نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
30.06.2006
درنو او محترمو ورنو! السلام علیکم:
ښاغلی او محترم صافي صاحب!
[quote:ccefcbc91b]بې مسوليته او مذبذبه ليکنه په دوه توته هم نه ارزی، [/quote:ccefcbc91b]
دا خبره خو په دغه عام شکل سمه ده، په دې شرط چې هيڅ چاته راجع نه وي ! خو ستاسې مطلب زماليکنه ده ، خو پاممونه دې چې د بيمسوليتۍ ثبوت مو نه دې واندې کړی، خو حکم مو صادر کړې دی . ايا دا يوه مسوﻻنه اندتوګه بولئ ؟ هوتاسو ورسره يوه ادعا تړلې چې ګواکې [quote:ccefcbc91b]نن یوڅه وایې او سبا بل .عامه ، او خاصه ،اوهرراز لیکنه چې څوک کوی باید دی ته یی پام وی چې لیکنه سند دی[/quote:ccefcbc91b] .
تاسوچې کوم سند وړاندې کړی، په ځوابي ليکنه کې مې هڅه کړې څوتاسو وپوهوم چې ددغه سند مورد بل شی
او دلته بيځايه دی. که تاسو قناعتپرې نه وي حاصل شوي ، حق او صلاحيت دواړه مو لرل چې پر ضد يې ، ستاسې خبره، مادي او منطقي دلايل وړاندې کړئ، خو ددېپرځای تاسو دهغو دوګماتکو حکمنو صادرولو ته ﻻس اچولی چې نه مو حق اونه صلاحيت درلود.
[quote:ccefcbc91b]بې نا موسان،درباريان،چاپلوس،خرڅ شوی ،غټ خيټی،دا صفات دی چې بې له مسما په ځانګړی توګه پوچې خبرې دی .[/quote:ccefcbc91b]
نه صافي صيب ، دا عامې خبرې دي ،نه پوچې ، که چيرې ما مشخصې کړې نه وای او د ااسيقانون دليي جرګي هغو پښتنو غړوته نهوای ځانګړې شوې چې د پښتو د ملي کيدو د طرحې د وړاندې کولو څخ صرف له دې کبله تير
او د نرو پښتن ويلانو سره يې کړې ژبه او قول مات کړل ، چې د رباني خيلانو ، امريکايانو او نورو ضدملي او ګوډاګيوعناصرو د پيسوزور او سياسي فشار ته تسليم شول او د پښتو د پلويانو وجود اکثريت .يې ړنګ کړ.
اياله دې مشخصې اواظهر من الشمس څرګندې او معلومدارې تاريخي ناوړې پيښې څخه تاسو هم د غفار ورور پشان منکرياست ؟ اوادعا لرئ چې دا يې يو ستر مسوﻻنه کار وکړچې دپښتو د ملي ژبې پر حيثيت يې ګواکې د شمالي ټلوالې سره د ملي وحدت د ساتنې له پاره تير شول ؟ دا پلمه خو په تلويزيوني اونورو کورنيو اونړيوالو رسنيوکې هم وښودل شوه چې پښتانه وکيلان د څه له پاره له خپل دريځ څخه تير شول !
که غفار ورور له دېپيښې نهځان بي خبره وښيي ، نو ښيي هغه چيرې په کوم امريکايي يااروايي هيواد جرمني يابل کې ژوند کوي او ځان ناګاره واچوي چې ګواکې له دې سترې ناوړې پيښې څخه خبر شوی نه و، نوتاسو څنګه دا سې انګيرئ چې ګواکې داسې پيښه له سره پيښه شوې نه ده اوګواکې پښتنو وکيلانو پخپله، په ازادانه او داوطلبانه توګه غوښتل چې پښتو دې نوره ملي ژبه نه ي ؟
خولهبلې خوا که تاسو هم دغفار پشان په بهر کې له دغه تر ملي خيانت څخه ناخبه پاتې شوي ياست، نو خولږ ترلږه
د هغه په څير تاسوهم د دګماتيکو حکمونوله صادرولو څخه تر هغه وخته ډډه وکړئ چې څو د پيښېه واقعيت څخ ځان خبرکړئ.
[quote:ccefcbc91b]هو کله مو چې وویل( ببرک خاین ووطن فروش) یا ګوډاګی شاه شجاع او یا ظالم عبدالرحمن،مفهوم ورځینې اخيستل کيږی [/quote:ccefcbc91b]
او که ووايوچې د ببرک نږدې انډيوالان، د شاشجاع سياسي او پوځي ملګري ، د عبدالرحمان همکاران هم خاينان وو، نو بيا ؟ ايا تاسو او غفار صيب يې تر هغه پورې خيانت نه منئ،تر څو چې دلته يې د بيلابيلو نومونه نه وي اخيستل شوي؟
عجيبه پاراډکس خبر نه ده چې : په لويه جرګه کې خيانت شوی، ملي خيانت اوجنايت شوی او بيناموسي شوې چې د پښتو دملي ژبې پر حق پښې کيښودل شوې او سترګې پرې پټې شوې، خو خاين ، بيناموس او تاليڅټی په کې
يو هم نه و؟ دا خيانت نو آخر چا وکړ ؟ دا بيناموسي خو به آخر کوم بيناموس کړي وي که نا؟ اونورو خاينانو به ورته چک چکې کړي وي که نا؟ او که نه ، زما محترمو تاسې اصلأ دا دپښتو حق نه بولئ چې ملي ژبه وه او ملي ژبه دې وای اوملي ژبه دې شي ؟ که د اسې انګيرنې لرئ نو بيا ولې شفشف کوئ او نه واياست چې ورونو پښتوته اوس هم تر هغه زياته برخه ورکړ شوې چې مونږ يې دپښتو حق ګڼو : او هغه داچې پښتو ولې رسمي شوې ده؟
هو دا ډول جملې به ځواب نه وي چې : [quote:ccefcbc91b]دا پورتنې بې ځایه خبرې دی هم بیرته درواخله دا نه تاسره ښایی او نه ما سره .[/quote:ccefcbc91b]، خو دا خپل ، خدای درکړی ، حق بولئ چې له صلاحيت پرته هم د بل دليکنې متن بي [color=white:ccefcbc91b] بيځايه [/color:ccefcbc91b] وبولئ؟ مبارک شه !
30.06.2006
درنو او محترمو ورنو! السلام علیکم:
ښاغلی او محترم صافي صاحب!
[quote:8d8a9a35d1]بې مسوليته او مذبذبه ليکنه په دوه توته هم نه ارزی، [/quote:8d8a9a35d1]
دا خبره خو په دغه عام شکل سمه ده، په دې شرط چې هيڅ چاته راجع نه وي ! خو ستاسې مطلب زماليکنه ده ، او پام مونه دې چې د بي مسوليتۍ ثبوت مو نه دې وړاندې کړی، خو حکم مو صادر کړې دی . ايا دا يوه مسوﻻنه اندتوګه بولئ ؟ هوتاسو ورسره يوه ادعا تړلې چې ګواکې [quote:8d8a9a35d1]نن یوڅه وایې او سبا بل .عامه ، او خاصه ،اوهرراز لیکنه چې څوک کوی باید دی ته یی پام وی چې لیکنه سند دی[/quote:8d8a9a35d1] .
تاسوچې کوم سند وړاندې کړی، په ځوابي ليکنه کې مې هڅه کړې څوتاسو وپوهوم چې ددغه سند مورد بل شی
او دلته دا سند ځاي نه لري . که ستاسو قناعت پرې نه وي حاصل شوي ، حق او صلاحيت دواړه مو لرل چې پر ضد يې ، ستاسې خبره، مادي او منطقي دلايل وړاندې کړئ، خو ددې پرځای تاسو دهغو دوګماتيکو حکمنو صادرولو ته ﻻس اچولی چې نه مو دهغې حق اونه صلاحيت درلود.
[quote:8d8a9a35d1]بې نا موسان،درباريان،چاپلوس،خرڅ شوی ،غټ خيټی،دا صفات دی چې بې له مسما په ځانګړی توګه پوچې خبرې دی .[/quote:8d8a9a35d1]
نه صافي صيب ، دا عامې خبرې دي ،نه پوچې ، که چيرې ما مشخصې کړې نه وای او د اساسي قانون دلويي جرګي هغو پښتنو غړوته نه وای ځانګړې شوې چې د پښتو د ملي کيدو د طرحې د وړاندې کولو څخه صرف له دې کبله تير او د نورو پښتنو وکيلانو سره يې کړې ژبه او قول مات کړ ، چې د رباني خيلانو ، امريکايانو او نورو ضدملي او ګوډاګيوعناصرو د پيسوزور او سياسي فشار ته تسليم شول او د پښتو د پلويانو موجود اکثريت .يې ړنګ کړ.
اياله دې مشخصې اواظهر من الشمس څرګندې او معلومدارې تاريخي ناوړې پيښې څخه تاسو هم د غفار ورور پشان منکرياست ؟ اوادعا لرئ چې دا يې يو ستر مسوﻻنه کار وکړچې دپښتو د ملي ژبې له حيثيت څخه ګواکې د شمالي ټلوالې سره د ملي وحدت د ساتنې له پاره تير شول ؟ دا پلمه خو په تلويزيوني اونورو کورنيو اونړيوالو رسنيوکې هم وښودل شوه چې پښتانه وکيلان ظاهرأ د څه له پاره له خپل دريځ څخه تير شول !
