د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

pattang
09.11.2006

عبدالله پتمن/كابل
په دې ليکنه به ډېر خلک څه فکر کوې خو د هر چا فکر يو شانته نه وې. او زه هم ملامت نه يم خلک ملامت دې هغه په دې چې کله دوى د ديموکراسې نوم واورې نو خپل عنعنات شاته وغورځوې او د لوېديځوالو او نورو دودونه خپل کړې. ښه بېلگه يې د طلوع له ټلوېزون څخه خپرېدونکى سيريال تولسې دى. څو ورځې وړاندې مې د يو چا له خولې څخه واورېده چې چا په خپل زوى باندې د گاتم نوم ايښى دي. گاتم يو هندى نوم دى نه افغانې، او داسې هم نه ده چې موږ د نومونو يا د دودونو کمى لرو هر څه لرو خو احترام ورته نه لرو. ځکه خو تر اوسه پرديو هيوادونو ته احتياج يو. د بېلگه په توګه کله چې دسترخوان ته کښينو نو فکر وکړو، چې کوم توليد زموږ د هيواد دى نو به مالومه شي چي ټول غذايي توکې به د پاکستان يا نورو هيوادو وي. او بيا له ځان سره فكر وكړو چې د پاکستان د جوړېدو ايله ۵۰ کاله کېږې او زموږ هيواد ۵۰۰۰ کلن تاريخ لري. او دې ته هم پام وکړو چې د پاکستان بهرنى سياست د افغانستان لپاره څومره گټور او څومره په زيان کې دى. له دې هم سترگې نه شو پټولاى چې پاکستان افغانانو ته ۲۵ کاله پناه ورکړه. خو نه! دا زموږ خپل حق وو ولې چې افغانانو پښتونخوا ته ګډه کړې وه او پښتونخوا د افغانستان برخه ده، خو د مشرانو په تېروتنو سره دغه سيمه اوس د پردو تر ولکې لاندې ده او زموږ د بې اتفاقۍ لامل ده چې هغه صرف په نوم د افغانستان ده او حکومت پرې پاكستان کوي. خير خبره سياست ته لاړه بيرته خپل مضمون ته راځم او دا پوښتنه کوم چې څومره افغانان ديموکراسې پيژنې او څومره نورو يې صرف نوم اوريدلې دى. په شريعت او ديموکراسې کې څه فرق دى؟ باور لرم که چيرې شريعت هغه نظام چې اصلې شريعت دى رامنځته شې تو تاسو باور وکړئ چې لوېديځ او نوره کفرې نړۍ به هم په خپلو هيوادونو کې دغه نظام راولې. موږ د داسې نظام لرونکې هم يو خو بيا هم پردو دودونو او نظامونو ته مخه کوو ولې چې په نورو نظامونو کې بې شرمې او شيطانت کې زيات دى. كه فکر وکړو لوېديځ يا نورې نړۍ چې د ښځو د حقوقو په اړه کوم قانون رامنځته کړى دا به د ښځې لپاره كافي وي او که هغه حقوق چي اسلام وركړي دي. که په خپلو کورونو کې د لمانځه او قران په هکله پوښتنه وکړو نو ماشومان به مو څومره معلومات ولري. او که د هندې يا لوېديځو سندرو او د تولسې سيريال په هکله پوښتنه وکړو څومره معلومات به ولرې. او بيا يې پرتله کړو چې افغانستان ته د ديموکراسې راتلل پر ځاى او که بېځايه دى


ghafar
09.11.2006

لیرې شو !


pattang
09.11.2006

يوه بله اندېښنه ( اريانا افغان الوتنه له سعودي بنده سوه )

