نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
hewaddoost
25.04.2004
ډېره مننه غروال صاحب
نور دوستان په دغه اړه څه وايي ؟
هېواددوست
نقاد
28.04.2004
درنو دوستانو! له سلام نه وروسته همدومره عرضوم چې د ښاغلي غروال صاحب ليکنه مې ډيره خوښه شوه او دده تفکيکي اندتوګه چې د حکومت ټول غړي او چارواکن يې په يوه سپيړه نه دي وهلي منم او تاييدوم يې . له بلې خواد د ساسي قانون په اړه د محترم هيواد دوست صاحب پوښتنې هم ډيرې زبردستې او جالبې پوښتنې دي ، خو سره ددې بيا هم په تعميم او ټولګړنه کې يې راته د موضوع دما ديت د تشخيصولو پر ځای په کې ګونګوالی، ابهام او تجريد ( Abstraction ) برﻻسی بريښي. مثلا دې به ژورنالستيکه روڼتيا او روښانتيا لرﻻی که چې محترم د خپلې هرې پوښتنې سرچينه د اساسي قانون د هغو مادو په اقتباس يا تقريبي مطلب په راخيستلو سره ښودلې او د خپلو پوښتنو پخلی يې کړی وای او يا يې لږ تر لږه ښودلې وای چې دغه دغه برخې زما په اند ﻻندينۍ پايلې د ځانه سره لري او تاسې لوسونکي دغه برخې څنګه تفسيروئ ، يعنې بيابه دغسې پوښتنې ډيرې اړينې بريښېدلای:
[quote:990cee3422]څه فکر کوئ چې دغه په اصطلاح قانون به نوې غميزې او د قومونو تقابل رامنځته نه کړي ؟
تولنه به د عقيدتي ستونزو سره مخامخ نه کړي ؟ د دموکراسۍ د جوړولو په کار کې به افغانان له يوې اوږدې لارې سره مخامخ نه شي ؟ [/quote:990cee3422]
که هيواد دوست صاحب يو څه روښانه کړي چې د قانون کومو برخو او تر کومه ځايه :
[quote:990cee3422]قانون ملت د نويو ټکرونو سره مخامخ کړ[/quote:990cee3422].
او دده په ند اوس څنګه :
[quote:990cee3422]ګورو چې همدغه قانون د افغان ملت د پاشلو موجبات برابروي ،او بېلتون غوښتونکو عناصرو ته د ورانکاريو نوی لارې ـ چارې ور په ګوته کوي [/quote:990cee3422]
زه په دې کې هيڅ شک نه بولم چې قانون لږ او زيات دغسې ګواښوونکې برخې لري، خو که لومړی هغه په ګوته
اواقتباس شي او بيا د بحث او نظر ورکولو لپاره وړاندې شي، نو هله به تفسير او بحث پرې ممکن شي او زيات ګټور به تمام شي . نو هيواد دوست صاحب ، که زحمت نه وي او پر لوستونکو دغه پيرزوينه وکړئ ، ستاسو نيکي به مو ډير ممنون کړي . په درنښت او نيکو هيلو .
hewaddoost
12.06.2004
د دموکراسۍ د خالق په نامه
درنو دوستانو !
ګران نقاد صاحب !