که غفار ورور له دې پيښې نه ځان بي خبره وښيي ، نو ښايي هغه چيرې په کوم امريکايي يااروپايي هيواد لکه جرمني يابل هواد کې ژوند کوي او ځان ناګاره واچوي چې ګواکې له دې سترې ناوړې پيښې څخه خبر شوی نه و، نوتاسو څنګه دا سې انګيرئ چې ګواکې داسې پيښه له سره پيښه شوې نه ده اوګواکې پښتنو وکيلانو پخپله، په ازادانه او داوطلبانه توګه غوښتل چې پښتو دې نوره ملي ژبه نه ي ؟
خوله بلې خوا که تاسو هم دغفار پشان په بهر کې له دغه ستر ملي خيانت څخه ناخبره پاتې شوي ياست، نوبا خولږ ترلږه د هغه په څير تاسوهم د دګماتيکو حکمونوله صادرولو څخه تر هغه وخته ډډه وکړئ تر څو چې د پيښې واقعيت څخه ځان خبرکړئ.
[quote:8d8a9a35d1]هو کله مو چې وویل( ببرک خاین ووطن فروش) یا ګوډاګی شاه شجاع او یا ظالم عبدالرحمن،مفهوم ورځینې اخيستل کيږی [/quote:8d8a9a35d1]
او که ووايوچې د ببرک نږدې انډيوالان، د شاشجاع سياسي او پوځي ملګري ، د عبدالرحمان همکاران هم خاينان وو، نو بيا ؟ ايا تاسو او غفار صيب يې تر هغه پورې خيانت نه منئ،تر څو چې دلته يې د بيلابيلو نومونه نه وي اخيستل شوي؟ او که غواړئ په دې تکتيک سه د خلکو دعامه انظارو په وړاندې د کرزي صيب د حکومت پر نيمګړتياو پرده وغوړوئ ؟
اا عجيبه پاراډکس خبره نه ده چې : په لويه جرګه کې خيانت شوی، ملي خيانت اوجنايت شوی او بيناموسي شوې چې د پښتو دملي ژبې پر حق پښې کيښودل شوې او سترګې پرې پټې شوې، خو خاين ، بيناموس او تاليڅټی په کې يو هم نه و؟ دا خيانت نو آخر چا وکړ ؟ دا بيناموسي خو به آخر کوم بيناموس کړي وي که نا؟ اونورو خاينانو به ورته چک چکې کړي وي که نا؟ او که نه،ساسې خبره اساسأبله ده ،او تاسې محترمين اصلأ دا دپښتو حق نه بولئ چې هغه ملي ژبه وه او ملي ژبه دې وای اوملي ژبه دې شي ؟ که د اسې انګيرنې لرئ نو بيا ولې شفشف کوئ او نه واياست چې ورونو پښتوته اوس هم تر هغه زياته برخه ورکړ شوې چې مونږ يې دپښتو حق ګڼو : او هغه داچې پښتو ولې رسمي شوې ده؟
خو دا ډول جملې به ځواب نه وي چې : [quote:8d8a9a35d1]دا پورتنې بې ځایه خبرې دی هم بیرته درواخله دا نه تاسره ښایی او نه ما سره .[/quote:8d8a9a35d1]، خو له دې سرهجوخت دا هم خپل ، خدای درکړی ، حق بولئ چې له صلاحيت پرته هم د بل دليکنې متن بي [color=white:8d8a9a35d1] بيځايه [/color:8d8a9a35d1] وبولئ؟ مبارک شه !
larghonay1
01.07.2006
صافى صيب سلامونه !
وروره هسې تاوېلې ما وېلې مه كوه!
تاسو ويلي وو د حق غوښتلو ډېرې لارې دي !
هسې ولې خپل او زمونږ وخت بربادوى ؟
مهرباني وكړه هغه لاره راوښيه چې خپل حق وغواړو.
بله دا چې په بحث كولو يو څه ځان بلد كړه ډېر ورسره نا اشنا يې!
تاسو زما د يوې ليكنې يوه جمله د (فرهنګي يون ) له پاڼې راخيستى چې هغه ځانګړى ادبي بحث و او بله مو له همدې بحث نه نيمه جمله راخيستې دا نو هغه د چا خبره كوم سټايل دى؟
تاسو ولې نه شئ كولى چې خپلې خبرې سره راټولې كړئ او خپله موخه لږه روښانه وواياست؟
تاسو زما له ليكنې داسې مفهوم اخيستى لكه سړى چې له كلمې يوازې (لا اله ... ) راواخلي ا و بيا ووايي چې پلانكى وايي (خداى نشته).
وروره كه د بحث چل نه درځي يو څه وخت دا فورم تقيب كړه او بيا ځانته يوه ځانګړې لاره غوره كړه ! يوه خبره له اسمان او يوه له ځمكې مه كوه !
دا منم چې اكثره پښتانه دې ته تګړه دي چې خپل پښتون ته په نره او كلك ځواب ووايي .
ته چې دانشګاه د دري ژبو حق لرې نو ته يو باغي او ياغي انسان يې !
ته اصلاً د افغانستان اساسي قانون نه منې!
ته چې د يوهيواد اساسي قانون نه منې نو ستا هره دعوه بې ځايه ده او د يوه ياغي باغي سره بيا د پتنګ ،سمسور ازاد، منتظرمسيد او نورو وروڼو بحث كول سيند ته تبى دى!
ګرانه تاسو بايد پوه شئ چې لاريون يا مظاهره د نړۍ له ډيموكراټيكو اصولو څخه دي او كله كله دغه لاريون كوونكي دومره مجبور شي چې د مرده باد او زنده باد نارې وهي.
نو دپتنګ صيب له غټ خېټو او ........... څخه موخه د همدغه ډول نارو ده .
تاسو بايد په يوه ليكنه كې يوازې څو كلمو پسې ونه نښلئ!
مهرباني وكړه هغه خپله خبره دې تر سره كړه چې (دحق غوښتلو له پاره نورې لارې هم شته ).
مونږ له پيله داسې نه دي ويلي چې يو دري ژبى دې دري ته كار نه كوي او يا دې هغه په خپله ژبه خبرې نه كوي او نه مو داسې ويلي چې په دې هيواد كې دې بل څوك نه اوسي!
ګرانه زمونږ موخه د خپل ژبني او نورو حقونو غوښتل دي .
هيله ده چې خبره اخوا دېخوا كش نه كړى !
دا غوښتنه كه په تاسو بده لګېږي نو خپل دلايل وليكئ او كه نه زمونږ حق وي نو وروره پرېږده چې له بحث نه يو ښه نچوړ راووزي او خداى وكړي چې يوه ښه پايله ولري او د حق غوښتلو لارې چارې راپه ګوته كړي.
په همدې هيله
ستاسو لاروى
صافی
01.07.2006
ښاغلی اومحترم لرغونی ! محترم زیب منتظر صاحب !ډیرو درنو او محترمو او ښاغلو ورنو!
دسلام او نیکو پیرزوینو نه روسته:
لاری صاحب سمه ده بحث، دیالوګ،تاسو ویلې اوزه وایم، ته به دعام المنفعه، اومشترک المنفعه،مسایلو په سر ددې پاڼې داصولو په نظرکې نیولو سره د ایدیا لوژکی ،قومی ،فکری، اختلافاتو ته په درناوی او دهیوا ملی ګټوته په نظر کې نیولو ، پرته له شخصی مستقیم،او یا غیر مستقیم توهین، تحقیر،اوتیری دورولۍپه فضاکې ادامه ورکړو.
ددی پاڼې داصولو او دپشتنې او اخلاقی اصلو ماتونکو ته دګواښه روسته باید بستره ورپه شا شی.
اوس خو تا سو هم ددی فوروم دچلونکوې دنده لری ، نو که مهربانی وکړی اوعملی اقدام وکړې دګټی څخه به تش نه وي .
زه به په خپل وار د خپل ځان څخه پیل وکړم: اود ښاغلی زیب منتظر نه د خپلی بی ځا یه ټوکې بښنه وغواړم او ښاغلی ته به دا یادونه وکړم چې:تربګنی درسره نه لرم ورورولی درسره لرم او که تربور مې هم شی داکا زوی مې شوی ، په غیاب کې راباند ګران یی،لیکنې مې دی غوښې دی ،او دریز دی هم راته دروند او داحترام وړ دی. او خدای دی تل ژوندی لره .
په درناوی
صافی
منتظرمسید
01.07.2006
ګرانووروڼو!
سلامونه اونیکې هیلې .
زه داډیره موده کیږي چې دټول افغان دفورم بیلابیل بحثونه تعقیبوم اوداډیر دخوښی وړبولم چې ددې پاڼې کارکونکوداسې یوامکان زموږلپاره رامنځته کړی دی ،چیرې چې موږکولای شوخپل غم وژاړواودستونزولپاره موکه ګړندی حل نه وي موندلی نولږترلږه خوپدې سره پوه شوي یوچې اصلې مسئله کومه ده اودهغې داوارۍ لپاره دیوبل په نظراواندپوهیدلي اوخبرشوي یو،چې زماپه اندداهم لږ یا وړه خبره نده.
خوزماپدې فورمونوکې یوې نیمګړتیاته پام شوی دی چې البته هغه به نیمګړتیا وي یانه خوماته نیګړتیاښکاري،هغه داچې هرځل چې کوم بااحساسه هیوادوال دخبرواترویابحث لپاره کومه موضوع وړاندې کړیده،نوپه پیل کې دهغې په اړوند ډیرې په زړه پورې اوګټورې خبرې اوبحث روان وي ،لاکن کله چې ځای ددې ځای راورسیږي چې بایدکومې ټاکلې پائلې ته ورسیږو،نوکوم یوهیوادوال یاخوداچې په ناپوهۍ کې اویاخوهم په کوزیاقصداّدخبرواوبحث لوری بلې خواته وګرځوي،نقطه چیني پیل کړي،یاهم مخامخ په تورونولګولو لاس پورې کړي، ترڅوله شویوخبرواو بحث نه ټاکلې پائلې اونیجې په لاس رانه شي ،چې زیاتره داسې شویدي .خوپه هرحال زماپه اندچې موږ باید د داسې کسانولیکنوته په ځواب ویلوخپل ګټوروخت ضایع نکړواوهغه بایدله پامه وغورځویاایګنورکړو،چې لدې لارې به موله یوې خوادخپل بحث ګټورتوب خوندي ساتلې وي اودموضوع تسلسل ته به زیان نه رسیږي ، له بله پلوه به ورته کسان هم پوه شی چې ددوی دریځ ددې فورم دګډون کونکواوهغوکسانوپه وړاندې چې غواړي په رښتیاهم دستونزوحل ومومي،ناسم دی .نوهغه وخت کیدای شي چې دغه هیوادوال خپلې تیروتنې ته متوجه شي اوسمې لارې ته راشي .