چاپي بڼه

د ( ح .) راپور

افغان ولس په وروستيو دريو لسيزوکې له هر لوري او خوا پر مخ سختې څپړې خوړلې ، چې د ټپونو جوړيدل به يې کلونه وخت ونيسي . دا مهال هم پر يوه او بله خوا وهل کيږي ، کله له بهر څخه او کله هم د خپل کور او مينې د ننه څخه ! د ولس سپين ږيري ، ماشومان او ميرمنې مو هم له دغو ګوازرونو څه خوندي نه دي او لا هم ددغه بې وزله ولس پر مخ د مظلوميت اوښکې روانې دي . ګريوان مو څيرې ،په پښو لوڅ اوخپل کور او خپله مينه را ته په دې دنيا دوزخ ګرزيدلي دي . د کور خاوند هم چيغې وهي ، چې غل دى او غل هم نارې وهي چې غل دى ! د پنځو کلونو په تيريدو سره بيا هم نه يوازې دا چې افغان ولس بلکه زموږ د چارو چارواکي ، سياستوال او نړيوال هم په دې پوره نه پوهيږي ، چې دافغان ولس غميزې ته به څه وخت د پاى بنيادي ټکۍ کيښودل شي ؟ دولس څخه لاره ورکه شوې ، له هر لوري د ظلم کاڼې او ډبرې پرې اوري . سره له دې چې په هېواد کې مود گڼ شمير بهرنيو هېوادونو پوځيان ميشت دي ، دنړيوالې ټولنې د ميلياردونو ډالرود مرستواو پور دروند پيټۍ مو پراوږو ايښودل شوى او حتمې ده چې په ملاوو به مو کړوپ او مات کړي ! له دې ستر رنځ او دروند پيټي سره لا هم زموږ تير پنځه کلن ژوند د کميسيونونو په جوړولو ، تيروتنو او غمرازيو په څرګندولوتير شو او داسې څه مو د ژوند، ټولنې او هېواد په ډګر کې ترلاسه نه کړل ، چې د يو ښه راتلونکي افغانستان په موخه يې ډاډه واوسو او سر مو پرې اوچت وي . هره ورځ تيروتنه ،درغلي ،فساد ، دروغ ، ستونزه ، شاتګ او له شګو څخه بندونه جوړول دي ! غواړم دبيلګې په توګه د اريانا افغان هوايي شرکت کړو وړو ته يو څه تم شم او ووايم چې د شيدو دغه ديګ ته به کله سرپوښ پيداشي ؟او يا به د تل له پاره ددغه ديګ شيدې په خوټيدو وي ؟ دا مهال که له يوې خوا زمو ږ په زرګونو هېوادوالو بيت الله شريف ته د حج دادا کولو د تګ نيت او بندو بست کړى دى ، له بل لوري د اريانا افغان هوايي شرکت الوتکې د اورپا په څيردسعودي عربستان د چارواکو له خوا هم په تور لست کې ځاى ونيو . له دې سره سم هوا هم په سړيدو ده ، بيچاره حاجيان به بيا د تير په څير په سړو کې هلته او دلته سرګردان ګرځي . سره له دې ستونزودترانسپورت وزير او د اريانا مشر جاويد احسان پرون څرګنده کړه چې تلونکو حاجيانو ته به د تګ او راتګ د تکټ ويشلو لړۍ پيل کړي او په دې هکله يې خپل پوره تيارى په ډاگه کړ. دوى ځرګنده کړه چې ستونزې اوارې شوې اود هېوادد څلورو لايتونو له هوايي ډګرونوڅخه به عربستان ته دتلونکو حاجيانو دتګ الوتنې پيل شي . نوموړو هرڅه يوازې په هيلو او پرمختګونو کې نغښتي وبلل او دا يې ورسره غبرګه کړه، چې حاجيانوته د ښو خدمتونو د ترسره کولو په موخه ددغه شرکت د کارکونکو يوه ٢ سوه کسيزه ډله هم عربستان ته استوي .د حج او اوقافو وزارت چارواکو هم ويلي چې د حاجيانو لومړۍ الوتنه به د روان کال د ليندۍ دمياشتې په لومړۍ نيټه ترسره شي . د چارواکو څرګندونې د تير په څير په ډير شد او مد له دولتي او خصوصي ټلويزيونو او راديو ګانو څخه خپرې شوې اوپر سهار يې دورځپاڼو مخونه هم پرې تور شول ، خو چارواکودا ونه ويل ، چې د ٢٣ زرو مظلومو حاجيانو د ليږد له پاره دا ځلې دوى ، اوښان ، اسان او يا خره په کرايه کړي اويا که څنګه ؟ هر څه چې له افغان حاجيانو سره کيږي هغه به کيږي . خو د يو شمير چارواکو او کسانو له پاره د شيدو غوا بيا په ډير ښه وخت کې لنګه شوه ! ددولت مشرتابه ، ولسي جرګه او مشرانو جرګه هم له دغو چارواکو نه پوښتي چې تاسو تر اوسه څه کول ، بيده واى او که بيدار او پر څه بوخت وى ؟ د وزيرانو شورا خو بيا د تير په څير د بهرنيو ، ترانسپورت ، حج او اوقافو له وزيرانوڅخه جوړشوي کميسيون ته دنده وسپارله چې د سعودي عربستان له چارواکو سره دغه موضوع حل کړي . د خبري رسنيو مشران او چارواکي هم په دې څرګندونوغوږونه نه ګروي ، ځکه د ويلو او خپريدلو يو څه ورته پيدا شوي . په داسې حال کې چې ددغه هېواد هره کوڅه ، کلي او ښار کې د خبرونو، ليکنو او خپاروي لسګوني داسې موضوعات شته ، چې په خپرولو سره يې د خبري رسنيو رسالت ترډيره بريده ادا کيږي . په تيرو دوو کلونو کې د ترانسپورت د پخواني وزير په ګډون د اريانا د ٢ تنو پخوانيو مشرانواو يو شمير نورو چارواکو د درغليو دوسيې هم غلې شوې د ډاکترآ تش د درغليو اور هم غلۍ شواو له يو څه مودې وروسته هم د عدلي او قضايي چارواکو او هم د خبري رسنيو خوله پټه شوه .د کابليانو په خبره نوش جانت ! بې ځايه به نه وي چې ووايو دا ځلې به هم د پخوا په شان د افغان حاجيانو له چارو سره ورته چلند وشي او داوسنيو چارواکو د درغليو دوسيې به يو څه وروسته تر ګردونو او خاورو لاندې پټې شي . کله چې ماته د اريانا شرکت په الوتکه کې د خپل سفر تير يادونه را په ياد شي ، نو د ټولو مسافرينو او په ځانګړې توګه حج ته د تلونکو افغانانو په هکله يوازې دعا کوم، چې په خير لاړشى او په خير بيرته راشى . ځکه نور څه مې دوسه نه کيږي او نه خو چارواکي دځينو ليکنو پر لوستلو خپل وخت ضايع کوي . مګر د الله(ج) له حساب او کتاب څخه خلاصون نلرو. که له يوې خوا د اريانا الوتکې په رسيو او سنيو تړل شوې له بل لوري يې نه د الوتنې وخت مالوم دى او نه يې په رارسيدو څوک خبريږي ! هرڅه د الله (ج) په توکل روان دي . د الوتنې پر مهال خوبيا په هوايي ډګر کې تور درب روان وي . کله چې ما د استانبول سفر درلود د اريانا چارواکو راته وويل ، چې الوتنه د سهار په شپږو بجو ترسره کيږي او ته بايد په څلورو بجو هوايي ډګر کې حاضر وې ، همدا مې ومنل او کړل ، خو تاسو پوهيږي چې الوتنه څه مهال وشوه ؟ دورځې په دولسو بجو ! هغه هم د ايران د تهران او وروسته د انقرې او په پاى کې د استانبول په لور ، ٩ ساعته سفر وشو، باور وړکړئ چې د يو افغان په توګه په الوتکه کې له ناستو بهرنيو مسافرينو څخه شرميدم ، هغوى زموږ افغانانو په پته هر څه ويل ! ځواب مو نه درلود . د الوتکې چارواکو هم د ځنډ لاملونه نه په ګوته کول او دبخښنې د نه ويلو او غوښتلو په لاره کې خوبيا ټول اتلان يو او چا ته ټيټه نه وايو . ترکومه به داسې دربدر او خاورې په سر وو، راځۍ اوس هم وختي دى ، خپلې تيروتنې و منو، دا خو زموږ خپله کورنۍ ستونزه ده، په دې کې خو د پاکستان يا د اى اس اى لاس نه دى او که د چا لاس هم وي نو بايد ور لنډ يې کړو . په پاى کې ولسمشر کرزي او کابينې ته وړانديز کوم ، چې د يو او يا دوو تنو چارواکو په ټاکلو او تبديلى سره دا شړى نه وړۍ کيږي ، بنسټيز بدلون ته ضرورت لرو د ترانسپورت وزارت ، اريانا او کابل هوايي ډګر د مافيا د ډلې له کسانو څخه ډک دى ، هرڅه ددوى په واک دي ، الوتکې او هوايي ډګر خو اوس د پوډرو د کار او بار لويه سرچينه ګرځيدلې ده . هيله ده چې په لومړي قدم کې حج ته دتلونکو حاجيانو د ښه او پر وخت ليږد له پاره پوره بندو بست وشي او وروسته دې په دغه شرکت کې د اداري فساد د مخنيوي د دندو د چارو د ښه سمبالښت او روڼ حساب او کتاب په موخه يوه کاري مسلکي ډله وګومارل شي ترڅو وکولاى شي د يو اوږد مهاله کاري پلان په برابرولو سره دغه شرکت له دې سترې رسوايۍ او بدنامۍ څخه وژغورل شي . که چيرته چارواکي پوره پاملرنه ونه کړي نو راتلونکۍ کال به مو له دې څخه بد وي او هغه الوتکې به هم چې دا مهال د رسيو په زور الوتنې کوي له لاسه ورکړو .


ghafar
09.11.2006

لیرې شو !


pattang
09.11.2006

د مېړاني جزا (The Punishment of Virtue)

چاپي بڼه

غلام ولي نوري

د مېړاني جزا( The Punishment of Virtue) د هغه ناندرييز كتاب نوم دى چي د ۲۰۰۶م كال د اكتوبر په مياشت كي د امريكا په متحده ايالاتو كي خپور شو، چي ورسره سم يې د رسنيو او سياسي حلقو پام ځانته واړاوه.

