلام شموله وو .

او ستاسو نوم هم ماشاالله د خانی په غېږ کې جهانشمول دی :)


جهانګیر خان
13.09.2011

السلام علیکم ورحمةالله!
له هر څه مخکې دروند عادل عادل صیب هیله ده چې زما په ټوکه(عادل عادل صیب
چې په مونږه سلام هم نه اچوي )خفه شوي نه اوسۍ او ډیره بخښنه غواړم.
ستاسو سلامونه مې د خپلې کمزوری حافظې له کبله هیر شوی واو چې بیرته د ټوکو
ټکالو خوني ته ورغلم او هلته مې ستاسو لیکنې ته پام شونو د ډیر شرمه ټوله ورځ
د ټول افغان ګورتپاڼه راته نخلاصیده او لیکل یې چې څه بلا په ډاټابیس شوی ده
بس ټولې انټرنیټ کافیانی مې ولټولې خو په یو کې هم انلاین نشوم.بلاخره اوس
د ټول افغان مرورتوب ځان ته خاتمه ورکړه او زما د کمپیوټر د انټرنیټ په براوسر کې بیرته شوه.
تاسي او یا مومند صیب به وایاست چې هلته د ټوکو خونه کې دی څه کول ،
هو،ریښتیا هلته حذیفه صیب راغلې و او د حاجي صیب ستړې مسي یی کوله. :lol: :lol: :lol:
او مومند صیب زه به کوښښ وکړم چې دا نوم مې لږ را لنډ کړم ،خو چې د کوم خوانه
یې را لنډ کړم د بره او که د بیخه،بیا به ورته یوه جلسه وکړم.هاهاهاهاهاهاها
پورته به مو دجلسو ټوکه لوستلی وي .ښه تاثیرناکه ټوکه وه او د تندرصیب په
نوم بدلولو کې او مقررولو کې یې د مسوول مقام پام راواړه وه او یا په ساده لهجه
یې ووایم د هغوي یې خپل مسوولیت ته پام راوګرځوه.
دا( مهند) باندې پوه نشوم ،مهندي یا مهندر کپوراو یا مهدي ،الله ج دی وکړي
چې دوه اولني دی موخه نه وي. :lol:
په وطنۍ مینه.
ورور مو خان جهانګیرخان


پښتون.
14.09.2011

[quote:b4b974d024="tandar"]پښتونه ستړې مشې زما خو سترګې روښانه شوي چه ستا نوم مې وليدو او ولوستو، نورې غورې به سره وروسته کوو خو چه زمونږه هغه پخوانې ليکنې هم بيرته دلته را ژوندې شوې وې ښه به وې اوس به بيا له سره نوې کوډله ابادوو ههههها
تربيا ياره[/quote:b4b974d024]
تندر صیب او له همدی ځایه ټولو ګرانو ملګرو محمدزمان هوتک صیب،قریش صیب،اړم صیب ،کلیوال صیب،مومند افغان صیب،کامل صیب،عادل عادل صیب،عبدالوکیل صیب یا نجیب الله صیب ، وهاج صیب،پتوال صیب ،پتنګ صیب،صادق افغان صیب،حذیفه صیب ،نوروزخان صیب،خیریوسې صیب،هیښ صیب،محمود سعید صیب،څپاند صیب او د کیبورد د ټک نه پاتې ټول د ټول افغان درنو لیکوالانو ته ګیډۍ ګیډۍ سلامونه او نیکې هیلي وړاندی کوم.
هیله لرم تاسو ټول روغ او پخپل ژوند او چارو کې هوسا او بریالي اوسئ.
تندر صیب انشالله تر پایه تاسو سره مل یم. او د تیرو لیکنو او د تیری خوني د ورانولوځوابونه چارواکو لا ندي وړاندي کړي او نه یي کوم دقناعت وړ ځواب لیکلې دي.
زړه کې بړاسونه ډیر دي او کوښښ د پراخی حوصلې کوم.او ټول افغان لکه خپل کور ګڼم.ګنې ټول افغان به وختي لکه بینوا چې نن دی(بینوا هک شوی) .
تر بل ځل پوری انشالله په حجره کې تاسو ټولو ته د الله ج نه ښه وخت او ښه چارې هیله کوم.