ځکه چې زه پکرکوم چې موږخوپدې فورم کې لکه چې پخوامې هم ویلي دي اولاروي صیب هم همداخبره کوي ، تراوسه داسې څه ندي ویلې چې خدای مه کړه څوک مو دچادحق ترپښولاندې کولوته رابللي وي،بلکې پښتانه مورابللي دي چې دمشروع اوپرنړیوالواصولوبرابرې لارې څخه خپل حق وغواړي . نه خومودچا!!سپکاوی کړیدی اونه موهم چاته ګواښ.
نوله صافي صیب نه زه هم یوځل بیاهیله کوم چې خپل سلوک اوکړنلارې ته یوځل بیانظروکړي اودفورم پربحثونوکې دخنډونودراپيداکولوپه ځای دنورو ګډون کونکوپه څیریوسالمه اوسمه لاره غوره کړي .
په درناوي
ghafar
02.07.2006
ګرانو هېوادلوالو سلامونه او نېکې هيلې !
منتظرمسید ليکي:
[quote:80e2d893f9]خو زماپدې فورمونوکې یوې نیمګړتیاته پام شوی دی چې البته هغه به نیمګړتیا وي یانه خوماته نیګړتیاښکاري،هغه داچې هرځل چې کوم بااحساسه هیوادوال دخبرواترویابحث لپاره کومه موضوع وړاندې کړیده،نوپه پیل کې دهغې په اړوند ډیرې په زړه پورې اوګټورې خبرې اوبحث روان وي ،لاکن کله چې ځای ددې ځای راورسیږي چې بایدکومې ټاکلې پائلې ته ورسیږو،نوکوم یوهیوادوال یاخوداچې په ناپوهۍ کې اویاخوهم په کوزیاقصداّدخبرواوبحث لوری بلې خواته وګرځوي،نقطه چیني پیل کړي،یاهم مخامخ په تورونولګولو لاس پورې کړي، ترڅوله شویوخبرواو بحث نه ټاکلې پائلې اونیجې په لاس رانه شي ،چې زیاتره داسې شویدي،اوښاغلی صافې هم ورته چل چلندته مخه کړیده[/quote:80e2d893f9]
عزتمنده وروره که د محترم صافي ورور د نظر څرګندونې لدې بحث څخه ليرې کړۍ، نو پر څشي باندې بحث کوۍ ! سمسور آزاد ورور يوه موضوع بحث ته پرېښوده او ګرانو هېوادوالو منتظرمسید، larghonay1 ، pattang ، اوځواکمن هغه په بشپړه توګه تائيد کړۀ. نو دا څه بحث دئ؟
د پښتو ژبې د ورورسته پاتې کيدو په هکله ځينې خبرې شته، چې بحث کول پرې ډېر ضروري برېښي، خو له بده مرغه دغو ياد شوو هېوادلو سره يو مؤثر بحث ممکن نه برېښي، ځکه دوی په دې باور دي هر څه چې دوی ليکي هغه حقيقت دئ او که څوک د دغو هېوادوالو نظر تائيد نکړي او يا د دوي په نظر نيوکه وکړي، د دوی تورونو او بدو خبرو سره به مخامخ شي! دا د مطلق العنانه رژيمونو لکه د خلقيانو او پرچميانو کړنلارې ته ورته ده. کله چې دوی يوه موضوع غونډې ته وړاندې کوله نو د دې په تمه وو ، چې د غونډې ټول غړي به هغه تائيدوي او
که چېرې کوم چا بل نظر درلود هغه يې معمولاَ تورناوه، چې د امپرياليزم تر اغېزې لاندې راغلئ دئ.
هو همداسې دئ ګرانو ياد شوو دوستانو ! تاسې په مونو تونه توګه يا يوه غږ د حق اخيستلو پر موضوع ليکۍ، خو نورو ته د خپلواک نظر درلودلو حق نه ورکوۍ
عزتمند ورور ځواکمن! فکر نه کوۍ، چې د دې وخت رسيدلئ دئ چې د خوبونو او تشو خيالونو سره مخه ښه وکړوو او خپل پام هغو موجودو واقعيتونو ته واړوو
تر څو د يوه رياليزم په چوکاټ کې د پښتو ژبې د ستونزو په هکله بحث وکړوو؟
[quote:80e2d893f9]که غفار ورور له دې پيښې نه ځان بي خبره وښيي ، نو ښايي هغه چيرې په کوم امريکايي يااروپايي هيواد لکه جرمني يابل هواد کې ژوند کوي او ځان ناګاره واچوي چې ګواکې له دې سترې ناوړې پيښې څخه خبر شوی نه و، نوتاسو څنګه دا سې انګيرئ چې ګواکې داسې پيښه له سره پيښه شوې نه ده اوګواکې پښتنو وکيلانو پخپله، په ازادانه او داوطلبانه توګه غوښتل چې پښتو دې نوره ملي ژبه نه ي ؟[/quote:80e2d893f9]
نه ګرانه زه ځان بې خبره نه ښيم، توپير په دې کې دئ، چې زه دغو زمونږ د ولس استازي،چې په هر ډول ټاکل شوي دي احترام کوم او په دې باور يم چې مونږ د دې حق نلرو چې په يوې مشخصې موضوع باندې لدوی څخه د خپلې غوښتنې سره سم د رايو ورکولو تمه وکړوو.پر هغوی باندې بايد دهر ډول اغيزې د نيولو څخه ډډه وشي.
[quote:80e2d893f9]عجيبه پاراډکس خبره نه ده چې : په لويه جرګه کې خيانت شوی، ملي خيانت اوجنايت شوی او بيناموسي شوې چې د پښتو دملي ژبې پر حق پښې کيښودل شوې او سترګې پرې پټې شوې، خو خاين ، بيناموس او تاليڅټی په کې يو هم نه و؟ دا خيانت نو آخر چا وکړ ؟ دا بيناموسي خو به آخر کوم بيناموس کړي وي که نا؟[/quote:80e2d893f9]
په ريښتيا هم دا يوه پاراډکسه خبره ده، د محترم شينواری تر مشرۍ لاندې يوه ستره محکمه موجوده ده، هغه دې ته ملی خيانت او جنايت نه وايي او پوښتنه دا ده، چې تاسې او ستاسې ملګري څوک ياست او دا حق مو له کوم ځايه کړ چې هغه ملی خيانت بولۍ؟
که واقعيت ومنو نو په پخواني اساسی قانون کې دا جمله چې: [color=blue:80e2d893f9]پښتو ملی ژبه ده [/color:80e2d893f9]يواځې د ځينو پښتنو د احساساتو د آرامولو بڼه غوره کړې وه. نه يواځې دا بلکې د پښتو کورسونو تدويرول يې بل نيرنګ و.
ماخو د پښتو ژبې او په دې توګه پښتنوته د دغو دواړو کړنو ګټه نه ده ليدلې. دا په حقيقت کې د پښتنو په زيان تمام شو. په زيان لدې کبله پرته لدې چې د پښتو ژبې په ملی کولو مؤثر ګامونه اوچت شي، په هېواد کې د نورو مېشتو قامونو د پارولو سبب شو،چې اوس نيږدې په دښمنۍ بدله شوې ده.
ګرانه ځواکمن صاحب ! زما په نظر ښه به دا وي، چې دغه د نن ورځې شته واقعيتونه ومنوو او د دغه اساسی قانون په چوکاټ کې که نيمګړتياوې هم لری ، په هېواد کې د ټولو ميشتو قامونو د منلو وړ يوه لاره پيدا کړوو. د اساسی قانون د شپاړسمې مادې په يوې برخې کې راغلي:
[color=red:80e2d893f9]د پښتو، دري،ازبکي، ترکمني، بلوڅي، پشه يي، نورستاني، پاميری او په هېواد د نورو مروجو ژبو له جملې څخه پښتو او دري د دولت رسمي ژبې دي.[/color:80e2d893f9]
که خوب او خيال ليرې او د دغې مادې د واقعي بڼې په پلی کولو کې هڅه وشي نو دا به دټولو په ګټه وي، په ځانګړيتوګه د پښتو ژبې او په دې توګه د پښتنو په ګټه به وي.
والسلام
larghonay1
02.07.2006
ګرانو دوستانو سلامونه !
لومړى خو غفار صيب ته وايم وروره دا د څه شي خيال او خوب يادوى او لكه د پېغور غوندې يې راته وايې !
مونږ خو د پښتو او پښتنو د روڼ حقيقت له پاره هلې ځلې كوو او كه خداى كول ورته رسېږو به نو ايا ته دا نه غواړې چې خوب او خيال ورته وايې؟
كه نه يې غواړې هغه ستا خپل كار دې خو بې ځايه او بې موخې مخالفت هيڅ ګټه نه لري.
وروره دلته كه ته يې، كه زه او كه بل په دغه بحث كې د پښتو ژبې او پښتنو دحقونو له پاره يوه لار لټوي او هغه لاملونه په ګوته كوي چې د دې حقونو د ترلاسه كولو خنډونه دي.
لكه څنګه چې منتظر صيب درته په پورتنۍ ليكنه كې روښانه كړې چې مونږ نه د چا دحقونو ترپښولاندې كولو ته څوك رابولو او نه د چا سپكاوي ته .