د كتاب ليكواله آغلې ساراچيس ده، چي د امريكايوه وتلې ژورناليسته ده او په ۲۰۰۱ كال كي هغه وخت د نيشنل پبليك راډيو(National Public Radio)

له خوا څخه نړيوالو ته د طالبانو د زوال د وروستيو شېبو د انځورولو په موخه افغانستان ته را استول شوې وه چي د طالبانو واكمني يوازي د دوى تر مركز كندهار پوري محدوده پاتې وه.

له دې هيواد سره د دې اشنايي او د امريكا د متحده ايالاتو اشغال دا دې ته وهڅول چي په افغانستان كي له دغه رواني ډرامې څخه پرده پورته كړي او دغه ټوټه_ټوټه هيواد د يوې ژورناليستي او يوې مرستندويي په صفت يو موټى كړي، همدا لامل دى چي دا په افغانستان كي د ډېرو هغو پټو رازونو څخه خبره او عيني شاهده ده چي عام ولس ډېر لږ ترې خبر دى.

كه څه هم له نېشنل راډيو سره د سارا وظيفه په ۲۰۰۲ م كال كي پاى ته ورسېده، خو دې له افغانستان څخه لاس وانه خيست، هغې هوډ كړى وو چي وكړاى شي د دغه جنګ ځپلي هيواد تقدير ته په خپلو هلو ځلو سره بدلون وركړي.

همدا دليل وو چي دې له مايكروفون سره مخه ښه وكړه او افغانان د مدني ټولني پر لور چي يوه خيريه ټولنه ده او د ولسمشر كرزي د مشر ورور قيوم كرزي له خوا تمويليږي، هغه وړانديز ومانه چي دې ته يې د وظيفې لپاره كړى وو.

په كندهار كي د دې دنده دا وه چي كليدي چارواكو ته د پام وړ ټكي ورپه ګوته كړي. همدا دليل دى، چي د كابل د امنيه قومندان بريد جنرال محمداكرم خاكرېزوال د وژلو تر څنګ د نورو ډېرو زړه بوږنونكو او پټو رازونو عيني شاهده پاته شوې ده.

دا زياتوي دغه فاسده جګړه چي په افغانستان كي روانه ده د امريكا حكومت او وسله وال پوځ دې ته زمينه برابره كړه چي يو ځل بيا فاسد مليشه يي قوماندانان واك ته ورسوي او همدا شان پرېږدي چي يو ځل بيا د طالبانو ډله د امريكا د ملګري پاكستان په مرسته خپل نفوذ په سيمه كي وغزوي.

سارا په خپل كتاب كي د ټولو هغو شيانو څخه بحث كوي چي څنګه هغه ځواكمن قبايلي مشران چي د طالبانو له خوا له واكه ګوښه شوي وه بيرته واك ته ورسېدل او پر افغان مظلوم او بېچاره ولس د طاعون اپت په څېر رانازل شول، چي په دغه لوى او بې شرمانه جرم كي د امريكايي پوځ او نورو چارواكو لاس هم شامل دى.

د پنيشمنټ اف ورچو په افغانستان كي د امريكا د غلطي پاليسۍ يو ښه سند دى، چي څنګه يې هغه د تېرو پېړيو زوړ او قبايلي جنګسالاري سيسټم بيرته راژوندى كړ چي جبر او ستم يې بايد د افغانستان بې چاره ولس وزغمي.

سارا زموږ د ګاونډي پاكستان د مداخلي په اړه وايې چي يوه ورځ د كندهار ولايت مقام ته د پاكستان د استخباراتي ادارې اى ايس اى دوه افسران راغلل، والي ګل اغا شيرزي ته يي وويل چي تاسو ولي له والي اسماعيل خان څخه د هرات ولايت نه نيسئ؟

شيرزي هغوى ته په جواب كي وويل زه په مخ كي دوه خنډونه لرم يو داچي كرزى نه غواړي په هيواد كي كورنۍ جګړه پيل شي او بل د كندهار امنيه قومندان جنرال اكرم خاكريزوال د هرات په نيولو كي زما مخه نيسي.

د اى ايس اى افسرانو د جنرال خاكريزوال په اړه والي شيرزي ته وويل، چي داسي ده نو بيا ولي خاكريزوال نه وژني هغه بايد مړ شي.

د دې تر سترګو خاكريزوال يو اتل دى، د دې په كتاب كي داسي فصل به نه وي چي هغې دي په لسګونو واره د خاكريزوال يادونه نه وي پكښي كړې. (خاكريزوال نه يوازي دا چي د سارا تر سترګو اتل دى بلكي د هر با احساسه افغان په فكر كي يو هېرو دى) ((ژباړن))

دا د استخباراتو د هغه مامور يادونه كوي، چي څنګه يې د خلكو څخه د پېښي اصل حقيقت پټاوه. دا زياتوي د كندهار هوايي ډګر چي د امريكايانو اډه ده، له اډې دباندي ټولي امنيتي كرښي د رازق شيرزي چي د والي شيرزي ورور دى د نفرو له خوا ساتل كېدې. د همدې اډې عمومي دروازه هم د رازق له خوا كنترولېده، په كندهار كي د امريكايانو لپاره ترجمانان هم همدې شيرزي برابرول، ټولي د بيارغوني پروژې د ده په مشوره اجرا كېدې، همدا دليل دى چي نوري قبيلې د بيارغوني د چارو څخه بې برخي پاته دي. د خوراكي موادو، موټرونو او نورو موادو راوړلو قرار داد هم له ده سره وو.

دا چي د شيرزي كورنۍ د اى ايس اى په مرسته واك ته رسېدلې وه، ځكه نو اى ايس آى د رازق په مرسته دننه په هوايي ډګر كي د امريكايانو د څارلو پوره وس درلود.

د والي بل ورور پاچا شيرزى په سيمه كي يو لوى قاچاق بر دى، چي په ټانكرونو كي به يې پاكستان او اېران ته مخدره مواد استول، يوه ورځ يو ټانكر چي له مايعو مخدره موادو ډك وو د سپين بولدك په سرحدي ولسوالي كي د سرحدي پوليسو له خوا ونيول شو، د ټانكر ډرېور له ځان سره د پاچا شيرزي ليك درلود، چي په كي ليكل شوي وو د دغه ټانكر چلوونكى زما نفر دى څوك يې بايد ونه دروي.

د پاچا شيرزي سره د مخدره موادو په قاچاق كي د كندهار په هوايي اډه كي د امريكايي پوځ ځيني كسان هم شريكان وو.

په كتاب كي داسي ژبه كارول شوې ده، چي د ليكوالۍ او ژورناليزم اصول په پام كي نه دي نيول شوي، آن د ځينو كسانو پر شخصيت يې تېري كړى دى.

لكه (( خالد پښتون ته د لېوني سپي او والي ګل اغا ته په پنډ شونډي او ډډ اوازي خطاب كوي چي دا ټوله شيان د انسان پر شخصيت تېرى او له ژورنالستيكو اصولو خلاف كار دى، چي دا ډول جملو ته په ليكوالي او ژوناليزم كي هيڅ ځاى نشته.

