د موضوعګانو سرپاڼه

هنر،‌ادب او پښتو نحوه

عنوان

tandar
11.01.2011

یاره که تقاعدی ې راکړه ،سلام ته دی په بل نامه راځم ،که ژوند و،دا درسره دپوښتو لفظ کومه ،اوبل هغه ټوکه دپلار او ځوی څنګه وه ؟ مګر نرخځیان نه دی ځکه له شوقه ې معلومیږی :roll: :roll: :roll: :roll:
کله کله یو وار کوی مګر پوښ٠
مننه٠


larghonay laraway
16.01.2011

سلامونه!
عبدالسلام صاحب باور وکړه چې کلمه راڅخه همداسې تصادفي (کليمه) ليکل کېږي او دا ځکه چې زه د څه وخت لپاره د مهاجرت په وخت کې په يو پاکستاني ښوونځي کې ووم او هغوی به د کلمې تفلظ ( کَلْمَه) کولو يعنې د (ک ) په فتحه او د (ل) په سکون يې تلفظ کاوه چې ماته عجيب ښکاريده له همغه وخته به ما داسې انګيرله چې که (کلمه) وليکل شي نو تلفظ به يې غلط شي نو احتياطي مې ورسره (ي) ملګرې کوله او کليمه مې ليکله چې اوس مې همداسې غلط ليکل عادت شوي خو هڅه کوم چې نور يې کلمه وليکم. خو دا چې په پښتو کې (اعراب) يعنې فتحه، ضمه او کسره نه لرو نو که د (کسرې) زېر پر ځای (ی) وليکو ډېره لرې نه ده . که څه هم (ی) له دوو (کسرو) جوړېږي خو (نرمه يا ملايمه يې) د کسرې پر ځای بېباکي نه ده.
مننه


Sangar Watan
18.01.2011

درنو افغانانو سلام،

زه هم دډيرو پشان دپښتو ژبې په ليک لوست کې سختۍ (مشکلات)لرم٠
مثالونه ئې ډېر دي،خو يو څو به تاسو سره ګډ (شريک) کړم٠

ايا،دجملې په سر کې ،جمله په پوښتنې بدلوي٠خو دا د (دې) ايا کلمه پښتو ده؟

مخه يا موخه ،دهدف په معنی،په پښتو کې دود شوی،ددې منشه يا مبدا او مصدر څه دی؟

دتندر صيب زړه ته پورې پوښتنه:

پګړي په هندي ژبه کې هم د پټکي معادل دی٠
لونګې يا لنګې په ځيي سيمو کې دلنګوټی په نامه هم ياديږي٠په دري ژبه کې هم د لونګي کلمه په همدې معنی دود يا رواج لري٠

رحمان کوږ پټکی تړلی قلندر دی٠


حبيب الكوزي
18.01.2011

السلام عليكم
كرانو وطن دارانو دا ديرة شة خبرة دة جي موز بشتو زبة سرة ازدة كرو زة فة سعودي عرب كي زوند كوم او دلتة دير وطن داران دي شي دهغو سمة بشتو زبة نه دة ازدة
زا ساتسو سة ارزو لرم شي تاسي يو داسي Subject جور كري شي دبشتو لغاتونة بكشي نشر كري شة دا توري فة نيوشتة كي سنكة ويل كيزي او فة خبرو كولو كي سنكة ويل كيزي
زة بخشنة غوارم زما كي بورد عربي دي او بشتو توري نسم سم نيو شتة كولاي او دا زما اول كدون دي شي زة ئي ستاسي سر كوم زة هيلة او اميد لرم شي زة ستاسي سخة كتة او فايدة واخلم :oops:


پښتون.
18.01.2011

حبیب الکوزی وروره السلام علیکم.ستاسی له لیکنی ښکاری چی پښتومو په کمپیوټر کی نده اینسټال کړی.
دلته د لیکنی د ځای لاندی ډیر ښکلی پښتو کیبورد ښکاری او د هر توری په سر چی زور ورکړی نو هماغه توری لیکل کیږی.