Sangar Watan
16.09.2011

ګلاجان او دحجرې مجلس

http://www.youtube.com/watch?v=AnAYec8-8Fo&feature=related


جهانګیر خان
18.09.2011

السلام علیکم!
درنو ښاغلو او اغلو ستړي مشئ،پخیر راغلئ ،څه حال لرئ.ځه ښه دی چې روغ یاستئ.
نو دا د پښتنو حجره څنګه سړه شوی ده زما له تګه وروسته عادل صیب او نور انډیوالانو
هیڅ دلته سر هم ندې ګرولې.
او که تاسو د حجرې راتګ ته د تندرصیب سره صلاح مشوره کړی ده او ورله مو کومه
ځانګړې ورځ بیله کړې چې زه مو په احوال نه یم پوه کړی.
هیله ده چې تندر صیب مو په احوال پوه کړي چې ایا په خونه کې ټوکې او کیسي هم جواز لري او کنه؟
محمود سعید ورور ته ښه کیسې زده دي او زما هم خوشحاله کیسې ډیری خوښیږي.
هسی نه چې د حجری مقررات خراب کړم او د خولې مې ټوکه ووځي...
سنګر صیب ډیره ښکلې سندره د ګلاجان په نه هیریدونکې غږ کې له ځانه سره راوړې وه ،
وامی وریده ډیر خوند یې وکړ.
هغه دوستان چې ضعیفه انټرنیټ لري هغوئ دا سندره ونلیدی شوه نو سندره داسې وه چې :

یو ځل راته تا وخندل په شونډو سرو باندې
یــی وړی وړی خبــــری کوی نخـــــــرو باندې
(زما په غوږ خو همداسې راتله)

پاتې سندره دی له راډیو او یا د ګلاجان کسټ دی ټیپ ته واچئ او په مزه دی واوری.
خو بعد له دی به د هغو ورونو چې زما پشان چټک انټرنیټ نلري هم خیال ساتو
او د سندرې په ځاي به ورله ټوله سندره د کیبورد د ټکو په زور اوره و او یا یو ښکلې
شعر ورله وړاندې کوو.
د ټولو دوستانو په اجازه به زه اوس د حجرې لپاره منګي د والې(ویالې)د یخو اوبو
نه راډک کړم چې بیا ونه وایاست تږي یو او ستوني مو وچ شول.
لاړم.
په وطنۍ مینه
خان جهانګیرخان


پښتون.
27.10.2011

سلامونه!
جهانګیره ته د یخو اوبو پسې ولاړې او که د تور نخود پسې تللې یې.
ما فکر کاوه چې ځه ته دلته یې او لږ څه به دا یاران سره راغونډ کړې ولې ته خو د هغوي سره ناموجود شوی.
نو ډیرو ګرانو ورونو راځئ چې یو شیبه خپل احوال د همدې پښتنې حجرې دلارې سره شریک کړو او پخوانی یاران بیرته دلته راغونډ کړو .
خدایه څه شول هغه زمونږ ښکلی یاران
چې هر وخت به ټول راټول و په ټول افغان
نوګرانو یارانو ستاسو د بیا لیدلو په هیله په حجره کې له خیره سره،
ګورئ زه به مو لاره څارم او تندر صیب به مو د حجرې په دروازه که هرکلې وکړي او جهانګیره چابک شه مړه د یو منګی اوبو پسې ورک شوی پسې ورک شوی.او سنګر وطن صیب راوړه دا خپلې وطنۍ سندرې په مونږه او یارانو واوره وه ګوره هغه خپل ۵۳۰ ټيپ دې هم درسره راوخلې د ډیګونو خوند نشته خوند په همغه ۵۳۰ ټیپ کې دی.
تربیا له خیره سره په حجره کې .


ډاکتر څپاند
29.10.2011

تندر صيب ته تحفه،

ښايسته شعر او کمپوز،
لږ بې سره غږول شوی خو په تمرين سره به لاښه شي٠

http://www.youtube.com/watch?NR=1&v=sXcGiu0z-qg


عنوان

tandar
30.10.2011

داکتر صيب ډير ډير سلامونه سره له منني
دغه رقم کمپوزونه دحوجري وړ وي ځکه چه حوجره کي تل شوقيان راټوليږي او دزړه بړس په کي باسي،مګر زه ستاسو داتحفه دټول افغان ګڼم
داديو بااحساسه او په ازادي مين افغان شعر دي او دهر واقعي افغان په وينه کي احساسات راپاروي
بيا هم مننه


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more