دا كتاب ټول ټال ۳۸۸ مخونه لري او ۳۲ څپركي دى، چي ټوله د افغانستان د تاريخ او روانو پيښو لپاره ځانګړى شوى دى.

دا اثر د تاريخ په يوه خورا مهم پړاو كي منځته راغلى چي ښيي سارا څرنګه له افغانانو سره د هيواد په ودانولو او د قانون او ډيموكراسۍ په پلي كولو كي مرسته كوي.

دا اثر زموږ د اذهانو د روښانولو لپاره يو ښه تاريخي سند دى او د هغو ټولو حقايقو څخه پرده پورته كوي چي د ترهګرۍ ضد په دغه حياتي جګړه كي روان دي.

سارا د ولسمشر كرزي د كورنۍ په شمول د قومي مشرانو، د امريكا د اردو او ډيپلوماتانو او د افغانستان په حكومت كي د لوړ پوړو كسانو سره خورا نيژدې او تاوده اړيكي لري.

آغلې سارا پوره پنځه كاله د يوه افغان يعني كرزي په كورنۍ كي تېر كړي همدا لامل دى چي دا د افغانانو له كلتور او سياست سره پوره بلديت لري، روانه پښتو وايي او ډېر وخت يې د افغانستان پر افسانوي تاريخ څېړنه وكړه چي څنګه افغانانو په تشو لاسونو د بهرنيو يرغلګرو سره مقاومت كاوه.

سارا د ۱۹۹۷ څخه تر ۲۰۰۲ م كال پوري د نېشنل راډيو لپاره له هيواد نه ليري په پاريس، بالكان او الجيريا كي د وياندي په توګه وظيفه اجرا كړې ده.

د كاسوو په شخړه كي نوموړې د نيشنل راډيو لپاره د وياندويي تر څنګ د همدې راډيو د نورو ټيمونو سره هم همكاري لرل همدا دليل وو چي دې په ۱۹۹۹م كال كي د فورين پريس كلب او سيګما ډيلټا چي(The Foreign Press Club and Sigma Delta chi) له خوا ايوارډ تر لاسه كړ.

په كتاب كي له ډېرو رازونو څخه پرده پورته شوې ده چي هيله ده د افغانانو د استفادي وړ وګرځي، زه د همدې كتاب د خپراوي څخه خپل نيژدې ملګري مارك چي په لندن كي اوسېږي خبر كړم او راته راويې لېږئ، چي مننه ترې كوم.

له دې كتاب څخه مي تر اوسه يو څو څپركي ژباړلي دي. كېداى شي د ټوله كتاب تكميلېدل يو څه وخت په بر كي ونيسي، له همدې كبله مي وپتېيله چي په سلسله واره توګه يي د ژباړي د تكميلېدو تر مهاله د يوې له لاري د هيوادوالو د لوستلو جوګه


ghafar
10.11.2006

لیرې شو !


pattang
11.11.2006

په كندز كې يوه كوچنې نجلي د سپې بدله شوه

چاپي بڼه

رپوټونه وايې د كندز د يوي ۱۱ كلنې نجلې كورني خپله لور يو سيميز قوماندان ته د يو جنګې سپي او يوه اندزه نغدو پيسو په بدل كې وركړې ده .

پوليس وايي چي دوي د دې جهادي قوماندان په لټه كې دې كوم چې نجلي يې لومړې تښتولي او بيا يې د هغي كورنې ته ګواښنه كړې ده .

د كندز له هغې سيمې چې دا نجلي تښټول شوي نوم يې ندې اخيستل شوي خو عيني شاهدان چې د كندز ولايت په شمالې پراته يوو كلي كې چوند كوې وايې دا نجلي څو ځله د محمد په نامه يوه سيميز جهادي قوماندان له خوا تښټول شوي وه يو ځل خو داس پيښه هم وه چي دا ۱۱ كلنه ماشومه يې كورني د يو جنګي سپې او نغدو پيسو په بدل كي په قوماندان محمد پلورلي وه خو د نجلي مور ګل شاه دا تورونه ردوي .

د كندز والي محمد عمر وايي دا كار د افغانستان او اسلام په قانون كې جواز نلري او هڅه به وكړې چې تښتونكې ونيسي.


ghafar
11.11.2006

عزتمنه وروره کوشان صاحب سلامونه او نېکې هیلې !
تاسې لیکۍ:[quote:2010299cbf]زه پريښتيا يې ريښتيا ، دروغ يې دروغ ، دغه ستاسي په دې پرانيستل شوې موضوع سم پوهـ نشوم ؟؟[/quote:2010299cbf]
ګرانه وروره ! د [color=blue:2010299cbf]د ګران هېواد د بیا رغاونې څخه خبر شئ[/color:2010299cbf] تر عنوان لاندې بحث ما پرانیستئ دئ، نو ځکه به زه تاسوته لږ څه توضیحات درکړم: مونږ پوهېږو چې زمونږ هېواد د بېلابېلو لاملونو له کبله نه یواځې وران ویجاړشو بلکې زمونږ ټولنې ته ډېر معنوي زیانونه هم رسیدلي دي . له بلې خوامونږ هره ورځ د خبري رسنېو له لارې د ګران هېواد افغانستان په هکله ډول دول معلومات تر لاسه کوو، چې ځینې یې د جنګ جګړې ، ماتو او بریالیتوبونو کیسې دي او ځینې یې د بیا رغونې رپوټونه دي . زه پخپله کله چې د ګران هېواد دبیا ودانولو خبر اورم نو ډېر خوشحاله کېږم . له دې کبله ما تصمیم ونیوه تر هغه ځایه چې ممکن وي زه دغه معلومات راټول او په منسجمه توګه یوه ځای کې د ټول افغان ګرانو لوستونکو ته وړاندې کړم . لوستونکي کولای شی بېلابېلو سایتونو ته د ورتلو پر ځای دغه معلومات په یوه ځاې کې ترلاسه او که یې غوښتي وي هغه تکمیل او یا د هغه په هکله خپل نظر څرګند کړي ! نو زما په نظر دغه کار هېڅ چاته کوم زیان نرسوي .
دا چې زمونږ هېواد وال پتنګ نورې موضوعګانې هم دلته ورګډوي دا دهغه خصلت دئ، د هغه زړه چوي، چې د ګران هېواد دآبادۍ خبر واوري، ځکه هغه جنګ سره یې عادت کړئ دئ په بله معنی چې هغه د جنګ ډولکي دئ . په حقیقت کې هغه د اسلام او پښتونولۍ په پلمه د ګران هېواد د بربادۍ لپاره د بنسټپالو ځواکنو واکمنۍ غواړۍ !