http://www.tolafghan.com/forum/posting.php?mode=reply&t=6282[quote:07be45f26f="حبيب الكوزي"]السلام عليكم
كرانو وطن دارانو دا ديرة شة خبرة دة جي موز بشتو زبة سرة ازدة كرو زة فة سعودي عرب كي زوند كوم او دلتة دير وطن داران دي شي دهغو سمة بشتو زبة نه دة ازدة
زا ساتسو سة ارزو لرم شي تاسي يو داسي Subject جور كري شي دبشتو لغاتونة بكشي نشر كري شة دا توري فة نيوشتة كي سنكة ويل كيزي او فة خبرو كولو كي سنكة ويل كيزي
زة بخشنة غوارم زما كي بورد عربي دي او بشتو توري نسم سم نيو شتة كولاي او دا زما اول كدون دي شي زة ئي ستاسي سر كوم زة هيلة او اميد لرم شي زة ستاسي سخة كتة او فايدة واخلم :oops:[/quote:07be45f26f]


رښتینی
18.01.2011

الکوزۍ صیب ټول افغان ته ستا په راتګ خوشاله شوم
خدای دی وکړی چی له یوه بل نه دینی او دنیوی ګټی تر
لاسه ګړو او پښتو لیکبڼه له دا لاندی لنک نه درښکته کړه

•Pashto Font
•.
•All Pashto Keyboards


حبيب الكوزي
19.01.2011

حامد صاحب او پښتون صاحب ډيره مننه ستا سى دكومك څخه سره دنورو ملګرو دمفغن معنا زه هم حيران كړى يم دكتد هار خلګ كښينه وايى هيڅكله كشينه نه وايى اونه هم بګړى پګړى وايى لنګوټه ورته وايى لاروى صاحب ته بايد ووايم دپښور شاعر چى پيزه تر پوزى ښه بللى ده زما په فكر صحيح نه ده ولى پزه ورته وايى چى دپيزوان سره هم ښه اسيږى لاروى صاحب دبګړى مو ضوع ډيره اوږده كړى ده دونه ضرورت نه ؤ چى دپيښور تر دكاندا رانو پورى ورسيدى زما په نظر ښه به دا وى چه مخكنيو ليكوالانوته مرا جعه و كړو هغو صيب ليكلى دى او صاحب معلومات يى ليكلى دى اؤكه مالومات ډير و پښتنو ته دح او ع تلفظ ګران وى ځينو عربا نو ته هم ګران وى دكند ها رى پښتو څخه چى فارسى لغتونه ليرى كړى تر نورو لهجو خوندوره ده نور قضا وت تاسى ته پريږ د م