وروره مونږ او تاسو بايد په زوره داسې بحث رامنځته نه كړو چې يوازې خپل ساعت پرې تېر كړو يو په زوره ځان مدعي او بل د دفاع وكيل شو.
تاسو ليكلي چې كه دا خبره ومنو نو بيا به بحث په څه شي وكړو !
تاسو ولې دومره ډېر وخت لرئ چې يوازې بحث غواړئ هغه هم كه نتيجه ولري او كنه؟
نه ګرانه ! راځئ چې د منتظر صيب ليكنې ته په پاملرنې موضوع بې نتيجې خوره وره نه كړو او يوې مثبتې پايلې ته ورسېږو!
او دا چې تاسو د اساسي قانون د شپاړسمې مادې يوه برخه راوړې نو مونږ كله د دې مادې مخالفت كړى دى؟
په همدغه ماده كې پښتو د هيواد رسمي ژبه ښودل شوې او مونږ پښتانه حق لرو چې په ريښتونې توګه يې د رسمي كيدو غوښتنه وكړو او دغه قانوني حق تر لاسه كړو!
اوس خو په يو وزارت كې هم د پښتو رسمي بڼه نه ښكاري!
ان د سرحدونو وزارت اجراءت په پاړسي كېږي نه په پښتو چې اكثره كاركوونكي يې پښتانه دي!؟
او صافى صيب بايد هغه خپله خبره دې له ياده ونه وځي چې د حق غوښتلو ډېرې لارې چارې دي !
هيله ده چې په دې اړه مو خپل نظر وليكئ !
مننه
ستاسو لاروى
pattang
02.07.2006
غفاره وروره سلام ،
لڼډ درته ليکم ٠
هر څوک حق لرې چې خبرې وکړې خو که خبرې يې زهرناکې وې نو ځواب ورکول يې هم فرض دی ٠ وروره ستا خبرې ماته نوې ندي ،زه ډېرې زړې تجربي پکښې لرم ٠
وروره ديکتاتوري بده ده خو دديموکراسي په نوم ځينې واکدارۍ له ديکتاتوري ځخه هم بدترې دي٠
ته بايد ددوشيانو فرق وکړې :
حقوقي - ، اقتصادي- ، سياسي-، کلتوري پرابلم يو شی دی خو يوه منلې اوبرابره دحل لاره يې بل شی دی ٠
دتير وخت دپښتو دحق غوښتنه ( پښتو ټولنه،دپښتو کورسونه ٠٠٠٠ ) ټول په ځای اويو قانوني ټولنيز ،د ملت ديووالي لپاره يو بنسټي پروسيس ، اونه يواځې داحساساتي پښتنواراميدل وو٠ ولې ستا خبره هم درسته ده ،څکه چې عملي کونکي، قانون ايښودونکې ، رواجوونکې يې غله او بياکاره خوشې په نوم پښتانه لکه دکابل محمدزايان ، د کوهستان صافيان ، قزل باش ، ستميان اونور خلک دتاجکو دکلتور غلامان او پياده کونکي وو ٠ داچې په يوه مذدور دربار کې يواځې پاړسورسمي ژبه وه نوطبعي وه چې ددربار ډرناګانو، عالي رتبه مامورينوپښتوته خپل څټونه ورګرځولي وو٠ اماپه اصل او بنياد کې خو داکار ( پښتو ) دملي يووالي يوه غټه ستن وه او تر څو چې پښتنو او پښتو ته خپل حق ور نکړی شي په افغانستان کې به سوله امکان ونلري.٠
ته خو هوشيار سړی يې :
پښتان په افغانستان کې په هر مليت مطلق اکسريت دي ، نو چې په افغانستان کې يو ملت جوړه وې ، دهغه لپاره به له کومو نړيوالو، حقوقي او دودي لار وچارو ګټه اخلې او عملي کوې به يې ??
او که نه په افغانستان کې به اوبه د کښته له خوا ځخه پورته مڼډې وهي ??
دد ې لپاره چې تاجک خوشاله کړم نوله خپل ناموس او حق نه هم ورته تير شم ??
هغوی چې له خپله حقه نه هم ورته تير شول تاجک يې ځانته ونه ګاټه ژوندی مسال يې نجيب وو٠ ددې کارو نو رواني علت دادی چې پښتون ځان سپک تلي دخپلې ژبي او کلتور هر کلی نکوي نوڅکه تاجک پښتون ته داحترام په سترګو نګوري ٠
اوسترګې يې نه ترې سوځي ٠
خبرې ډېرېدي ، مونږ يو واحد تړلی ملي افغانستان دنړۍ د نورو موډلونو په ډول غواړو چي په هغه کې دټولو حقوق په تناسب سره تړلي وي او که ابدي کلتور ي غلام (پښتون ) دپاړسيبان دفا شستي کلمې په ريتوريک خپل همت له لاسه ورکوي او
خپله لاره ورکوي نو دداسې پښتانه په زانګو دې هم نا لت شي ٠
پښتون بايددې دښمنانو پټې کندې پيداکړي ويې غندي ، دلا ئل ووائي او د سپيګانې له شړي څخه ځان وباسي او با جرعته په زور يا په رضا خپل حق وغواړي
٠
پاتې شول ستا مشران د کابل د شورای نظار غلا مان يو هم پکار او دسيستم په جړولو نه پوهيږي په دوی دې نالت شي پرون يې په پيښاور کې مچان په خوله ننوتل يايې په غرب کې ټيکسيواني ، په امريکا کې په هوټلوکې شاګردي اويايې تر جماني کولې خو نن په شير پور کې سپينې ماڼۍ اخلي او په افغانستان کې د top Management دنده په غاړه اخلي ، لکه خره ته چې موزيک وهي ،
ايا ستا په دې غريب ملت زړه نه بديږي ??
دافغانستان دټولې ورانۍ سنجه ول شوی پيسې 4-5 مليارده ډالر وو ، نن 14 ميليارده ورکې شوې درک يې هم مالوم ندی ، دا ولې ???????????? .
دبيناموسانو دتورې تبي په هيله
دپښتنولي په مينه پتنګ
ghafar
02.07.2006
عزتمند ورور ځواکمن او نورو دوستانو ته سلامونه!
ځواکمن صاحب ليکي:[quote:06bd9dcf56]دا يو نړيوال واقعيت دی چې په يوه هيواد کې يوه ژبه په سلو کې د پنځوسنيم يا ٥١
وګړو ژبه وي هغه د مطلق اکثريت د ژبې په توګه د هغه هيواد ملي ژبه ګڼل کيږي . [/quote:06bd9dcf56]
که مهربانی وکړۍ د ملی ژبې خصوصياتو په هکله خپل نظر څرګند کړۍ او آيا په هغه وخت کې چې پښتو د ملی ژبې په توګه په اساسی قانون کې تسجيل شوې وه د ملی ژبې رول لوبولئ و؟ که ځواب مو مثبت وي لطفاَ توضيحات راکړۍ ! بيا به خپل بحث ته دوام ورکړوو.
په درنښت
02.07.2006
دروندورور غفار خان او نورو درنو وونو ته سلام !
[quote:476e322d4f]فکر نه کوۍ، چې د دې وخت رسيدلئ دئ چې د خوبونو او تشو خيالونو سره مخه ښه وکړوو او خپل پام هغو موجودو واقعيتونو ته واړوو تر څو د يوه رياليزم په چوکاټ کې د پښتو ژبې د ستونزو په هکله بحث وکړوو؟ [/quote:476e322d4f]
خبره مو په کلي توګه سمه ، خو په اجزاو کې يې د شيطان ځالو ته ځای ورکړی .
هو د خوب او خيال سره هر وخت خدايپاني سم کار دی، خو که هغه خوب او خيال نه بلکې د ژوندانه تريخ واقعيت وي نو بيا ؟ ايا له ترخو واقعيتونو څخه په دې پلمه سترګې پټول چې هغه نور خوب او خيال دی، د حل ﻻره بللی شو ؟ طبعأ نه !
دا يو نړيوال واقعيت دی چې په يوه هيواد کې يوه ژبه په سلو کې د پنځوسنيم يا ٥١
وګړو ژبه وي هغه د مطل اکثريت د ژبې په توګه د هغه هيواد ملي ژبه ګڼل کيږي .
او دا زمونږ ملي حقيقت دی چې پښتو د ٥٥ ــــ ٦٥ فيصده وګړو ژبه ده . که له دې منکر نه يې نواوس راشه مالومه کړه چې ددې دوه واقعيتونو څخه د پښتون او هر بل سالم افغان په توګه دکومې ريالستي دندې او رسالت له مسوليت سره مخامخ يې ؟ او که نه ، غواړې د پښتو دمليتوب د مسلم حق د مخنيوي له پاره د لومړني نړيوال قانون او واقعيت څخه سترګې پټې او پرې منکرشې ؟ اويا دوهم ملي واقعيت چې پښتانه په هيواد کې له ٥٥٪ څخه زيات او ٦٥ ٪ ته رسيږي نه منې او ترې منکريږې ؟
تاسو د واقعيتونو خبره کړې ، ايا تاسوله هرې واکمنۍسره د واقعيت پرنامه سازس اصولي بولئ؟ خلقي دورې واقعيتونه، د پرچمي دورې واقعيتونه، د جهادي ګډوډيو د دورې واقعيت او د طالبانو د ورې واقعيت ټول د سازش او تسليمۍ وړبولئ؟ او په همدې ډول د روان حالت واقعيتونه سم او د قرآن کرښې بولئ چې بايد تنقيد او د تغير او سمون خواته راکش شي ؟
بل مو د سترې محکمې فيصلې ته وته نيولې ، لطفآ داسې يوه پريکړه وښيه چې
په غې کې نوموړی ملي خيانت او يا بل کوم مل خيانت تر اوسه پورې ارزل شوی او
او منفي يا مثبت حکم پرې صادر شوی وي . او که دا نه وي اونه يې شې ښودلی، نو
نو له ومه ځايه واياست چې د سترې محکمې رئيس شينواری دغې پيښې ته برأت ورکړی او ملي خيانت ورته نه وايي ؟ په مينه ، مننه اوبيا سلامونو!