[color=blue:2010299cbf] که نه نو کیدئ شي چې ښاغلئ پتنګ د خپلو ملګرو د جنګي بریالیتوبونو او د حکومت دستونزو په هکله ځانته یو بل بحث پرانیزي !![/color:2010299cbf]

[color=white:2010299cbf]هیله ده چې د ټول افغان د پاڼې مسئول محترم وطنمل د دا ډول ګډوډیو مخنیوئ وکړي[/color:2010299cbf]

په درناوي


pattang
12.11.2006

شمالي ټلواله ۵ كاله مخكې په همدې ورځ كابل ته راننوته
چاپي بڼه

له نن څخه ۵ كاله مخكې د طالبانو په وړاندې د مقاومت په نامه شمالي ټلواله چې په جوړ ښت كې يې د جهاد پخوانيو څو وتلو قوماندانانو شتون درلود د امريكايي هوايي او خمكنيو ځواكونو په مرسته د كابل دروازو ته او وروسته بيا د سهار د ۵ بجو په شاوخوا كې د هرګ ماڼي ته راورسيدل .
د طالبانو د حكومت ټغر وروسته له هغه له كابل او نورو ولايتونو څخه ټول شو چي د ۲۰۰۱ زيږديز كال د سپټمبر د مياشتي په ۱۱مه
د القاعدي شبكې له خوا په امريكا كي په نړيوال سوداګريز مركز او د نوموړي هيواد په دفاع وزارت بريد وشو.
كه څه هم د كابل څه باندي ۶۰ زره وګړي د ډاكټر نجيب الله د حكومت له ړنګيدو وروسته او واك ته د مجاهدينو د رسيدو سره سم
ووژل شول خو بيا هم همدا جهادي ډلي په بله بڼه پلازمينې ته راورسيدي.
كه څه هم دم ګړي همدا ډلي د كابل د حكومت ډير واك په لاس كي لري خو بيا هم د كابل او ځينو نورو ولايتونو ګڼ ښاريان ترينه
ګيلمن او ترخې خاطري لري.


pattang
12.11.2006

[color=red:320dceea0f]ککرۍد انسان، ماغزه د شيطان ! (ډاکټر ن .ا. «صمد»)[/color:320dceea0f]