larghonay laraway
24.01.2011

ياره الکوزی خانه کاشکې دې يوازې د املا او انشاء ستونزه درلودای نو مونږ به هم درسره خواري کړې وه او درسمه کړې به مو وه خو تاسو حتی د يو چا له ليکنې سم مفهوم هم نه شئ اخيستلی نو يوه ښه غوړه مشهوره درکولی شم او هغه دا چې تر ليکلو لوستل ډېر کوه ځکه چې د بحث له پوړۍ ډېر ښکته يې!
بحث د مفغن دی او ما درته د مفغن په پېژندنه ښه وضاحت درکړی دی. په همدې ترتيب خبره د پګړۍ وه چې ښه پوره او اوږده تشريح مې ليکلې خو تاسو اوس هم نه يئ پوه شوي او هغه د کندهار د خلکو خبره (سرمو نه خلاصېږي) دا ځکه چې تاسو لوستل نه کوئ او يو دم مو ليکلو ته راټوپ کړي دي. که تاسو لوستل کولی نو کندهار د يوې حوزې نوم دی چې هلمند هم په کندهار کې دی او هلته د بګړۍ په نامه مجله هم چاپوي. په بګړۍ او پګړۍ باندې ارواښاد پوهاند رشاد هم ليکنه کړې او دا يې ويلي چې د کندهار خلک ورته بګړۍ وايي خو په اصل کې پګړۍ ده خو د هلمند سيمه پالو ځوانانو حتی د علامه رشاد خبره هم ترپښو لاندې کړه او په خپله سيمه ييزه لهجه (بګړۍ) ولاړ دي.
په همدې ترتيب ما ليکلي چې د کندهار خلک (کشېنه وايي) تاسو حتی په دې هم ځان کوڼ کړی چې هغوی (ښ) سم نه شي تلفظ کولی او (ش) يا (ش) ته نږدې يې تلفظ کوي.
د پېښوري شاعر خبره ما د بېلګې په توګه راوړې چې هغه (پېزې) ته منطق هم لري خو ليکي يې نه ځکه چې (پوزه) منل شوې ده.
په پای کې دې هغه د زړه بويناکه خبره هم کړې چې د پلانۍ سيمې لهجه خوندوره او د هغې بلې بې خونده ده. لومړی خو ته بايد فکر وکړې چې په يو علمي بحث کې د خوندورې او بې خوندې په څېر بې معنی خبرې نه ځايېږي ځکه چې تر اوسه د نړۍ په ژبو کې داسې کوم معيار نشته چې دا خوندوره ده او دا نه ده!
بلکې ژبه يو قرارداد دی چې د قواعدو، ګرامر ، مفهوم، معنی او ريښې له مخې د ژبپوهانو له خوا معياري بڼه ورکول کېږي.
ته که د کندهار له لهجې پاړسي وباسې نو پاتې څه شو؟
په پای کې بيا هم درته وايم چې تر اوسه په بحث نه پوهېږې نو لومړی خو د چا په لهجه کار مه لره او دويمه دا چې د خلکو وخت مه ضايع کوه بلکې تر ليکلو لوستل ډېر کوه او يوه ليکنه بيا بيا مه کاپي کوه.


پتوال
24.01.2011

دروند لاروی صاحب !

تاسو کره ليکنې کوئ، په عربي ګرامر کې هم لاس لرئ ، نو دغه قضاوت مو څنګه ارزوئ :
[quote:a5c19f8a61]که څه هم (ی) له دوو (کسرو) جوړېږي خو (نرمه يا ملايمه يې) د کسرې پر ځای بېباکي نه ده. [/quote:a5c19f8a61]
د پېښور دمهاجرت له اړونده ستونزې څخه راټوکېدلی عادت مو منم، خو
د عربي فعلونه چې په حرکاتو تصريف کيږي او کسره ، فتحه اوضمه دصرف قاعدې ورټاکي ، نو که مونږ کلمه کلېمه ، عالم په عالېم او جاهل
د جاهېل په بڼه او منطق منطېق ، منطقه منطېقه وليکو او په زرګونو داسې نورو کلمو ته ملينه ( نه ملايمه) يې ورکړو، فکر نه کوئ چې
عربي خو به مو په شرمونو وشرموو ، خو يوه سيستماتيکه ګډوډي به په پښتوليکدود کې هم رامنځته کړو ؟؟؟

په درنښت او سلامونو !


larghonay laraway
25.01.2011

السلام عليکم!
پتوال صاحب ستاسو خبرې بېخي سمې دي خو که فکر وکړې ما ورته ښه نه دي ويلي او دا مې هم نه دي ويلي چې خامخا دې وليکل شي، بلکې د بحث لپاره مې دا نظر وړاندې کړی چې په عربي کې خو هم له بنسټه اعراب نشته نو وروسته بيا د حجاج بن يوسف له خوا قرآنکريم ته اعراب ورکړل شوي چې اوس يې تر عربانو عجم ډېر کاروي ځکه چې عربي يې ورته اسانه کړې ده. نو په پښتو کې خو اعراب نشته ماويل که د اعرابو پر ځای پښتو توري وکاروو نو ډېره بېباکي به نه وي.
ولې هيڅکله هم نه غواړم خدای مه کړه چې کوم شی په شرمو وشرمووم
مننه


