نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
عتیق الله
17.03.2010
پتوال ګله ته اصلاٌ خپله خبره هم نه شی سنجولی.
له یوی خوا وایی چی د ویاړ بابا ګان او بیا د رحمان، خوشال، میرویس احمدشاه او بایزید نومونه یادوی. نو که زه درنه وپوښتم چی رحمان بابا خو له کلامه معلومیږی چی یو صوفی او مسلمان و. نو ایا تا د دی نورو د اسلام په اړه چیرته کوم ټکی لوستی او که له بدبویه خیټی نه دی لګيا یی!
له یوی خوا وایی د ادب بابا. نو اجمل خټک هم د ادب بابا دی هغه ته خو په دی بحث کی چا شیخ الحدیث بابا نه دی ویلی؟
د اجمل خټک ادب د دی وړ دی چی بابا ورته وویل شی دا که ته قوی مسلمان ته بابا وایی نو بایزید لا چا قوی مسلمان کړ؟ احمدشاه او خوشال او میرویس تاته څه معلوم دی چی قوی مسلمانان ول؟
زه خو چی څومره اټکل کوم نو ستا د بابا خو به لمونځ هم په ترجمه نه ؤ زده نو بیا ولی ورته بابا وایی؟
رابه شو اوس اصلی خبری ته
د ادب بابا: که هر څوک په ادم کی دومره کار وکړی چی ادبی زامن وزیږوی (وړ کتابونه چاپ کړی)
جنګی بابا: چی د وطن یا اسلام به جګړو کی شهرت ولری
نسبی بابا: چی د نیا میړه وی
معنوی بابا: چی سپین ږیری مسلمان وی
و.افغان
21.03.2010
سلام عليکم !
په پیل کې د فوروم د ښاغلو چلوونکو په نيابت له درانه ليکوال عتيق الله ميرخېل او
ګران عادل صاحب څخه هيله کوم چې خپلمنځۍ اوږدې تربګنۍ ته د پای ټکی کېږدي،
او د يوه بل توهين ونه کړي.
که د عتيق الله صاحب له پاروونکو کرښو سترګې پټې کړو، نو ځما په اند چې د نېشنليانو په اړه يې تحليل ژور او منطقي دی.
د پېښور وما حوله سيمو نېشنليانو د افغانانو سره ولې هغه سلوک ونه کړ؛ کوم سلوک
چې ورور له ورور سره کوي، بيا له داسې ورور سره چې په کور يې ناتار راغلی وو،
او هغه د خپلې حيا او عزت د ساتلو لپاره خپل کور، مال او دولت پريښی وو،
را مهاجر شو، او د مهاجرت له ځای څخه يې بېرته د خپل دښمن په مورچو ورودانګل.
د دې څو علته دي، يو مهم علت ته يې اشاره کوم، پاچا خان او د هغه ملګرو چې د
پښتنو د ازادۍ لپاره کله د پنجابي استعمار په وړاندې مبارزه پيل کړه؛ نو د ده مخې
ته هغه مولايان ودرېدل چې مخکې د انګرېزانو د حکمرانۍ تر سيورې لاندې د خپلو
جيبونو، خېټو او د سر د امان لپاره سرکوزي
ګرځېدل، بيا د انګرېز د وتلو په وخت د انګرېزانو د چالونو او طولاني دسيسو
د اجراء کېدو آله وګرځېدل، کېدای شي ټول داسې نه وو، ځينې به داسې هم وي چې
د انګريزي چالونو ښکار شوي وي.
د پښتنو لپاره د آزادۍ غوښتونکو په وړاندې د اسلام تر پردې لاندې د انګرېزانو تربيه
شده ګانو کلک سنګر ونيو، او د اسلام تر نامه لاندې يې هغوی کلک وځپل، د اسلام
تر نامه لاندې دغه ځپلو، او په تدريج سره د شوروي اړخ ته د افغانستان
مائل کېدلو خپل درانه تأثير ډکه سيوري په نېشنليانو هم وغورځول، نېشنليان هغه
پخواني مسلمان نېشنليان پاتې نه شو، بلکه تر ډېره حده يې د پاچا خان له لارې
څخه بنسټيز تغيير وخوړ.