چاپي بڼه

لیکوال : ډاکټر نثار احمد «صمد»
د سپتمبر د یوولسمې د حملې پنځمه کاله وسوه او اصلي پوښتنه داده چې دا حمله چا وکړه ؟ هو ، دا بیله شکه هغه چا وکړه چې ککره یې د انسان خوماغزه یې د شېطان دی . نو دا شیـطـانـي ماغـزه والا انسان (انسانان) څـوک دی ؟ ولی یـې دا حمـله وکــړه ؟ هـدف یې څــه و ؟ او څـه نتیجه یـې پـه لاس وروړه ؟ داپوښتني به یوه یوه وشنو خو ښه به دا وی چې لومړی د قضیې ابتدا یا اساس ته ورسو او دهغه ځایه ګام پر ګام دا پنځه کاله طی کړو.
دسپتمبر د یوولسمې حمله په تاریخ کې لومړنۍ حمله ده چې پر امریکا باندی کیږی . موږ همیشه اوریدل چې امریکا پر عراق حمله وکړه یا پر ویټنام یا کوریا او یا هم دغه یا هغه هیواد یې ظالمانه حمله وکړه خودا مو هیڅکله نه وه اوریدلې چې پر امریکا حمله وسوه .
هو، اوس مو ولیده چې کټ مټ پر امریکا هم ظالمانه حمله وسوه. د سپتمبر د یوولسمې حمله د امریکا پر بهترینو ښارونو ( نیویارک او واشنګټن) او بهترینو ودانیو ( نړیواله سوداګریزه ودانۍ او پنټاګون) باندې وسوه چې هیڅ تصور یې هم نسو کیداې . دغې حملې څه کم درې زره کسه ووژل . او یو ټریلیون ( زر بلیون) ډالره زیان یې پيښ کړ. دغې حملې ثابته کړه چې امریکا د دوهمی نړیوالې جګړې غوندی نور نو یو « ژغورلی جنت » ندی بلکې د ناګاساکی، هیروشیما، سایګون او بغداد غوندی د حملې وړ او آسیب پذیر دی . دې حملې و ښودل چې د امریکا اقتصادي نیکمرغی د یوې پړسول سوي بوغۍ په شان په یوه تروریستي حمله سره سورۍ کیداې سی . طیاره تښتونکو دا هم ثابته کړه چې امریکا باید له خپل تکبر څخه راکښته سی او ایف بی آې یا سی آی اې او نوری اطلاعاتي او استخباراتي څانګی د پای ټکی ندئ .
ټولې نړۍ په سترګو ولیده چې د امریکا د یوه سره تر بل سره ( په ۵۴ ایالتونو کې ) امریکایانو اوښکې توی کړې مګر دا اوښکی د ناامیدۍ، ناتوانۍ، کمزورۍ او شکست اوښکی وې. عیناْ لکه د جاپان، ویټنام، کوریا ، عراق او نورو هیوادو د اوسیدونکو اوښکی چې به ګرایوانه ته بهیدی! دې پيښې ثابته کړه چې که امریکا هر څونه ځان « نه ماتیدونکئ او خورا پیاوړی » بولی مګر بیا هم تر دوی نور غښتلی کسان سته دی . پدې حمله سره د نړۍ یوازینی ستر ځواک ۲۴ ساعته کوم دولتی مشر نه درلود. ولسمشر، د هغه مرستیال او د کانګریس رئیس یا په هوا کې په طیارو کې ګرځیدل او یا هم تر مځکې لاندې پټ وو چې دا اوس د امریکا د تاریخ یو جز وګرځید خو وروسته چې کله راښکاره سول نو د هغوی ویناوی د ټکان، سپکاو ی، غضب، انتقام او تشدد له درده ډکې وې، او داسې ترې معلومیده چې هغوی ژر باید خپل پړسیدلئ زړه پر کوم بیوزله هیواد باندې تش کړی .
هو، د سپتمبر د یوولسمې حملې په زرګونو کسان ووژل او هرځای د هغوي او خپلوانو لپاره یې ماتم کیدئ. خو ډیرو انسانانو بیا پدې ماتم کاوه چې داپيښه خو وسوه اوس به د دوی په نوم څو چنده نور بیګناه انسانان وژل کیږی . دا لاڅه د ډیرو هیوادو خلګ هم پدې غمجن وو چې اوس به نو امریکا پر چا خپل د زړه بړاس باسی او څوک به په تیغ وپيی.
ددې پيښې ستره ملامتیا د چا ده ؟ که د مسئلې عمق ته ښه ځیر سو نو امریکایی استخبارات، ملي امنیت، ایف بی آې، او پولیس تر بل هر چا ډیر ملامت دی . ځکه هغوی جمعاْ د کاله ۷۷ بلیونه ډالره بودجه لرل مګر بیا هم دا حمله ور څخه تیره سوه. دا ثابته ده چې د امریکا استخبارات په نړۍ کې تر ټولو ستر ، فعال او متنفذ دي، د هغوي په سلګونو زره ګومارلی په امریکا او دنیا کې ۲۴ ساعته فعال دی مګر بیا هم د هغوی تر سترګو لاندی دا پيښه وسوه. امریکایی مقاماتو ادعا وکړه چې ۱۹ ځوانانو دا کار وکړ چې څو میاشتې یې پر دغه پلان کار کړی، په لویو ښارونو کې اوسیدل، کاناډا او جرمني ته یې سفرونه کړی، په کلپونو کې نڅیدل او شراب یې څښل، په سپورټي کلپونو کې یې تمرین کاوه، د الوتنی د زده کړی او الوزولو مربوط پوهنځیو کې د منظمو غړو په توګه مصروف وو او داسې نور . خوپوښتنه دا ده چې امریکایی استخباراتو او امنیتي اطلاعاتي جوړښتونونو ددونه ستری بودجې، ماهرو ایجنټانو او عصري وسایلو د لرلو سره سره ولې د نوموړو کسانو پلان او څرک کشف نکړای سو ؟ آيا د امریکا استخبارات او اطلاعاتي شبکې بې کفایته وو او که طیاره تښتونکی تر هغوي با کفایته وو؟ ولی د سي آی اې، یا ایف بی آی یا ملی امنیت د شورا او یا هم نورو امنیتی څانګو کوم رئیس د خپلی دغی بـې کفایتۍ په وجه استعفا ونکړه ؟ ولی دولسمشر یا بل کوم لوی امریکایی مقام لخوا دغو ناکامیو ته هیڅ اشاره هم ونسوه ؟ دا هغه پوښتنی دی چې تر ننه هم ندي ځواب سوي .
خو ددې ټولو بر عکس واشنګټن بیله ځنډه او بیله تدبیره او بیله شواهدو یا اسنادو څخه یو دم د اسامه بن لادن دروازه وټکوله. دا ځکه چې هغه مخکې لا د امریکا پر ضد جهاد اعلان کړی و، او تردې وړاندې په افریقا کې پر امریکا یی سفارتونو حملې، په یمن کې پر امریکایی جنګي بیړۍ( یو ایس ایس کول ) باندې حمله هم بن لادن ته راجع کیده. امریکایی مقاماتو د سپتمبر د یوولسمې د حملې ګرویږنه پیل نکړه، بیطرفانه پلټني یې ونکړی، اساسي رسیدګي یې ونکړه، اصلي حقیقت یې ونه پلټئ بلکې ډیر ژر یې د خپرونو او ټلویزیونونو پر انګیرنو د تصدیق ټاپه ولګول چې هغوي به ټوله ورځ اسامه بن لادن، القاعده او افغانستان پورته کښته کاوه.
یو فرد یعنی اسامه بن لادن چې د کوچیانو غوندی بدوي ژوند کاوه او پوره لس کاله په جلاوطنۍ کې اوسیدلئ او په یو داسې هیواد کې اوسیدئ چې د هغه وګړی خپل ولس هم نسی ګڼلای، پدې هیواد کې یې نه ټیلفون کولاې سو او نه هم سټیلایټ دا ځکه چې هغه هیواد (یعنی افغانستان) د څو کالو راهیسې تر مسلسل استخباراتي سټیلایټ لاندی تعقیب و، داسې یو هیواد چې نه عصری ټکنالوژي لرل او نه یې هم له بهر سره ډ يپلوماتیکی او مخابراتي سهولتونه لرل، حتې دا چې نړۍ ته یې خپل پیغام په انګریزي ژبه هم نسو رسولاې ځکه د څو کالو راهیسې تر بندیزونو لاندی و. ارتباطي او مخابراتي سیسټم یې خورا ابتدايي او بانکي سیسټم یې تقریباْ صفر او د بهر سره باالکل غوڅ و. دا څنګه ممکنه ده چې د نړۍ د غریب ترین هیواد څخه د نړۍ پر سرمایه دار ترین هیواد باندې حمله هدایت سوه ؟ یا په بله ژبه څنګه د « زیرو پاور» څخه پر « سوپرپاور» باندې حمله وسوه او زړه یې ورسورئ کړ ؟
خو ددې ټولو سره سره دا ادعا کیده چې یا ، همدا بن لادن دی چې په افغانستان کې یې د خپل غار یا سمڅی څخه دا ډول اریانونکی او ننداره ییزه ستر عملیات سازمان کړل. خو هغه یو داسې انسان دی چې باالکل د تجرید په حال کې اوسیدلې دی. هغه وطن نلری، حکومت نلری، او پوځ هم نلری بلکې تل د هوا او مځکی لخوا د نړۍ د پرمختللې طاقت ( امریکا ) تر مسلسل تعقیب لاندی اوسیدلې دی . خو واشنګټن په لوی لاس د هغه څخه یوه بلا او هیولا جوړه کړه. هو، امریکا د ثبوتونو او شواهدو له ښودلو پرته بن لادن متهم اعلان کړ او ځان یې پدې قضیه کې شاهد هم وښود، مدعی هم، او قاضي هم، او فیصله یې هم پخپله صادره کړه ځکه د زور ورو اوبه مخ پر لوړه ځي.