منتظرمسید
02.07.2006
ددې فورم درنوګډون کونکو!
سلامونه مې ومنئ.
غفارلیکي :
[color=darkred:dfcfbe699f]د پښتو ژبې د ورورسته پاتې کيدو په هکله ځينې خبرې شته، چې بحث کول پرې ډېر ضروري برېښي، خو له بده مرغه دغو ياد شوو هېوادلو سره يو مؤثر بحث ممکن نه برېښي، ځکه دوی په دې باور دي هر څه چې دوی ليکي هغه حقيقت دئ او که څوک د دغو هېوادوالو نظر تائيد نکړي او يا د دوي په نظر نيوکه وکړي، د دوی تورونو او بدو خبرو سره به مخامخ شي! دا د مطلق العنانه رژيمونو لکه د خلقيانو او پرچميانو کړنلارې ته ورته ده. کله چې دوی يوه موضوع غونډې ته وړاندې کوله نو د دې په تمه وو ، چې د غونډې ټول غړي به هغه تائيدوي او
که چېرې کوم چا بل نظر درلود هغه يې معمولاَ تورناوه، چې د امپرياليزم تر اغېزې لاندې راغلئ دئ.[/color:dfcfbe699f]
[color=#444444:dfcfbe699f]وروره غفاره !دلته تاسودخپل عادت له مخې داځل موږته یاکیدای شي یوازې ماته دمطلق العنان لقب راکړی دی ،خوزماپه اندچې ددې فورم زیاتره ګدونکونکي چې پرمسائلوبحث کوي ،نوموخه یي دستونزوحل وي ،خوتاسوبحث یوازې دبحث لپاره کوی ،خووایی چې سوزي هغه ځای چې اورپرې بل وي .کیدای شي هغه څه چې موږته ستونزه اوبې انصافي ښکاري ،تاسوته به عادي شی ښکاري اوپکربه کوی چې دادحل لاره ده .اوداچې تاسودخلقیانواو پرچمیانو دمطلق العناني خبره کړیده،نوزه خوبه ووایم چې مطلق العناني دافغانانو په خټه کې نغښتې ده ،ځکه چې نه یوازې کمونسټان بلکې زموږکابوټول مشران او ټولواکان مطلق العنان ؤاوهغه په تاسوکې هم شته که نه دهر خبرې په سربه دې شخړې نه کولی اوثبوتونه به دې نه غوښتی .که چیرې موږ فطرتاّمطلق العنان نه یو،نولدې نه بله لویه مطلق العناني شته چې دهیوادپه سلوکې دوولس یادیارلس اوسیدونکي دې راپورته شي اوکه څوک یی مني یایی نه مني ،خپله ژبه دې په نوروپه زوروتپي.
بله داچې تاسودډموکراسۍ اواساسي قانون یادونه هم کړیده.زماپوښتنه دتاسو نه داده چې تاسودنړۍ په مخ په کومې ډموکراسۍ کې لیدلي دي چې دیوه هیواد په سلوکې پنځه شپيته (ښاغلي ځواکمن لږه ښودلې ده ) اوسیدونکي دې ددې حق و نلري چې په خپله مورنۍ ژبه لیک اولوست یازده کړې وکړي .اویوځل بیاتکراروم چې په کومه ډموکراسي کې داراغلي دي چې دهیوادیوکوچنی لږکی یااقلیت دې راو لاړشي خپله ژبه دې رسمي کړي ،اوهغه یوازې پدې دلیل چې دوی ته خپله ژبه ترنوروډیره ګرانه ده اوکه داسې ونه شي نوخپه اوخوابدي کیږي ،اوبیانو دچاسره وروري نکوي .
تاسوداهم لیکی :[/color:dfcfbe699f]
[color=darkred:dfcfbe699f]هو همداسې دئ ګرانو ياد شوو دوستانو ! تاسې په مونو تونه توګه يا يوه غږ د حق اخيستلو پر موضوع ليکۍ، خو نورو ته د خپلواک نظر درلودلو حق نه ورکوۍ
عزتمند ورور ځواکمن! فکر نه کوۍ، چې د دې وخت رسيدلئ دئ چې د خوبونو او تشو خيالونو سره مخه ښه وکړوو او خپل پام هغو موجودو واقعيتونو ته واړوو
تر څو د يوه رياليزم په چوکاټ کې د پښتو ژبې د ستونزو په هکله بحث وکړوو؟[/color:dfcfbe699f]
ګرانه وروره ترټولولومړی خوداچې تاسوبحث نه کوی ،بلکې نقطه چیني کوی او جبهه نیسئ ،که له بحث کولوخوموږهیڅکله هم څوک ندي منه کړي .اوداچې تاسود خوبونواوریالیزم خبره کړیده،نوزه به دومره ووایم چې وروره خوبونه خوموږپرون لیدل چې خپله ویاړلې ژبه مودمرګ سره مخامخ وه ،اماموږورته پام نه کوه اوویل به چې ځه خدای به خیرکړي ،څه پروالري ،ژبه خویوازې دپوهاوي وسیله ده،دهغې لپاره خومودفلاني ورور!ژبه لرو،په هغې به دیوبل سره پوهاوی کوو.لاکن نن هغه خوبونه نه وینواوپدې موسرخلاص شوی دی چې نه ژبه یوازې دپوهاوي وسیله نده، هغه تردې ډیرنوارزښت هم لري اوکه هغه خدای مه کړه مړه اوله منځه لاړه نوورسره زمادپلارنیکه تاریخ اوویاړنې هم له منځه ځي .نوزه خوداوایم چې اوس موږله خوبونو تیرشوي یواوخپل ټول پام موهغه ستاپه اصطلاح !! دریالیزم په چوکاټ کې موجودوواقعیتونوته راګرځولی دی اوهغه دادي چې موږبایددخپل ولس او خپلې ژبې لپاره له هرې شونې لارې چې کیږي ،هغه دریځ اوحثیت چې حق یی دی وګټو.
اوپه پای کې داچې لیکی:
[color=darkred:dfcfbe699f]نه ګرانه زه ځان بې خبره نه ښيم، توپير په دې کې دئ، چې زه دغو زمونږ د ولس استازي،چې په هر ډول ټاکل شوي دي احترام کوم او په دې باور يم چې مونږ د دې حق نلرو چې په يوې مشخصې موضوع باندې لدوی څخه د خپلې غوښتنې سره سم د رايو ورکولو تمه وکړوو.پر هغوی باندې بايد دهر ډول اغيزې د نيولو څخه ډډه وشي[/color:dfcfbe699f].
[color=#444444[color=#444444:dfcfbe699f]]ترټولودمخه خودهغوی ډیری غله اوټوپماران دي اودولس استازي هرګزندي ځکه چې رایی ورته ولس په خپله خوښه ندي ورکړې اودوسلې اوپیسوپه زوریی له ولسه رااخیستې دي اوزماپه اندزیاتره یی نه یوازې داچې ددرناوي اواحترام وړندي ،بلکې دکرکې اونفرت وړدي ،اوبله داچې دوی دولس داستازوپه توګه مجبوراو مکلف دي چې درای ورکونکوغوښتنې اوهیلې په نظرکې ونیسي ،اوولس هغوته د رای دورکونکوپه توګه بشپړحق لري چې پرهغوی باندې دمشخصې موضوع په اړوندچې هغه دده په برخلیک پورې تړاو ولري ،اغیزواچوي .[/color:dfcfbe699f]
اوددې خبرې په ځواب کې چې تاسولیکی :[/color]
[color=darkred:dfcfbe699f]ګرانه ځواکمن صاحب ! زما په نظر ښه به دا وي، چې دغه د نن ورځې شته واقعيتونه ومنوو او د دغه اساسی قانون په چوکاټ کې که نيمګړتياوې هم لری ، په هېواد کې د ټولو ميشتو قامونو د منلو وړ يوه لاره پيدا کړوو. د اساسی قانون د شپاړسمې مادې په يوې برخې کې راغلي:[/color:dfcfbe699f][color=red:dfcfbe699f]
د پښتو، دري،ازبکي، ترکمني، بلوڅي، پشه يي، نورستاني، پاميری او په هېواد د نورو مروجو ژبو له جملې څخه پښتو او دري د دولت رسمي ژبې دي.[/color:dfcfbe699f]
دقانون اساسي په اړوندبایدووایم چې هغه ناسم اونیمګړی هم کیدای شي . نوموږ داحق لروچې دولسي جرګې اوقانون جوړونکې مرجع نه هیله اوان غوښتنه وکړو چې دقانون هغې برخې ته چې زموږپه نظرنیمګړې ښکاري اوزموږدګټوساتنه نه کوي ،یاهغه ترپښولاندې کوي ،بیاله سره نظروکړي اوسمون پکې راولي ،هغه څه دقران کریم اّیت خوندی .
تاسودټولومیشتوقومونولپاره دمنلووړیوې پریکړې ډیرسخت غوښتونکی یاست ،نوولې مودیته پام نه راګرځي چې دپښتنولپاره هم بایددمنلووړوي اوکه دمیشتو قومونونه یوراپورته شي اووايي چې هره فیصله اوپریکړه دهغه لپاره یوازې هغه وخت دمنلووړده چې پښتودمرګ کندې ته وسپارل شي ،بیانوڅه وکړو!!!؟؟.
په پای کې دومره درته یوځل بیاوایم چې غفاره وروره موږدنورودحق خوړلو اویا ترپښولاندې کولوپه تکل کې نه یو،بلکې لدې غمه ژاړوچې موږولې ترپښو لاندې یو.