افغانستان ته د روسانو له راتګ سره نېشنليانو خپلې سياسي تګلارې ته دوام ورکړ،
او اسلامي تګلاره يې کاملا له نظره وغورځوله، يا مجبور وو چې د خپلې سياسي
تګلارې د بقا لپاره داسې يو موقف غوره کړي، ځکه چې مقابل جانب ته د پنجابو او
د هغوی سره د تړلو تش اسلامي ډلو سنګر وو، چې عبارت له جمعيت علمای اسلام
جماعت اسلام او نورو ډلو څخه وو.
افغانان له هجرت کولو وروسته د سياسي بصيرت د انعدام په وجه د همدغو دروغجنو
تش په نوم اسلامي ډلو په غېږ کې وغورځېدل، د هغوی زور او ځواک نور هم پرې قوي
شو، او د افغانستان جګړه چې يوه نړيواله مهمه جګړه وه؛ رهبري يې په مباشره توګه د همدغو اسلامي ډلو په لاس کې پرېوته، چې هغوی هم مستقيم او غير مستقيم د فوځي
او استخباراتي ادارې ملکي او فوځي مأمورين وو.
له دې کار سره نېشنليان نور هم له پښو وغورځېدل، بلکه د زوال خطره يې هم پيدا شوه.
خو بالمقابل د غربي جنوبي پښتنونخوا = کويټه وماحولها کې حالات بل رنګ وو،
مخکې له دې چې افغان پښتانه دغې سيمې ته ورشي؛ هلته پښتانه ډېر کمزوري وو، بلوچانو
به وژل، ځمکې به يې ترې اخيستې، لوټل به يې، له خپلو کورونو به يې شړل، د محمود
خان اڅکزي ډلې هيڅ هم نه لرل، د هغه پلار خان شهيد د 1973 کال د دسامبر په مياشت
کې د پاکستان له خوا ترور شو، لنډه دا چې پښتنو د خپل ځان د حفاظت لپاره لازم
وسائل نه لرل.
خو سيمې ته د افغان پښتنو د هجرت سره پښتانه ځواکمن شو، هلته تر ننه مهاجرو
پښتنو ته مهاجر نه ويل کيږي، د هغوی د رسېدلو سره سم هغوی ته خپلو پښتنو وروڼو پاکستاني کارټونه ور جوړ کړ، چې د ضرورت پر مهال ترې استفاده وکړي، څېڼور
کندهاري شاځلمي د محمود خان اڅکزي ملاتړ ته د سر په بيه ودرېدل، پښتنو د ظلمونو
بدلې واخيستې، آن چې ځينو راته ويلي دي چې له بلوچو يې مجهولې ځمکې هم
ونيولې په دې سوچ چې کېدای شي يو وخت دوی له پښتنو څخه په زور اخيستې وي.
نو ځکه هلته پښتنه ورورلي ځواکمنه او ټينګه پاتې شوه، برخلاف د شمالي پښتونخوا
اړخ ته چې هلته يې تارونه وشلېدل، او نور هم سره لرې شول.
زه خو سوچ کوم چې د سياسي نګاه څخه نېشنليان په خپلې زړې سياسې تګلارې روان
دي، حالاتو ته هم ګوري، البته د ديني نګاه څخه نېشنليان ډېر څه ته ضرروت لري تر
څو د خپلو مسلمانو وروڼو په منځ کې خپل باور تر لاسه کړي، همدارنګه په سياسي
تګلاره له دا ډېرې اوږدې مودې وروسته هم هغوی رېفورم ته ضرور اړتيا لري، خو که
له دغه رېفورم سره د اسلامي ارشاداتو ملتيا نه وي؛ نو هيڅکله به هم دوی خپل هدف
ته ونه رسيږي.
دا خو ظاهر دی، نور د زړونو او د پارټيو د لالاګانو په احوالو باندې کوم علم نه لرم.
والعلم عند الله.
په درنښت