د امریکا خارجه وزیر « کولن پاول» ددې حملې څخه شپږ میاشتی وروسته اعلان وکړ چې امریکا به ژر یو سپین کتاب خپور کړی او په هغه کې به د بن لادن د لاس لرلو ټول شواهد او اسناد خپاره کړی. مګر له بده مرغه دا کار حتی تر ننه هم ندی سوی او نړۍ نه پوهیږی چې واشنګټن ولی دغه « شواهداو اسناد» نه خپروی حتی د څلورو الوتکو « تور بکسونه » یې هم ونښودل چې هغه د طیاری دننه ټول جریانات ثبتوی او د تودخی آن په ( ۲۰۰۰) درجې د سانتي ګراډ لا هم ژغورنده پاتیږی او له منځه نه ځي.
په هر صورت، سپینه مانۍ باید نړۍ ته د القاعده او بن لادن د لاس لرلو اسناد ورښکاره کړی. دا کار به په ملیونونو هغه انسانان چې بن لادن یو اتل بولی پدې معتقد کړی چې یا ، هغه خو دا دئ په رښتیا هم یو وینی څښونکی قاتل دی. بس هماغه خبره ده چې د زور ورو اوبه پر لوړه ځي.
ډیر امریکایی او نړیوال انتقادکونکی د سپتمبر د یوولسمې حمله یوه کیسۍ یا مبهمه توطئه ګڼي او دا پوښتنه یې نده حل سوې چې هغه چا وکړه او ولی.
مشهور امریکایی څیړونکی او لیکوال «اریک مارګولیس» لیکی چې « موږ آن تر اوسه لا هم ډاډه نه یو چې القاعده دې د سپتمبر د یوولسمې مسؤلین وی .... دغې ادارې په ۲۰۰۲ کې خپله هغه ژمنه آن تر ننه هم نده عملي کړی څو دا ثابته کړی چې د سپتمبر د یوولسمې مجرم القاعده دی.» مګر ډیر نور نقادان او سیاسي څیړونکی بیا دا حمله د امریکا د بهرنۍ تګلارې خصوصاْ په اسلامي او عربي هیوادو کې د واشنګټن د تشددی اعمالو غبرګون بولي.
مشهور امریکایی یهود نوام چوامسکی چې د امریکاپر بهرنۍ تګلاره دانتقادنړیوال شهرت لری د ۲۰۰۱ په ډسمبر کې داسې وویل : « دا صحیح ده چې بن لادن تروریسټ دی ، خو تروریزم یې د شک او شبهې په حال کې دی او قانوناْ ثابت سوی ندی مګر د بوش عملیات خو معلومداره تروریستي او حتی تر بن لادن لا هم شدید دی.» مایکل شیور د سي آی اې یو مجرب افسر چې د ۱۹۹۶ څخه تر ۱۹۹۹ پورې د اسامه بن لادن د شعبې رئیس و داسی لیکی : « واشنګټن د اسلامي تروریزم پر ضد په جنګ کې ځان پخپله یو دښمن ګرځولی دی ... موږ دا جنګ په څرګنده سره بایلو. نن بن لادن، القاعده او د هغوي متحدین یوازینی چاره ناپذیره ملګرئ لری چې هغه په اسلامي نړۍ کې د امریکا خارجه پالیسي ده ... نو ځکه هغوي عکس العمل ښکاره کوی . »
خو ددې ټولو سره سره چې نه د بن لادن یا القاعده د لاس لرلو شواهد نړۍ ته ونه ښودل سوه او نه هم دا ثابته سوه چې دا حمله د افغانستان څخه هدایت سوې ده، مګر بیا هم واشنګټن پر افغانستان د لوي پوځي برید اعلان وکړ څو چې فقط ۲۷ ورځی وروسته یعني د ۲۰۰۱ د اکتوبر پر اوومه یې افغانستان تر سختی هوايي حملې لاندې راوست او طالبان یې پسله دوو میاشتو جنګ څخه مات کړل او پر ځای یې خپل لاس کښینولی رژیم مسلط کړ چې تر ننه واکمن دی. پدې حمله کې تقریباْ څلور زره ملکی او بیګناه افغانان شهیدان سول.
اریک مارګولیس د ۲۰۰۴ په فبروري کې په ټورنټو سن ورځپاڼه کې ولیکل چې نن معلومه سوه چې د سپتمبر د یوولسمې حمله بن لادن او القاعده نده کړی او نه هم هغه له افغانستان نه هدایت سوې وه. دئ لیکی چې « د جرمني محکمو پدې ورورستیو کې حکم صادر کړی چې د سپتمبر د یوولسمې توطئه په هامبورګ کې طرح سوې وه نه په افغانستان کې، او هغه د القاعده سره کوم نیغ تړاو هم نلری. هو، د القاعده مشرانو خو ۹/۱۱ ترپيښيدو وروسته وستایله، مګر داسې نه ښکاری چې د هغې په پلانونو او تمویل کې دې فعال لاس ولری... خو بیا هم د سپتمبر یوولسمه پر افغانستان د یرغل یوه ښه پلمه سوه چې امریکا ته په لاس ورغله . »
د اسلامي نړۍ خورا مشهور او منلی عالم « علامه یوسف القرضاوی » د ۲۰۰۳ په ډسمبر کې یو نړیوال کنفرانس ته په ډاګه کړه چې د اسلام سره د امریکا د مخالفت اصلی عوامل دوه دی چې لومړی داسرائيلو څخه په پټو سترګو او بیله قید او شرطه د امریکا ننګه او دوهم د امریکایی تګلار و جوړونکو لخوا د شوروي ترنړیدو وروسته اسلام د خپل حریف په توګه ښودل دی.
ده زیاته کړه چې « د امریکا دغه کړنلاره آن د سپتمبر د یوولسمې څخه ښه ډیر پخوا لا راپیل سوې وه خو د سپتمبر یوولسمه پر اور باندې د پټرول شیندلو معنا لری.»
د پورته ټول بیان څخه ښکاری چې د سپتمبر د یوولسمې حمله کونکئ تر ننه د شواهدو او اسنادو له مخې نه پيژندل سوئ او نه هم ثابت سوئ دئ مګر لویدیځه نړۍ په عام ډول او واشنګټن په خاص ډول هغه پر بن لادن تاوانوي. د امریکا د براد فورډ پوهنتون د سولې د ډیپارتمنټ مشهور استاد « پوهاند بیل راجرز» څرګنده کړې چې باید دې حملې ته د منځني ختیځ د بنسټ پالانو سره په ارتباط ورکولو کې محتاط اوسو. ده زیاته کړه چې « موږ پخوا هم د دغسې حالاتو سره مخامخ سوی یو . د اوکلاهاما په بمبی چاودنه کې لومړی هرچا خپلې سترګی منځني ختیځ ته نیولې وې خو وروسته معلومه سوه چې د هغې اصلي مقصر پخپله د همدی امریکا بچئ و . » د سعودي عربستان د دهران چاودنه هم لومړی پر بن لادن تاوانیده خو پسله پنځو کالو معلومه سوه چې هغه د لبنان یو شعه سړی کړې وه ( چې د حزب الله غړی و )
جالبه لا دا چې د سپتمبر د یوولسمې د حملې تر پیښيدو وروسته فرانس پریس ته د فلسطین د غزی څخه یو چا د ټيلفون له لاری ددې حملې مسولیت ومنی چې ځان یې « دفلسطین د آزادۍ د دیموکراتیکی جبهې» مسؤول معرفی کړ، مګر ډیر ژر ددغې جبهې یو لوړ چاری مسؤل ددې ادعا څخه انکار وکړ.
چې داسې ده نو دا حمله چا کړیده او ولی او څه ګټه یې ترې حاصله کړه ؟ واشنګټن او د هغه متحدین یې پر بن لادن تاوانوي، اسلامي نړۍ یې پخپله پر غربیانو تاوانوی او غربي ناقدین او څیړونکی یې پخپله پر امریکایی شبکو یا د اسرائیلو پر جاسوسي شبکې باندې تاوانوی، او هر لور د مقابل طرف حاصلې کړی ګټی تشریح کوی ( چې دلته پدې لیکنه کې ګنجایش نلری) .
هر انسان یا ډلې چې د سپتمبر د یوولسمې حمله طرح کړیده ککرۍ یې د انسان خو ماغزه یې سل په سلو کې د شیطان دی ځکه هغه داسی یوه معما پریښودل چې نن پسله پنځو کالو هم ټولې نړۍ پخپل ټول وس او ټولو وسایلو سره هغه نده ثابته کړې چې دا چا وکړه. دغې پيښې ځینی کسان بلیونران کړل او ځينی یې بیا فقیران کړل، ځینی یې واکمنان کړل او ځينی یې بندیوان کړل، ځینی یې ښاغلي کړل خو ځینی یې رټلې کړل، ځینی یې د غارونو څخه قصرونو ته ورسول او ځینی یې د قصرونو څخه غارونو ته ورسول، ځینی یې ظالمان کړل او ځینی یې بیا مظلومان کړل. لنډه دا چې د سپتمبر موموزې حملې په نړۍ کې باالعموم او په افغانستان کې باالخصوص دا مبهمه کړې ده چې څوک تروریسټان دی او څوک جهادیان دی. څوک جاسوسان دی او څوک وطنپرستان دی، څوک جنګسالاران دی او څوک قهرمانان دی، څوک مسلمانان دی او څوک منافقان دی، څوک د مخدره موادو کاروباریان دی او څوک سوداګران دی، څوک مجاهدین دی او څو ک بیا فاسدین دی، څوک اشغالګران دی او څوک بیا همکاران یا ساتندویان دی.
لنډه دا چې ۹/۱۱ رښتیا او درواغ، خیانت او صداقت حق او ناحق، دوست او دښمن، او بالاخره ملی قهرمان او ملي خاین سره ګډوډ او یو په بل سره واړول. نو ځکه ویلای سو چې ددې پيښې د مرتکبینو ککره د انسان خو ماغزه یې د شیطان دی.
هو، امریکا خو ظاهراْ د نوموړی حملې په بدل کې پر افغانستان پوځي حمله وکړه مګر نن پسله پنځو کالو داسې ښکاری چې هلته د پوځي، زیربنایی ، ستراتیژیکی او روحیاتي پلوه د سختو ناکامیو سره مخامخ ده. دا ناکامۍ کومی دی ؟ هغه به ټولې انشا الله په راتلونکې ګڼه کې توضیح کړو. تر هغو پورې والسلام، ( ن ــ صمد )