داعامیانه اصطلاحات په ګډه ژبه دپوښتنوپه قومونو کی له کومه او دکوم زمان څخه مینځ ته راغلی دی؟

chaparharay
25.01.2011

السلام علیکم ورحمةالله
ښاغلیو استاذانو شوخي وبښۍ!
ځمونږ پښتو ژبه دعربي او فارسي ژبی تر اغیزي لاندي ده
دا به ښه کاروو چي نه واي خو اوس چي ده نو هغه کلمات
او توري یا اسمونه چي دعربي یا بلي ژبي په پښتو کي راننوتي
دي نو که ددي بل بدیل په پښتو کي وي ښه به وي خو هغه هم پدي
شرط چي خلک پري پوه شي او یا لږ ترلږه نیم مشهور وي لکه الوتکه
چي خلک يي په ورځني ګړدود کي نه استعمالوي خو که څوک يي
ووايي نو ټول خلک پري پوهیږي چي طیاره ښاي او ځیني نوريي بیا
داسي دي چي که ور ته بل نوم کیښودی شي نو بیابه بیخي بدل شي
لکه میز چي دړه څوکۍ ته ناستدړه رباب ته شرنګسوټی او داسي نور
همدا راز که دعربي ګرامر یا توري بشپړ له پښتو وباسو نو لږه
ستونځمنه به وي خو داهم نده پکارچي دپښتو هره قاعده دي په عربي
قاعده حل کړو یا دعربي هره قاعده دي په پښتو وربارکړو .
بلکي کوم ځاي کي چي پښتو قاعده کارنه کوي یا عربي کلمه و ي نو
خیر دي او چي پښتو کلمه اوګړ وی نوباید په پښتو ګرامر کي حل شی
که څوک وواي چي په الکوزي کي کوم الف ولام دی نو مونږ به يي
په عربي قاعده څنګه حل کوو مګر یو څوک ووايي چي دا نفس کلیمي نه دی
نو داچي دا پښتو اسم اعني کلمه ده نو بیا هم دا خبره شوه چي په عربي
قاعده نه حل کیږي.
خلاصه داشوه چي: تر څو پوري پښتو ګړ او ګرامر کارکوي دبلي ژبي
ګړونو او ګرامرونو ته هڅ ضرورت نشته .
خو چي کوم ځاي کي کار نه کوي نو بیابه ضرور عمل پري کوو او ضد به
نه ورسره کوو.
ستاسي ورور چپرهاری


larghonay laraway
26.01.2011

سلامونه!
ښاغليه چپرهاريه وروره!
لومړی خو دا څو الفاظ چې تاسو ليکلي دا په اصل کې د ستميانو او د پښتنو د دښمنانو خپرې دي چې په ستر پښتون ارواښاد وزير محمدګل خان پسې يې ليکلي دي او هر وخت يې زمزمه کوي پښتنو دا نومونه نه دي جوړ کړي:
[quote:125265c78b]لکه میز چي دړه څوکۍ ته ناستدړه رباب ته شرنګسوټی[/quote:125265c78b]
پاتې شوه د پښتو د ګرامر خبره نو د پښتو ګرامر خو ټول د عربي په قواعدو ولاړ دی او تر دې دمه ډېرو هڅه وکړه خو ټولو د ارواښاد فضل الله رښتين په پل پل ايښی او په همغه عربي ولاړ ګرامر يې پښتو ته ګرامر ليکلی دی.
يوازې ډاکټر مجاور احمد زيار يو څه خواري کړې او په پښتو پښويه کې يې نوښت کړی دی.
(الف لام) او يو شمېر نورې ځانګړنې يوازې د عربي دي چې په پښتو کې نشته نو ځکه څوک دا ويلی هم نه شي چې دا کوم (الف لام) دی.
بله خبره دا ده چې دا موضوع په مفغناتو وه او تاسو پرې هيڅ نه دي ويلي؟
مننه
ستاسو لاروی


داعامیانه اصطلاح.....