ما چې دغه بحث پرانيسته نو بې له شکه له موږ ټولو سره د دغه قانون په باب بې شمېره پوښتنې وې او لا اوس هم په هماغه قوت دغه پوښتنې پاتې دي .په دې خبره کې شک نشته چې دغه قانون د دموکراسۍ پر لور ښه او غوره ټکي لري ،خو هغه پوښتنې چې د دغه قانون پر وړاندې موجودې دي او يا په بله وينا هغه تشويش چې خلکو ته د دغه قانون له نافذيدو وروسته پيدا شوی ،کېدای شي داسې څرګند شي :
- په دغه قانون کې يو شمېر پرادوکسونه ،تناقضات او د ويرې او ډار وسايل او لاملونه شته دي .په دې قانون کې له يوې خوا د بيان د خپلواکۍ او آزادۍ غږ کيږي او له بلې خوا قضا ته وظيفه ورکول کيږي چې ديني احکام پلي کړي ،مګر دا ويره نشته چې د مثلاْ د بشر د حقوقو نړېواله اعلاميه زموږ د قضا لخوا تر پښو لاندې شي؟
د قانون په مسوده کې د پوهې له چارې سره يوه څرګنده تلنه نه ښکاري . دمسودې په ٤٥ ماده کې ويل کيږي : (( دولت د اسلام د سپيڅلي دين د حکمونو پر بنسټ د ملي فرهنګ او له علمي اصولو سره سم واحد تعليمي نصاب جوړ او تطبيقوي او د ښوونځيو د ديني مضمونونو نصاب په افغانستان کې د شتو اسلامي مذهبونو پر بنسټ تدوينوي )) دا طالبانو ته ورته چلند دی او دپوهې خپلواکي له منځه وړي .طالبانو هڅه وکړه چې پوهه او علم د خپلو نظرياتو په چوکاټ کې را ايسار کاندي چې پايله يې د پوهې ناورين و .په افغانستان کې يوه بله ستره ستونزه هم شته او هغه رشوت او د دولتي دارايي غلا کول او اختلاس کول دي ، هغه چې د اقتصادي ودې او پراختيا خنډ کيږي او دقانون پلي کول له لويو ستونزو سره مخامخ کوي . د دې خنډ په وړاندې په مسوده کې کوم څرګند شی نه ليدل کيږي .په کلکه د دې اړنيا ليدل کيږي چې په قانون کې د داسې يوه خپلواک مالي او حسابي کمسيون د جوړېدو لاره اواره شي چې هر کال د دولت د حسابونو جاج واخلي او وګوري چې پيسې چېرې او څه ډول خرڅې شوي دي .يوه بله لويه ستونزه هم شته دې کومخ چې په هېواد کې د سولې د تامين او ټينګېدو ، او ديو پياوړي دولت د جوړېدو چاره له ګواښ سره مخامخ کوي . دا مسْله د هېواد اکثريت او د اکثريت ژبې ته خپل ځاي نه ورکول د ي .د نړۍ په کوم هېواد کې د اکثريت له تلاتړه پرته ثبات او سوله راتلای شي ؟ په افغانستان کې ثبات د ټولو اوسېدونکو قومونو ملاتړ ته ضرورت لري ، خو د اکثريت ملاتړ ټاکونکی دی . د دې مسْلې هېرول د ثبات هېرول دي . د نړۍ په کوم هېواد کی دا ډول هڅې شته دي چې د اکثريت ژبه دوهمه درجه شي ؟ د هېوادونو او دولتونو د ثبات يو اساسي شرط ، په واک کې د اکثريت ونډه ده .زما لپاره د دې او هغې قوم واکمني يوه ناکامه او ناورين راوړونکې هڅه ښکاري . زه په واک کې د هر ځانګړي افغان په ګډون باور لرم . په افغانستان کې هر قوم د هوساينې او هره ژبه د ودې او پراختيا حق لري خو پښتو د افغانستان ملي ژبه ده .له دې سره مخالفت کول له تعصب او کرکې بل څه کېدای شي ؟ دا د حق او معقوليت د منطق په ځای د کرکې او تعصب منطق دی او د دموکراسۍ په ځای د ټوپک او وسله والې سياسي مافيا کار دی .يو شمېر دليل راوړي چې ډېر خلک او له دې جملې پښتانه په دري ژبه هم خبرې کوي او د دې اصل پر بنياد د دې مخه نيسي چې پښتو ملي ژبه پاتې شي . نه اصل دا وي نو ولې په ګاونډي تاجکستان کې فارسي او په ګاونډي ازبکستان کې ازبکي ملي ژبې دي ؟ دلته اويا کاله او تر اوسه ډېر خلک په روسي ژبه پوهيږي او خبرې هم کوي . تاجکان کله چې آزاد غوندې شول د خپلې ژبې الفبا يې هم نه لرله ، خو په پورته دواړو هېوادو کې د ملي ژبو لپاره اصل دا نه دی چې پورتني ښاغلي يې د پښتو ژبې په وړاندې راوړي . که اصل همدا وي نو دبالتيک په هېوادو کې د ملي ژبو ضرورت څه دی ؟ ټول يې په روسي ژبه پوهيږي او ډېره ښه روسي وايي . د پورتنيو ښاغلو منطق يوازې او يوازې په کرکه ، تعصب ، کينې او سکټريزم کې توجيه پيدا کولی شي . په افغانستان کې د پښتو ژبې ملي ساتل د پښتنو د امتياز او برترۍ په عنوان نه ، بلکې بايد په حالاتو کې د ثبات راوستلو په منظور تر سره شي . د اساسي قانون وړاندې شوې مسوده د يوې لنډې مودې قانون کېدای شي . که په مسوده کې بدلونونه رانشي ، ژوند او پېښې به ډېر ژر د دې قانون د بدلون غوښتنې را اوچتې کړي .