يادونه :داليکنه د افغان رسالې په ۸۹ يمه ګڼه کي خپره سوې ده


pattang
13.11.2006

د شرم ځای دی خو خړ سترګي په هيڅ هم نه شرميږي :

Re: Spandta:Finally,the elephant gave birth to a m
« Reply #2 on: Nov 6th, 2006, 3:13am » Quote Modify

--------------------------------------------------------------------------------
[color=red:84d83c4e59]C.I.A. Review Highlights Afghan Leader’s Woes [/color:84d83c4e59]

By DAVID ROHDE and JAMES RISEN
The New York Times
Published: November 5, 2006

HERAT, Afghanistan, Nov. 4 — A recent Central Intelligence Agency assessment found that the Afghan president, Hamid Karzai, had been significantly weakened by rising popular frustration with his American-backed government, American officials say.

The assessment found that Mr. Karzai’s government and security forces continued to struggle to exert authority beyond Kabul, said a senior American official who spoke only on the condition of anonymity. The assessment also found that increasing numbers of Afghans viewed Mr. Karzai’s government as corrupt, failing to deliver promised reconstruction and too weak to protect the country from rising Taliban attacks.

“The ability to project out into the countryside, perceptions of corruption in the government,” said the official, listing Afghan complaints. “The failure to deliver the services.”

The assessment, which was conducted before Mr. Karzai’s visit to Washington in late September, echoes the frustration that has gathered force in Afghanistan since the spring, and American officials in Washington and Kabul are expressing increasingly dire warnings regarding the situation here. Ronald E. Neumann, the American ambassador in Kabul, said in a recent interview that the United States faced “stark choices” in Afghanistan. Averting failure, he said, would take “multiple years” and “multiple billions.”

“We’re going to have to stay at it,” he said. “Or we’re going to fail and the country will fall apart again.”

Officials from the United States Agency for International Development, the government’s main development arm, said they were rushing $14 million in assistance to southern Afghanistan, where a recent NATO offensive routed the Taliban, but suicide bombings continue to damage public confidence.

“We’ve spent about $800,000 on displaced people,” said Leon S. Waskin, the agency’s mission director in Afghanistan. “We’re planning to start a program to repair agricultural infrastructure and damaged houses.”

The C.I.A. declined to comment on its assessment. In addition to that report, the National Security Council began a classified, interagency review of American training and reconstruction efforts in Afghanistan this summer after violence increased.

While that review has not been completed, officials said it was expected to include a request for additional financing. Over the past year, the Bush administration reduced financing for Afghanistan by 30 percent and proposed the withdrawal of up to 3,000 American troops. At least 143 American and NATO troops have been killed in the Taliban resurgence this year, 55 more than died in all of 2005, and the planned withdrawal was canceled.

Gordon D. Johndroe, a spokesman for the National Security Council, said the interagency review covered anti-Taliban and counternarcotics activities as well as efforts to counter extremism and to integrate the central government with local and provincial governments.

“We are proud of the progress that has been made in the last five years, but know there is more to do,” he said. “The United States is committed to the people of Afghanistan for the long term.”

Mr. Neumann, who has been the ambassador here for just over a year, laid out a full menu of tasks that he said the American-led effort needed to accomplish in Afghanistan, including reviving the country’s economy, building roads and power plants and improving security. He said plans drafted in 2002 to train the army and police force needed to be revamped and expanded.

Mr. Neumann, a decorated Vietnam veteran whose father served as the American ambassador to Afghanistan from 1966 to 1973, said country’s security forces had to be better supplied. “We have a war, not in all parts of the country, but we have a war,” he said. “So we have to build a much better equipped army and a much better-equipped police.”

Training the police represents an even larger challenge than strengthening the army, Mr. Neumann said. “The police need a whole huge, major effort,” he said. “That wasn’t what the program was designed to do when we were at peace.”

The senior American official said Afghans widely saw the force as corrupt and failing to provide security.

A sharp increase in suicide attacks and roadside bombings over the past two years has persuaded many Afghans that security has sharply deteriorated under Mr. Karzai. The tactics appear to have migrated from Iraq, according to the official, probably via the Internet and people traveling between the countries.

“There’s not been a tradition of the suicide bombers,” the official said. “Psychologically, this has had a major impact.”

Taliban commanders continue to use parts of Pakistan as a haven to plan attacks in Afghanistan, American officials said. But popular support for the Taliban now exists inside Afghanistan as well.

The Taliban fighters appear to be attracting support from disaffected Afghans, and they are also coercing Afghans to join them.

“How much of this is support for the Taliban?” the senior American official asked. “How much is coerced? How much of it is gun for hire? How much of it is a young man who has nothing else to do and this sounds pretty exciting? Our analysis is that there’s some degree of all of those.”

Taliban fighters and drug traffickers appear to be using the same criminal networks, the official said.

“What we think is happening is that there are links at the local level,” the official said. “There is certainly the use of the networks — networks of informants, networks of smuggling routes, communications, finances.”

Some Taliban fighters are currying support among farmers by promising to protect the opium crops from government eradication efforts, the official said.

One reason the central government has trouble exerting control beyond Kabul, the official said, is that it has little means of connecting to the country’s strong village councils.

To extend its authority, Mr. Karzai’s central government is dependent on Afghanistan’s provincial and district governments — the equivalent of state and county governments in the United States — that remain weak or dominated by corrupt local officials.

“There’s no transmission belt that goes between Kabul and the local government,” the official said. “You lost a whole generation of education and bureaucrats and people that can take a government plan and make it real on a local level.”

Mr. Neumann said creating such a link was an enormous challenge, but one the United States must face. A representative government and stronger army, he said, are the only means to prevent the country from disintegrating into rival factions as it did during the 1990s.

“Ultimately you’re going to succeed with a policy of building an army in a country with a participatory government,” he said. “Or the country is going to fragment again.”

David Rohde reported from Afghanistan and Washington, and James Risen from Washington.

« Last Edit: Nov 6th, 2006, 3:15am by BazKhan


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more