په درناوي
صافی
03.07.2006
درنواو ښاغلو دوستانو! دسلام اواحترامه روسته:
هیله من یم روغ او خوښ وسی.
لارو ی صاحب! ما فقط دمره يوه یادونه کړی چې: که چیرته هدف حق غوښتل وي هغه هم ځانته لار لری)
هو: زه په دې ایمان لرم چې دجګو غرو په سر هم لارې شته وولی زه ددی مدعی نه یم چې دالاری ما ګز کړی دی . زما په نظر حق غوښتنه تر ټولو لمړی دحق پیژندنه ده ،او دهغې تر څنګه دهیواد تیریش کلنه غمیزه ، او دهغې اغیځ په اوسنۍافغانی
( Pcyche)اویا افغانی عام برداشت دموجوده ملی ،اونړی وال حالت او دځان څخه دی .
چې په یو غژ نظر ته نه راضې . چې یو ګړئ، او هم اهنګه اواز دې د يو قوم تر منځه په ځانګړی توګه پرته دباندنی اغیزه وجود ولری ....... مونږ څه غواړو؟ لاتر اوسه ستاسو دلیکنو نه په وضاحت سره څرګنده نه ده .
په دې بحث کې پرته دشخړو او شحصی کنځلو نه بل څه نه لیدل کیږی . که چیرته تا سواو ستاسو هم نظری خپله غوښتنه په روښا نه وړاندی کړی او دا تعهد وکړی چې چا ته به شخصی ،مخامخ ،او یا دکنایې په توګه کنځل نه کوی نو زه او زما په شانته نور به خپل نظرونه ددی فورم په چوکا ټ کې دنورو سره شریک کړو.او کنه نو همغه متل دی چې وایی( ته خو جینګ داړی وی او زه دی دخندا مړکړم )
په درناوی، او دخدای په امان
صافی
larghonay1
03.07.2006
ټولو دوستانو ته سلام!
ښاغليو! هيله ده چې له موضوع ليرې نه شو!
موضوع د پښتنو حقه حقوق تر لاسه كول دي چې پيل يې د يوه پاړسيوان د فاشستې ليكنې څخه شوى دى.
اوس هم د خوښۍ ځاى دى چې صافى صيب او غفار صيب د درې پاڼو بحث وروسته په دې پوه شول چې د بحث چورليز څه دى او مونږ ولې پرې بحث كوو!
صافى صيب زما په نظر دا به ډېره اړينه نه وي چې سړى د بحث فورم ته لاړشي ، كه په موضوع يې سر خلاص وي او يا نه خو په ځوابي ليكنه پيل وكړي!
دا چې تاسوليكلي :
[color=red:82f9285505]اقتباس :
هم نظری خپله غوښتنه په روښا نه وړاندی کړی او دا تعهد وکړی چې چا ته به شخصی ،مخامخ ،او یا دکنایې په توګه کنځل نه کوی نو زه او زما په شانته نور به خپل نظرونه ددی فورم په چوکا ټ کې دنورو سره شریک کړو.
ښه صافى صيب دا چې تاسو تر اوسه په دې نه يئ پوه چې بحث په څه دى نو دا دومره ليكنې او بحث مو هسې هوايي كړى ؟ [/color:82f9285505]
خو خير خداى دې وكړي چې اوس پوه شئ چې ادم خان نر دى، نه ښځه !
نور نو تاسواو غفار ورور بايد بحث د بحث له پاره نه، بلكې بحث د يوې ښې پايلې تر لاسه كولو له پاره وكړئ !
كه له پخوانيو دولتونو راتېر شو چې ښه يې كړي او يا بد د اوس له پاره تصميم ونيسو ښه به وي!
زما په نظر اوس په افغانستان كې پښتانه له خپلو هيڅ ډول قانوني حقونو څخه برخمن نه دي .
دا چې څه ډول به خپل هر اړخيز حقونه تر لاسه كړي ؟
راځي چې پرې وغږېږو!
په همدې هيله
ستاسو لاروى
ghafar
03.07.2006
ګرانو دوستانو سلامونه!
ورور سمسورازاد( منتظرمسید)، larghonay1په وار وار ليکي، چې د دوی ليکې چاته اهانت او د چا پر ضد ندي.
سمسورازاد( منتظرمسید) ليکي:[quote:1afbc5dd59]خودی هم ملامت نه ووځکه چې ددوی په وینه کې له پښتنوسره دښمني نغښتې ده .[/quote:1afbc5dd59]
محترم larghonay1 ليکي:
[quote:1afbc5dd59]ته چې دانشګاه د دري ژبو حق لرې نو ته يو باغي او ياغي انسان يې ! [/quote:1afbc5dd59]
بيا ليکي:[quote:1afbc5dd59]وس هم د خوښۍ ځاى دى چې صافى صيب او غفار صيب د درې پاڼو بحث وروسته په دې پوه شول چې د بحث چورليز څه دى او مونږ ولې پرې بحث كوو![/quote:1afbc5dd59]
او بيا ليکي:[quote:1afbc5dd59]خو خير خداى دې وكړي چې اوس پوه شئ چې ادم خان نر دى، نه ښځه ![/quote:1afbc5dd59]
ګرانو ياد شوو ښاغليو ! ښايي ستاسو په ژوند کې دا ډول ليکنې عادی وي، خو د دې بحث ټول ګډون کوونکي ستاسو په کړۍ کې لوی شوي ندي ، چې دا ډول جملو ته بې تفاوته پاتې شی. زما په نظر دا ډول ليکنې ستره بې ادبی ده او په معمولی توګه هغه کسان دا ډول ليکنې کوی، چې د استدلال توان ونلری. پرته لدې بحث بې خونده کوي!
[quote:1afbc5dd59]خوزماپه اندچې ددې فورم زیاتره ګدونکونکي چې پرمسائلوبحث کوي ،نوموخه یي دستونزوحل وي ،خوتاسوبحث یوازې دبحث لپاره کوی[/quote:1afbc5dd59]
زه ستاسو نظر ته احترام کوم، خو په دې باور يم کله چې کوم ځای يوه ستونزه موجوده وي نو هڅه کېږي ، چې ورته د حل يوه لاره وموندل شی. کله چې په انفرادی توګه دغه ستونزه حل نشی، نو دغه ستونزه به دکارپوهانو په يوې ډلې کې تر بحث لاندې ونيول شي . پر ټاکلې شوې موضوع باندې ډول ډول نظرونه څرګندېږي تر څو يوې مطلوبې نتيجې ته ورسېږی .
اوس نو راغلو د بحث موضوع ته:
په دې بحث کې اکثر همدا يو غږ پورته کېږي، چې مونږ اکثريت يو او د خپل حق غواړو ! خو د دغه حق د تر لاسه کولو لپاره خو ما کوم وړانيز نه دئ ليدلئ، عملی بڼه ولري!! ګرانو دوستانو زما په نظر د دې بحث ګډون کوونکو هېڅ يو هم دې بر حقې غوښتنې سره مخالفت نلری، ښه به وي چې د دې غوښتنې د پلی کول په لار کې لومړئ موجودې ستونزې را پيدا کړوو او بيا د ستونزوپه ليرې کولو په کار شوو.
مونږ وايو چې په افغانستان کې پښتانه اکثريت دي او د پښتو ژبه بايد د ملی ژبې په توګه په رسميت وپېژدندل شی. ډېر اعلی ! اوس دا هم بايد ووايو چې ملی ژبه يعنې څه؟ که مقصد مو دافغانستان د يواځينۍ رسمی ژبې په توګه وي، نو بله پښته چې آيا د دې کار لپاره په اوس وخت کې شرايط برابر دي؟ آيا د افغانستان په رسمياتو کې په ځانګړيتوګه د غير پښتنو سيمو کې دولتی کارکوونکي په کافی اندازه په پښتو پوهېږي؟ که نه نو د دولت چارې به فلج شي! آيا ښه به نه وي، چې دا د اوږدمهاله هدف په توګه راتلوکي ته پرېږدوو او اوس د همده هدف لپاره دموجود اساسی قانون په چوکاټ کې له ښونځيو څخه دا ځل په جدي توګه پيل کړوو؟ او ده هغه نه مخکې د پښتو ژبې د ښوونکو روزلو ته په کار شو!!
د هېواد د نورو قامونو منفی غبرګون خو لا پرېږده!! که احياناَ په اوس وخت کې زمونږ د نورو ژبو هېوادوال زمونږ دغه برحقه غوښتنه ونه مني، نو بيا څه وړانديز لرۍ؟ زور او جنګ؟ د دموکراتيکو رايو اخيستل خو هم ممکن ندی، ځکه
د پتنګ ورور په خبره دا ټول په هېڅ څشي نه پوهېږي او د ځينو نورو په خبره ځينې يې خرڅ شوي پښتانه دي.
په درنښت
03.07.2006
درنو دوستانو !