chaparharay
26.01.2011

سلامونه دي وعلیکم
محترم استاذه ماخو لمړی بښنه غوښتي وه او اوس یو وار بیا غواړم او وایم
چي دشوخۍ پښنه غواړم.
محترم استاذه ما دابحث ټول له سره بیا مطالعه کړ او تاسي چی کوم مشوره
الکوزي صاحب ته ورکړي وه نو که هغه ورباندي عمل کوي اوکه نه خو ما
دخپل ځان لپاره غوره کړه چی باید لوستل ډیر وکړم او چي کله په صحیح او
غلط پوه شم نو که بیا څه لیکم بده به نه وي .
دا چی ما مکتب ندی لوستی او په مدرسه او مسجد کی خو پښتو ګرامر نه وي
نو ځکه دا ځما حق ندی چی پدي مورد څه ولیکم یا په چا اعتراض وکړم .
اوتاسی بله خبره دستمیانو کړي وه نو دا به ووایم چي والله که پدي خبر پوه وم
چي دا د ستمیانو خبره ده کنه داسي به می نه لیکل خو اصلا مادلته دګل پاچا
الفت صاحب د املا او انشاء اوکه کوم بل کتاب به وو مطالعه کړی وو او
دهغه نه مي دا اخذ کړی وه الفت صاحب په خبرو کی ډیر مدقق وو خو شاید
ما غلط استنباط کړی وی.
المهم ښاغلی استاذ لاروی صاحب زه نه ستمي یم نه کوم بل قوم پرست بس
مسلمان یم او بس .
او داستا نصیحت مي ومانه ان شاءالله راتلونکي کی کوښښ کوم چي احتیاط وکړم
ستاسی دلارښونی نه یوه نړۍ مننه
ستاسی ورور چپرهاری


larghonay laraway
27.01.2011

السلام عليکم!
ښاغلي چپرهاري ته يوه ټوکه ډالۍ کوم: وايي يو سړي په جومات کې اعلان کړی ؤ چې ما يو څوک موندلی دی او که دچا څوک ورک وي نو نښې دې ووايي چې وريې کړم. يو سړي ويلي وو دا زما زوی دی څو ورځې کېږي چې ورک دی نو را يې کړه!
اعلان کوونکي ورته ويلي وو چې ما خو چې موندلی هغه نجلۍ ده!
ده ورته ويلي وو باور وکړه که زما زوی هم چندان نارينه ؤ!
نو ښاغليه چپرهاريه باور وکړه که زه هم چندان باسواده وم خو بحث به کوو او هغه څه به سره شريکوو چې پرې پوهېږو.
مننه
ستاسو لاروی


داعامیانه اصطلاح

chaparharay
27.01.2011

وعلیکم السلام ورحمةالله
محترم ورور لرغونی لاروی صاحب ستاسی ټوکه په عین حال کی یوه ښه
ټوکه هم وه ستاسي په حق کی يي نه ګڼم خو ټوکه خندا اوره وه.
دیو ملګري نه مي چی په همدي فورم کی لیکنی کوي وپوښتل چی وروره دا تاسي
ډیري ښي لیکنی کوی او ښه په ځاي لغات پراني پکي هم کوئ .
زه هم غواړم چی دا ستاسی پشان لغات پراني اوکړم خو چل يی نه راځي اوپه
ضمن کی پدي هم ډاریږم چی را نه هغه د اختلاط خبره جوړه نشي..
نو هغه صاحب هم بی له ځنډه دا مشوره راکړه چی تاسی باید ښه ډیره دپښتو
کتابونو مطالعه وکړۍ نو بیا کولای شی چي ښه معیاري لیکنه وکړی.
او بیا مي چي ستاسی دا الکوزي صاحب ته ورکړي مشوره ولیده نو ښه می
باور نورهم زیاد شو چی همدا يي ښه لاره ده .
خو ددي سره مي داګوتي خارښ کوي او تښڼیږي چی څه ونه لیکم خو خیر تاسی به راسره مدد کوی اوان شاءالله ښه به شو .
په درناوي


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more