تر سلام ووسته ، د ښاغلي خان غفارخان پر ﻻندې پوهاويزې (جملې) به لږ څه تم
شو:
[quote:72c6eeef69]مونږ وايو چې په افغانستان کې پښتانه اکثريت دي او د پښتو ژبه بايد د ملی ژبې په توګه په رسميت وپېژدندل شی. ډېر اعلی ! [/quote:72c6eeef69]
که دا حقيقت مو له پيل څخه منلی يا تاييد کړی وای نو ډير له دا دومره سرخوږي څخه به مو هم ځان او هم ډير برخوال ژغورلي وای. داچې اوس ورته ډير اعلی هم واياست ، يو څه تنزيه اعتراف ته ورته بريښي . ولې خوښ شوم او مننه کوم چې ددغه بنسټيزحق مو زمونږ ټولو سره په ګډه په رسميت وپيژانده ،اوس نو بحث سم لوري ته پرمخ تلی شي . تاسو وړامې ليکئ :
[quote:72c6eeef69]اوس دا هم بايد ووايو چې ملی ژبه يعنې څه؟ که مقصد مو دافغانستان د يواځينۍ رسمی ژبې په توګه وي، نو بله پوښته ....[/quote:72c6eeef69]
نو او بله پوښتنه پکې نشته : هيڅوخت د هيچا مقصد پښتو ددافغانستان د يواځينۍ رسمی ژبې په توګه نه وه ، نه ده او نه به وي. تعجب کوم چې څنګه په دې چرت او خيالپلو راغلي ياست ؟
د داسې خيالپلو لپاره بيا ستاسې خبره سمه ده چې نه [quote:72c6eeef69]په اوس وخت کې شرايط برابر دي [/quote:72c6eeef69]او نه [quote:72c6eeef69]په رسمياتو کې په ځانګړيتوګه د غير پښتنو سيمو کې دولتی کارکوونکي په کافی اندازه په پښتو پوهېږي[/quote:72c6eeef69]
خو دا چې دا اختراع شو خيالپلو پر نورو ستاسوخپله يوه تپنه ده او په واقعت کې وجود ته ځای نشته نو نه يې [quote:72c6eeef69]د اوږدمهاله هدف په توګه [/quote:72c6eeef69] منو اونه يې [quote:72c6eeef69] راتلوکي ته پرېږدوو [/quote:72c6eeef69] خو دغه ټکی مو بالکل سم او پرځای دی چې [quote:72c6eeef69]اوس د همدغه هدف لپاره دموجود اساسی قانون په چوکاټ کې [/quote:72c6eeef69] مبارزه وکړو ! چې يو مهم جز به يې دا هم وي چې په او [quote:72c6eeef69] له ښونځيو څخه (يي هم ) پيل کړوو[/quote:72c6eeef69] . ايا دا سمه ده ؟ والسلام .
03.07.2006
درنو دوستانو !
تر سلام ووسته ، د ښاغلي خان غفارخان پر ﻻندې پوهاويزې (جملې) به لږ څه تم
شو:
[quote:07bb1d9440]مونږ وايو چې په افغانستان کې پښتانه اکثريت دي او د پښتو ژبه بايد د ملی ژبې په توګه په رسميت وپېژدندل شی. ډېر اعلی ! [/quote:07bb1d9440]
که دا حقيقت مو له پيل څخه منلی يا تاييد کړی وای نو له دا دومره سرخوږي څخه به مو هم ځان او هم ډير برخوال ژغورلي وای. داچې اوس ورته ډير اعلی هم واياست ، يو څه تنزيه اعتراف ته ورته بريښي . ولې خوښ شوم او مننه کوم چې دغه بنسټيزحق مو زمونږ ټولو سره په ګډه په رسميت وپيژانده ،اوس نو بحث سم لوري ته پرمخ تلی شي . تاسو وړاندې ليکئ :
[quote:07bb1d9440]اوس دا هم بايد ووايو چې ملی ژبه يعنې څه؟ که مقصد مو دافغانستان د يواځينۍ رسمی ژبې په توګه وي، نو بله پوښتنه ....[/quote:07bb1d9440] بس بس وروره :
نو او بله پوښتنه پکې نشته، : هيڅوخت د هيچا مقصد پښتودافغانستان د يواځينۍ رسمی ژبې په توګه نه وه ، نه ده او نه به وي. تعجب کوم چې څنګه په دې چرت او خيالپلو راغلي ياست ؟
د داسې خيالپلو لپاره بيا ستاسې خبره سمه ده چې نه [quote:07bb1d9440]په اوس وخت کې شرايط برابر دي [/quote:07bb1d9440]او نه [quote:07bb1d9440]په رسمياتو کې په ځانګړيتوګه د غير پښتنو سيمو کې دولتی کارکوونکي په کافی اندازه په پښتو پوهېږي[/quote:07bb1d9440]
خو دا چې دا اختراع شو خيالپلو پر نورو ستاسوخپله يوه تپنه ده او په واقعت کې وجود ته ځای نشته نو نه يې [quote:07bb1d9440]د اوږدمهاله هدف په توګه [/quote:07bb1d9440] منو اونه يې [quote:07bb1d9440] راتلوکي ته پرېږدوو [/quote:07bb1d9440] خو دغه ټکی مو بالکل سم او پرځای دی چې [quote:07bb1d9440]اوس د همدغه هدف لپاره دموجود اساسی قانون په چوکاټ کې [/quote:07bb1d9440] مبارزه وکړو ! چې يو مهم جز به يې دا هم وي چې په او [quote:07bb1d9440] له ښونځيو څخه (يي هم ) پيل کړوو[/quote:07bb1d9440] . ايا دا سمه ده ؟ والسلام .
ghafar
03.07.2006
عزتمنده وروره ځواکمن صاحب سلامونه !
[quote:330045dc74]که دا حقيقت مو له پيل څخه منلی يا تاييد کړی وای نو له دا دومره سرخوږي څخه به مو هم ځان او هم ډير برخوال ژغورلي وای. داچې اوس ورته ډير اعلی هم واياست ، يو څه تنزيه اعتراف ته ورته بريښي .[/quote:330045dc74]
نه ګرانه زه د طنز ليکلو استعداد نلرم، زما مستقيمې خبرې خوښېږي! له يوې خوا ليکۍ: [color=green:330045dc74] ،اوس نو بحث سم لوري ته پرمخ تلی شي[/color:330045dc74]
او له بلې خوا داسې ښکاري، چې د خپلې پاسنۍ جملې په معنی پوهيدلي نه ياست چې بيا مو پر ما باندې يو تور لګولئ دئ! ما هېڅکله ندي ويلي، چې پښتانه اکثريت ندي او په رسمياتو کې د پښتو ژبې کارول د پښتنو برحقه حق ندئ ! داسې ښکارې چې تاسې په خپله په کنايې او طنز ليکنې عادت کړئ دئ چې پر يوې موضوع باندې د يوې مشخصې پوښتنې څخه د خپل دخوښې تعبير کوۍ. د تاسو د طنز ليکلو يوه بله بېلګه:
[quote:330045dc74] د ښاغلي خان غفارخان پر ﻻندې پوهاويزې (جملې) به لږ څه تم[/quote:330045dc74]
دغه لقب خو زمونږ پياوړي او خدای بښلي زعيم ته محفوظ دئ !
په درنښت
pattang
03.07.2006
وروڼو !
که ( خان ) يوازې زمونږ خانانوته او د محمد نوم يوازې زمونږ پيغامبر ته ساتل شوی وي نو مونږ ټول مسلمانان بايدخپلو نومونو ته تغير ورکړو٠
ځيني ملګري په زوره ځانته ستونزې جوړوي، الله دې دوی له داسې ناروغې څخه خلا ص کړي
پتنګ
03.07.2006
بيا بيا سلامونه او نېکې هيلې !
خبره دا نه ده چې [quote:9f8bd80372]
چې پښتانه اکثريت ندي او په رسمياتو کې د پښتو ژبې کارول د پښتنو برحقه حق ندئ ![/quote:9f8bd80372]
خبره پښتو دملي ژبې په توګه منل او غوښتل دي چې پردې حق تاسو ايله په بيله اوس اعتراف وکړ، ايا تر دې مخکې مو کله دغسې غوښتنه يا اعتراف کړې چې :
،، مونږ وايو چې په افغانستان کې پښتانه اکثريت دي او[color=white:9f8bd80372] د پښتو ژبه بايد د ملی ژبې په توګه په رسميت وپېژدندل شی؟[/color:9f8bd80372].،،
اوس چې پر مخالفينو باندې په رسميت سره پښتو د ملي ژبي په توګه پيژندل غواړئ دا غټه خبره ده، خو که ددې غوښتنې د تدبير او عملې پلان په اړه هم څه وواېاست چې څه بايد وشي ؟
خان غفار خان مې تاسوته ځکه ليکلی چې
.له غفار خان څخه هم خلک خان غفار خان پوهيږي، له بلې خوا داهم نه غواړو چې تش غفار درته ووايو.
نو که دغه نوم مو اصلي نه اويو مستعار نوم وي نو ښه به داوي چې ژر يې واړوئ ، څو دخان پر ورزياتولو هم پرې
څوک دغفار خان د نامه شک پرې ونکړي . والسلام
ghafar
03.07.2006
ګرانه وروره ځواکمن صاحب سلامونه!
که تاسې د تور لګولو او تهمت وهلو چلند ته نور هم دوام ورکړۍ، تر څو چې ما پورې اړه لری زه به دا بحث همدلته پای ته رسوم ! ډېره بښنه غواړم!!
غفار زما اصلی نوم دئ البته يو تخلص هم ور سره دئ. زه خان نه يم که څوک ماته يواځې غفار ووايي ماته بې توپيره دئ.
بريالي اوسۍ د خدای پامان
03.07.2006
ښاغلی او منلی غفار صيب ته سلامونه درنښت او نېکې هيلې !
مونږ به داځای پريږدو خو چمتوبه نشو چې تاسو له ﻻسهورکړو . دا بحث برانګيزه او بحثپارونکې موضوعکانې به بيا څوک واندې کوي ؟ هر څه به سړه سمخه شي ، که ستاسونظرونه و نه وينو. خدای دې وکړي چې پر پوښتنو رانه خفه نشې ، ستاسې ليکنوته درناوی کوماو په ټول افغانې مو قلم تاند او څپاند غواړم .
داچې له نامه سره مو تخلص هم شته، تاسوته د درناي د مراتبو په څرګندولو کې نور زمونږستونزه حل ده، که چيرې د بلې ليکنه پاې مو تخلص هم معرفي کړئ والسلام.
منتظرمسید
03.07.2006
عزتمندغفار(صافی )وروره!
داچې تاسوپورته څه لیکلي دي کومه نوې خبره پکې نه شته ،بلکې هغه پخوانی ډول دی اوهغه زوړاتڼ ،نوځکه زه نورنه غواړم چې له تاسوسره خپل وخت ضایع کړم ،اووروسته لدې به هڅه وکړم چې ستالیکنې له پامه وغورځوم اوهغوته به په ځواب ویلوهم خپل وخت بربادنکړم .داوروستی ځل دی چې زه تاسوته لیکنه کوم .
ghafar
04.07.2006
عزتمنده وروره سلامونه او نيکې هيلې!
ستاسو د نېکو څرګندونو څخه ډېره مننه، زه په دې نظر يم،چې په دغه د احساساتو ډک سنزمن بحث کې زه نور دخپل ګډون مؤثر نه بولم، ښه به وي، چې زه لدې بحث څخه ووزم او نه غواړم د نورو ورونو د بحث خنډ شم، ځکه هغوی د کنايې په توګه زمونږ ( د صافی ورور او زما) شته والئ څو ځلی په ګوته کړي وو اوغوښتل لا پخوا يوې نتيجې ته ورسېږی!
زمونږ ګران هېوادوال مشواڼې د [color=blue:dfd3e498e0]نړيوالې مرستې اوکورنۍ اندېښنې[/color:dfd3e498e0] تر عنوان لاندې د اوسني شرايطو سره سمه يوه موضوع مطرح کړې ده او زه هم غواړم په هغه بحث کې ګډون وکړم.
پاتې شوه د تخلص موضوع ! په دواړو سترګو زه به په کوم مناسب وخت کې ستاسو غوښتنه تر سره کړم!
په درنښت
لرغونى لاروى
larghonay1
04.07.2006
غفاره وروره وروره سلامونه !
هيله ده چې هم پر ځان او هم پر نورو رحم وكړې !
نه پوهېږم مشر درته ووايم كه كشر خو ښاغليه دا كومې ليكنې چې تاسو كوئ يوازې بحث د بحث له پاره كوئ.
نه پوهېږم چې تاسو ته سنګر نيول يا په اصطلاح زبان درازي ولې مزه دركوي؟
تاسو كه لږ زحمت وباسئ او په همدې بحث كې مو ټولې ليكنې له سره ولولئ نو كيدى شي يوه جمله مو هم داسې نه وي چې څه وړانديز مو پكې كړى وي او يا مو د كومې ستونزې حل لټولى وي ، بې له دې چې ستونزې جوړې كړئ.
ستاسو ليكنې ټولې يوازې او يوازې پر اقتباسونو ولاړې وي .
خپله خبره هډو لرئ نه !
هيله ده چې خپله خبره وكړئ چې پښتانه به څنګه او څه ډول د خپلو حقونو څخه برخمن شي؟
او بيا هم هيله كوم چې د اقتباسونو پر ځاى يو ښۀ وړانديز وكړئ!
كه له دې موضوع سره مو دلچسپي نه وي كولى شئ په همدې فورم كې د يوې نوې موضوع په بڼه خپل وړانديز او خپله مفكوره مطرح كړئ چې هلته پرې وغږېږو.
باور وكړه په دې ډول يو بل ته يوازې د ځواب ويلو سوچ خو يوازې د وخت ضايع كول دي.
او كه داسې نه وي نو نور دوستان دې پر نظر وركړي.
په مينه
ستاسو لاروى
مشواڼې
04.07.2006
ګرانوملګرو، دوستانو،مينه والواوورونو، بې پايه سلامونه !
ښه اوږ دوخت موپه داسې خبروضايع کيږي چې شخصي زړه بداوي راپيداکړواوديوبل خبرې پرته له صبراوزغم ، پرته له منطقي کتنواوڅېړنو،کږې اوناسمې وبولوځکه چې دځينوحقايقواولوريوسره شايد دکوم علت په اساس حساسيت ولرو٠ دارنګه عکس ا لعملونه ښايي ديوځانګړي ايديالوژيکي چا پېريال د ساتنې په سبب هم منځ ته راشي ٠ بل ډېردبدلون وړخاصيت مودادې چې دانتقاداوسپکاوي په منځ کې توپيرونوته نه ګورو٠ لنډه داچې د خپلو وړو نيمګړتياومنلوته تيارنه يودغټونېمګړتياو مخه به څنګه نيسو ؟ خوشباوره يوچې چاته به نه ښکار ي اونوم به موساتلې وي ٠ زماله دې خبروداسې ونه انګېرل شي چې ګنې زه چاته ګوته نيسم اويا خدای مه کړه کوم ځانګړې شخص ملامتووم ٠ نه ، زه غواړم عمومي نظر وړاندې کړم ٠ زه خپل نظرهم پوره اوکره نه ګڼم خوهغه نيمګړتيا احساسووم چې هريوبايدورته پام وکړي ٠ په داسې ترخوتجروبوکې کله ناکله ځينې شيان ما هم ډېرزوروي خوله ځانه سره ووايم ، شيطانه مخ دې تورشه ، تاته به ځانتسليم نه کړم ٠ زه په دې نظريم چې که په کومه خبره لږپوهېږم که ډېر، په زړه کې خوندي به يې دڅه دوا کړم٠ نوښه به داوي چې دچاسره يې په دې هيله شريکه کړم چې کيدای شي يا ماته اويا بل ته ګټه ورسوي ٠ يازه يابل ، په دواړوصورتونوکې ګټه لري ٠ په دې هم ورسره بئداريم چې که دکومې ډلې نيمګړتياوته ګو ته ونيسم ، ضروربه دهغې ډلې په پلويانوبدلګي ، څوک به مې په يونوم اوڅوک به مې په بل نوم يادوي ٠ زه به دچا خولې ته برغولې جوړ کړم ، خوترهغې پولې به هرومرو،ورسره وځغلم چې دمنطق اواستدلال ګامونه مې پورته کوولای شم ٠ دا دبحث کوولويوه لاره هم ده ٠ متاسفانه ، مونږ په يوه موضوع کې ډېر ځغلوخوهدف ته له رسېدو مخکې بريک ونيسواولاره رانه ورکه شي ٠ ولې نشوکوولای يوه موضوع په علمي اومنطقي توګه ترپايه تعقيب کړو ؟ ولې دخپلوالفاظومناسبه جمله بندي نه کوو ؟ ياخوعلم ، منطق ، صبر، حوصله ، زغم اودبحث توان نه لرو اويا لرويې خوپه خپلواحساساتوکنټرول نه لرو٠ که داهرڅه لرونوبيا ولې يې نه کاروو؟
هرمتفکرپښتون غواړي چې دستونځوچټک اومؤثرحل پيداکړي مګردې ته تيارنه دې چې دغه ستونځې په ډاګه کړي ځکه چې هلته شرموونکې اودردوونکي واقيعتونه هم په ډاګه کيږي ٠ کله چې ستونځې ونه پېژنودحل لاره به يې څنګه پيداشي ؟ يوډاکټرخوبې له تشخيصه رنځورته دوانشي ورکوولای ٠ رښتياني ډاکټران لومړۍ رنځ معلوموي بيا يې تداوي کوي ٠ تراوسه خوداسې کومه اسماني معجزه ونه شوه چې زمونږستونځې پټ په پټه راته حل کړي اومونږهم ددې توان اوجرات نه لرو چې پيدايې کړو اوحل يې کړو نو بيادبحث اوزړه بداوي څه ضرورت ؟ که په دې فوروم کې موهدف ديوبل سپکاوې اوزړه بداوې وي ، نوهرڅومره ژرچې کيدای شي ، دا فوروم بايد بند شي ٠ که داسې نه وي اوديوباهدفه مباحثې وسيله يې ګڼۍ اوورسره داهيله هم لرۍ چې پراختياومومي اودعلمي اومنطقي نظرياتو ، وړانديزونو ، کتنو، څېړنواونيووکويوعملي ډګرشي نودې ته هم غاړه کېږدۍ چې هدف يواځې په (( ؤ )) او يواځې په (( نه )) لاس ته نه راځي ٠ کله چې ما د (( برحقوجګړو)) ويوون په کتابونوکې ولوست ، ما فکرکاوه چې ليکوال به تېروتې وي ځکه چې ماته هيڅ جګړه برحقه نه ښکارېده خو اوس چې فکرکووم وايم چې که يوڅوک ښوونځۍ سوځي اوزه يې وينم ،هغه فرد بايد له داسې ملي جنايته منع کړم اوکه نه منع کيږي نوحق لرم چې جګړه ورسره وکړم ٠ دلته زما جګړه برحقه ده ځکه چې زه ديوملي ارزښت نه دفاع کووم ٠ دلته ښوونځۍ يواځې زما ملکيت نه دې بلکه دټول افغان اولس ملکيت دې ٠ زه دداسې مؤسيسې ارزښت په دې پورې نه تړم چې روس جوړه کړې که امريکايي جوړه کړې ، هرچاچې جوړه کړي وي خوزما اوزمادوطنوالوبچي ترې ګټه اخلي اوترڅوچې دکاروړوساتل شي ، هغومره نسلونه به ترې ګټه واخلي ٠ نوماته همدغه ارزښت لري ٠ همدغسې بحثونه اونظرونه بايدد ملي ستراتيژۍ په لوررهبري شي ٠
زه له ټولوليکوالوڅخه هيله کووم چې خپل وخت اوتوجه ګټورو، حياتي اوملي مسايلوته واړوي اوخپل وخت اودبل وخت په بې ګټواو مباحوليکنوضايع نه کړي ٠
خدای دې وکړي چې زماپه خبروڅوک خفه نه شي٠
هغه زړه به له طوفانه په امان شي < * > چې کيشتۍ غوندې دخلکوباربردارشي
ستاسو ورور
و، مشواڼې